د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

هېوادمشر حامد کرزی سبا حج ته ځي

خبري څانګه 23.11.2009 23:38

ټول افغان ته باوري سرچينو ويلي دي چې هېوادمشر حامد کرزی سږکال د حج کولو هوډ لري او په پام کې لري چې سبا ته د سعودي عربستان په لور وخوځېږي.

د هېواد د تاريخ په ډېرو حساسو شېبو کې د هېوادمشر حج ته تلل یوه حيرانونکې پرېکړه ده. سرچينې ټول افغان ته دا هم ويلي دي چې د دې امکان شته کرزی له دې تصميم څخه تېر شي ((خو حالاتو ته به ګوري)).

سرچينې د دې پوښتنې په ځواب کې چې د هېوادمشر سره به سعودي عربستان ساتونکي هم پرېږدي او که څنګه، ناخبري وښودله.

د يادونې وړ ده چې په عرفات ودرېدل د راتلونکې پنجشنبې په ورځ ترسره کېږي او هر حاجي بايد په عرفات ودرېږي. په عرفات ودرېدل د حج رکن دی او بې له دې حج نه بشپړ کېږي.  که هېوادمشر کرزی حج کول غواړي بايد د پنجشنبې په ورځ ځان د عرفات سيمې ته ورسوي.