د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

كرزي صاحب ته پرانيستى ليك

فضل الله رشتين 15.09.2009 19:28



( د افغانستان محترم جمهور رئيس ته پرانيستى ليك )


جلالتماب حامد كرزى د افغانستان د اسلامي جمهوريت محترم جمهور رئيس

السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

په هيواد كښې د ګډوډۍ او د اوضاع د خرابۍ لپاره د ځينو حلقو له خوا سخت كوشش روان دى.
داسې ښكاري چې عطا محمد نور بغاوت كړې دى ، دده ترشا داخلي او خارجي لوى استاذان ولاړ دي او ستاسى د بدنامولو لپاره پلانونه او ستراتيژۍ جوړوي ، يريږم چې خداى مكړه هغه پلان چې ډاكټر نجيب ته جوړ شوى ؤ هغه پلان تاسې ته جوړ نه شي.
ډاكټر نجيب ته يو مثلث جوړ شو ، په دى مثلث كښې ببرك كارمل ، دوستم او شهيد احمد شاه مسعود شامل وو. نجيب يى په ډير هنر راچپه كړ ، دا كټر نجيب له ببرك نه د قدرت څوكۍ اخيستى وه نو ځكه ببرك كارمل له نجيب نه خپل انتقام واخيست.
ستاسى د حكومت او د امريكى د متحده ايالاتو تر مينځ په روابطو كښې د نزاكت په پيدا كولو كښې هم ستاسى ظاهري دوستان لاس لري. ستاسې په خوا كښې داسې عناصر موجود دي چې ستاسې خبرې او اسرار ستاسې مخالفينو ته رسوي ، دا عناصر دستوري كارونه كوي ، دوي ته پيسې وركول كيږي.
مخالفين نه غواړي چې ستاسې په خوا كښې وفادار او مخلص او پوه خلك ځاى ونيسي .په لومړي سر كښې له تاسې سره ښه ښه دانشمندان وو ، هغوي ټول ستاسې له څنګ څخه ددى لپاره لر كړاى شول چې هغوي تاسې ته سمې مشورې دركولى او تاسې يلى د هر كار عواقبو ته متوجه كولۍ.
د باندنيو چارو وزارت ستاسې له مخالفينو څخه ډك دى ، د ډاكټر عبدالله عبدالله د وخت خلك اوس هم په دغه وزارت حكومت كوي د باندنيو چارو وزارت نور هم خراب شوى دى . د اعلحضرت محمد ظاهر شاه د وخت وزارت خارجه او د اوس وخت وزارت خارجه ځمكه او آسمان سره فرق لري ، دهغه وخت د باندنيو چارو وزارت يو دروند وزارت ؤ ، درنو دبلوماتانو پكښې كار كاوه اما نن دغه وزارت ډير سپك وزارت دى او يو شمير بى مسلكه خلك پكښې كار كوي .
ستاسې يو شمير سفيران او دبلوماتان دډاكټر عبدالله عبدالله خلك دي ، دوي له دولت څخه معاش اخلي خو د داكټر عبدالله لپاره كار او تبليغات كوي .
په جمهوري رياست كې ډير شمير جاسوسان شته ، دا جاسوسان جاسوسي كوي ، په دى جاسوسانو كښې پښتانه هم شته ، دا بدبخته او بى ايمانه پښتانه هم د پيسو په خاطر له تاسې او وطن سره جفا او خيانت كوي ، زه پوهيږم چې تاسې دا عناصر پيژنۍ خو د هغوى د لرى كولو لپاره اقدام نه كوۍ ، ځكه تاسې پوهيږۍ چې شايد د دوي پر ځاى به بدتر خلك راشي.
ستاسې په كابينه كښې زياتره وزيران د ليبرالانو په جامه كښې تاسې ته ځانونه نژدې كړي دي او له دى لارى خپل اهداف تر سره كوي.
د اعلحضرت محمد ظاهر شاه په پادشاهۍ كښې ستاسې خدايبخښلى والد صاحب د ملي شورى مرستيال ؤ ، څومره دروند شخصيت ؤ ، چې په لار به روان ؤ نو د دروندوالي له لاسه به ځمكه خوځيده ،په كومه ورځ چې داوود خان كودتا وكړه نو د سهار اوه بجې وې خدايبخښلى له خپل كور څخه بهر راووت ، زه هغه وخت د 19 كالو وم ، زه له خپل پلار سره په كوڅه كښې ولاړ وم ، زما پلار ته يى وويل چې دا څه وشو؟ داوود خان ولى داسې ليونتوب وكړ ؟
د اوس وخت د ولسي جرګې په مشرانو كښې هغه دروندوالى او هغه هيبت نشته. كوم چې په پخوانو كښې ؤ . ستاسې والد صاحب يو قومي مشر ؤ ، خلكو يې عزت كولو او د ستر دسترخوان خاوند ؤ.
د ظاهر شاه د وخت د كابينې غړي هم د اوس وخت د كابينې له غړو څخه په پوهه ، شخصيت او دروندوالي كښې بهتر وو. موشس شفيق ، ډاكټر ظاهر ، صمد حامد ، نور احمد اعتمادي ،ميوندوال ، عبدالستار سيرت ، وفي الله خان ، علي احمد پوپل يى يو څو مثالونه دي. ددوي په سويه وزيران نشته.
محترم ورور جناب كرزى صاحب !
زه دا خبرى صرف له تاسې سره د خلوص په خاطر ليكم ، زه دا خبرې صرف د هيواد او هيوادوالو د خير او فلاح په خاطر ليكم، كه دا واك مخالفينو ته په لاس ورشي نو بيا به كابل په ويرانه بدل شي ، بيابه له هر طرف نه د كابل په خلكو د راكټونو باران وشي ، بيابه د كابل 65 زره بيګناه خلك قتل شي. دا خلك چې نن له تاسې سره مخالفت كوي او تاسې بدناموي ، دوي پخپله بدنامه خلك دي ، دوي جنايتونه كړي ، دوي خيانتونه كړي ، دوي زشت اعمال سرته رسولي دي . دوي د ولس په وړاندې سرټيټي دي ، دوي به خامخا يوه ورځ له صحنې نه ځي او محكمې ته به حاضريږي. بين المللي ټولنه هم ددوي له لاسه پوزې ته راغلى ده ، بين المللي ټولنه راغلى چې له افغانستان سره كمك وكړي ، مكر دا خلك د هيواد بهبود او آبادي نه غواړي ، دوي وايي چې دا جمهوري رياست ددوي حق دى او دا رياست بايد له دوي سره وي ،په دوي ډيره سخته تماميږي چې تاسې په دغه څوكۍ ناست ياست ، دوي په تاسو دا پيرزو ينه نه لري چې دا رياست دى له تاسې سره وي، دغه رياست خو له استاد رباني سره هم ؤ ، هغه څه وكړل ، د هغه په وخت كښې خلك درپه در او هيواد ټوټى ټوټې او زرى زرى شو .
په افغانستان په داخلي چارو كښې بهرني لاسونه كار كوي ، همسايه هيوادونه په قرار نه كښيني ، ددوي تر مينځ د افغانستان په سر رقابتونه دي دوي د افغانستان د تجزيې په فكر كښې دي ، تاسې كوشش وكړۍ چې د همسايه هيوادونو رقابتونو ته د حل لار پيدا شي ، كه دا رقابتونه له مينځه لاړ نه شي نو د افغانستان د نجات دلارې موندل به ګران شي.
استاد عطا چې ستاسو لخوا والي مقرر شوى دى ، هغه نن د بلخ واكمن دى ، ستاسې له اوامرو څخه سر غړونه كوي ، دده تر شا لوى قوتونه ولاړ دي ، هغه په خپل قوت نه بلكې د نورو په قوت داسې غټې غټې خبرې كوي او غواړي د شمال اړيكې له مركز سره پرې كړي ، كه دا اړيكى پرى شي نو شمال او جنوب به سره بيل شي .استاعطا ډير هوښياراو ځيرك سياستمداردى. هغه د نړۍ له بيلابيلو هيوادو او حكومتونو سره يې خپلې اړيكې ټينګې كړي دي او ښه روابط لري. دا روابط بايد د مركزي حكومت له لارى ټينګ شي اما څرنګه چې مركزي حكومت ضعيف دى نو له دغه ضعف څخه په استفاده هغه خپل كار او فعاليت كوي.له استاد عطا سره بايد مذاكره وشي تر څو ملت ته دا حقيقت څرګند شي چې لانجه ده څه او كشمكش په څه خبره پيدا شوى دى.

په درنښت

فضل الله رشتين