د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په هلمند او کندهار کې ۴۶ طالبان شوي او پنځه پوليس ټپيان دي

بشيرګواښ 21.08.2009 20:09

په هلمنداو کندهار کې په بيلابيلو پيښو کې د يو قوماندان په ګډون شپږ څلويښت تنه طالبان وژل شوي او پنځه پوليس ټپيا شوي.

دهلمند ولايت امنيه قوماندان رسنيوته ويلي چې د دې ولايت په موسی کلا،سنګين، نادعلي،خانشين او ناوې په ولسواليوکې يې امنيتي ځواکونو سره جګړو او تصفيوي عميلياتو کې ۴۰ تنه طالبان ووژل شول. دطالبانو سيمه ييز قوماندان ملاستار هم په وژل شويو کسانو کې شامل دى .

پوليسو منلي چې په دغه پېښو کې پنځه تنه پوليس هم ټپيان شوي.

همداراز د کورنيوو چارو وزارت وايي چې دکندهارولايت دشاه ولي کوټ په ولسوالۍ باندي نن سهار دوسله والو مخالفينو  بريد وکړ خو پوليو ورته ځوا ب ووايه او شپږ طالبان يې ووژل.

 د يو بل خبر له مخې دهلمند دنادعلي په ولسوالۍ کې پرون ديوماين دچاودني له امله ديوي ښځي په گډون پنځه ملکي کسان هغه مهال ووژل شول چې دسپرليوو موټر يې په سړک کې پر ښخ شوي ماين وخوت.