د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د فطر د اختر په ورځ د سنت يو څو طريقې او لار ښونې

فضل الله رشتين 08.09.2010 13:55



1- د اختر له لومړۍ شپې نه د اختر تر لمونځ پورې د تكبير ويل . نارينه دا تكبير په جوماتونو ، كورونو ، بازارونو كښې د خداى پاك د تعظيم او دهغه د شكر د په خاى كولو په خاطر ...... او د خوشحالۍ د اظهار لپاره په لوړ آواز سره كوي .
او ښځينه بايد تكبير په ټيټ آواز سره وكړي ( په فردي صورت ، نه په ډله ايز ډول ) د اختر د لمانځه تكبير ( الله أكبر .. ألله اكبر .. الله أكبر.. لا إله إلا الله .. الله أكبر .. ألله اكبر ... و لله الحمد )
2- د اختر د لمونځ اداكول ، يعنى د اختر لمونځ بايد په هيڅ صورت هير نه شي .
3- د اختر لمونځ ته له تللو د مخه غسل كول او " نارينه بايد عطر استعمال كړي."
د نويو او يا د پاكو جامو اغوستل .
4- د اختر له لمونځ له ادا كولو نه د مخه يو څه خوړل . بهترين شى خرما ده.
5- د لمونځ لپاره د تكبير ويل .
6- په عيدګاه كښې د لمونځ ادا كول - د نارينه ؤ ، ښځينه ؤ او اطفالو لپاره-، ( هغه ښځې چې په حيض كښې دي يعنى مياشتنۍ دوره كښې دي هغوي خطبې ته حاضريداى او خطبه اوريداى شي اما لمونځ نه شي كولاى).
7- عيدګاه ته په خپلو پښو يعنى پياده تك او په بله لار بيرته راتك . ( البته كه عيدګاه يا جومات لرې وي نوسړى په موټر يا بله ترانسپورتي وسيله كښې تلاى شي)
8- په عيدګاه كښې د اختر له لمونځ نه د مخه نفل لمونځ نه كيږي.
9- د اختر لمونځ دوه ركعته دى ، لومړی ركعت له اوو تكبيرونو ( الله أكبر ) سره پيل كيږي او دوهم ركعت له پنځو تكبيرونو سره پيل كيړي .
كله چې ملا إمام دوه ركعته لمونځ پا ى ته ورسوي او مخ وكرځوي نو د خطبې په ويلو پيل كوي چى لمونځ كوونكي بايد خطبه واوري .
10- يوبل ته د اختر د مباركۍ وركول.
يادونه :
1- مسلمان ته ښايي چې د ( فطر زكات) د اختر د لمانځه څخه د مخه وركړي . د فطر زكات وركول د روژې په وروستيو دوو ورځو كښې وركول كيداى شي. خو كه څوك يى د لمانځه د ادا كولو نه پس وركړي څه فايده نه لري . ( دا بيا ګناه ګڼل كيږي )
2- د شوال په مياشت كښې بايد شپږ ورځې روژه نيول هير نه شۍ ، خپلوانو، دوستانو او آشنايانو ته هم بايد توصيه وشي چې د شوال په مباركه مياشت كښې هم شپږ ورځې روژه ونيسي . رسول اكرم (ص) فرمايي :
( من صام رمضان ثم أتبعه ستاً من شوال كان كصيام الدهر ) مسلم
چا چې د روژې د مياشتې روژه ونيوله او بيا يى د شوال شپږ ورځې روژې ونيولې داد يو عصر يا د يو عمر د روژو په شان دي.
په اختر كښې خلك خوشحالي كوي او د خداى شكر په ځاى كوي . د يو مسلمان لپاره دا د شكر اختر دى ځكه چې دى ديرش ورځې روژه نيسي او د خداى امر په ځاى كوي او په اختر كښې ځكه خوشحالي كوي او شكر باسي چې خداى ورته د روژې په مياشت كښې چې د رحمت او مغفرت مياشت ده، په هغه باندى د رحمت باران وروي او مغفرت ورته كوي
طاعتونه او عبادتونه مو خداى قبول كړه

اختر مو مبارك شه
خداى مو خوشحاله او نيكمرغه لره آمين