د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په کندوز کې ۹۵ تنه وژل شوي

بشيرګواښ 04.09.2009 11:09

دکندوز ولايت  په چهاردرې ولسوالۍ کې دتيلود يوه ټانکر د چاودنې له امله  ۹۵ تنه مړه او له سلو زيات ټپيان شوي دي .

  د کندوزوالي انجينر محمد عمر رسنيووته ويلي چې چاودنه هغه مهال رامنځته شوه چې طالبانودوه ټانکرونه چې د الوتکو تېل پکې بار وو، وتښتول او د ويش پرمهال يې په خپلو منځو کې وسله واله نښته وکړه چې له امله يې يو ټانکر وچاوديد. د والي په وينا چې په وژل شويو کسانوکې د طالبانو د يو قوماندان په ګډون ٤٥ طالبان وژل شوي.

خو ځايي خلک وايي چې په نيول شويو ټانکرونه بمبار وشو چې له امله يې تېلو اور  واخيست او ملکي خلک او طالبانو چې د ټانکرونو څخه يې تيل راويستل، پکي قرباني شول.

د بي بي سي يو خبريال کريس مور وايي چې د پيښې ډيری شمير قربانيان عام وګړي دي. بي بي سي د کندوز د والي له خولې ليکلي چې چارواکي په پيښه کې د ملکي وګړو د وژنې په اړه پلټنې کوي.

د ناټو ځواکونو يو وياند بي بي سي ته دپېښې پخلی کړی خو دملکي وګرووژنه يې رد کړي.

طالبانو دا خبر رد کړې ده چې ګنې د دوی په خپلمنځۍ جګړه کې ټينکرونه چاودي دي. ټول افغان ټکی کام ته په یوه خبر پاڼه کې طالبانو ويلي دي چې ټينکرونه له نړيوالو پوځونو د علي اباد ولسوالۍ د حاجي عبدالرحمان په کلي کې دوی سره له جګړې وروسته پاتې شوي وو. طالبان وايي چې کله د سيمې خلکو د شپې په یوه نیمه بجه له ټانکرونو تېل ويستل، بهرني ځواکونو پرې بمباري وکړه او مرګ ژوبله یې رامنځ ته کړه. طالبان وايي چې ډېری وژل شوي او ژوبل شوي کسان ماشومان او تنکي ځوانان دي.

طالبانو دا پېښه غندلي ده او وژل شوو خلکو سره یې غمرازي ښودلې ده.