د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان ودانيږي، ماشومان ځوريږي

جاوېد صبوري 10.11.2009 14:58

ژباړه: جاوېد صبوري
چينه: اى اېف پي (AFP)

د كابل ختيځې لمنې ته د خښتو بټيو له مخروطي شكله دودكښو نه خټه لوګى جګېږي او ملايمه سيلې لوګي لوړ او شين آسمان ته پورته كوي. د لوګي هره ليكه داسې ښكاري لكه يوې ډبلې ګوتې د پاڼې پر مخ رنګ كښلى وي.
له درې لسيزو ويجاړونكې جګړو وروسته اوس چې دا هېواد غواړي بيا ورغول شي، د دود كشونو لاندې د زغال په اور پخې په منظمه توګه دلۍ كړل شوي په زرګونه خښتې په پلازمېنې او په ټول هېواد كې ډير خريداران لري.
خو هغه خلك چې په دې بټيو كې كار كوي- ګڼ شمېر كې نرۍ لارې چې له اصلي سرك څخه نه ښكاري- د دې ښكارندوي كوي چې يوازې خښتې او هاوانونه د افغانستان په څېر د بېوزلي هېواد په پښو درولو لپاره بسنه نه كوي.
د سولې راوستلو د اړينې اړتيا په څېر،له شوروي يرغل، مجاهدينو او له طالبانو څخه تښتېدلو راستانه شوي ګډوالو لپاره د كار زمينې چمتو كول، زده كړو ته د لاس رسي ښه كېدل په ځانګړي توګه نجونو لپاره، د حكومت پر وړاندې له شته چلنجونو نه دي.
د ګهيځ خښتو بټۍ كې چې هره ورځ د ۴۲۰۰۰ په شاوخوا كې خښتې له كابله تر باميانو پورې د بيارغولو لپاره توليدوي، په خټو كې ننوتي بيل په لاستې ډډه وهلى چمن ګل وايي "موږ د پېسو پيدا كولو لپاره دلته راغلي يو. زما پينځه زامن هم دلته دي او زما څلور لوڼې زموږ په كلي كې په كور كې دي. "
چمن ۳۶ كلن دى خو له څېرې نه ۵۶ كلن ښكاري. د هغه له زامنو څخه څلور- عمر۱۵ كلن، امين ۱۳كلن، تازه ۱۲، او ۱۰ كلن انعام- د خټې تر څنګ ناست دي او كله ناكله د خښتو د اوسپنيزو قالبونو ډكولو وروسته پورته ګوري. د هغه پينځم زوي ۱۸ كلن ستانه په همدې سيمې كې بل ځاى كې كار كوي.
هغه ماشومان، چې د وړو پښو پلونه يې د ټېرونو او د خرو او اسونو د سوه (سم) د چاپونو ترڅنګ په پوډر شوې خاورې كې پاتې كېږي، په هيڅ وجه نه لوبيږي.
هغوى (ټول)كار كوي او د چمن تر ټولو كشر زوى چې په افغانستان كې د كار قانوني عمر نه څلور كاله وړوكى دى، په هيڅ وجه يوه استثنا نشي كېداى.
د كابل په نورو سيمو كې د ښوونځي (د تګ) په عمر ماشومان په خيرنو كارځايونو كې، د ټراليو (كراچۍ) ټيله كولو او د دراندو بوجيو سره لاسو او ګريوان وينو او يا هم د كور تر ديوالونو شاته نه ليدل كېدونكي داسې ماشومان چې په وسپنيزو چوكاټونو كې په لاس قالينې اوبدي، (شته).
يونيسف په كال ۲۰۰۷ كې وويل چې د اوو او څوارلسو كلونو په منځ كې عمر لرونكو كابو يو څلورمه افغان ماشومان د قانوني ساتنې او افغانستان د ملګرو ملتونو د ماشوم حقونو كنوانسيون د لاسليك كوونكي كېدو سره سره كار كاوه.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواك كمېسيون د اټكل له مخې يوازې په كابل ښار كې كابو ۶۰۰۰۰ ماشومان اوس مهال په كار بوخت دي.
د دغه كمېسيون كمېشنر نادر نادري اى اېف پي ته وويل چې "د ماشوم كارګر حالت اوس هم زموږ لپاره په هېواد كې د ډيرې اندېښنې مساله ده. دا مساله يو لوى چېلنج و او د يو چېلنج په توګه پاتې شوى دى. ځيني مثبت بدلونو لكه د ښوونځيو زياتيدل هم رامنځ ته شوي. خو دا حقيقت چې حكومت نه دى توانېدلى او يا كافي سرچينې د ځينو روغتيايي خدمتونو چمتو كولو لپاره نه لري، اوس هم دوى زوروي. دا يوه ډيره لويه ستونزه د اوس او راتلونكي لپاره ده. "
د خښتو په بټيو كې ماشومان خپله ټوله ورځ د ډوړو او زغالو د لوكي په خفه كوونكي هوا كې چې له پښوونكو داشونو څخه راوځي د لندو خښتو وچېدو په خاطر په اوږدو كتارونو كې په كتارولو تيروي.
نادري وايي چې بې وزلي، انفلاسيون او د جګړې انساني بيه- د والدېنو په منځ كې مړينه يا معيوبتوب- په دې مانا ده چې هغوى بايد د كورنۍ لپاره د ډوډۍ پيدا كولو په خاطر كار وكړي.
هغه زياته كړه چې ان كله چې والدېن كار هم لري، مفت دولتي ښوونځي شتون لري، د ماشوم حاضري زياتره دې سره تړاو لري چې آيا كورنۍ يې شي كولاى چې د هغه لپاره قلم او كاغذ چمتو كړي.
چمن وويل چې "موږ هغه مهال له پاكستان څخه راستانه شو چې د كډوالو كمپ له منځه يوړل شو. موږ په خپل كلي كې صحيح كور نه درلود او نه هم هلته انجوګانې شتون لري ځكه هغه يوه لرې پرته سيمه ده. موږ له لوږې مړه كېدو. "
په پاكستان كې د هغه ماشومان ښوونځي ته تلل خو له لوړو غرونو چې پلازمينه (كابل) يې كلابنده كړې ده، هاخوا په سروبي كې د دوي كور سره نژدې نيم جوړ دى.
له همدې كبله دا ماشومان له ۹:۰۰ تر ۵:۳۰ پورې په كار كولو سره خپل پلار سره مرسته كوي او د سړو شپو څخه د خوندي پاتې كېدو په خاطر يوازينې لار په اوارو چت لرونكو، بې كړكيو او دروازو كوډلو كې ويده كېدل دي.
دا ماشومان هره ورځ د ۸۰ تر سل افغانۍ (۱.۶تر دوه ډالره) ګټي. دا پيسې د هغوى پلار ته وركول كېږي. په دې بټۍ كې لويان د هرو ۱۰۰۰ خښتو وهلو لپاره ۳۲۰ افغانۍ ترلاسه كوي.
د چمن د كشر زوي پرته نور ټول پښې لوڅي دي. د هلكانو پر سوزېدلي مخ شګه پرته ده، په داسې حال كې چې د انعام په تورو وېښتو كې سره خطونه هم ښكاري چې د سوتغذي علامې دي.
انعام په پاكستان كې د خپلو زده كړو په اړه وويل چې "ما ډير ښكلى ښوونځى درلود. هلته هر څه وو. موږ ته كتابچې او كتابونه راكول كېدل. زه په دويم ټولګي كې وم. موږ ته د قران زده كړه راكول كېده. دلته كار ډير ستونزمن دى او دا زما د لاسونو لپاره ډير ستونزمن وي. د خښتو قالبونه ډير درانده دي. "
چمن ومنل چې حالات د منلو وړ نه دي، خو وايي چې بله لار هم نشته.
چمن خپل شاوخوا ته ګوري او پوښتنه كوي چي "څوك غواړي چې ماشومان يې په داسې يو ځاى كې كار وكړي؟"