د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

آسيا ٢٠ - ٢٠: افغانستان اماراتو ته په زړه راښکونکي لوبه کې ماته ورکړه. انځوريز رپورټ

خبري څانګه 28.11.2009 18:23

ټول افغان، ابوظبي:

افغانستان په يوه زړه راښکونکي لوبه ک‌ې عربي متحده اماراتو ته ماته ورکړه.

نن اماراتيانو پچه وګټله او بيټنګ کول يې غوره کړل. اماراتيانو ډېر ښه بيټنګ وکړ او په ٨ ويکټو يې په ٢٠ اورونو کې ١٤٤ منډې وکړې او افغانستان ته يې د ١٤٥ منډو هدف وټاکه.

سره د دې چې هدف اسانه ښکاره کېده خو اماراتيانو ډېر ښه فيلډ وکړ او افغان لوبډله يې وارخطا کړه او افغان سيل کونکي يې خفه کړل. په لومړي اور کې تکړه پيل کونکى نور علي ځدراڼ په صفر  په منډه وسوځېدو. کريم صادق تر ٣٥ منډو ودرېدو خو يو ښه ګوذار يې کيچ شو. ورپسۍ شهزاد او نوروز په يوه يوه منډه وسوځېدل چې افغان سيل کونکي يې وارخطا کړل. او د بري دعاګانې يې نورې هم زياتې کړې.

 افغانانو په پوره ٢٠ اورونو کې ١٤٥ منډې وکړې او د اماراتو له ١٤٤ څخه يې واړوله. افغانانو له اماراتو په يوه ويکټه وګټله. په دغه لوبه کې کريم صادق او سميع الله شينواري هر يو ۳۴ ، خالقداد نوري  ۳۰، حميدحسن ۱۹، محمد نبي ۱۵ ميرويس اشرف او شاپور ځدراڼ درې درې او نوروز منګل او شهزاد يوه يوه منډه وکړه. همداډول محمد نبي  د اماراتو لوبډلې څلور، حميدحسن او سميع شينواري دوه دوه لوبغاړي وسوځول.  

دآسيا کرکټ شورا د نن ورځې د لوبې غوره لوبغاړی سميع الله شينواری وټاکه خو د لوبډلې مينجر حقداد نوري وايي چې په حقيقت کې د لوبډلې له خوا نن سميع الله شينواری او حميد حسن دواړه غوره لوبغاړي وو.

افغانان سبا د کوېت سره د شارجې په کرکټ لوبغالي کې  د سهار په ١٠ بجو نيمه پايلوبه يا سيمي فاينل کوي. که افغانستان سبانۍ لوبه وګټي نو بل سبا به بيا په ابوظبۍ کې يا د عمان او يا هم د اماراتو سره بايلوبه کوي. امارات او عمان هم سبا ته نيمه پايلوبه لري.

 نور رپوټ په لاندې انځورونو کې وګورئ:

 
د اماراتو لومړۍ ويکټه په لومړي اور کې وغورځېده.


 د لومړۍ ويکټې خوښي.

 
اماراتيانو پښې ټينګې کړې او د افغانانو د خراب فيلډ له وجې يې منډې ډېرې کړې. افغانانو ٣ کيچونه وغورزول.

 

شهزاد د اماراتو ويکټې راغونډوي.

افغانانو د خبلې لوبډلې ګرم ملاتړ کاوه، د هر توپ سره به يې چيغه وهله او د لوبغاړو نومونه به يې يادول. د زنده باد چيغو لوبغالي لړزولو.
 
بيا افغانانو بيټنګ پيل کړ.

نور علي په صفر لاړو، وربسې کريم هم په ٣٥ لاړو، بيا نوروز هم لاړو.

شهزاد هم وسوځېدو. شهزاد يواځې ١ منډه وکړه.
 
خفګان د لوبغاړو به مخ له ورايه ښکاري.

خو محمد نبي چې راغى، ښې منډې يې وکړې او افغانان يې شپږيزې نمانځي.
 
محمد نبي هم وسوځېدو،
 
د نبي پسې سميع الله راغى، په ٧٣ توپونو ٨٧ منډې پاتې شوې. افغانستان چې کله ۹۱ منډې وکړې اوه لوبغاړي يې له لاسه ورکړي و خو لا یی هم  اوه اورونه پاتې و.
افغانانو پاتې منډې په ډېره سخته وکړې، شفيق الله شفق او ميرويس اشرف سر په سر وسوځېدل.

سيل کونکي ډېر خفه و چې څه به کېږي، يواځې حميد حسن او شاپور ځدراڼ پاتې شول. 

افغانانو دعاګانې تېزې کړې.
 
کبيرخان، ريس احمدزى، او د لوبډلې مينجر حقداد نوري په ځير لوبه څاري.

په اخر کې په ٢ توپونو لس منډې پاتې شوې. د چا هم باور نه راتللو چې توپ اچونکى حميد حسن او شاپور ځدراڼ په يوه څلوريزه او يوه شپږيزه ووهي.  د لوبغالي په لوحه په لاندینۍ برخه کې وينﺉ چې دوه توپه او لس منډې پاتې دي.
 
حميد حسن سخت ګوذار ورکړ او څلورمنډې يې جوړې کړې.

اوس به يو توپ شپږ منډې پاتې شوې او حميد حسن ولاړ و. په لوحه وينﺉ چې یو توپ او شپږ منډې پاتې دي.

 
حميد حسن ګورئ چې له شپږيزې وهلو څخه وروسته د خوښۍ منډې وهي او ريفري د شپږيزي علامه ورکړې ده.

سيل کونکو هم صبر ونشو کړاى او د لوبغالي په جاليو ورواوښتل. چا منله چې په پاتې دوه توپونو به ١٠ منډې  جوړې شي. خو حميد حسن دې خداي ج لري.

نور نو د خوښۍ په انځورونو پخپله پوه شﺉ.





حميد حسن څخه خلک راتاو دي.

تاج ملوک يو ځل بيا له خوښۍ وژړل.

افغانانو به سړکونو هم د لوبډلې برى ونمانځه.

د رپوټ په چمتو کولو کې له ابوظبي څخه هلال مومند او له کابله عنايت ساپي مرسته کړې ده.