د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د دموكراسۍ ټاكونكې ونډه

جاوېد صبوري 03.11.2009 16:28

د تېر كال په پرتله د هېواد امنيتي حالات په ټوليزه توګه لاپسې ناكراره شوي دي. سږ كال د امنيت د خرابېدو يو له اريزه او بنسټيزه لاملونو څخه ښايي د زمري مياشتې په نهه ويشتمه نيټې د ولسمشرۍ او د ولايتي شوراګانو ټولټاكنو ترسره كېدل وي. د كال د پيل راهيسې طالبانو د دې په خاطر چې خلك په ټاكنو كې له ګډون څخه منع كړي يو لړ تبليغاتي او پروپاګنډي كارونه پيل كړي ول چې مهم يې په وسله والو او ځانمرګي بريدونو كې زيات والى و.
يوازې د زمري په نهه ويشتمې نيټه كله چې ټاكنې ترسره كېدې، د هېواد په لر او بر كې د طالبانو لخوا له سلو څخه زيات بريدونه ترسره شول چې په ترڅ كې يې هم امنيتي ځواكونو ته او هم ملكي وګړو ته د سر زيان اوښتى و.
سږكال مهمې امنيتي پېښو كې د ملي امنيت د مرستيال ډاكټر عبدالله لغماني وژل كېدل، د هند پر سفارت خونړى ځانمرګى بريد، تيره اوونۍ د ملګرو ملتونو پر مېلمستون وسله وال بريد او پر كابل سيرينا هوټل د توغنديو لګېدل، له ۲۰۰۱ كال راهيسې پر ايټاليوي ځواكنو تر ټولو خونړى ځانمرګى بريد، په نورستان ولايت كې پر امريكايي پوستې د طالبانو بريد چې شاوخوا لس امريكايي پوځيان په كې ووژل شول (ښايي له همدې امله امريكايي ځواكونو په دغه سيمې كې خپل څو څارونكي پوستې بندې كړي وي).
د دې برسيره د هېواد شمال او شمال ختيځ ولايتونه چې له كرارو ولايتونو څخه ګڼل كېدل هم له تيرو څو مياشتو راهيسې په كلكه د ناكراريو مركز ګرځېدلي. ويل كېږي چې دغه سيمو ته د هليكوپټرو په ذريعه وسله وال لېږدول كېږي او سمبالنه يې كېږي.
له همدې ځايه لويديځو هېوادونو او بيا په تيره امريكا د دې ويرې نه چې داسې نه افغانستان يې له لاسه ووځي، د خپلو سرتېرو په زيات والي لاس پورې كړ او تر دمګړۍ د څه د پاسه ۲۵ زرو سرتېرو د لېږلو پرېكړه منل شوې ده چې يو شمير يې افغانستان ته رارسيدلي هم دي.
سره له دې چې د ناكراريو لمن د تير په پرتله پراخه شوې او د هېواد شمال ته يې هم لمن غځېدلې خو د طالبانو ځواك د تير په څېر نه دې پاتې، چې په يوه ولايت كې د دوه- درې كلونو لپاره څو ولسوالۍ په بشپړه توګه په لاس كې ولري. اوس طالبانو خپل د ځواك اصلي مركز هلمند كې ډيرې سيمې له لاسه وركړي دي.
لكه چې تل ويل كېږي د جګړې حل لاره يوازې جګړه نه ده، له همدې ځايه ښايي د طالبانو په دې كمزوري كېدو كې هم يوازې د نظامي عملياتو ونډه او اغېزه نه وي، بلكې په ملكي كچه د ځينو نورو كړنو لكه د بيا رغونې بهير، د وينا آزادي، د رسنيو رامنځ ته كېدل او په سر كې يې د خلكو ونډه د حكومت په ټاكلو كې چې د ټاكنو ترسره كېدل دي، وي.
د ټاكنو پر سر تاوده بحثونه او شننې، رايه او د خلكو حق، د اصلاحاتو راوستل... ټول هغه څه دي چې خلكو ته يې د يوه ښه راتلونكې هيله وركړې ده. د يوه نړيوال سازمان چې آسيايي بنسټ نوميږي د نظر سنجۍ له مخې په افغانستان كې څلور سلنه زيات خلك په ۲۰۰۹ كال كې د ۲۰۰۸ په پرتله د راتلونكي په اړه خوشبينه دي. دغه سازمان په تيرو څلورو كلونو كې په افغانستان څلور نورې نظر سنجۍ هم ترسره كړي دي.
د سږكال د ولسمشرۍ ټاكنې كه څه هم د يو لړ ستونزو سره مل وې. د پايلو پر سر يې نه يوازې د نوماندو چې د نړيوالې ټولنې تر منځ اختلاف و، كه له يوې لورې د اروپايي اتحاديې څارونكې ډلې د ټاكنو په پايلو كې له درغليو څخه ويل خو له بلې لوري د ايران، پاكستان او چين ولسمشرانو د افغانستان ټاكنې رڼې ګڼلې او د لومړنيو پايلو ګټونكي ته يې مباركي وويله. همدا د پايلو پر سر لفظي جنجالونه په خپله د دموكراسۍ ښكارندوي كوي. دا دموكراسي ده چې نن ولسمشرۍ ته نوماندي د ټوپك پر ځاى د خلكو رايو ته محتاجه دي او اړتيا ورته لري. د دموكراسۍ د نورو ښېګڼو برسيره همدا چې خلكو ته د رايو له لارې د خپلې خوښې د ښودلو حق وركول كېږي، خلك دې ته هيله من كوي چې يوه ورځ نه يوه ورځ به په هېواد كې سوله وي او ښه ژوند. دې ټكي ته په پام سره چې ولس دا حق پيدا كړى چې خپله اراده په خپله ښكاره كړي، نو ښايي همدا لامل شوى وي چې د يو شمېر سيمو ولسونه د طالبانو د زور له واكمنۍ څخه په تنګ راغلي وي او هغوى يې اړ كړي وي چې سيمې يې پرېږدي. چې يوه وړه بيلګه يې په ننګرهار ولايت كې له هغې پېښې يادونه كولاى شو چې يو شمېر طالبانو غوښتل چې د ملي اردو د يو افسر پر كور بريد وكړي چې د سيمې د خلكو كلك غبرګون سره مخ شول.
پايله دا چې دا يوازې جګړه نه ده چې ټاكونكې ونډه لري، بلكې د دموكراسۍ هغه ښكارندې چې په كې د وينا حق، د رايې حق، د زده كړې حق او داسې نور لسګونه حقونه وركول كېږي دي چې له كبله يې د خلكو په منځ كې هوساينه او سيمې ته سوله، ثبات او هيلې راځي.