د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د كويت په مطبوعاتو كښې د افغانستان د جمهوري رياست لپاره د انتخاباتو انعكاسات

فضل الله رشتين 02.09.2009 23:08

د كويټ په مطبوعاتو كښې د افغانستان د جمهوري رياست د انتخاباتو انعكاسات

د كويت د کوچني شتمن هيواد په مطبوعاتو كښې هره ورځ د افغانستان د جمهوري رياست د څوكۍ لپاره د انتخاباتو خبرونه نشريږي. كه څه هم كويت په افغانستان كښې سفارت نه لري او بله دا چې دوي كوم نماينده هم هلته نلري چې د افغانستان له ورځنيو خبرونو څخه خانګړي راپورنه جوړ كړي خو د كويت رسنۍ د خارجي منابعو څخه په استفاده د افغانستان د حالاتو په باره كښې معلومات خپروي .
د كويتي ورځپاڼې " آوان " د اګست د مياشتې د 30 نيټې په ګڼه كښې د داكتر عبدالله عبدالله هغه بيان نشر شوى چې ويلى يى دي " لن اعترف بكرزى رئيسا" يعنى په كرزى د افغانستان د رئيس په حيث اعتراف نه كوم.

بل يو مضمون چې د اګست په 31 نيټه د الأنباء په ورځپاڼه كښې د " التحقيق في حالات تزوير خطيره بالانتخابات الأفغانية " يعنى د افغانستان په انتخاباتو كښې د تقلب تحقيقات خطرناك دي .
په همدى شان هره ورځ د افغانستان د انتخاباتو متعلق ډير ى مقالى او مطالب د كويت په رسنيو كښې خپريږي او لوستونكي يى لولي.
له كويټيانو سره ډير سوالونه پيدا كيږي . دوي وايي چې افغانان ولى نه شي كولاى خپل سرنوشت پخپله وټاكي ؟ په انتخاباتو كښې ولى د تقلب او درغلۍ خبرى كيږي. ؟ آيا د افغانستان خلك نه پوهيږي چې چاته راى وركړي ؟ يا دا چې آياافغاني سياستمداران د دوي په حق كښې ظلم زياتى كوي او ددوي په سرنوشت لوبې كوي ؟
كويټيانو د جهاد په كالونو كښې له افغان ولس سره د روسانو د ظلم زياتي په مقابل كښې ودريدل ، دوي له مجاهدينو سره خورا ډيرى مادي او معنوي مرستى وكړى چې دا خبره هرچاته معلومه ده خو كله چې د نجيب حكومت نسكور شو او مجاهدين كابل ته ورداخل شول نو د قدرت په سر اختلافات پيدا او په خپلو كې سره په جكړه بوخت شول ، عربانو چې دا حالت وليد نو په جكړه مارانو يى لعنت ووى او په هغو كومكونو پښيمانه شول كوم چې يې د زړه له اخلاصه له هغوي سره كړي وو.
كويټيان په دى هم خبر دي چې د د رباني صاحب د قدرت په ځو كلنه غير مشروع موده كښې كابل په كنډواله بدل شو او په زرهاو بيګناه خلك ووژل شول . ورپسې د طالبانو تحريك مينځ ته راغى ، رباني او ډله يى له كابل څخه په تيښته شوه او كابل د طالبانو لاس ته ورغى.
په امريكه كښې د سبتمبر د 11 پيښه وشوه ، امريكى په طالبانو نظامي بريد وكړ ،د طالبانو دوره پاى ته ورسيده ، بين المللي ټولنه متوجه شوه ، پام يى افغانستان ته واوړيد.له دى فرصت څخه د شمال ټلوالى ښه ګټه پورته كړه ، مليونونه ډالرى ددى ډلى د غړو جيبونو ته ولويدى . په كابل كښې وزرارتونه ، دولتي او غير دولتي موسسى د شمال د ډلى له خوا ونيول شول ، ددى ډلى باسواده او بى سواده اشخاص پكښې د مقامونو خاوندان شول . ( دا كيسه بيل بحث غواړي )
لنډه دا چې په بن كښې د كرزي تر مشرۍ لاندى حكومت جوړ شو ، په حكومت كښې اساسي وزارتونه لكه خارجه ، دفاع او داخله شمال ټلوالى ته وركړ شول ، پښتانه په نظر كښې ونه نيول شول ، دوي ته په سپك نظر وكتل شول . ( داهم اوږده كيسه ده)
له اوو كالونو څخه زياته موده كيږي چې كرزي صاحب د افغانستان د مشر په حيث په كار بوخت دى ، دا اوه كاله د كرزي صاحب لپاره ډير سخت كالونه وو ،كه دده پر خاى بل څوك وى نو دا اوه كالونه به يى په قدرت كښې نه وو پوره كړي ، ده دا اوه كاله ځكه پوره كړل چې استفاده جويانو ته له ده څخه خپلو اهدافوته د رسيدلو چانس په لاس ورغى او ددوي لپاره له كرزي صاحب څخه بل نرم او خوږ جمهور رئيس په خوب كښې هم په لاس نه ورتللو.
كرزي صاحب ونه شو كړاى يو قوي كاري ټيم جوړکړي ، دا ځكه چې د كرزي مخالفيو شعورانه نه غوښتل چې د كرزي صاحب شا او خوا مخلص او پوه شخصيتونه راټول شي ، څو تنه پوه شخصيتونه چه په ابتدا كښې له كرزي صاحب سره وو هغوي ته دسيسى جوړى شوى او په يو او بل نوم د كرزي له څنګ څخه لر كړاى شول. د شهيد عبدالقدير وژنه سياسي وژنه وه، نور داسې مثالونه هم شته. يو څو شپې د مخه ښاغلي محمود كرزي له طلوع تلفزيون سره په يو ناسته كښې په جنوبي ولاياتو كښې ديو شمير مخورو او متنفذينو نومونه چې په تيرو اوو كالونو كښې يى د شهادت جامونه څښلي دي ياد كړل . كه مونږ په تيرو اوو كالونو كښې د پښتنو د مخورو ، قومي مشرانو او متنفذينو نومونه چې شهيدان شوي دي ، واخلو نو ډير لستونه به ترينه جوړ شي.
واقيعت دادى چې د كرزي صاحب كاري ټيم ډير ضعيف دى ،دده په ټيم كښې شو شمير هغه ځوانان دي چې له خارج نه راغلي دي او ياځيني داسې اشخاص دي چې د افغانستان په داخلي اوضاع سم خبر نه دي . برعكس له مخالفينو سره ډير پاخه پاخه مداريان دي او په داسى چلونو پوهيږي چې دا ځوانان ورباندى پوهيدى هم نه شي .
د كرزي مخالفين له كاونډيو هيوادو له سياسي او اقتصادي همكاريو څخه برخوردار دي او مستقيما د هغوي له سياسي او اقتصادي مرستو او همكاريو څخه استفاده كوي.
بيابه په انتخاباتو كښې د درغلۍ او تقلب موضوع ته چې د كويت په رسنيو كښې انعكاس مومي راشو :
په انتخاباتو كښې ولى درغلي او تقلب وشو ؟
دا تقلب څرنګه چې ويل كيږي تنها د كرزي له خوا نه بلكى د عبدالله عبدالله له خوا هم شوى دى
دلته به يو څو پوښتنو ته ځوابونه وركړو :
ولى د افغانستان د خلكو رايو ته احترام نه كيږي ؟
د هر افغان رايه د هغه مسلم حق دى. دا حق ورڅخه څوك اخيستلى نه شي ، كه څوك ورڅخه دا حق اخلي نو دا حق تلفي ده او خداى پاك هغه څوك نه معاف كوي څوك چې د بل بنده حق غضب كوي .
آيا هغه څوك چې په انتخاباتو كښې د تقلب او درغلۍ له لارې قدرت ته ورسي هغه به د افغانستان مشروع جمهور رئيس وي ؟
ددى سوال ځواب دادى چې كه څوك د تقلب له لارى د جمهوري رياست مقام ته ورسي ، هغه هيڅكله مشروعيت نه لري او د افغانستان جمهور رئيس نه شي ګڼل كيداى . هغه قدرت به څه خوند او لذت ولري چې په تقلب لاس ته راشي. حكومت د خلكو لپاره دى اوحكومت مكلف دى چې د خلكو په خدمت كښې وي.
اوريدل كيږي چې يو شمير كانديدانو ته د خارجي هيوادو له خوا پيسى وركړل شوي دي چې كمپاين وكړي. خارجي هيوادونه د خپلو كټو لپاره او دخپلو اهدافو ته د رسيدلو په خاطر مصرف كوي ، د خداى د پاره خو كمك نه كوي . هغه كانديدان چې له خارجي هيوادونو نه پيسى اخلي دوي بيا مجبور دي چې د هغو هيوادو په خدمت كښې وي او د هغوى غوښتنى ومني . دا كار د ملي منافعو ضد كار دى او د يو افغان د پاره عار دى ، كه څوك افغان وي او با وجدان وي نو دا كار نه كوي.
بله پوښتنه داده چې آيا بين المللي ټولنه به د انتخاباتو هغه نتائج ومني چې پكښې درغلي او تقلب شوى وي ؟
په انتخاباتو كښې د تقلب خبرونو په بين الملي ټولنه كښې انديښنى پيدا كړي دي . بين المللي ټولنه حيرانه ده چه د انتخاباتو له نتائجو سره به څرنګه برخورد كوي. د بين المللي ټولنى چى په سر كښى يى امريكه قرار لري په اوسنيو شرايطو او اوس وخت كښې پرته له كرزي صاحب څخه په بل چا اعتماد نه شي كولاى . اوس كه چيرى د انتخاباتو د شكايت د كمسيون لخوا په انتخاباتو كښې تقلب ثابت شي نو دا به بين المللي ټولنى ته چه په افغانستان كښى په اصطلاح د سولى او ديموكراسۍ لپاره كار كوي درد سر پيدا كړي . كه بين المللي ټولنه داسى يو جمهور رئيس چې په انتخاباتو كښى په نتيجه كښې قدرت ته ورسي په رسميت وپيژني نو دا به د بين المللي ټولنې بى طرفي تر سوال لاندې راولي .
آيا عربي هيوادونه به له داسى يو حكومت سره چى د تقلب په اساس مينځ ته راغلى وي مرسته او همكاري وكړي ؟
عربي هيوادونه د بين المللي ټولنې جزء ګڼل كيږي نو په انتخاباتو كښې تقلب د عربي نړۍ سره هم انديښنۍ پيدا كوي.
د انتخاباتو اصلي ستونزه په افغانستان كښې د امنيت نه شتون دى. كه چيرى په جنوبي او شرقي ولاياتو كښې امنيت وى او د طالبانو د اخطارونو ويره نه وى نو ډيرو خلكو به په راى كيرۍ كښې
برخه اخيستى وى او ښكاره ده چې ددى ولايتونو خلكو به زياتره پښتنو كانديدانو لكه حامد كرزي او اشرف غني ، ميرويس ياسني ته رايى وركړى وى . خو متاسفانه امنيت نه و نو ځكه په انتخاباتو كښې د خلكو د كډون فيصدي ډيره لږه وه چې دا كار د كرزي د مخالف عبدالله عبدالله په ګټه تماميږي او له دى كار نه سياسي استفاده كولاى شي.
څوك پړ دي ؟
زما په نظر په اول سر كښې بين المللي ټولنه او د كرزي حكومت پړ دي . د كرزي سياسي مخالفين په جنوب كښې د امنيت د ښه كيدو په فكر كښې نه دي برعكس دوي په دى سيمه كښې د اوضاع د خړپړتيا پلويان دي ځكه چې دا د هغوي په ګټه تماميږي.څرنګه چې ويل كيږي په جنوبي ولاياتو كښې ډيرو لږو خلكو په انتخاباتو كښې برخه اخيستى ده او دا خبرونه هم شته چې درغلي شوى او د انتخاباتو صندوقونه په تقلب د رايو له پاڼو ډك شوي دي ، په جنوب كښې دا تقلب كه ثابت شي نو دا د كرزي لپاره بد عواقب لري .
بين المللي ټولنه هم په جنوب كښې د امنيت په راوستلو كښې پاتې راغلې ده . آيا دوي قصدى نه دي غوښتي چې امنيت راشي او يا يى دا كار له توان څخه بهر و ، په دى خبره سوج په كار دى.
د كرزي صاحب د كمپاين ټيم اوځيني هغه واليان، ولسوالان ، قوماندانان چې د كرزي صاحب لپاره يى كمپاين كولو هم ملامت دي . زه فكر كوم چې په دوي كښې داسى كسان وو چې كرزي صاحب ته يى غلط معلومات وركول او هغه ته به يى د دروغو ډاډ وركولو چې هر څه سم دي او ډير خلك به په انتخاباتو كښې برخه واخلي او كرزى صاحب به كټونكى وي.
ماته په كابل كښې يو مهم شخص له انتخاباتو څخه دوه اونۍ د مخه داسى يوه كيسه وكړه :
" كرزي صاحب د خپل انتخاباتي كمپان له يو مهم غړي څخه وپوښتل چې داكتر عبدالله عبدالله په ننګرهار كښې څومره نفوذ او پلويان لري ، دغه غړي ورته وويل چې هغه له درى څلور سوه كسانو نه زيات نه شي راټولولى ، يو شپه كرزي صاحب په ارك كښې په داسى حال كښې چى نومړى شخص هم موجود و ،د تلفزيون په پرده يى عبدالله عبدالله وليد چې په ننګرهار كښې يوى غونډى ته چې شا او خوا شل زره كسان پكښې راټول شوي دي خبرې كوي ، كرزي صاحب چې دا صحنه وليده نو دغه شخص ته يى مخ راواړولو او ورته يى وويل :" تا خو راته ويلي وو چې عبدالله عبدالله په ننګرهار كښې له درى څلور سوه كسانو څخه زيات كسان نه لري ، دلته خو ده ته ډير خلك راټول شوي . آيا تا زه دى غولولم او كه ته نه پوهيدى ؟ دا څنګه خبره ده ؟
خبره دا ده چې د كرزي صاحب شا او خوا ډير چاپلوسان دي . دغو چاپلوسانو ددى لپاره چې كرزى صاحب خوشحاله كړي او بيا په آينده كښې ورڅخه د ځان لپاره استفادى وكړي نو همداسى دروغ ورته وايي. په دى كښې د كرزي صاحب ګناه نه ده. كه تقلب شوى وي نو دا كرزي صاحب نه دى كړى . دا تقلب هغه چا كړى چې غوښتل يى كرزي صاحب ته خپل فعاليتونه ښكاره كړي ، اما د ا چاپلوسان او تقلب كاران په دى نه پوهيدل او نه پوهيږي چى دا كار كرزي صاحب ته د ګټى پر ځاى تاوان رسوي.
بين المللي ټولنه خو دا تقلب كاران او چاپلوسان نه پيژني ، هغوي كرزى پيژني او كرزى بدنامه كيږي.
كرزى صاحب ته ښايي چې د انتخاباتو د ګټلو نه پس دا چاپلوسان ، تقلب كاران ، خائنان سم وپيژني او له خپل څنګ نه دى وشړي. مخلص ، سپيڅلي ، وطن پرست ، ايماندار ، صادق شخصيتونه دى راولي او يو ښه حكومت دى جوړ كړي . د افغانستان خلك او بين المللي ټولنه په افغانستان كښې د يو قوي حكومت د راتلو په انتظار كښې دى چې وكولاى شي اداري فساد له مينځه يوسي ، داسې حكومت چې امنيت راولي او د خلكو لپاره د كار او روزكار زمينه مساعده كړي ، داسې حكومت چې جنايت كاران ، د مخدره موادو قاچاقبران او ظالم زورمندان محاكمه كړي .كه دا كار ونه شي او آينده حكومت په قاطعيت سره له مسائلو او ستونزو سره برخورد ونكړي نو ددى يره شته چې بين المللي ټولنه يو ځل بيا افغانستان ته شا كړي او افغانستان هغو ډلو ته پاتى شي چې بيا پخواني د خپل مينځې جكړو او جنګونو سناريو نوى شي.
په درنښت
فضل الله رشتين