د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کرزي ۷۰ په سلو کې رايې وړي )بشپړ راپور(

بشيرګواښ 22.08.2009 20:53

د پژواک خبري اژانس  د راپور له مخې تراوسه په شميرل شويو څلورنيم ميليون رايوو کې ولسمشر حامدکرزی په غوڅه توګه مخ پروړاندې روان دی او ۷۰ په سلو کې رايې يې لاس ته راوړي.

پژواک ديوې سرچينې له خوا چې نوم يې نه دی اخيستل شوی خومعتبره يې ګڼي، ويلي چې تراوسه )نن دمازيګر څلوربجې( پورې ۴۵۱۴۰۴۸ )څلورميليونه پنځه لکه څوارلس زره اته څلويښت( رايې شميرل شوي چې کرزي پکې ۳۲۴۴۱۹۶ )درې ميليونه دوه لکه څلورڅلويښت زره اويوسل او شپږ نوي( رايې ترلاسه کړي دي.

ډاکټر عبدالله په دوهم نمبر دی او ۱۰۲۹۴۶۷ )يوميليون دوه لکه نهه زره او څلورسوه اوه شپيته( چې د شميرل شميرل شويو رايو ۲۳ په سلو کې جوړوي، رايې وړي. رمضان بشردوست د ۱۸۹۶۵۳ )يو لک نهه اتيا زره شپږسوه درې پنځوس(رايو په اخيستو سره په دريم، ډاکټر اشرف غني د۴۷۹۵۴ ) اوه څلويښت زره نهه سوه اوڅلورپنځوس رايو په اخيستو سره څلورم او ميرويس ياسينې د۲۷۱۴ )دوه زره اوه سوه څوارلس( رايو په اخيستو سره په پنځم نمبر دی.

دپژواک دراپور په بنسټ لاتراوسه د هيواد د جنوبي او ليري پرتو سيمو چې کرزي پکې پراخ ملاتړ لري،دوه ميليونه ناشميرل شوي رايې پاتې دي. که عبدالله له دغو څخه پنځوس په سلو کې رايې هم يوسي، د کرزي د۵۰ فيصدو رايو مخه نه شي نيولی. په دې مانا چې ټولټاکنې به په لومړي پړاو کې د کرزي په ګټه پای ته ورسي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتويو يو لوړپوړي چارواکي يادشوي اژانس ته ويلي چې حامدکرزي ۵۷٪، ډاکټر عبدالله ۲۲٪، رمضان بشردوست ۱۵٪ او اشرف غني ۲٪ رايې وړي دي.

د يادونې وړ ده چې اشرف غني او ملګرو يې په تېرو دوو ورځو کې څو ځله ويلي چې هغوی په ټاکنو کې له ټولو رايې وړي.

له بلې خوا ډاکټر اشرف غني د کرزي او عبدالله په پلويانو تور لګولی چې په ټاکنو کې يې درغلي کړي. نن ميرويس ياسيني هم په يوه خبري کنفرانس کې تور ولګاوه چې په ټاکنو کې پراخه توګه درغلي شوي. نوموړي هغه رايې ژورناليستانو ته وښودي چې نوموړي ته اچول شوي وي خو وروسته له صندوقونو راويستل شوي او ياهم شکول شوي وي.