د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په بغلان كې يوه چورلكه راغورځېدلې ده

خبري څانګه 23.10.2009 16:47

د بغلان امنيتي چارواكي وايي، چې د خنجان ولسوالۍ په اندراب سيمه كې يوه چورلكه راغورځېدلې ده.
د بغلان امنيه قوماندان محمد كبير اندراب يرسنيو ته وويل، چې دغه چورلكه د اندراب په باجګه سيمه كې وړمه شپه راپرېوتې ده، خو د واورو له امله  پوليس نشي كولاى د چورلكې پاتې شوني ومومي. دى وايي، سيمې ته پوليس تللي ، خو لا يې څه نه دي موندلي.
بل پلو د حزب اسلامي يو تن وياند قاري منصور ټول افغان ته په ټيليفون وويل، چې دوى د خنجان په اندراب سيمه كې دوه چورلكې را غورځولې ، چې يوه يې وړمه شپه او بله يې نن راغورځولې ده.  دده په وينا، په چورلكو كې ټول سپاره بهرني پوځيان وژل شوي دي.
ايتلافي ځواكونو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.