د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پرويز کامبخش له زندانه خوشي شو

بشيرګواښ 07.09.2009 14:37

د افغانستان عدليې وزير وايي چې اسلام ته په سپکاوي تورن، پرويز کامبخش  يې دولسمشر حامد کرزي په حکم له زندانه خوشي کړ ی دی.

د عدليې وزير سرور دانش بي بي سي ته ويلي چې پرويز کامبخش يې د ولسمشر په رسمي حکم خوشې کړی دی.

د بلخ پوهنتون د ژورناليزم پوهنځي محصل کامبخش د مزار شريف د يوې محکمې له خوا اسلام ته د سپکاوي په تور په مرګ  محکوم شوی وو خو په کابل کې يوې محکمې د هغه سزا شلو کلونو ته راکمه کړه. پر هغه تور وو چې په پوهنتون کې يې د انټرنيت څخه د اسلام پرضد ليکل شوې ليکنې راخيستې او پر خلکو ويشلي. د راپورونو په اساس په دې ليکنو کې په اسلام کې د ښځو په حقوقو نيوکې شوې وي او اسلام يې ښځو سره په تبعيض تورن کړی وو.

سرور دانش بي بي سي ته د کامبخش د خوشي کولو د حکم په اړه ويلي. ))د روان ١٣٨٨ کال له پيله د عالمانو، قومي مشرانو، د مدني ټولنو او پارلمان استازو لخوا وزارت ته له ولسمشر څخه د پروېز کامبخش د بخښنې غوښتنې شوې وې . موږ د دوی غوښتنې ولسمشر ته ولېږلې، هماغه وو چې ښاغلی کامبخش هم پر خپلو کړنو پښېماني ښوولې وه، ولسمشر يې د بخښنې فرمان صادر کړ او عدليې وزارت ته يې د تطبيق لپاره راواستاوه، چې بيا موږ خوشی کړ.((

له دې وړاندې د برطانيه څخه خپريدونکې ورځپاڼې راپور ورکړی وو چې کامبخش په پټه توګه د کرزي په حکم خوشي شو او اوس په يو بهرني هيواد کې دی.

 په نړۍ کې د بشر حقونو مدافعينو له خواهغه ته اورول شوې سزاګانې په پراخه توګه غندل شوې وي او دا يې د بيان د ازادۍ خاموشه کول بللي وو.