د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بې وزلي، ژمى او د خيمې ژوند

جاوېد صبوري 24.11.2009 13:34

په داسې حال كې چې نن يو نړېوال كنفراس د نړۍ په كچه د لوږې او بې وزلۍ پر وړاندې د مبارزې په خاطر جوړيږي، د نړۍ په ګوټ ګوټ كې زر مليونه انسانان له لوږې څخه ځوريږي. افغانستان يو له هغو هېوادونو نه دى چې ويل كېږي له ۶۳ سلنې څخه زيات وګړي يې په فقر كې ژوند كوي. خو په دې بې وزلو كې يو شمير يې د بې وزلو بې وزلي دي چې له ناچارۍ څخه بې وزلي شوي. د هېواد په كچه په هر ولاېت كې په زرګونه وګړي يا د وچكالۍ له لاسه او يا هم د جګړو له لاسه كډوال او بې وزلي شوي.
په كابل ښار كې په لسګونو ځاېونو كې موږ واړه واړه خټين دېوالونه او پر سر يې له زړې ټوټې څخه جوړ كړل شوي ترپالونه وينو چې د كابل ښار د بې وزلو او فقيرانو په اصطلاح كورونه او مېشتځايونه دي. خو په دې ټولو كې پېژندل شوې سيمه د قنبر څلورلارې سيمه ده چې ښايي د سلګونه ګېږدو او دغه ډول وړو خټينو كورونو "ښارګوټى" وي. په دې سيمې كې زياتره له سويل ولايتونو څخه راتښتېدلي كډوال اوسيږي، چې زياتره يې نه يوازې په دغه سيمو كې د ناكراريو له امله تېښتې ته اړ شوي، بلكې د وچكالۍ او د عاېد نه درلودلو په خاطر له خپلو مېنو او سيمو څخه وتلي او كابل ته د كار او كراره ژوند په لټه راغلي دي.
كه څه هم په كراتو د دغو كډوالو په اړه ګزارشونه خپاره شوي، خو ومې غوښتل چې ترسره كېدونكي "نړېوال غذايي غونډې" په پلمه يو ځل بيا دغلته سر ښكاره كړم.
په وررسېدو سره سم يو ماشوم مې څنګ ته راغى او ويل يې چې نن كار ته نه يم تللى، نو څه مرسته راسره وكړه. د نوم پوښتنه مې ترې وكړه. ويل يې چې طيب نوميږي. هغه د هلمند ولاېت د سنګين ولسوالۍ دى چې له جګړو څخه كابل ته راتښتېدلى. ويل يې چې د ښوونځي په دويم ټولګي كې دى، خو له ښوونځي څخه وروسته كار ته ځي او په بازار كې بوټان رنګوي او د هر جوړه بوټانو په بدل كې لس افغانۍ اخلي. هره ورځ تر پنځه شپږو بجو پورې كار كوي او د پنځوس شپېتو افغانيو په شاوخوا كې پيسې لاس ته راوړي.
ويل يې چې غواړي خپلې سيمې ته ستون شي خو اول بايد د هغوى په سيمو كې كراري راشي او هم ورته ښوونځي، كلينيك، پاكې اوبه او نور شيان چمتو كړل شي نو بيا به دوى خپلو سيمو ته ستانه شي.
لا مې طيب سره خبرې كولې چې چا مې په اوږه لاس كېښود او واردمخه يې ځان داسې راوپېژنو: "زما نوم دوست محمد دى. زه د هلمند ولاېت د سنګين ولسوالۍ اوسيدونكى يم." راته جوته شوه چې دا كډوال هره ورځ د خبريالانو سره په تماس كې دي، ځكه خو يې پوښتنه ونه كړه چې دلته څه كوې. خو ما ترې پوښتنه وكړه چې هغه په كابل كې څه كوي او ولې له هلمنده راغلى. داسې ځواب يې راكړ: "څوك چې له يوه ځاېه تښتي او يا خپل ځاى پرېږدي، هغه به هرومرو له ستونزو سره مخ وي. موږ له خپلې ولسوالۍ نه د جنګ له امله مهاجر شو."
دوست محمد ويل چې ټول ژوند يې د يو وړوكي زوي په عاېد چليږي چې بوټان رنګوي او د ورځې ديرش څلوېښت افغانۍ پيدا كوي. خو كله ناكله د نادولتي موسسو او يا هم د سوداګرو لخوا ورسره مرسته كېږي. دوست محمد وايي:"كله ناكله يو نيم سوداګر راشي او شل ديرش بورۍ غنم راكړي، خو موږ دلته شپږ سوه كوره يو."
ويل يې چې اوس خو ژمى راروان دى او په ترپالي كورونو كې ژوند نه كېږي. له همدې خاطره باېد هغوى سره د اوس لپاره د خيمو او د سون توكو مرسته وشي.




يو بل اوسېدونكى چې تازه راورسېدو او په لاس كې يې د كاغذونو او پلاستيكونو بوجۍ وه، او ځان يې عبدالله را وپېژندو، ويل يې چې"د خداى مال موږ په كور كې پنځلس كسان يو. دغه كاغذونه مې د اور بلولو په خاطر راغونډ كړي. موږ ته دلته كمكونه كېږي، خو له نيم نه يې زيات بيرته ځان سره وړي. دلته يې پنځه موټر كمكونه راوړل، دوه يې ووېشل او درې يې بيرته ځان سره يووړل. نو دا ښكاره كوي چې دغه كسان چې په ظاهره مونږ سره مرسته كوي، غدار دي. كه غدار نه وي، نو ولې له نيمايي څخه زيات يې بيرته وړي."
عبدالله او ګڼ شمير نور له دې څخه سر ټكوي چې هغوى ته د دولت او خلكو لخوا كار نه وركول كېږي. عبدالله وايي:"موږ چې كله چيرته كار ته ولاړ شو نو موږ ته كار نه راكوي او راته وايي چې تاسو كار نشئ كولاى."
يو بل تن پرته له دې چې زه ترې پوښتنه وكړم، پخپله يې داسې پيل وكړ:"زما نوم خداېداد دى. زه د هلمند د لښكرګاه يم. درې مياشتې كېږي چې دلته راغلى يم. تر اوسه مې هيڅ كار نه دې پيدا كړى او څه مې چې له هلمنده ځان سره راوړي هماغه خورم.
دلته موږ كلينيك لرو خو د دولت لخوا ورته پوره دوا نه وركول كېږي چې موږ ته يې راكړي. مخكې تر جنګه كه موږ ښوونځي او كلينيكونه نه درلودل، خو خپلې كورنۍ ته به مو ډوډۍ وركولاى شوه. خپل د لاس خواري به مو كوله. په تيرو څو ورځو كې دلته اته كوچنيان مړه شوي، آيا دا د دوى مسووليت نه دى؟"
د قنبر څلورلاري په دغه سيمې كې ټولو په يوه خوله ويل چې تل زموږ همداسې مركې اخيستل كېږي خو مرستې راسره نه كېږي او چې كومې مرستې راوړل شي نو د هغې نيمې هم بيرته وړل كېږي.