د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

څېړنې د آلمان د بيا يو ځاى كېدو لوړه بېه ښيي

جاوېد صبوري 09.11.2009 13:19

ژباړه: جاوېد صبوري

روېټرز: يوې ورځپاڼې خبر وركړى چې په داسې مهال چې آلمانيان د برلين دېوال د غورځېدو شلمې كليزې لمانځلو ته چمتووالى نيسي، نوې څېړنې ښيي چې نږدې ۱.۳ مليارد يورو چې ۱.۹ مليارد ډالره كېږي، له لوېديځ آلمان څخه ختيځ آلمان ته د بيا رغونې لپاره لېږدول شوي دي.

ويلټ ام سونټګ (Welt am Sonntag) اوونيزه وايي چې په هال (Halle) كې مېشته د اى ډبليو اېچ څېړنيز بنسټ ښودلې چې له لويديځ څخه ختيځ ته نقدي لېږدول شوی رقم_ داسې رقم چې په ۲۰۰۸ كال كې د آلمان د ټولټال اقتصادي عاېد له نيمايې څخه اوړي_ په تېرې لسيزې كې په "څرګنده توګه زيات" شوى.

د نومبر نهمه چې له نننۍ ورځ سره سمون خوري، د ديوال د ړنګولو شلمه كليزه ده، او دا ورځ به د هغه ښار لخوا چې يو وخت سره ويشل شوى و د ځانګړو مراسمو په ترڅ كې ولمانځل شي.

ختيځ د خپل كمونيستي تېر ډيرې ځولانې ليرې غورځولي دي. دغه نقدې لېږدونې اغېزمنې دي، خو اوس هم د وزګارتيا کچه د لويديځ پرتله دوه ځلې ده. د اقتصادپوهانو په اند ختيځ د دې لپاره چې شتمن لويديځ ته ورسيږي، لا كلونه ليرې دى.
د ورځپاڼې په وينا د ای ډبليو اېچ دغه رپوټ چې لا تر اوسه نه دې خپور شوى، اصلاً په ۲۰۰۶ كال كې د دولت لخوا ترسره كېدو خو وروسته د ماليې وزارت د محاسبه شوي شميرو په اړه د اند توپير له كبله، له پروژو څخه د هغه نوم ليرې كړ.
دې اوونۍ كې په كولېن (Cologne) كې مېشته د اقتصادي څېړنو بنسټ ای ډبليو وويل چې د ختيځ سرانه عاېد به په راتلونكې لسيزې كې چې اوسمهال د لويديځ پرتله چې ټولټال عاېد يې۷۰ سلنه ده، د كابو ۸۰ سلنې په شاوخوا كې زيات شي. د ختيځ عاېد په كال ۱۹۹۱ كې د لوېديځ د ټول عاېد ۳۳ سلنه و.

د المان صدراعظمه انګلا مركل به د نړۍ اوسنيو او تېرو مشرانو سره د دوشنبې په ورځ د دې تاريخي موقع د لمانځلو په خاطر وويني، په داسې حال كې چې د نورو تر څنګ، د روسيې ولسمشر ديمټري مېډوېډوف او د انګلستان لومړی وزير به ويناوې وكړي.
مركل چې د دېوال د ړنګېدلو په مهال په ختيځ برلين كې د ساېنسي محققې په توګه كار كاوه، په خپلې اوونيزې وينا كې وويل، د ديوال ړنګېدل "د جرمني په وروستي تاريخ كې د خوشحالۍ ډكه ورځ" وه. هغې زياته كړه چې هغه "د تل په څېر د پنجشنبې په ورځ" سونا ته تللې وه، چې وايې اورېدل چې د ختيځ- لوېديځ سرحد په خلاصېدو دى، داسې يو شيبه چې د شلمې پېړۍ په تاريخ كې بدلوونكې شوه.