د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغان ماشومانو ځورېدونكى حالت

جاوېد صبوري 24.11.2009 18:58

دوه ورځې وړاندې د ماشومانو نړېواله ورځ په افغانستان كې د ملګرو ملتونو، اروپايي اتحاديې او ځينو نورو ادارو لخوا ولمانځل شوه. افغانستان په کال ۱۹۹۴ زېږديز کې د ماشوم ساتنې نړيوال تړون لاسليک کولو سره ورسره يوځاى شوى، خو دغه ورځ او د دې په څېر نورې ورځې لکه د ښځو نړيواله ورځ، د چاپېريال ساتنې نړيواله ورځ، د سولې نړيواله ورځ او... هغه ورځې دي چې په افغانستان كې ورته په سمبوليكه ډول پام كېږي؛ زياتره د دغه ډول ورځو لمانځل يوازې په لوکسو هوټلونو كې د عصريې يا غرمې ډوډۍخوړلو او يا هم د فنډ ترلاسه كولو لپاره وي او چې "ورځ" يې تېره شي، بيا وخته د ټولو له مغزو څخه وتلې وي. له همدې كبله له بده مرغه افغان ماشومان په ناوړه حالت کې ژوند تیروي. نړېوالې ټولنې او هم افغانې ټولنې چې له ماشومانو څخه د ساتنې ادعا كوي، يوازې د فنډ اخېستو، په لوكسو هوټلونو كې د غونډو جوړولو ته تيار دي او يا هم پر يوه ماشوم باندې د جنسي تيري په خبر وركولو بسنه كوي، خو عملاً د دغه ټولنو د كار څرګنده پاېله روښانه نه ده.
د ماشومانو د بد حالت د ښكاره كولو يوه وروستۍ بيلګه، د كابل د افشارو په سيمه كې د سويلي ولاېتونو د مهاجرو په ميشت ځاى كې، چيرته چې يوازې خيمې ليدل كېږي، پنځه ماشومانو د سړې هوا له كبله خپل ژوند له لاسه وركړى.
د كار او ټولنيزو چارو وزارت د راپور پر بنسټ، اوس مهال په افغانستان کې له ۸ـ۱۶ کالو پورې ۱۳ مليونه ماشومان شته چې له دې ډلې څخه د چارواكو پر وينا له يو مليون څخه زيات يې په شاقه او ستړي کوونکو کارونو او مزدوريو بوخت دي. يوازې په كابل ښار كې د چارواكو په وينا د ۶۰ زرو په شاوخوا كې ماشومان په كارونو بوخت دي.
همدا راز ملګرو ملتونو د دوه ورځې وړاندې غونډې په ترڅ كې وويل چې ۳۸ سلنه ماشومان په درندو كارونو بوخت دي. ياده شوې اداره وايي چې جګړو او نا امنيو د افغان ماشومانو د زده کړو په بهير سيورى غوړولى.
سره له دې چې زه په دې اړه سروې نه لرم خو بيا هم ويلی شم چې ډيری خلک په دې اند دي چې د افغانستان په څېر هېوادونو کې که ماشوم دی او که بوډا يا ځوان، ټول بايد تر خپل وسه هڅه او کار وکړي ځکه دوى ټول اړ دي چې د ځان لپاره او يا خپلې كورنۍ لپاره ډوډۍ او پټنځاى پيدا كړي.
كه دا يو نړيوال تړون وي او كه نه، ماشومان بايد كار ته او په ځانګړې توګه شاقه، ستومانه كوونکي او اجباري كار ته اړ نشي. ځينې شايد ووايي چې ډيره ښه خبره ده، خو څرنګه؟
زما په اند ښايي نورې لارې چارې هم وي، خو تر ټولو دمخه په ملي كچه د كورنيو مالي بنسټونه پياوړي كول كولاى شي چې د ماشومانو له كار كولو څخه مخنيوى وكړي. البته نه په دې ډول چې كورنيو ته دې په مياشت كې يوه بوجۍ اوړه، پنځه كيلو غوړي، درې كيلو بوره، يو پاكټ مالګه، يو څه مټر، وريجې او لوبيا وركړل شي، بلكې بنسټيز كار وشي.
له هغه ځاېه چې د افغانستان اوسنى اقتصاد پر كرنه ولاړ دى، تر ټولو لومړى بايد د كرنې سكتور ته وده وركړل شي، نه يوازې واردمخه تر كښت لاندې ځمكو د حاصل وركولو كچه لوړه شي، چې د هېواد پراخې او د كښت وړ دښتې په كرنيزو ځمكو واړول شي، تر څو په دې توګه ګڼ شمېر كورنۍ كار پيدا كړي. همدا رنګه، له هغه ځايه چې بالاخره بايد دا كرنيز اقتصاد په صنعتي اقتصاد بدل شي، ځكه په اوسنۍ نړۍ كې هيڅ يو پرمختللى اقتصاد پر كرنيز اقتصاد ولاړ نه دى، نو بايد دولت د دغه كار لپاره زمينه چمتو كړي څو صنعتي فابريكې هم جوړې شي او خلكو ته د كار زمينه چمتو شي.
هركله چې د كورنۍ مشران كه نارينه دي او كه ښځې د ښه عايد درلودونكي شي، هله ده چې ماشومان كار ته نه اړ ايستل كېږي. تر څو چې د كورنيو مالي بنسټ پياوړى نشي چې البته د ملي اقتصاد پياوړتيا سره نیغ په نیغه اړيكه لري، موږ نشو كولاى چې افغان ماشوم د "ماشوم نړيوالې" ورځې په لمانځلو سره، د كورنيو سره د اوړو او غوړو په مرستې، او يا هم مرستون كې د يو وخت ډوډۍ په وركولو، او يا يوازې د قوانينو په جوړولو سره له دې كړكېچن حالت څخه اوباسو. دا كارونه چې خيريه بلل كېږي، هماغه خېرات وركول دي او چې كله هم وركوونكې يې وغواړي كولاى شي نور يې ور نه كړي. حال دا چې كه بنسټيز كار وشي، كرنې او صنعت ته پراختيا وركړل شي، كه مالك يې بل څوك هم وي، نو بزګر او كارګر خپله ونډه كه په خوښه وي او كه په زور، ترې اخلي.
د افغان ماشوم بدبختي يوازې د كار كولو تر حده محدوده نه ده. دوه نورې ستونزې چې د افغان ماشوم اوس او راتلونكى ځپي، هغه د ښوونې او روزنې څخه محرومه پاتې كېدل او د جنسي تاوتريخوالي او تيريو ښكارېدل دي. اوس مهال د ديارلس مليونه ماشومانو څخه يوازې د شپږ نيمو مليونو په شاوخوا كې ښوونځيو ته ځي او پاتې نور يې له ښوونې څخه بې برخې دي. دا هغه څه دي چې نه يوازې د نن ماشوم چې د سبا ماشوم هم له ګواښ سره مخامخ كوي. ځكه همدا ماشومان دي چې سبا به نالوستي مور او پلار وي.
د ماشومانو پر وړاندې تاوتريخوالى او د ماشوم شخصيت ځپل په افغانستان كې د ماشومان د بد حالت يوه بله برخه ده. د چارواكو په وينا يوازې د تېر كال په لومړنيو شپږو مياشتو كې پر ماشومانو ۳۱۲ د جنسي تيريو پېښې ثبت شوې وې او ۲۶ ماشومان د سړي تښتونكو له خوا تښتول شوي او بيا قاچاق شوي وو.
د ماشوم د شخصيت ځپل نه يوازې د عام وګړو لخوا د ماشومانو پر وړاندې تر سره كېږي چې ان د ښوونځيو استادان هم په دې برخه كې له چا څخه كم نه دي. په ښوونځي كې وهل رټل، چرګه جوړول، يوه ته امتياز وركول او بل له پامه غورځول او )جور استاد به از مهر پدر؟!( په ويلو سره فكر كوي چې د يوه ماشوم لپاره هر څه حل شو. حال دا چې همدا
له زده كړو څخه محرومېدل، د تاوتريښوالي او جنسي زور زياتيو ښكارېدل او د شخصيت ځپل كېدل او درنوكارونو ته اړ ايستل، ټول هغه څه دي چې په ضعيفه اقتصاد كې جرړې لري او تر څو زموږ ملي اقتصاد پياوړى نشي، دا ستونزې به همداسې پر خپل ځاى پاتې وي او د ماشومانو راتلونكى به له ګواښ سره مخامخ كوي.