د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ښاغلى ډاكټر عبدالله، د قدرت په خاطر له ولسواكۍ څخه مه تښتئ

جاوېد صبوري 01.11.2009 16:12

ښاغلى ډاكټر عبدالله، د قدرت په خاطر له ولسواكۍ څخه مه تښتئ
جاوېد صبوري
ويل كېږي چې د ولسمشرۍ ټاكنو په دويم پړاو كې د ښاغلي حامد كرزي يوازينى سيال عبدالله عبدالله، چې ټاكل شوې په راتلونكو څو ورځو كې ترسره شي، تحريم كړي. سره له دې چې په رسمي ډول سره ښاغلي عبدالله عبدالله په خپله او يا هم د كمپاېن ډلې يې دغه خبره نه ده كړې، خو وار دمخه زمينه يې داسې برابره كړې چې په پلمو جوړولو سره د ولسمشرۍ دويم پړاو ټاكنې تحريم كړي. د دې كار لپاره ډاكټر عبدالله عبدالله داسې شرطونه مطرح كړي دي چې نه يوازې هيڅ ډول قانوني بڼه نه لري، چې د نړۍ په هيڅ هېواد كې د دا ډول شرطونو سارى نه دى ليدل شوى. خو ولى ډاكټر عبدالله عبدالله د پلمو په جوړولو سره له دويم پړاو ټاكنو څخه د تېښتې هڅه كوي؟
د ټاكنو دويم پړاو له دې كبله ترسره كېدونكى دى چې په ظاهره د ولسمشرۍ په لومړي پړاو ټاكنو كې هيڅ يو نوماند هم پنځوس جمع يو رايه پوره نه كړه. په دغه پړاو كې ولسمشر حامد كرزى د ۴۹.۶۷ سلنې رايې په تر لاسه كولو سره تر ټولو وړاندې و او تر هغه وروسته ډاكټر عبدالله عبدالله د شاوخوا ديرش سلنه رايې په تر لاسه كولو سره په دويم كتار كې و. حال دا چې د ولسمشر كرزي له يو ميليون رايو څخه زياتې د نړېوالو له خوا ناسمې وبلل شوې. كه دغه پايلو ته ځير شو نو وينو چې د ښاغلي حامد كرزي او عبدالله عبدالله د رايو تر منځ كابو د ۲۰ سلنې ډير لوى واټن پروت دى. دغه واټن ته په ليدو سره ښايي عبدالله په دې پوه شوى وي چې په هيڅ ډول سره نشي كولاى چې د دويم پړاو ګټونكى شي.
له بلې خوا په لومړي پړاو ټاكنو كې د ګڼ شمېر نوماندو د شتون له امله د ولس رايې خورې ورې شوې، چې ښايي دا ځل د داسې دوو نوماندو د شتون له امله چې يو يې د اوس او راتلونكي څخه استازيتوب كوي او بل يې له ۷۰ يمې لسيزې څخه، د ولس رايه د هغه نوماند په پلوۍ وي چې له راتلونكي څخه استازيتوب كوي.
همدا راز ويل كېږي چې د ډاكټر عبدالله د كمپاېن د ډلې په منځ كې د مالي اختلاس له امله هغه له مالي پلوه هم د سيالۍ ځواك له لاسه وركړى. په دې اړه زلمي خليلزاد چې په افغانستان كې د امريكا سفير او ځانګړى استازى پاتې شوى، د سي ان ان ټلويزون سره په يوې مركې كې ويلي چې ښايي عبدالله د مالي ستونزو او له دې كبله چې وار دمخه پوهېږي چې باېلونكى دى، له ټاكنو څخه ووځي. د خليلزاد په وينا دا ځل ښايي عبدالله تر لومړي پړاو ټاكنو هم لږې رايې وګټي چې دا به ورته شرمونكى وي.
كله چې له اوسه د عبدالله د كمپاېن ډلې په منځ كې چې ښايي د عبدالله د ولسمشر كېدو په صورت كې زياتره يې وزيران وي، داسې حالت دى، نو كه د هېواد واكي په لاس كې واخلي خبره به يې چيرته ووځي. ممكن عبدالله د خپلو شاوخوا دوستان په ليدو سره دې پايلې ته رسېدلى وي چې همدا بدنامي يې بس ده چې د ټاكنو د لومړي پړاو كمپاېن پر مهال د كمپاېن ډلې مشر ستار مراد ورته په برخه كړه، نو د دويم پړاو په تحريم كولو سره په ظاهره ځان لپاره د اوړو پوزه كېږدي.
تر ټاكنو وړاندې ښايي عبدالله او د هغې د كمپاېن ډلې غړو ټولو د ستار مرات په څېر اند درلود چې هماغه تېر وخت دى او د دوى واكمني. څه چې وغواړي كولاى يې شي. خو بې خبره له دې چې اوس نور د اويايمې لسيزې وخت تير دى چې د ستار مراد په وينا د ټوپكو سره راووځي او د خلكو رايې ترې واخلي.
د شنونكو په وينا د عبدالله عبدالله شرطونه دومره غېر معمولي ول چې منل شوى واى او دا يوازې په يو ډول سره د تيښتې د لارې جوړولو په څېر دى.