د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د فورډ هوډ شكمن، يو ګوښه ګير

جاوېد صبوري 21.11.2009 19:46

د امريكا په ټګزاس ايالت كې په يوه نظامي مركز كې چې فورډ هوډ نوميږي، د نومبر په پنځمه نېټه، فلسطيني امريكايي جګړن نېډال حسن، د يوه بريد په ترڅ كې ديارلس نظاميان او يو ملكي ووژل او پخپله د نظامي چارواكو د ډزو په پايله كې ټپي شو.
له پېښې وروسته، نه يوازې په امريكا چې په نورو هېوادونو ان په افغانستان كې دا پوښتنه راپورته شوه چې ولې د پوځ يو ډاكټر په خپلو ملګرو ډزې كوي او هغوى وژني.
دا لومړى ځل نه دى چې په امريكا كې داسې پېښه رامنځ ته كېږي. تر دې وړاندې په كراتو دغه ډول پېښې رامنځ ته شوي.
د دغه ډول پېښو لاملو ښايي زيات وي، چې موږ نشو كولاى له دي ځاېه يې وشميرو، خو د دې پېښې په اړه ممكن څو لامله وي چې په لنډه ورته اشاره كوو. له هغه ځاېه چې نېډال له آره امريكايي نه و، ښايي هغه يو لړ كلتوري ستونزې په امريكا كې درلودې ځكه د امريكا ټولنه د بېلابېلو كلتورونو يوه مجموعه ده. اقتصادي ستونزه هم د دا ډول كړنو لامل وي، خو ښايي په دې پېښې كې زياته اغېزه ونه لري.
يو بل دليل چې ښايي تر يوې كچې په دې پېښه كې اغېزه ولري هغه، په فلسطين او عراق او يا هم افغانستان كې روانه جګړه وي. ويل كېږي چې حسن نېډال به تل ويل چې د امريكا دولت بايد مسلمان پوځيان اسلامي هېوادونو ته د جګړې لپاره ونه ليږي، ځكه هغوى نه غواړي چې د مسلمانانو پر وړاندې وجنګېږي. په دې برخه كې ښايي د فلسطين او عراق جګړه د افغانستان د جګړې په پرتله د حسن نېډال په څېر كسانو ته ارزښتمنه وي، ځكه دغه دوه هېوادونه عرب دي او افغانستان غېر عرب. خو دې مورد هم چندان پر نېډال اغېزه نه درلوده، او يا خو امريكايي ورځپاڼې او نشرات نه غواړي هغه ته اشاره وكړي. د نېډال په اړه يو امريكايي ورځپاڼې وړمه ورځ لاندې مطلب خپور كړى.
هغه خلك چې جګړن نېډال حسن يې پېژندو او له هغه څخه يې ګروېږنى كړي، وايي چې هغه يو ګوښه ګير و چې د ميرمنې په پېدا كولو كې يې بخت نه درلود، او د يو جنايي تحقيق كوونكي په اند د فورډ وډ پېښې شكمن حالت د يو ډله ايز قاتل په څېر و نه د يو ترهګر.
څيړونكي په دې لټه كې دي چې داسې نښې نښانې لاس ته راوړي كوم چې د تېرې اوونۍ د وژونكي بريد لامل شو او په ترڅ كې يې د دولت سرتيري او يو ملكي په نښه او څلوېښت نور يې ټپيان كړل. كه څه هم تر دې وړاندې اېف بي آى ويلي وو چې د هغوى څېړنې دا ښيي چې "شكمن وسله وال يوازې او تنها بريد ترسره كړى و او د كومې پراخې ترهګريزې دسيسې برخه نه و."
جنايي څېړونكى پېټ براون وايي: "زياتره خلك دې پاېلې ته رسيږي چې دې سړي به ښكاره ويل چې اسلامي تندلاريتوب مفكوره، ترهګريزه ده."
براون وايي د حسن مساله د يو ګوښه ګير د مسالې په څېر ده. هغه يوازې و او له بلې خوا يې ستونزې او مسالې زياتې وې.
د وېرجينيا په فال چرچ سيمې كې د دارالحجرې نومي اسلامي مركز مفتي وويل، چيرته به چې حسن كله نا كله هلته ديره و، حسن په ۲۰۰۱ د مور له مړينې څخه وروسته "يو څه ګوښه ګير شو."
يو بل مفتي شېخ شاكر السيد وايي چې د حسن لپاره د ميرمنې موندلو هڅه مو ناكامه شوه. هغه وايي : "ښه، موږ ونشو كړاى چې د حسن په خوښه څوك پېدا كړو."
د يوه چارواكي په وينا ۳۹ كلن حسن چې يو روانپوه دى، تير كال هغه مهال تر پلټنو لاندې راغى چې كله د هغه اړيكې د تندلاري مفتي انور الاولاكي سره د ترهګرۍ څېړونكو مامورينو لخوا په نښه شوې.
خو د دفاع وزارت د جنايي خدمتونو څانګې يو غړي چې د ترهګرۍ عملي ځواك سره يوځاى كړل شوى و، وروسته له هغې چې ثبت كړل شوې اړيكې او د حسن شخصي اسناد يې وڅېړل، پرېكړه يې وكړه چې د هغه پلټنه ودرول شي.

سرچينه: نيويارك ټاېمز