د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اوباما په افغانستان كښې په خپله ستراتيژۍ فكر كوي

فضل الله رشتين 27.09.2009 13:03

داسې ښكاري چې د امريكى جمهوررئيس باراك اوباما په افغانستان كښې د امريكايي قواو د شمير د زياتيدو پر خاى په دغه هيواد كښې د خپلو قواو د شمير د محدودولو او د القاعدى د مركزونو او ځالو د له ميځه وړلو په پيشنهاد چې د ده د مرستيال جوزف بايدن لخوا وړاندى شوى دى ، فكر كوي.
په افغانستان او پاكستان كښې امنيتي وضع د ډاډ وړه نه ده ، د افغانستان په انتخاباتو كښې عدم شفافيت د افغانستان په سياسي او امنيتي وضع منفي اثر كړى دى ، اوباما يى په خپله استراژۍ باندى په دوباره فكر كولو مجبور كړى دى او همداشان يى بين المللي ټولنه هم شكمنه كړى ده .
همدا وجه ده چې د امريكى د استخباراتو اداره په افغانستان او پاكستان كښې د اوضاع د تحليل او څيړنې په كار كښې بوخته ده او غواړي چې يو مكمل راپوربرابر او باراك اوباما ته يى وړاندې كړى تر څو د هغه په رڼا كښې نوي تصاميم ونيول شي.
باراك اوباما د 2009 م كال د ماچ په مياشت كښې د افغانستان لپاره يوه ستراتيژي جوړه كړى وه او ويلي وو چې 21 يو ويشت زره اضافي قواوى به افغانستان ته وليږي ځكه چې د امريكى لپاره په افغانستان كښې د امن او استقرار موضوع يو ه اساسي موضوع ده ، خو اوس داسى ښكاري چې اوباما پښيمانه دى. كله كله سړى يو قيمتي شى په بيه واخلي خو بيا وروسته يى په اخيستلو پښيمانه او ستومانه شي . د امريكى جمهور رئيس له همداسى يو حالت سره مخامخ شوى دى
د 2009 م كال د سبتامبر په 13 نيټه د امريكى جمهور رئيس په سپينه ماڼې كښې له خپلو مشاورينو سره غونډه وكړه او د افغانستان او پاكستان په اوضاع يى خبرى او مشورى وكړى ، په دغه غونډه كښې د امريكى د جمهور رئيس معاون جوزف بايدن ،ددفاع وزير كيتس ، د باندنيو چارو وزيره هيلاري كلنتن ، د ملي امنيت رئيس جيمز جونز ، او د مصلح قواوو عمومي قوماندان ادميرال مايك مولن برخه اخيستى وه، دوي په دغه غونډه كښې كومى موافقې ته ونه رسيدل او دا فيصله يى وكړه چې په راتلونكو ورځو كښې دى ورته نورى غونډى جوړى شي او د افغانستان په موضوع دى نورى خبرى او مشورى وشي. .
جوزف بايدن پيشنهاد دادى چې په افغانستان كښې دى د اوباما په ستراتيژۍ كښې بدلون راشي ، بايدن وايي چې دى په افغانستان كښې د امريكايي قواوو د زيا توالي پلوي نه دى ، بلكى پيشنهاد كوي چې دا قواوى دى كمى شي او د القاعدى د تنظيم په مركزونو او ځالو دى په حملو تركيز وشي .همداشان ددى په څنګ كښې دى د افغانستان عسكري قواوى وروزل شي تر څو د امنيت په راوستلو كښې برخه واخلي. جوزف بايدن همداشان وايي چې د امريكى امنيت ته خطر په پاكستان كښې د القاعده د شبكې لخوا متوجه دى .
د 2009 م كال د مارچ په مياشت كښې باراك اوباما د جوزف بايدن له پشنهاد سره مخالف ؤ ، ښكاره نه ده چې اوس به هم دى ورسره مخالف وي او كه نه ، خو دا چې تر اوسه پورى د افغانستان لپاره د يوى واحدى ستراتيژۍ په سر خبرى رواني دي او آخري موافقه نه ده شوى نو له دى څرګنديږي چې د سپينى ماڼۍ او پنتاكون تر مينځ د افغانستان د موضوع په سر اختلافات حل شوي نه دي او د حل لپاره يى وخت ته ضرورت لري
داسې كونكوسى شته چې كيداى شي په افغانستان كښې د امريكايي او ناټو د مشتركو قواو عمومي قوماندان ماكريستال به له خپل منصب څخه لاس په سر شي ، اما نوموړي په يو مطبوعاتي كنفرانس كښې دا خبر رد كړى او داسى يى ويلي دي : " زه د استعفى په باره كښې فكر نه كوم او په دى موضوع مى له هيچا سره خبره هم نه ده شوې ."
ماكرستال په افغانستان كښې د امريكايي قواو د زياتوالي غوښتنه كړى ده چې شمير به يى 66 زرو ته ورسي. دا خبره په هغه سري راپور كښې راغلى ده چې ماكرستال برابر كړى او اوباما ته يى وړاندى كړى دى ، ددى راپور يو كاپي غلا شوى او د رسنيو ته په لاس ورغلى ده.
د ماكرستال د استعفى كونكوسو ته د امريكى د سنا د مجلس د يو غړي هغه اظهارات قوت وركوي چې ويلي يي دي ، " اوباما له جنرال بيترايوس او جنرال ماكريستال څخه غوښتي دي چې په افغانستان كښې د قواوو د زياتوالي غوښتنليك دى كنسل شي ." اوباما دا غوښتنه په هغه ملاقات كښې كړې ده چې نوموړي له ماكرستال او بيترايوس سره د ددفاع د وزير په حضور كښې په سپينه ماڼۍ كښې تر سره كړى ؤ ."
ادمرال مولن ، ماكريستال او بيترايوس چې په پنتاكون كښې ستر نظامي چارواكي دي ، په افغانستان كښې د امريكايي قواوو د زياتوالي پلويان دي خو سپينه ماڼې كښې ناست سياستمداران د ددى قواوو د محدوديت په فكر كښې دي
د امريكى د متحده ايالاتو د باندنيو چارو پخوانۍ وزيرى كنداليزا رايس له افغانستان څخه د امريكايي قواو د وتلو په ارتباط رسنيو ته داسې ويلي دي . " په وروستي خل چې له افغانستان څخه ووتلو او هر څه مو پاكستان ته پريښودل ،نو القاعدى له فرصت څخه په استفاده له همدى سيمى نه د سبتامبر په 11 په مونږ يرغل وكړ ، دوى په همدى سيمه كښې خپل عناصر تربيه او وروزل ، يو پلان جوړ او هغه يى په همدى ورځ عملي كړنو ځكه زمونږ ملي كټې په دى كښې دي چې پري نه ږدو يو ځل بياافغانستان د القاعدى د ارهابيانو لپاره د امن ځاى وكرځي."
رائيس د افغانستان په انتخاباتو كښې د عدم شفافيت په ارتباطه خپله انديښنه وښودله او ويى ويل چې دا موضوع به د اوضاع د ښه كيدو په لار كښې ستونزى پيدا كړي .
له رائيس نه دا پوښتنه كوم چې تاسى ولى افغانستان القاعدى ته پريښود ؟ كه تاسې دا كار نه وى كړى نو نن به په افغانانو دا ورځ نه راتلله.
دا رائيس وه چې افغانستان كى يى يووطرفه قضاوت وكر ، كه هغې دا كار نه وې كړى نو نن به دافغانستان خلك له داسې بدبختۍ سره نه مخامخ كيدل.

له ټولو خبرو نه څه نتيجه كيري كولاى شو ؟
1- په امريكه كښې د امريكى د چارواكو تر مينځ د افغانستان په اړه كوم وحدت نظر موجود نه دى او كومه مشخصه ستراتيژي وجود نه لري .
كيداى شي امريكه افغانستان ته اضافي قواوى وليږي او كيداى شي ويى نه ليږي ، دا خبرپه امريكايي چارواكو پورې اړه لري. اختيار د هغوي په لاس كښې دى.
سوال دادى چې د امريكايى اضافي قواوو ليږل به په افغانستان كښې په امنيتي وضيعت څه رنګه تاثير ولري ؟ آيا دا تاثير به مثبت وي او كه منفي ؟
زما په نظر اضافي قواوى د امنيت په راوستلو كښې مثبت رول نه شي لوبولاى ، هر څومره چې په هيواد كښې خارجي قواوى زياتيږي ، هغومره امنيت خرابيږي او ستونزى لا زياتيږي او له بلى خوا د قواو له زياتيدو سره كاونډي هيوادونه ، پاكستان ، ايران ، د مركزي آسيا د هيوادنه نور هم حساس كيږي.
زه په دى اړه دا پيشنهادونه لرم :
1- له هغو طالبانو سره د خبرو آترو كول چې له القاعدې سره اړيكى نه لري .
2- له طالبانو سره د خبرو آترو لپاره يوه ستراتيژي جوړول
3- په حكومت كښې د طالبانو شاملول.
4- د ملي اردو تقويه كول تر څو وكولاى شي د مخالفينو مقابله پخپله وكړي او امنيت وساتي.
5- د عسكري خدمت ( مكلفيت ) د نظام برحالول كوم چې د اعلحضرت ظاهر شاه په وخت كښې برحال و.
6- د ملي پوليسو روزل .
7- د افغانستان د استخباراتو په اداره كښې اساسي بدلون او ددى ادارى مضبوتول .
8- په سيمه كښې د القاعدى د ځالو له مينځه وړل .
9- د بين المللي ټولنې لخوا د افغانستان په كاونډي هيوادو فشار راوستل ترڅو د افغانستان په چارو كښې سمدستي مداخله بنده كړي .
10- په هيواد كښې د يو قوي ، مضبوط او خلكو ته د منلو وړ ملي حكومت مينځ ته راتلل .
10- د مخدره موادو د قاچاقبرانو په مقابل كښې له جديت څخه كار اخيستل .
11- په اداري فساد كښې ككړ كسان محاكمه كول.
12- ملت ته په هيواد كښې د امريكايي او ناټو د قواوو د موجوديت د اصلي اهدافو څرګندول. آيا دوي صرف د افغانستان له خلكو سره د مرستى او په هيواد كښې د سولى د راوستلو لپاره راغلي او كه نور طويل المدت اهداف لري.؟
كه هدف يى د سولى او امنيت رواستل وي ، هغه سوله او امنيت خو بر قرار نه شو .
كه هدف يى خلكو ته خدمت وي ، دا هدف هم تر لاسه نه شو ، خلك د هرى ورځې په تيريدو نور هم پريشانه او بدمرغه كيږي او له بيلابيلو ستونزو سره مخامخ كيږي.
حكومت ته ښايي او د ملت نمايندګانو ته ښايي چې په واقيعتونو پسې و ګرځي او ملت ته يى وړاندې كړي. ملت هم حيران دى چې دا څه كيږي ، د ملت په سرنوشت لوبى كيږي او دا مظلوم ملت د سياست مدارانو د دروغو په سياستونو نه پوهيږي ، دا يو ساده مسلمان ملت دى .
كومه ستراتيژي چې اوباما د مارچ په مياشت كښې جوړه كړى وه ، د هغى له مخى بايد ددى لپاره چې د امريكى متحده ايالات په افغانستان او سيمه كښې د القاعدى تنظيم ته ماته وركړي نو ښايي چې په افغانستان كښې يو قوي ، شرعي او د اعتبار وړ حكومت مينځ ته راشي ، خو په افغانستان كښې وروستيو انتخاباتو و ښودله چې د حامد كرزى حكومت به كه جوړ هم شي ، له پورتنيو صفاتو څخه به برخه من نه وي .دا يو لويه ستونزه ده ، چه په امريكه او بين المللي ټولنه کښې يى حكومتونه او خلك په حيرت كښې اچولي او د نظاميانو او سياستمدرانو تر مينځ يى د اختلافاتو لمن پراخه كړى ده.
جورج بوش اته كاله د امريكى جمهور رئيس ؤ ، د افغانستان لپاره يى يوه ستراتيژي جوړه كړه ، هغه ستراتيژي ناكامه شوه ، امنيت مينځ ته راغې ، په عراق كښې هم د بوش له لاسه سياسي ، امنيتي امنيت خراب شو ، په تيرو څو كالو كښې له يو مليون نه زيات عراقيان ووژل شول ، د سبتامبر د 11 په پيښه كښې په امريكه كښې شا او خوا درى زره امريكائيان له مينځه لاړل خو د هغى پيښې نه پس تر اوسه پورې د 3000 كسانو په مقابل كښې څومره شمير افغانان ووژل شول . حساب يى خداى ته معلوم دى. آيا عراقيان او افغانان څه بنى آدمان نه دي ،
اوس د امريكى نوى جمهور رئيس اوباما د افغانستان لپاره په خپله ستراتيژۍ فكر كوي . خداى خبر چې دا ستراتيژي به لا څنګه وي ؟
دا په هيواد كښې د چارواكو وظيفه او مسؤليت دى چې د خلكو د خدمت لپاره ،د خلكو د سرنوشت د ټاكلو لپاره په هيواد كښې د امنيت د رواوستلو لپاره ، د خپل هيواد د راتلونكي لپاره ، د خارجي او داخلي سياستونو لپاره ستراتيژۍ جوړې كړي .
د موټر جلب بايد سړى پخپله په لاس كښې ونيسي ، داسې نه چې موټر دى خپل او جلب يى د بل چا په لاس كښې وي.