دافغانستان کرکټ ملي لوبډلې له هالينډ ماته خوړلي او د۱۹ کلونو څخه کم عمره لوبغاړوويزې يې ځنډيدلي.
31.08.2009 07:31پرون د هالينډکرکټ لوبډلې افغان ټيم ته د کرکټ په يو ورځنۍ لوبه کې په اته منډو ماتې ورکړه.
هالینډ لومړی بيټنګ وکړ او د ټولو لوبفاړو په سوخيدو يې ۱۸۸ منډې جوړې کړي. د افغانستان له حوا شاه پور ۴ او سميع الله ۲ کسان اوټ کړل. دهالينډ ټين ډوسچاټي له ټولو ډیرې ۵۸ منډې جوړې کړي.
افغانستان ته د لوبې ګټلو لپاره په ۵۰ اوورونو کې ۱۸۹ منډې په کار وي او که څه هم دا هدف اسانه ښکاريده خو د افغانستان ټول لوبغاړي د ۱۸۰ منډو په کولو سره وسوځيدل او سيالي يې وبايلله.
د افغانستان له خوا نورعلي له ټولو ډيرې ۳۴ او سميع الله ۲۸ منډې جوړې کړي. د هالينډ له خوا ټين ډوسچاټي ۴ لوبغاړي وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
د افغانستان او هاليڼد ترمنځ به د دې سياليو دوهمه او آخري يوه ورځنۍ لوبه دسپمتبر په لومړۍ نيټه کيږي.
د يو بل خبر له مخې ښايي د افغانستان له ۱۹ کالو کم عمره لوبغاړو لوبډلو د ۱۹ کلونو څخه کم عمره لوبغاړو د نړيوال جام په ازميښتي سياليو په لومړيو يو يا دوه سياليوو کې ګډون ونه شي کړلی. دا سيالۍ دسپتمبر په لومړۍ نيټه په کاناډا کې پيل کيږي او ۶ سرلوبډلې به په ۲۰۱۰ کال کې د ۱۹ کلونو څخه کم عمره لوبغاړو نړيوال کرکټ جام ته لاره ومومي.
افغان لوبغاړو ته تراوسه د کاناډا ويزې نه دې ورکړل شوي. دکاناډا دبهرنيوو چارو وزارت وايي چې دافغانستان کرکټ بورډ د ويزو لپاره ناوخته غوښتنليکونه ورليږلي وو. د وزرات په وينا له همدې امله دافغان لوبغاړو ويزې ځنډيدلي او ښايي له دريو تر څلورو ورځې نورې هم ونيسې. په دې اړه ټول افغان کوښښ وکړ چې د افغانستان کرکټ بورډ نظر معلوم کړي خو ونه توانيد.