د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کرکټ: افغانستان د کاناډا په سيالۍ کې دویم شو، او ACC یې نړیوال جام ته د تيارولو ژمنه وکړه

الهام یاسیني 13.09.2009 20:09

د افغانستان د ۱۹ کاله ټيټ عمره ملي لوبډلې د کاناډا په سيالۍ کې چې د ۱۹ کاله ټيټ لوبډلو د ۲۰۱۰ز کال د نړيوال جام په موخه ترسره کېدلې دويم مقام خپل کړ. ايرلينډ چې په سيالۍ کې یې تر ټولو ډېرې نمرې لاس ته راوړې لومړی مقام خپل کړ.

افغانستان په دې سياليو کې ټولې ۹ لوبې وکړې، دوه یې بایلودې او ۷ یې وګټلې. د افغانستان اخري لوبه د کاناډا سره وه چې کاناډا ترېنه په پنځه ويکټو وګټله.

د يادونې ده چې د دې سيالۍ په ترڅ کې افغانستان وکړای شول چې د ځوانانو ملي لوبډله یې د ۲۰۱۰ز کال د جنوري په مياشت کې په نيوزيلينډ کې کېدونکي نړیوال جام کې برخه واخلي. په دې جام کې به ټول ۱۶ هېوادونه برخه اخلي.

د کاناډا په سيالۍ کې له افغانستان برسېره ايرلينډ، پاپوانیوګيني، کاناډا، امريکا او هانګ کانګ هم وکړای شول چې نړيوال جام ته لار ومومي. شپږ واړه لوبډلې به په نړیوال جام کې د استراليا، انګلينډ، پاکستان، هندوستان، سريلانکا، بنګلادېش، نيوزيلينډ، سويلي افريقا، زيمبابوی او ويسټ انډيز سره لوبه کوي.

د اسيا د کرکټ شورا (ACC) د دوه اسيايي هېوادونو (افغانستان او هانګ کانګ) په بري خوښي ښودلې ده ا دا یې د خپلې شورا د ځوانانو د پرمختيايي پروګرام برياليتوب ګڼلی دی.

د نوموړې شورا پرمختيايي مدير بندولا وارناپورا ويلي دي چې ((دواړه لوبډلې تر نړیوال جام پورې شاوخوا څلور مياشتې وخت لري چې د سترو لوبډلو سره د مسابقو لپاره چمتووالی وکړي، او د آسيا د کرکټ نړیواله شورا به تر خپلې وسې پورې د دوی په چمتووالي کې مرسته وکړي)).

د آسيا د کرکټ شورا وايي دا چې افغانان په خپل هېواد کې د دا ډول چمتووالي وسايل او لوبغالي نه لري نو ډېری تمرينونه به له هېواده بېرون کوي. هانک کانګ لوبډله به په هانګ کانګ کې خپل تمرينونه کوي.

د سيالۍ په پای کې د نمرو جدول او د منډو اوسط په لاندې ډول دي:

هېواد کړې لوبې ګټلې بايللې نمرې د منډو اوسط
ايرلينډ ۹ ۸ ۱ ۱۶ ۱،۶۵ 
افغانستان ۹ ۷ ۲ ۱۴ ۱،۰۰
پاپوانیوګيني ۹ ۷ ۲ ۱۴  ۰،۴۶
کاناډا ۹ ۷ ۲ ۱۴ ۰،۳۹ 
امريکا ۹ ۶  ۳  ۱۲  ۰،۳۴
هانګ کانګ ۹ ۳ ۶ ۶ -۰،۲۵ 
یوګانډا ۹  ۳ ۶ ۶ - ۰،۵۱ 
هالينډ ۹ ۳ ۶ ۶  - ۱،۱۲
واناتو ۹  ۱ ۸  ۲  -۲،۱۸
سيراليون ۹  ۰  ۹  ۰  -