د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دوه خبرې يوه تبصره

فضل الله رشتين 30.09.2009 09:53

د 2009 كال د سبتامبر په 27 مې د آريانا په تلفزيون كښې چى له امريكى نه خپرونى كوي د ميرمن زهره يو پروګرام وليد ، نوموړې دوو موضوعاتو ته اشاره وكړه :
1-" د افغانستان ځيني شخصي تلفزيونونه هغه نجونې د تلفزيون په پرده ښكاره كوي چې له هغوي سره د جنايت كارانو لخوا جنسي تيري شوي دي ، دا تلفزيونونه بايد دا كار ونه كړي ځكه چې دا كار د مطبوعاتي اصولو سره برابر نه دى ." زه د ميرمن زهره له دى خبرى سره موافق يم . زمونږ شخصي تلفزيونونه بايد دا كا ونكړ ي . دا د شرم خبره ده چى زمونږ اولادونه او د فاميل غړي دا نجونې د تلفزيون په پرده و كوري ، بله دا چې چې د ددغو نجونو د كورنيو حيثيت ته هم صدمه رسيږي . زمونږ په ټولنه او زمونږ په هيواد كښې پخوا دا مسائل نه وو ، داسى بد اخلاقي چا نه كوله ، اوس دا بد اخلاقۍ زياتې شوي دي او سبب يى دا دى چې دى جنايت كارانو ته د حكومت لخوا سزا نه وركول كيږي . كه يو څو تنه جنايت كارانو نو ته قانوني سزا وركړ شي ، په اوږد بند يا اعدام محكوم شي نو بيا به دا كارونه نه كوي.
2- ميرمن زهرى په ميرمن نغمې باندى تبصره وكړه او ويى ويل چې "ميرمن نغمى د اختر په شپو كښې په دوبۍ كښې كنسرت درلود. كوم تماشاچيان چې ورته راغلي وو نو ټول نارينه وو او ښځينه و پكښې تشريف نه درلود. او دا ډير بد كار دى چى هغى وكړ ، بايد چې اسې يى نه وى كړى." ميرمن زهرى په اصطلاح ميرمن نغمى ته دا خبره يا د نصيحت ، يا د كيلى او يا هم د پيغوپه طور وكړه. نوموړى چې دا تبصره په هر هدف كړي وي ، تبصره او خبره يى په ځاى ده. ميرمن نغمې بايد دا كار نه وى كړى ، هغى به د پروګرام له تنظيم كوونكي او جوړونكي سره دا شرط ايښې وى او ورته به يى ويلى وى چې " كه په تماشا چيانو كښې ښځې حضور ونه لري نو زه كنسرت وركولو ته نه حاضريږم . " ميرمن نغمه غريبه نه ده ، فكر كوم مال دولت به لري ، داسې به نه وي چې څه به نه لري ، مهمه خبره د حيا او عزت ده. حيا او عزت او پښتو له مال او دولت څخه ډير ارزښت او قيمت لري. كه ميرمن نغمې دا كار نه وى كړى نو ميرمن زهرې به دا تبصره ولى كوله او هغه هم د تلفزيون په پرده چې په مليونونو افغانان يى ويني او اوري. ما چې په دوبۍ كښې د ميرمن نغمى كنسرت د تلفزيون په پرده وليد نو دا خبره مى په زړه كښې تيره شوه چې هغى ښه كار نه دى كړى ، په كور كښې مى د وړو مور هم وويل چې " دا نغمه څنګه د مجردانو په وړاندې له دومره فيشن سره ولاړه ده او سندرې وايي ، ټولو ورباندى د خپلو موبايلونو كمرى برابرى كړي ، عكاسي او فلمبرداري كوي." ما ورته وويل چې څه وكړو ، هغه پخپله نشته چې مخامخ ورنه پوښتنه وكړو چې آخر ولى داسى كوي. په كويت او نورو عربي هيوادو كښې چې كله كومه سندرغاړې كنسرت وركوي نو په تالار يا صالون كښې ښځې موجودى وي ، داسې هيڅكله نه دي شوى چې يوه مشهوره سندر غاړى دى صرف نارينه ؤ ته كنسرت وركړي . په اروپا ، امريكا ، هند او پاكستان كښې هم په كنسرتونو كښې ښځى او نارينه برخه اخلي . ددى ټولو خبرو نه يو ه خبره راوباسو او هغه دا چى له ميرمن نغمې نه په درناوي سره غواړو چې په راتلونكي كښې دى موضوع ته جدي متوجه شي او په داسې كنسرتونو كښې برخه وانخلي چې صرف نارينه مجردان پكښې وي او ښځې پكښې حضور و لري. له محترمى ميرمن زهرى نه چى د نغمى په باره كښى يى تبصره كړى او دى مهمى موضوع ته يى اشاره كړى مننه كوم زه په ډير درنښت له ټولو هغوافغاني ښځينه نطاقانو نه د ميرمن زهرى په شمول چې د تلفزيون په پرده ښكاره كيږي خواهش كوم چې سرونه دى پټ كړي او په لوڅ سر دى د تلفزيون په پرده نه راځي، مطلب يو اسلامي حجاب دى په سركړي. البته دا موضوع په هغوي پورى اړه لري ، دا صرف يوه مشوره او خواهش دى چې كه داسې وكړي نو ښه به وي.
په درنښت فضل الله رشتين