د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان ته د امريكايي اضافي قواو د ليږلو په سر لانجه

فضل الله رشتين 17.09.2009 10:56

د امريكى د متحده ايالاتو د دفاع وزير روبرت كيتس په داسې حال كښې افغانستان ته د نورو عساكرو د ليږلو لپاره تيارى نيسي چې په كانكرس كښې ددې موضوع په سر لانجه مخ په زياتيدو ده. د امريكى د دفاع وزير وايي چې په افغانستان كښې موجودې امريكايي قوواوې په دى حساس وخت كښې حمايت ته ضرورت لري ، نوموړى اقرار كوي چې ددوي زيات شمير عسكر د سړك پر غاړ ه په ځاى په ځاى شويو چاوديدونكو موادو چې د طالبانو لخوا ايښودل كيږي له مينځه ځي ، كيتس زياتوي چې د تير كال په پرتله د طالبانو لخوا پر امريكايي قواو د يرغل فيصدي زياته شوى ده چې په نتيجه كښې د امريكايي وژل شويو عسكرو په شمير كښې خورا زياتوالى راغلى دى.
د روان ميلادي كال د اګست د مياشتې د پاى په ورځو كښې جنرال ستانلي ماكريستال چې په افغانستان كښې د ارمريكايي او ناټو د قواوو قوماندان دى ‘ د په افغانستان كښې د امنيتي وضيعت په اړه يو راپو برابر كړى او د اوباما ادارى ته يى وړاندې كړى ؤ . اوباما او دده مرستيالان لكيا دي او دغه سري راپور مطالعه كوي ، ددى راپور په اساس به په افغانستان كښې د امريكى په نظامي استراتيژۍ كښې تجديد نظر صورت نيسي.
اوباما به په راتلونكو نژدې څو ورځو كښې دغه راپور كانكرس ته د مناقشې لپاره وړاندې كړي ، بيا به جنرال مكريستال په دوهمه مرحله كښې د هغو قواوو د شمير په باره كښې معلومات وركړي چې په افغانستان كښې دطالبانو د شكست لپاره ورته ضرورت ليدل كيږي.
خو د امريكا د ديموكرات كوند يو شمير عاليرتبه غړي لكه نانسي بيلوسي او او سناتور كارل ليوين دا وايي چې افغانستان ته د نورو عسكرو د
ليږل څه ګټه نه لري او د نورو عسكرو د ليږلو پر ځاى بايد د افغانستان اردو تقويه او تربيه شي .
د جمهوري خواهانو كوند افغانستان ته د نورو قواو د ليږلو طرفدار دى ، سناتور جان مكين وايي چې د افغانستان د اردو د تقويه كول حتمي دى مكر نورى امريكايي قواوى دى هم وليږل شي.
لنډه دا چې په امريكه كښې افغانستان ته د نورو قواو د ليږلو په سر د چارواكو تر مينځ سخته لانجه روانه ده.
ماسكو ناټو ته دا اخطار او خبردارۍ وركړ چې ( د امپراتورانو مقبرې ) ته نورى قواوې ونه ليږي .په كابل كښې د روسيى سفيرزامير كبولوف هم امريكائيانو ته دا نصيحت كړى دى او ويلي يي دي چې كه امريكا په افغانستان كښې د طالباتو د شكست لپاره د خپلو قواو په شمير كښې هر څومره زياتوالى راولي په هغه اندازه به له مشكلاتو سره مخامخ شي . نومړى وايي چې په 2002 م كال ناټو په افغانستان كښې تقريبا 5000 عسكر درلودل چې د طالبانو په مقابل كښې جنكيدل خو هغه وخت طالبانو صرف د افغانستان د جنوب شرق په يوه كوچنۍ ساحه كښې فعاليت درلود ،اوس چې ناټو په افغانستان كښې 100000 سل زره فوج لري نو طالبان نه يوازى په جنوب شرق بلكې په "قندوز او بغلان " كښې هم چې شمالي ولايتونه دي ،په جګړه بوخت دي . كه حالت داسى دوام وكړي او د ناټو د قواو شمير 200000 دوه سوه زرو عسكرو ته ورسي نو ټول افغانستان به د طالبانو تر ولكې او كنترول لاندې راشي.
په همدې حال كښې د لوكزمبورك د باندنيو چارو وزير د دوچويلى له راډيو سره په يوه مركه كښې دا څركندونه كړى ده چې د افغانستان په راتلونكي حكومت كښې د طالبانو شريكول ضروري ګڼل كيږي . ده زياته كړه چې په افغانستان كښې د جكړې كټل په حكومت كښې د طالبانو له شريكولو پرته امكان نه لري.
د موضوع په ارتباط راته يوه پخوانۍ خبره راياده شوه ، غواړم چې هغه دلته راياده كړم :
كورباچوف د شوري اتحاد جمهور رئيس ؤ ، روسان د افغانستان په جكړه كښې له ماتى سره مخامخ وو ، شوروي اتحاد د ډير سخت فشار لاندى ؤ ، كورباچوف مجبور شو چې له افغانستان نه د خپلو قواو د ايستلو فيصله وكړي. په دى وخت كښې ببرك كارمل په كابل كښې د كمونيستي رژيم مشر ؤ ، دى چې خبر شو چې شوروي اتحاد خپلې قواوى له افغانستان څخه وباسي نو په منډه يى ځان ماسكو ته ورسولو ، هلته يى له كوباچوف سره د ملاقات غوښتنه وكړه ، كورباچوف نه غوښتل چې له هغه سره وويني دا ځكه چې ببرك خپل امتحان وركړى ؤ او روسانو نور په ده باندى اعتماد نه كولو او چليپا يې ورباندى كښلې وه ، خو ببرك كارمل چې ډير سپين سترګې ؤ ، له كوباچوف سره يى د ملاقات خپله غوښتنه تكرار كړه ، بيا كوربا چوف ته د هغه يو مشاور وويل چې ورسره وويني ، كورباچوف ومنله او له كارمل سره يى وليدل.
په دى ملاقات كښې ببرك كارمل كورباچوف ته وويل چې " خبر شوى يم چى ې تاسې له افغانستان څخه د خپلو قواو د ايستلو تصميم نيولى دى ، خو كه دا قواوى نه وي نو زما حكومت به نسكور شي ، مجاهدين د كابل دروازو ته رسيدلي ، دا به څنګه شي ؟"
كورباچوف ورته په ډيره دبلوماتيكه لهجه وويل : " ته غواړې چې مونږ خپلى قواوې هلته په افغانستان كښې پريږدو چې ستا حكومت نسكور نه شي ؟ آيا ته ته نه پوهيږي چې هلته هره ورځ څومره روسي عسكر وژل كيږي ؟ آيا ته نه پوهيږى چې د افغانستان په جكړه كښې زمونږ روزمره لكښت او مصارف څومره دي ؟ ورشه كه د افغانستان ملت دى غواړي چې ته دى جمهور رئيس وسى نو ښه ده او كه ملت دى نه غواړي نو دا څوكۍ پريږده. مونږ نو ر په افغانستان كښې د ځاني او مالي تاوان توان نه لرو ، اقتصادي ضربه مو خوړلى ده ، ته نور ځه په مخه دى ګلونه ."
ببرك كارمل له ملاقات څخه مخ تورى راووتلو او كابل ته ستون شو او بيا څه موده پس له جمهوري رياست نه لر كړاى شو او پر ځاى يى ډاكټر نجيب وټاكل شو.
په هغه وخت كښې د افغانستان اردو ډيره قوي وه او د همعغې قوي اردو زور ؤ چې مجاهدينو ونه شو كړاى كابل ونيسي . مجاهدين د جلال آباد په لور روان شول ، له كابل نه د دوستم مليشې وليږل شوى ، سخته جكړه وشوه ، مجاهدينو ونه شو كړاى جلال آباد تر خپل كنترول لاندې راولي . كله چې د دوستم مليشى كابل ته راستنې شوى نو ډاكټر نجيب هغوي ته په يوه وينا كښې دا الفاظ استعمال كړل :" شما فرشته هاى آسماني هستيد كه جلال آباد را او سقوط نجات داديد . شما براى نجات جلال آباد از آسمان به زمين فرود آمديد"
اوس د هغو مليشو مشر د كرزي صاحب په خوا كښې دى . آيا دا د افسوس او بدبختۍ خبره نه ده؟
په بن كښې چې د افغانستان لپاره حكومت جوړ شو نو له هغه تاريخ نه اته كاله تير شو ، د بن په موافقت نامه كښې دافغانستان د اردو د جوړيدو خبره شوى ده خو متأسفانه په دى دومره موده كښې دا كار ونه شو ، مجهزه ، قوي ، په خپلو مټو ولاړه اردو جوړه نه شوه چې وكولاى شي په هيواد كښې امنيت تأمين كړي. كه مونږ قوي اردو درلودلاى نو خارجي قواو ته به څه ضرورت ؤ ،
دا دومره لانجې به ولى ولى ، په انتخاباتو كښې به درغلي او ولى شوى وه. كه بى پې قوى اردو وى ، كه بى پرى قوى وزير دفاع وى ،كه بى پرى قوي لوى درستيز وى ، نو د درى مياشتو لپاره به اردو واك په لاس كښې اخيستى وى او شفاف انتخابات به يى تر سره كړى وې، نه به جنجالونه پيدا شوي وو او نه به دومره بدمنامي مينځ ته راغلى وى.
هره ورځ د نړۍ په مطبوعاتو كښې ، په تلفزيونو كښې د افغانستان په انتخاباتو كښې د درغلۍ پر موضوع تبصرى كيږي ، په كويت كښې خلك له درغلۍ څخه ډير بد وړي .
تقلب عربي كلمه ده او داړولو يا په بل مخ اړولو معنى وركوي د انقلاب كلمه هم د تقلب څخه اخيستل شوى ده ، په عربي كښې د " تزوير" كلمه ده چې په انكليسي كښى د forgery يا fraud معنى وركوي او په پښتو كښې د " درغلۍ "كلمه استعماليږي . دا تبصره مى ځكه وكړه چې په پښتو كښې بايد د تقلب كلمه استعمال نه شي ځكه چې د " درغلۍ او ټكۍ او چلبازۍ كلمې موجودى دي ، په دري كښې هم د " جعل كاري " كلمه موجوده ده نو د تقلب د كلمۍ استعمال ته ضرورت نشته دا ځكه چې تقلب او جعل كاري سره په معنى كښې توپير لري .
بيرته به اصل موضوع ته راشو او هغه دا چې افغانستان حكومت په تير اتو كالو كښې ونه شو كړاى يوه غښتلې ملي اردو جوړه كړي . دا چې ولى جوړه نه شوه ، دا څو عوامله لري .
1- په بن كښې چې موقتي حكومت جوړ شو نو ددفاع د وزارت چارى د مارشال فهيم په غاړه شو ې. څرنګه مارشال فهيم مسلكي وزير نه و نو په دى بريالى نه شوه چې په دى كار كښې موثر اقدانات وكړي.
2- مارشال فهيم په خپلو يو شمير نژدې خلكو اكتفا وكړه او دپخوانيو مسلكي پښتنو منصبدارانو د جلب او جذب لپاره يى توجه ونكړه.
3- د افغانستان جمهور رئيس چې د مصلح قواو اعلى قوماندان هم دى ، ونه شو كړاى چې په مارشال فهيم د يوى ملي اردو د جوړلو لپاره فشارراولي ، البته جمهور رئيس وكولاى شول هغه د دفاع له وزارت څخه لر كړي خو بيا هم د دفاع په وزارت كښې د مارشال نفوذ پاتى شو ، بسم الله خان د لوى درستيز په حيث خپل كار ته دوام وركړ او تر اوسه لوى درستيز دى . اوس مونږ قوي اردو نه لرو تر څو د مخالفينو مخه پرې ونيسو او خارجي قواوو ته په داسې حال كښې سخت ضرورت لرو چې په امريكا او اروپايي هيوادو كښې حكومتونه افغانستان ته د نورو قواو په ليږلو په موضوع كښې زړه نا زړه دي او سم تصميم نه شي نيولى .
يو فورمول جوړ شو چې د هغه فومول په اساس بايد چې په اردو كښې څلويښت فيصده پښتانه وي ، خو دا فورمول سل په سلو كښې عملي نه شو ، د ددفاع د وزارت مرستيال په د اولسي جرګې په تالار كښې دا خبره وكږه چې ددفاع په وزارت كښې قومي اختلافات موجود دي .
4- بين المللي ټولنه هم ملامته ده ، ځكه چې د افغانستان د اردو په جوړولو كښې يى خاصه توجه نه ده كړى . بين المللي ټولنې كولاى شو د افغانستان په حكومت فشار راولي چې په دى برخه كښې جدي پاملرنه وكړي.
مونږ افغانانو ته د خجالت او شرم خبره ده چې ددومره باغيرته او باشهامته قوم با وجود چې روسانو ته مو شكست وركړى دى ، يوه غښتلى اردو نه لرو چې د يو څو تخريبكارو طالبانو د تخريب مخه ونيسو او امنيت ټينګ كړو.
خداى نا خواسته كه كوم همسايه هيواد په مونږ نظامي تيرى وكړي نو څرنګه او په څه به دفاع وشي.
د افغانستان ددفاع وزير امريكى ته او نورو هيوادو ته سفرونه كوي ، ښه لوكس دريشي او نكټايي يى تړلي وي ، امريكايي مشاورين ورنه راتاو وي ، يو مجاهد قوماندان تير شوى دى ، جهاد يى كړى دى ، مكر دداسى يو تجربه كار مجاهد وزير باوجود زمونږ اردو كمزورى ده.
د ملي پوليسو خبره خو هرچاته معلومه ده. كه په كال كښې شل زره پوليس تربيه شوى وى نو اوس به مو يو لك او شپيته زره تعليم يافته او تربيه شوي پوليس درلودى.
ټول وخت په بى ځايه خبرو تير شو ، زه فكر كوم د كرزي صاحب زياتره وخت د تنظيمونو او بيلابيلو ګروپونو د مشرانو ، د ځينو جنګ سالارانو ، زورمندانو ، قاچاقبرانو د نامشروعه غوښتنو او تقاضاو په پوره كولو، د معاملو په كولو او د هغوي په راضي كولو تير شو . ملت پاتى شو ، چا يى پوښتنه ونكړه. دا خوار ملت چې د راى صندوقونو ته ځې چې خپل رئيس جمهور وټاكي ، هغوي ته او د هغوي رايو ته څوك ارزښت نه وركوي ، د هغوي حق ددى لپاره چې يو څو ناترسه خائنان خوشحاله شي تلف كيږي.
دا نن چې په انتخاباتو كښې د درغلۍ خبره په ټول جهان كښې خپره شوى او دنيا يې لړزولى دا د هغو بيچاره ، مسكينو او هردم شهيدو افغانانو بد دعا ده چې يوى مړۍ ډوډۍ ته محتاج دي ، دا د هغو شهيدانو د يتيمانو او كونډو د اوښكو اثر دى چې د نااميدۍ او ناهيلۍ په عالم كښې ورځې شپې تيروي .
اوس هم لا اميد شته ، ښايي وخت او موقع له لاسه لاړه نه شي ، په دى اړه دا څو پيشنهادونه لرم:
1- د يو مسلكي او تعليم يافته قوي ددفاع دوزير ټاكل چې ملي شخصيت وي او په كوم تنظيم يا ډلى پورى پتړلى نه وي .
2- ددفاع په وزارت كښې د هرډول نژادي ، قومي او ژبني مسايلو له مينځه وړل .
3- ددفاع له وزارت څخه د هغو عناصر ايستل چې قومي ، نژادي او ژبنيو مسايل په نظر كښې نيسي او ددغو مسايلو اور ته پوكی وهي.
4- د افغانستان د اردو د پخوانيو مسلكي منصبدارنو له كار او تجربى څخه استفاده او هغوي برحالول.
همداشان د كونيو چارو او د امنيت د لوي رياست په ادارو كښې هم بايد اساسي بدلونونه راشي او پوه مسلكي خلك دى په مهمو دندو وكومارل شي.
5- له افغانستان څخه بايد د ناټو او امريكايي قواو د وتلو لپاره يو ستراتيژي جوړه شي او هغه په تفاهم سره عملي شي. په افغانستان كښې د خارجي قواو موجوديت او زياتوالى د هيواد امنيتي او سياسي ستونزه نه شي حل كولاى ، بلكې بر عكس نورى ستونزى زيږوي.
6- له هغو طالبانو سره چې له القاعدى سره اړيكى نه لري بايد خبرى وشي او هغوي دى ته تشويق شي چې په راتلونكي حكومت كښې شريك شي ، دا هغه پيشنهاد دى چې اروپايي ټولنه يى هم په اوس وخت كښې پلوي كوي
كرزي صاحب تل دا خبره كوي چې له طالبانو سره خبرى روانې دي ، خو له بده مرغه تر اوسه پورې ددى خبرو نتيجه معلومه شوى نه ده. كه دا اظهارت د ملت د تير ايستلو لپاره وي نو بايد داسى ونه شي او كه د ملت او وطن د خير او فلاح لپاره وي نو بايد نتيجه يى معلومه شي.
7- قومي ، ژبنيو او نژادي تعصباتو ته بايد د پاى ټكی كيښودل شي ، كه دا كار عملي نه شي نو سولى او استقرا ر راتك به امكان ونه لري.
8- همسايه هيوانه چې د افغانستان په كورنيو چارو كښې لاس وهنه كوي ، دوي بايد له هرډول لاس وهنې نه لاس په سر شي.
كه پورتني پيشنها دونه عملي شي نو ستونزه به حل شي ، بيا خارجي قواوو ته ضرورت هم پاتى نه شي او لانجه به حل شي.
د هيواد د نيكمرغۍ او افغان ولس د سوكالۍ په هيله