په بغلان کې د يو قوماندان په ګډون څلورتنه پوليس وژل شوي
22.08.2009 21:13د بغلان ولايت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې په سړک کې د ښخ شوي ماين د چاودنې له امله د پوليسو د چټک غبرګون د قطعې مشر په ګډون څلور پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان دی.
د بغلان د امنيې قوماندانۍ په وينا په ټپی شويو کې د يو حالت د انديښنې وړ دی.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په دغه چاودنه کې يې د پوليسو ٢ موټرله منځه وړې او لسو پوليسو ته يې مرګ ژوبله اړولې.
په بغلان کې له دريو ورځو راهيسې په بیبلابيلو پيښو کې پوليسو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. دوه ورځې وړاندې د يادې شوي ولسوالۍ امنيه قوماندان دطالبانو له خوا ووژل شو.
همدرانګه د بغلان ولايت چارواکو ادعا کړي چې وړمه ورځ يې په بیلابيلو عملياتوکې ٢١ طالبان وژلي او شل نور يې ټپي کړي.