د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د فساد جرړې باېد څوك له منځه يوسي؟

جاوېد صبوري 15.11.2009 12:50

وروسته له هغه چې ولسمشر حامد كرزى يو ځل بيا د افغانستان ولسمشر وټاكل شو، لويديځوالو خپله خوښي څرګنده كړه، خو د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ يې د ولسمشر حامد كرزي له نوي حكومت څخه د اداري فساد پر وړاندې د جدي مبارزې غوښتنه وكړه.
د نړېوالو دا غوښتنه له يوه نظره ډيره ښه غوښتنه ده، ځكه تر څو چې اداري فساد له منځه لاړ نشي، د افغانستان بيا رغونې لپاره د نړېوالو مرستې چندان اغېزمنې كېداى نشي، خو آيا دا يوازې د افغانستان حكومت دى چې د اداري فساد پر وړاندې مبارزه وكړي او كه نړېوال هم خپلې ادارې وڅاري او هلته د فساد مخنيوى وكړي؟ له همدې كبله نړېوال د دې پر ځاى چې د افغانستان حكومت ته ګوته ونيسي، باېد د افغانستان له حكومت سره يوځاى د اداري فساد په لمنځه وړلو كې كوټلي ګامونه پورته كړي.
دا نړېوالې ادارې وې چې كمېشن او "شيريني" يې ځان سره راوړې. د بيلګې په توګه داسې نمونې راوړو چې په يو ډول سره د فساد ښكارندوي كوي. څو ورځې وړاندې د مشرانو جرګې يو غړي ادعا وكړه چې د دفاع وزارت لپاره د ورځې په ۵۰۰ امريكايي ډالر في موټر، ۳۱ زرهداره لنډكروزر په كرايه نيول شوي. كه د دغه موټرو كلنۍ كرايه حساب كړو، نو د كرايي موټرو په ځاى به دفاع وزارت لپاره ۴۶ نوي داره موټرې واخيستل شي. كله چې داسې يو څه امكان لري، پوښتنه دا ده چې بيا ولې موټرې نه اخيستل كېږي. ښايي د دې لپاره چې هر كال د زرهداره موټر د قرارداد پر مهال د كمېشن او فساد زمينه چمتو شي او كه په يو ځل موټرې واخلي بيا خو كيسه ختمه شوه.
كله چې څه موده وړاندې د ملګرو ملتونو پر مېلمستون برېد وشو، نو ملګرو ملتونو اعلان وكړ چې هغوى به خپل له نيمايي څخه زيات بهرني كاركوونكي له افغانستانه وباسي، او په داسې كولو سره به پر كارونو "چندان ناوړه اغېزه" پرې نه وځي. هغوى له ۶۰۰ څخه د زياتو بهرنيانو د ويستو خبره كوله. كه په منځنۍ توګه د هر مامور معاش ۶۰۰۰ ډالر ونيسو (ښايي تر دې هم زيات وي)، نو د ۶۰۰ مامورينو معاش ۴۳،۲ مليون ډالره د كال كېږي. د دې مامورينو د امنيت نيول، معدني اوبه، د تګ راتګ كرايه، كور... او داسې نور لګښتونه خو پرځاى پرېږدو. په داسې حال كې چې د دې ټولو نشتون "چندان ناوړه اغېزه" هم پر كارونو نه لري. نو بيا ولې دومره پيسې لګول كېږي؟
په افغانستان كې داسې نړېوال قراردادي شركتونه هم شته چې د درې كلونو لپاره ۷۰۰ ميليون ډالرو نه زيات فنډ لري. حال دا چې كه كار ته يې ووينې نو ټول لګښت به پرې ۳۰۰ ميليون هم نه وي راغلى.
په كورني اختلاس او فساد كې هم د بېلګو كمي نشته خو دلته يې يوه بېلګه ذكر كوو. يوازې څو ورځې وړاندې د كابل په هوايي ډګر كې داسې يوه ډله ونيول شوه چې په كال كې يې ۱.۵ ميليارد افغانۍ دولت ته د كمې ماليې اخيستو له امله،زيان رساوه.
په دې وروستيو كې د هېواد لوى څارنوال د ځينو برحاله او پخوانيو وزيرانو او چاروكو پر وړاندې د فساد د تورونو دوسيو بشپړېدو څخه خبر وركړى چې د هغه په وينا عنايت الله قاسمى د ترانسپورت پخوانى وزير، محمد صديق چکري د حج و اوقاف وزارت اوسنى سرپرست وزير، حبيب الله قادرى د ترانسپورت پخوانى وزير، نادر آتش د آريانا افغان هوايى شرکت پخوانى رييس په كې شامل دي.
دا سمه ده چې د فساد مخه هرومرو او بايد ونيول شي. خو پوښتنه دا ده چې څرنګه د فساد مخه نيول كېداى شي، په داسې حال كې چې په فساد متهم كسان كله ناكله نه يوازې د كورنيو كړيو لخوا ملاتړ كېږي چې ځينې مهال يې د بهرنيانو لخوا هم ملاتړ كېږي.
پخواني لوى څارنوال عبدالجبار ثابت ويل چې زما جال يوازې واړه ماهيان نيسي او په غټو ماهيانو يې زور نه رسيږي. هغه دا خبره په لويو څوكيو كې په فساد تورنو كسانو له بهرنيانو سره د اړيكو له امله كوله. دا بهرنيان دي چې زياتره د خپلو خاصو اړيكو په خاطر، په فساد د تورنو كسانو د محاكمې كېدو مخه نيسي او يا هم د شته څوكۍ د پاتې كېدو ټينګار كوي.
له بلې خوا كه په كراره كراره په فساد تورن يو يو نيول شوى واى، نو خبره به اوس دې حد ته نه رارسېداى چې د فساد له منځه وړو په خاطر د افغانستان حكومت ته د نړيوالو لخوا شپږ مياشتنى مهال وركړل شي. آيا دا شونې ده چې په يو ځل سره دې په دولتي ادارو كې چڼ وشي چې ښايي په زرګونه مامورين له دندو څخه ليرې كړل شي؟
كه بهرنيانو په رښتينې توګه په تيرو اته كلونو كې د حكومت او ادارې جوړونې په برخه كې كار كړى واى او له هماغه پيله يې د سلګونه او ښايي زرګونه سلاكارانو او په اصطلاح كارپوهانو او زرګونه غېر دولتي موسسو په جوړولو سره به يې ادارې فساد ته لار نه واى اواره كړې. د فساد اصلي جرړې په غېر دولتي ادارو كې دي او له هغه ځاېه دولت ته خپرې شوي دي. نو كه واقعاً هغه بهرنيان چې په دې ورځو كې يې د افغانستان پر حكومت د اداري فساد د شتون له امله فشار راوړى، غواړي فساد له منځه يوسي، باېد له ځانه پيل وكړي.
د يو څو فاسدو افغانانو محاكمه كول (كه چيرې ترسره شي) ډيره نېكه خبره ده، خو تر هغه چې استاد (بهرني هېوادونه) په فساد ككړ وي او له مفسدو افغانانو څخه ملاتړ كوي، د افغانستان پر حكومت چيغې وهل او وخت وركول بې ګټې خبرې دي.