د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د لمر تلويزيون په پښتو ژبه له پښتو سره دشمني كوي

فضل الله رشتين 30.09.2009 09:51

د پورتني عنوان لاند ې مى د منت صاحب څو يادونې د ټول افغان په سايت كښې ولوستې ، دا ښې يادونې دي او بايد چې وشي ، خو اصلي حل په دى كښى دى چى مونږ پښتانه بايد خپل د تلويزيوني ستيشنونونه ولرو ، د شمشاد تلويزيون په يو پښتون پورې تعلق لري ، په دى تلويزيون كښې څوك له پښتو ژبى سره دښمني نه كوي ، ځكه چې صاحب امتياز يى پښتون دى ، د لمر تلويزيون په طلوع تلويزيون پورې تړلى دى اودا خبره ټولو ته ښكاره او څرګنده ده چى د طلوع له تلويزيون سره څوك مادي مرسته كوي او څوك يى تر شا ولاړ دي . ددى لنډى يادونى نه زما مطلب دا دى چې مو نږپښتانه بايد د خپل فرهنګ او ژبى خدمت پخپله وكړو ، او بل چاته دا كار پرى نږدو ، مونږ بايد خپلى ورځپاڼې ولرو ، مونږ بليد خپل تلويزيونونه ولرو او خپلى ژبې او ادب ته هغه شان خدمت وكړ په كوم شان چې يى مونږ غواړو. په پاكستان كښې چې ځيني پښتو فلمونه جوړيږي ، په دى فلمونو كښې دا سى صحنى ليدل كيږي چې هغه د پښتنو له كلتور سره نژديوالى او ورته والى نه لري ، دا فلمونه د پنجابي ډايركترانو لخوا جوړيږي ، هغوي قصدى دا كار كوي تر څو د پښتنو نوم بد شي .

په افغانستان كښې هم چى د لمر تلويزيون په پښتو ژبه له پښتو سره دشمني كوي ، دا دشمني قصدي ده . مونږ بايد ورته متوجه شو. هغه شتمن پښتانه چى د دولت خاوندان دي ، هغوى ته ښايي چى له فرهنكيانو سره مادي مرستى وكړي تر څو دوي پښتو تلويزيونونه جو ړ او فرهنګي ، علمي ، هنري او ادبي خدمتونه وكړي. مونږ بايد يو بل ته د همكارۍ او تعاون لاسونه وركړو او خپله سيپڅلۍ ژبه د نور و له يرغل نه وساتو او دفاع يې وكړو. اصلي خبره داده چې له سياسي شعور او بيدارۍ څخه بايد كار واخلو او په تفاهم سره ، په اتحاد او اتفاق سره ، په ورور ۍ سره ، په مينه او خلوص سره ، دا سپڅلى ژبه د بدخواهانو او مخالفينو له بدو نيتونو څه په امان كښې وساتو. دا زمونږ ملي وظيفه او مسؤليت دى.

حمزه بابا وايي :
خلك به وايي د اغيار ژبه ده
زه به جنت ته له پښتو سره ځم

زما پت زما عزت زما پښتو ده خدايه
ددى دواړو د ساتلو مى آرزو ده خدايه
زما رشتين زړه كښې مدام ساته مينه د پښتو
چې دا مې ژوند دا مې وياړ دا مې آبرو ده خدايه