د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

يوه بله فاجعه

فضل الله رشتين 06.09.2009 10:37

په افغانستان كښې يوه بله فاجعه وشوه ، دا خل په قندز كښې .د ناتو په هوايي بريد كښې يو شمير بى ګناه مدني خلك له مينځه لاړل.
د افغانستان جمهور رئيس د تل په شان دا حمله وغندله او يو كمسيون يى تشكيل كړ تر څو د پيښې په ارتباط تحقيقات وكړي.
ګه څه هم په افغانستان كښې د ناتو ستر قوماندان ستانلي ماكريستال دا خبره كړى وه او دا ډاډ يى وركړى ؤ چې دى به كوشش وكړي چې په راتلو نكي كښې د مدني خلكو د وژلو مخه ونيول شي ، خو متاسفانه چې د هغه خبرې او ډاډ څه نتيجه ورنكړه .
طالبانو د تيلو دوه ټانكره نيولي وو ، ددى دوو ټانكرو د بيرته لاس ته راوړولو لپاره كيدى شو چې له زميني قواو څخه كار اخيستل شوى وى ، دى ته ضرورت نه ؤچې هوايي بريد وشي. كوم بى ګناه خلك چې د روژې په دى مباركه مياشت كښې شهيدان شول ، دوي فاميلونه درلودل ، دوي ، ورونه درلودل ، دوى خويندى درلودى ، دوى ميندى او پلرونه درلودل.
كه خداى مكړه ، يا زما ، يا د كرزي صاحب ، يا د فهيم ، يا د اوباما ، يا د ماكريستال د فاميل غړي له داسې واقعى قرباني شوى وى نو بيا به مو د هغو درد ليدونكو د دردونو احساس كړى وې كومو ته چې دا درد رسيدلى دى.
په تيرو اتو كالونو كښې د قندوز فاجعه لومړنۍ فاجعه نه ده ، له دى نه مخكښې په لس هاو داسې نورې فاجعې شوي دي او دا كمان او اميد دى هم څوك نه كوي چې بيا به هم داسې فاجعى په هيواد كښې نه پيښيږي.
زه دا افغانستان له جمهور رئيس څخه داڅو پوښتنې كوم :
ستاسې په حكومت كښې په تيرو اتو كالونو كښې ستاسى د دفاع وزارت ، دداخله چارو وزارت ، د امنيت لوى رياست ولى ونو شو كړاى چې قوي اردو ، قوى پوليس او قوي امنيت ولري؟
آيا په خارجي قواو اعتماد كولاى شو ؟
آيا د ناټو قواوى زمونږ د خلكو د امنيت تأمين كولاى شي ؟

خبره داده چې په لومړي سر كښې مارشال فهيم د هيواد ددفاع وزير ؤ ، د هغه په رهبرۍ ملي اردو جوړه نه شوه . پښتنو ته په ملي اردو كښې سمه ونډه ورنكړاى شوه . بيا كله چې جنرال وردك ددفاع وزير شو نو جنرال بسم الله خان د لوى درستيز په حيث پاتى شو او تر اوسه لوى درستيز دى. جنرال وردك د جنرال بسم الله خان په مقابل كښې ډير ضعيف دى. بسم الله خان د زياد قدرت او نفوذ خاوند دى. مونږ بايد تر اوسه لږ ترلږه درى لكه عسكر درلودى ، د انكلستان صدراعظم ، د امريكى د دفاع وزير او نور بهرني چارواكي چې د افغانستان په چارو كښې په مستقيم او غير مستقيم ډول لاس لري ، اوس دا خبره كوي چې د افغانستان د ملى اردو د عساكرو په شمير كښې بايد ډيروالى راشي او توجه ورته وشي.
دا توجه ولى له ابتدا څخه ونه شوه؟ د نجيب دوخت كښې ملي اردو څرنګه ويل كيږي يوه قوي اردو دروه ، د نجيب نه پس دا منظمه اردو تنس شوه او له مينځه ولاړه او ددى اردو د مينځه وړلو په كار كښې چې كومو خارجي او داخلي عناصرو لاس درلود هغه هم خلكو ته معلوم دي.
په تيرو اتو كالونو كښې د كورنيو چارو د وزارت په څوكۍ په نوبت سره جناب قانوني ، تاج محمد ورك ، علي احمد جلالي ، مقبل صاحب او حنيف اتمر كيناستل. قانوني صاحب دغه وزارت د خپلى ډلى له خلكو څخه ډك كړ چې زياتره يى تر اوسه پورى موجود دي. ورپسې .تاج محمد وردك راغى ، هغه لاپې ووهلى چې څه به سرته ورسوي ، نوموړي هغه پخوانۍ لار تعقيب كړه خو كامياب نه شو. بيا وار علي احمد جلالي ته ورسيد . على احمد جلالي چې راغى نو هغه پوه او مسلكي وزير ؤ ، هغه غوښتل كار وكړي ، ډير وس يى وكړ خو زور يى ونه رسيد.له كرزي صاحب سره يى په ځينو مسائلو اختلاف پيدا شو نو په طياره كښې كيناست او امريكى ته لاړو. جلالي صاحب پسې ښاغلى مقبل وزير شو . مقبل بى تجربى وزير ؤ ، په كار نه پوهيده ، مقبل صاحب ته د كورنيو چارو يو ډير مهم وزارت سپارل او هغه هم د افغانستان په شان يو هيواد كښې يوه ستره تير وتنه وه، بى ځايه وخت ضايع شو. له مقبل پسې اتمر صاحب ددغه وزارت په څوكۍ كيناست. اتمر صاحب د كليو د پراختيا په وزارت كښې موفق و ، د پوهنې په وزارت كښې يى هم خدمت وكړ خو كورنيو چارو وزارت ته ډير ناوخته راغى ، دى بايد څو كاله د مخه دى وزارت ته راغلى وی. په اتمر صاحب ډير فشار دى ، كوم نااهله كسان چې د قانوني په وخت كښې په لوړو څوكو مقرر شوي دي د هغو سره معامله كول د اتمر صاحب لپاره مشكل كار دى.
ددى دومره توضيحاتو څخه زما مطلب دادى چې د پوليسو په تربيه او تعليم كښې بايد ډيره ډيره توجه شوى وى ، كه نن مونږ تربيه شوي او منظم پوليس درلودى ، نو د امنيت په راوستلو كښې به مودومره ستونزى نه درلودې.
د امنيت لوى رئيس ښاغلى امرالله صالح دى او معاون يى خداي بخښلى داكتر عبدالله لغمانى ؤ . دى د رباني دجمعيت اسلامي د تنظيم غړى ؤ ، رباني صاحب اوس په انتخاباتو كښې د كرزي صاحب په مخالفه جبهه كښې قرار لري.
داكټر عبدالله تيره چهار شنبه په يو تروريستي پيښه كښې د افغانستان ددولت د مخالفينو لخوا شهيد شو. ډاكتر عبدالله د افغانستان د استخباراتو معاون يعنى په استخباراتو كښې دوهم لوړپوړ ى چارواكى ؤ. دا د ډير افسوس ځاى دى چې داسې يو لوړ پوړى امنيتي چارواكى د مخالفينو له خوا په بى رحمانه ډول له مينځه ځي . ددې پيښې نه دا معلوميږي چې د افغانستان د استخباراتو په اداره كښې كمزوري او خلل موجود دى. د افغانستان حكومت چې په راس كښې يى كرزى صاحب قرار لري بايد ددغې كمزورۍ او خلل چاره وكړي ، تير كال په غازي استديوم كښې د كرزي صاحب د ترور كوشش وشو ، له نيكه مرغه كرزى صاحب سالم پاتى شو .
كرزى صاحب ته ښايي چې د افغانستان د جمهور رئيس په حيث په امنيت كښې باوري او د اعتماد وړ كسان وټاكي . استخبارات د دولت ستون فقرات تشكيلوي ، كه دا ستون فقرات سم او ټينګ نه وي نو بى ثباتي پيداكيږي.
په هيواد كښې دامنيت ستونزه يوه ستره او د تشويش وړ ستونزه ده. دى ستونزى ته بايد د حل لار پيدا شي.
د هيواد په جنوب كښې د بى امنيتۍ په وجه ډيرو لږو خلكو په انتخاباتو كښې برخه واخيستله ، په جنوب كښې د امنيت شتون به په انتخاباتو كښې د زيات شمير خلكو د اشتراك سبب شوې وې او د تقلب مخه به نيول شوې وې.
كه چيرې په تيرو اتو كالونو كښې د كرزي صاحب حكومت جنوبي او شرقي سيمو ته خاصه توجه كړې وې او په اقتصادي ، تعليمي ، فرهنګي او سياسي برخو كښې يى د خلكو لپاره سم خدمتونه سرته رسولى وې نو طالبانو به دومره نفوذ نه وې پيدا كړې ، پښتانه پخپله كولاى شي چې د طالبانو د نفوذ مخه ونيسي خو په دى شرط چې حكومت له دوي سره په بيلابيلو حياتي برخو او عرصو كښې مرسته او همكاري وكړي. خارجي قواوې د طالبانو د له مينځه وړلو لپاره هيڅ نه شي كولاى ،په هيواد كښې د خارجي قواو زياتوالى طالبانو ته دا بهانه په لاس وركوي چې خپلو فعاليتونو ته شدت وركړي. په هيواد كښې د طالبانو قوت د امريكې او د امريكۍ د پلويانو لپاره نيك فال نه ګڼل كيږي ، له دې څخه د افغانستان هغه كاونډي هيوادونه ګټه پورته كوي چې نه غواړي امريكه په افغانستان كښې كاميابه او مستقره شي.
د افغانستان په ارتباط په امريكه او انكلستان كښې كښې د چارواكو او مشاورينو ترمينځ يو نظر وجود نه لري . د امريكى ددفاع وزير افغانستان ته د ډيرو قواو د ليږلو طرفدار دى ، په داسې حال كښې چې د امريكى د جمهور رئيس مرستيال جو بايدن د طالبانو پر ضد د جكړې د پراخلولو پلوي نه دى. د امريكى ددفاع وزير په افغانستان كښې امريكايي او ناتو قواو د قوماندان جنرال ماكريستال پيشنهاد تائيد كړ چې د افغانستان لپاره بايد د امريكى په استراتيجۍ كښې بدلون راشي او اضافي قواوې دى وليږل شي . توقع كيږي چې د امريكى جمهور رئيس به په څو اتلونكو هفتو كښې افغانستان ته د زياتو قواو د ليږلو په ارتباط خپل موقف څرګند كړي.
په انكلستان كښې هم د انكلستان په حكومت كښې د افغانستان په ارتباطه وحدت نظر وجود نه لري . د انكلستان د ددفاع د وزارت د يو مرستيال د افغانستان د موضوع په ارتباط خپله استعفى وړاندې كړه. دا عادي خبره نه ده ، دا خبره ددى مانا وركوي چې اختلافات موجود دي .
يو متل دى چې " ځمكه هغه سوزي چې اور ورباندې بل دى"
اور د پښتنو په ځمكه بل دى او دوي پكښې سوزي. افغانستان ته د زياتو قواو استول د پښتنو په سيمو كښې د جكړو اورته د پوكی د وركولو مانا وركوي. ددى اور په لمبو كښې به نور ډير بيګناه پښتانه وسوزي.
په امريكه كښې د احصائيو له مخې 57% امريكائيان په افغانستان كښې د امريكايي قواو د مداخلى مخالف دي.
كيداى شي شي د امريكى او انكلستان او همداشان د اروپايي هيوادو حكومتونه د خپلو خلكو د فشار په نتيجه كښې له افغانستان څخه د خپلو قواو د ايستلو تصميم ونيسي ،خارجي قواى د تل لپاره په افغانستان كښې پاتې كيداى نه شي ، نو د افغانستان حكومت ته ښايي چې دسمې او موثرى ملي اردو د جوړلو لپاره په جدي ډول كار وكړي او همداشان د پوليسو او استخباراتي ادارو د تشكيلاتو په برخه كښې هم سمه او جدي توجه وكړي تر څو د قندز فاجعه تكرار نه شي.