د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

"اسلامي هېوادونو كنفرانس" د څه په لټه كې دى

جاوېد صبوري 15.11.2009 13:52

د اسلامي هېوادونو كنفرانس په لومړي ځل په كال ۱۹۶۹ كې هغه مهال نطفه يې كېښودل شوه چې اسرايليانو په اقصه جومات بريد ترسره كړ. نو مسلمانو هېوادونو د دې لپاره چې همغږي وي دغه كنفرانس يې جوړ كړ. په لومړي سر كې د كنفرانس غړو هېوادونو شمېره ۲۰ ته رسېده خو د دغه كال (۱۹۶۹) تر پاېه يې شمېره څلورويشت هېوادونو ته ورسېده چې افغانستان، الجزاېر، چاډ، مصر، ګينه، اندونيزيا، ايران، اردن، كېت، لبنان، ليبېا، ماليزيا، مالي، موريټانيا، مراكش، ناجيريا، پاكستان، فلسطين، سعودي عرب، سينېګال، سودان، سوماليا، تانزانيا، تركيه او يمن په كې شامل وو. اوس مهال د دغه كنفرانس غړو هېوادونو شمېره اوه پنځوس ته رسيږي.
د دغه كنفرانس دغړيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو لومړنى غونډه په كال ۱۹۷۰كې د سعودي عرب په جدې ښار كې ترسره شوه.
په كال ۱۹۷۲ كې د كنفرانس په درېيمې غونډې كې د كنفرانس منشور تصويب شو او په كال ۱۹۷۴ كې د ملګرو ملتونو د منشو ر ۱۰۲ مادې سره سم دغه منشور د ملګرو ملتونو لخوا ومنل شو.
له هغه ځاېه چې د اسلامي هېوادونو په سر كې سعودي عرب، مصر، تركيه او ايران هېوادونه ځاى لري، او په يو ډول سره دغه هېوادونه د اسلامي نړۍ استازيتوب كوي، له همدغه ځاېه دغه هېوادونه تر زياته د بهرنۍ نړۍ پر وړاندې د اسلامي هېوادونو كنفرانس پر پرېكړو اغېزه لري. خو دننه په اسلامي نړۍ كې چندان يو بل ته غوږ نه ږدي. د بېلګې په توګه كه فرضاً يو مهال سعودي عرب اسرائيل په رسميت وپېژني، نو ښايي زياتره اسلامي هېوادونه ورسره جوخت اسرائيل په رسميت وپېژني. خو كله چې د طالبانو اسلامي امارت د سعودي عرب، پاكستان او عربي متحدو اماراتو لخوا په رسميت پېژندل كېږي، خو په لسګونه نور اسلامي هېوادونه يې په رسميت نه پېژني. او يا كه له يوې خوا مثلاً د سعودي عرب د مفتيانو لخوا د اختر يا روژې اعلان كېږي، نو بيا پاكستان ورته غوږ نه ږدي او په خپل زړه اختر لمانځي.
دا چې ولې د كنفرانس غړو هېوادونو په منځ كې همغږيتوب نشته او له همدې كبله د كنفرانس پرېكړې نه عملي كېږي، ښايي څو لاملونه ولري.
تر ټولو دمخه په دغه سازمان كې د عرب او غېر عرب ستونزه راپورته كېږي. كه څه هم په ظاهره د اسلامي هېوادونو دولتونه دغه خپره رد كوي، خو موږ عملاً وينو چې د غېر عرب ايران او د خليج عربي هېوادونو تر منځ تل ستونزې او لانجې وي. تر دې چې ان سره له دې چې نړېوال د سيمې خليج ته "فارس خليج" وايي خو عربانو په دې وروستيو كې د "عرب خليج" نوم غوښتنه كړې ده.
دويمه ستونزه له مذهبي پلوه راپورته كېږي. په دې برخه كې ستونزه يوازې تر ايران پورې نه پاتې كېږي، بلكې عراق او نورو هغه هېوادونو ته چې شيعه مذهب كه اكثريت نه دې خو چندان اقليت هم نه دې لكه پاكستان او داسې نورو هېوادونو ته رسيږي. كله خمېني وايي "اسلام سرحد نه پېژني"، د نورو اسلامي هېوادو چې زياتره يې سنيان وو، د غبرګون سره مخ شو.
بله ستونزه، د اسلامي كنفرانس د غړو هېوادونو اړيكې د بهرنۍ نړۍ په ځانګړي توګه اروپايي هېوادونو او امريكا متحدو ايالتونو سره ده. د اسلامي كنفرانس غړي هېوادونه، هر يو يې د بهرنيانو سره هم له اقتصادي پلوه او هم سياسي او نظامي اړيكو له نظره جلا او ځانګړي روابط لري. كه له يوې خوا د ايران ولسمشر محمد احمدي نژاد د نړۍ له نقشې څخه د اسرائيلو د وركولو خبره كوي، له بلې خوا مصر او تركيه يې تر دغه حده خپل دښمن نه ګڼي او تل يې ولسمشران يو بل سره ويني، كه څه هم په دې وروستيو كې د تركيې لومړي وزير عبدالله ګل د اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتانِياهو سره لفظي شخړه درلوده. كه له يوې خوا امريكا سوريه د "شېطاني مثلث" برخه ګڼي، له بلې خوا پاكستان سره په ملياردونه ډالرو مرسته كوي.
په يادو شوو ستونزو كې ښايي تر ټولو عمده او مهمه يې د نړۍ او لويديځو هېوادونو سره د اسلامي كنفرانس غړو اقتصادي او سياسي-نظامي اړيكې دي.
دغه شته ستونزو او توپيرونو سره سره، اسلامي هېوادونه تل په دې لټه كې دي چې د اروپايي اتحاديي په څېر په يوه اتحاد كې سره غونډ شي چې هم يې اقتصادي ګټې او هم يې سياسي خپلواكي، ارضي تماميت، نظامي ځواك خوندي وي. ځكه كه څه هم اسلامي هېوادونه لويديځ سره اړيكې لري، خو د دې شونتيا هر ان شته چې اسلامي هېوادونه هم د دين پر بنسټ هغوى سره ښكر په ښكر شي لكه اسرائيلو سره د چې ښكر په ښكر شول. او هم له اقتصادي پلوه اسلامي هېوادونه چې اكثريت يې په "دريمې نړۍ" كې شمېرل كېږي، چې خو تر څو چې د اقتصادي اړيكو دغه ډول تړاونه د اسلامي كنفرانس لخوا ټاكل شويو ارونو پر بنسټ ټينګې نشي، او هم د عرب او غېر عرب مساله حل نشي، نه ښايي چې دغه كنفرانس دې خپلې دغه موخې ته ورسيږي.
افغانستان په تېرو درې لسيزو كې تل د خپلو ستونزو حل لپاره اسلامي كنفرانس ته مراجعه كړې ده. په دې برخه كې يوازې له ۲۰۰۱ راپدېخوا د اسلامي كنفرانس هېوادونو اغېزې د افغانستان پر بيا رغونه او سياسي ثبات نظر اچوو. سره له دې چې د اسلامي كنفرانس زياتره غړي هېوادونه بډاېه دي، خو د هغوى مرستې د افغانستان بيا رغولو په خاطر د اروپايي اتحاديې له مرستو څخه ډيرې لږې دي. يوازې جاپان يو وار بيا افغانستان سره د پينځه مليارد ډالر ټټر ډبولى دى.
كه په افغانستان كې سياسي ثبات راوستو ته ځير شو، نو بيا هم لوېديځ او د نړۍ نورو هېوادونو لكه جاپان، چين، هند په پرتله، اسلامي هېوادونو په دغه برخه كې هم لږ كار كړى. كه وګورو نو د بن كنفرانس، د توكيو كنفرانس، د لندن كنفرانس، د برلين كنفرانس او د پاريس كنفرانس د افغانستان بيا رغونې او سياسي ثبات رامنځ ته كولو په خاطر ترسره كېږي، خو يوه ورځ هم د قاهرې كنفرانس يا د رياض او يا هم د دمشق كنفرانس ترسره نه شو. دا ټول ځكه چې په اسلامي كنفرانس غړو هېوادونو تر منځ همغږي نشته. له همدې كبله بايد افغانستان د خپل بيا رغونې او سياسي ثبات په اړه د اسلامي كنفرانس هېوادونو پر پرېكړو ډاډه نشي.