برطانيه وايی په هلمند کې يې خپله چورلکه له منځه وړي
31.08.2009 08:07د برطانيه حکومت وايي چې د افغانستان په هلمند ولايت کې يې خپله يوه پوځي چورلکه له هغې وروسته چې تخنيکي خرابي پکې رامنځته شوه، په باروتو والوځوله.
دبرطانيه د دفاع وزرات ديوې مطبوعاتي اعلاميه له مخې دا الوتکه په سنګين ولسوالۍ کې له منځه وړل شوي. په اعلاميه کې راغلي چې چورلکه د ناستې پرمهال خرابه شوه او بيرته راوړل يې ناشوني وو نو ځکه په باروتو والوځول شوه. دبرطانوي رسنيوو په وينا الوتکه ځکه له منځ وړل شوي چې که همداسې پاتي شوی واي نو طالبانو ته په لاس ورتلله او نه يوازې د دغه هيلي کاپټر ساخت ورته معلوميده بلکې په رسنيوو کې به يې پرې تبليغات هم کول چې دبرطانوي ځواکونو چورلکه يې نيولي.
دطالبانو يوه ورځپاڼه بيا وايي چې دا چورلکه د دوی جنګياليوو په هاوان ويشتلې. دطالبانو ویب پاڼه زياتوي چې دوی هغه وخت پر الوتکه بريد وکړ چې خراب شوي وه او هغه ۷ تنه انګريز انجنيرانو چې د دې چورلکې دجوړولو هڅه يې کوله، وژل شوي دي. دبرطانيه وزارت دغه خبره نه مني.
د يادونې وړده چې تيره مياشت په افغانستان کې د برطانوي پوځونو مشرانو دپوځي چورلکودتخنيکي پلوه له کمزورتيا شکايت کړی وو او غوښتنه يې کړي وه چې زر تر زره دې ورته نوي چورلکې وروليږل شي.