د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د خداى پاك حق

فضل الله رشتين 18.05.2010 12:33


له ټولو حقونو څخه د الله تعالى حق عظيم اوستر دى. له دې حق څخه په دنيا كښې بل هيڅ كوم لو ړ او ستر حق وجود نلري .
الله تعالى دغه دنيا پيدا كړى ده ، خداى پاك ځمكه او آسمان خلق كړي دي ، خداى پاك رڼا او تياره پيدا كړې ده ، الله پاك ډول ډول څاروي او ځناور ، او ډول ډول حشرات خلق كړي دي ، الله پاك رنګارنګ كلونه ، نباتات ، ميوې او سبزيجات خلق كړي دي . لنډه دا چې خداى پاك ټول هرهغه څه خلق كړي دي چې مونږ يې په خپلو سترګو وينو .
خداى پاك انسان له عدم نه پيدا كړى او خلق كړى دى . ماشوم د مور په نس كښې له نطفې نه پيدا كيږي هلته په تياره كښې پروت وي ، له هيڅ شي نه خبر نه وي ، هيڅوك نه شي كولاى چې دې ماشوم ته څښاك او خواړه ورسوي ، ماشوم هلته د مور په رحم كښې پروت وي او هلته ورته خواړه او څښاك رسيږي ، هلته نمو كوي ، هلته پكښې سا پيدا كيږي ، كله چې وزيږي نو بيا دا ماشوم د مور او پلار خاوند شي ، په ده باندې بيا نوم كيښودل شي .خداى پاك ورته عقل او پوهه وركړي ، دا ماشوم بيا لوي شي ، ځوان شي او زوړ شي. ماشوم پلار شي او نيكه شي آخر بيا له دې دنيا خپل خالق ته ورستون شي.
خداى پاك په قرآن پاك كښې فرمائي :
( و الله اخرجكم من بطون امهاتكم لا تعلمون شيئا و جعل لكم السمع و الأفئدة لعلكم تشكرون) سورت نحل (78)
او خداى پاك تاسې د ستاسو د ميندو له نسونو څخه راايستي ياست چې په دې وخت كښې تاسې په هيڅ نه پوهيدئ او هغه تاسې ته غوږونه ، او سترګې او زړونه ( او نور حواس ) دركړل چې تاسې شكر ګذاري وكړئ.
خداى پاك انسان ته صلاحيتونه او قوتونه په دې خاطر وركړي چې هغه د خپل بدن غړي لكه سترګې ، غوږونه ، زړه ، لاسونه او د بدن نور اعضاء هغه شان استعمال كړي چې د الله پاك رضايت حاصل شي ، او دى ددغو اعضاؤ په واسطه د خداى عبادت او اطاعت وكړي . كه چيرې يو انسان د خداى اطاعت او عبادت وكړي نو دا انسان په حقيقت كښې عملا د خداى پاك له خوا د وركړ شويو نعمتونو شكرونه پر ځاى كوي . د انسان د بدن هر غړى د انسان د پاره يو نعمت دى . كه د چا سترګې ړندې وي نو هغه څه ليدلاى نه شي ، كه د چا غوږونه كاڼه وي نو هغه څه اوريدلاى نه شي ، كه د چا ژبه ګونګئ وي نو هغه خبرې كولاى نه شي ، كه د چا لاسونه نه وي نو هغه كار كولاى نه شي.
خداى پاك په خپلو بندګانوډير بې شماره حقونه لري. كه د خداى په بندګانو دخداى پاك فضل ونه وي نو دوي نه شي كولاى چې د نيكمرغئ او سعادت خاوندان شي ، كه خداى پاك په خپلو بندګانو خپ رحمت نازل نه كړي نو هغوي نه شي كولاى چې يوه لحظه ژو ند وكړي .
دا خو خداى پاك دى چې بنده يې خلق كړی دى ، داخو خداى پاك دى چې له خپل بنده سره يې امداد كړی دى او هغه ته يې رزق او هرڅه وركړي دي. خداى پاك له خپل بنده څخه رزق نه غواړي ، خداى پاك له خپل بنده څخه بل كوم شى نه غواړي ، دا څكه چې د بنده په توان كښې هيڅ داسې شى نشته چې خدا ى ته يې وركړي . د بنده په لاس كښې هيڅ نشته.
خداى پاك په قرآن پاك كښې فرمائي :
( لا نسألك رزقا نحن نرزقك و العاقبة للمتقين )سوره (طه ) 132
مونږ له تا څخه روزي نه غواړو بلكې مونږ پخپله تا ته روزي دركوو او پاى كښې نتيجه او عاقبت د پرهيزكارئ په ګټه ده .
خداى پاك له خپل بنده څخه يو شى غواړي او هغه دادى چې هغه دخپل خداى اطاعت وكړي او له خداى سره څوك شريك ونه ګڼې يعنې د خداى په وحدانيت ايمان او عقيده ولري .
خداى پاك په قرآن پاك كښې فرمائي :
( و ما خلقت الجن و الإنس إلا ليعبدون * ما اريد منهم من رزق و ما اريد أن يطعمون * إ ن الله هو الرزاق و ذو القوة المتين) سوره الذاريات 56-58
ما جنات او انسانان محض ددې د پاره پيدا كړي دي چې صرف زما عبادت وكړي . نه زه له هغوي څخه روزي غواړم او نه هم دا زما خواهش يا غوښتنه ده چې ماته طعام راكړي . الله پاك خو پخپله د ټولو روزي رسان ، د توان خاوند او زوروالا دى.
په پورتني آيت كښې خداى پاك له انس او جن څخه غواړي چې صرف د يو خداى اطاعت او عبادت وكړي . خداى پاك انسان او جن ، دواړه خلق كړي دي نو په دې وجه انسان او جن نه شي كولاى چې د خداى پاك له عبادت او اطاعت څخه منحرف شي او سر غړونه وكړي ، كه څوك دا كار كوي نو هغه ګنهګاريږي .
په پورتني آيت كښې بله كومه خبره چې مهمه او د پام وړه ده هغه دا ده چې د خداى له عبادت او اطاعت څخه د خداى پاك مقصد دا نه دى چې بنده دې خداى پاك ته رزق يا كوم بل څه وركړي . د رزق ټولې خزانې خو د خداى پاك په لاس كښې دي . اوس كه څوك د خداى پاك اطاعت او عبادت كوي نو خداى پاك ورته له همدغو خزانو څخه رزق وركوي ، همدا د عبادت او اطاعت ګټه ده چې بنده ته د خداى پاك له خوا رسيږي ، د خداى د اطاعت او عبادت په نتيجه كښې د خداى د بنده دنيا او آخرت دواړه ښيرازه او بركتي كيږي.
لنډه دا چې خداى پاك له خپل بنده څخه غواړي چې په رښتينې ډول د بندګئ حق پرځاى كړي ، او د بندګئ په معنى پوره پوه شي ، د خداى اوامرو ته غاړه كيږدي ، د خداى په لار روان وي ، د خداى د نعمتونو شكر پر ځاى كړي .
هر فضل چې په بنده كيږي هغه د خداى له خوا كيږي او هر ه بلا چې دفع كيږي هغه د خداى په رحمت دفع كيږي.
( و ما بكم من نعمة فمن الله ثم إذا مسكم الضر فإليه تجارون) د النحل سره 53
له تاسې سره چې څومرة نعمتونه دي هغه ټول د خداى له طرف نه دي اوس هم كه كوم مصيبت درته پيښ شي نو د خداى طرف ته ناله او فرياد كوئ .
د پورتني آيت تفسير داسې دی چې د ټولو نعمتونو وركوونكى صرف يو خداى دى نو ځكه د بل چا عبادت په كار نه دى .بنده ته په كار دي چې د خداى پاك د وحدانيت عقيده په خپل زړه كښې ټينګه وساتي ، هر كله چې په ده كومه سخته راشي نو له خداى پاك څخه دې مرسته وغواړي.
خداى پاك په قرآن پاك كښې فرمائي :
( و جاهدوا في الله حق جهاده هو اجتباكم و ما جعل عليكم في دين من حرج ملة أبيكم إبراهيم هو سماكم المسلمين من قبل و في هذا ليكون الرسول شهيدا عليكم و تكونوا شهداء على الناس فاقيموا الصلاة و آتو الزكاة و اعتصموا بالله هو مولاكم فنعم المولى و نعم النصير ) سوره الحج 78

او د خداى په لار كښې جهاد وكړئ هغسې چې جهاد حق دى . هغه تاسې غوره كړي ياست او په تاسې باندې يې ددين په باره كښې كومه تنګي يا سخته نه ده راوستې . دخپل پلار ابراهيم عليه السلام دين قائم وساتئ . خداى پاك تاسې مسلمان كړي ياست ددې قرآن نه مخكښې او په قرآن كښې هم ، تر څو پيغمبر په تاسې باندې شاهد شي او تاسې د ټولو خلكو شاهدان شئ . نو تاسې ته ښائي چې لمونځ قائم وساتئ او زكات ادا كړئ او په خداى پورې ځان ټينګ وساتئ ، هغه ستاسو ولي او مالك دى او هغه څومره ښه مالك دى او څومره ښه مددكار دى.
د خداى بنده ته ښايي چې د ښې عقيدې خاوند وي ، په حق باندې ايمان ولري ، صالحه مثمر اعمال سرته ورسوي ، په زړه كې مينه او اخلاص ولري ،
په يوه شپه او ورځ كښې پنځه وخته لمونځونه ادا كړي .د لمونځ ادا كول په هر حالت كښې ضرور او فر ض دي .
حضرت محمد (ص) عمران بن حصين چې بيمار ؤ وويل :
( صل قائما ، فإن لم تستطيع فقاعدا ، فإن لم تستطيع فعلى جنب ))

د پورتني حديت مانا دا ده چې كه څوك په ولاړه لمونځ نه شي كولاى نو په ناسته دې وكړي او كه په ناسته يې نه شي ادا كولاى نو په جنب ( څنګ ) يې هم كولاى شي ، يعنېپه هر حالت كښې بايد لمونځ ادا شي.
همدا شان يو مسلمان بنده ته ښائي چې زكات وركړي او زكات هغو فقيرانو او مسكينانو ، يتيمانو او حاجت مندانوت ه وركړي چې مرستې او كمك ته ضرورت لري
د روژې په مياشت كښې دروژې نيول هم د خداى له حقونو څخه يو حق دى چې مسلمان بنده يې بايد په ځاى كړي.
د توان او طاقت سره سم په ژوند كښې يو ځل حج هم په مسلمان بنده باندې فرض ګرځول شوى دى .
د خداى پاك په بنده باندې نور ډير شمير حقونه دي . كه يو مسلمان په واقعي صورت سره د خداى پاك حقونه وپيژني او هغه ادا كړي نو په دنيا او آخرت كې به نيكمرغه او هوسا وي او د قيامت په ورځ به له اور څخه نجات ومومي او جنت به يې ځاى وي.
خداى پاك فرمائي :
( من زحزح عن النار و أدخل الجنة فقد فاز و ما الحياة الدنيا إلا متاع الغرور )
د آل العمران سوره 185
هغه څوك چې له اور څخه و ژغورل شي او جنت ته داخل كړاى شي هغه كامياب
كړاى شو ، او ددنيا زندګي د تير ايستلو فريب څخه پرته بل څه نه ده.
په پورتني آيت كښې د كاميابۍ معيار ښودل شوى دى، هغه دا چې كامياب بنده هغه دى چې چې په دنيا كښې يې د خداى پاك رضايت تر لاسه كړي وي او كه دا كار يې كړى وي نو بيا به دى د جنهم له اور څخه په امان كښې وي او جنت ته به د داخليدو اجازه تر لاسه كوي - دوهم دا چې د دنيا زندګي د تير ايستلو يعنې فريب سامان ګڼل كيږي ، هغه څوك چې له دې څخه خپل ځان وساتي ، هغه خوش نصيب دى او هغه څوك چې ددنيا د فريب او تير ايستلو په جال كښې بند شو نو هغه ناكام او نامراد دى.
يو مسلمان بنده ته ډيره ګرانه او مشكله ده چې د خداى ټول حقونه پر ځاى كړي . خو بيا هم بنده ته ښايي چې له خپل توان او طاقت سره سم د خداى حقوق په ځاې كړي او د خداى د حقونو د اداكولو په برخه كښې له بې تفاوتئ او بې غورئ څخه كار وانخلي . هر مسلمان بنده ته ښايي چې دا لاندنئ خبرې په نظر كښې ونيسي او هغه عملي كړي.
* د خداى پاك په وحدانيت عقيده لرل.
* په خداى پاك ايمان لرل.
* د خداى پاك د رضا تر لاسه كول .
* له خداى پاك څخه مرسته غوښل.
* له خداى پاك څخه يريدل.
* د خداى په نعمتونو شكر ايستل .
* خداى پاك ته ځان سپارل .
* د خداى پاك عبادت كول .
* له شرك څخه ځان ژغورل .
* په حق باندې ايمان لرل.
* په هر كار كښې له صبر څخه كار اخستل.
* د ښو اعمالو سرته رسول.
* د خداى په رسول عقيده لرل .
* په آسماني كتابونو ايمان لرل .
* د قيامت په ورځ ايمان لرل .
* په جنت ايمان لرل.
* د خداى په قدرت ايمان لرل.
* د خداى پاك په عظمت يقين لرل.
* له تقوى او پرهيزكارئ څخه كار اخستل.
* د خداى د بندګانو حقوق منل.
* د خداى په بندګانو ظلم زياتى نه كول.
* د خداى لار تعقيبول .
* د خداى له اوامرو څخه سر نه غړول .
* له تواضع څخه كار اخستل .
* د خداى د بندګانو حق نه خوړل.
* د خداى فضل او رحمت ته سر ټيټول .
* په هر كار كښې له صداقت څخه كار اخستل.
* له مور او پلار سره ښه چلند او د هغوي احترام كول.
* پنځه وخته لمونځ كول .
* زكات وركول
* روژه نيول
* نفلي لمونځونه كول .
* د استطاعت په صورت كښې حج كول.
* د خداى په وجود عقيده او ايمان لرل.
* مرګ حق ګڼل
* د خداى په لار كښې جهاد كول.
* په حق باندې ايمان لرل .
* د قرآن پاك تلاوت كول .
* د قرآن په رڼا كښې د ژوند لار موندل.
* د خداى د بندګئ حق ته غاړه ايښودل.
او نور ډير حقونه دي چې شميرل يې ډير ګران كار دى اوډير وخت غواړي.
خداى پاك دى خپلو ټولو مسلمانو بندګانو ته توان او توفيق وركړي چې د خداى په لار روان وي او د خداى حقونه ادا كړي.