د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په میدان وردګ ولایت کې د مهماتو څخه یوه ډکه لارۍ ونیول شوه

بشيرګواښ 07.09.2009 14:03

د وږي په ۱۵ مه دمیدان وردګ ولایت د همغږۍ مرکز او ) ۰۴(قطعې د مؤظفینو په مرسته په یوه مزده ډوله لارۍ چې له بېلابېلو درندو وسلو ډکه وه،  دمیدان ښار د دورایي په سيمه کې نیولې.

د ميدان وردګ ولايت څخه راغلي يوه مطبوعاتي اعلاميه وايي چې د ولایت دهمغږۍ مرکز مسول جنرال چوپان په وینا دغه مازده موټر چې دکابل پلیټ لري او غزني لورې ته یې مهمات لیږدول،تېره شپه دسهار په ۵ بجو د دنرخ دورایي پوستې پولیسو ونیوله.

د ميدان وردګ والي وياندشاهدالله شاهد وايي چې امنيتي چارواکو د دغه مزدې په اړه  لا له پخوا راپورونه ترلاسه کړې وو. د اعلاميې په اساس په دې لارۍ کې ۸۲  ملي میترې وپ ٧٤ ګو لۍ، RPG راکیټ دوه مرمۍ،او یو شمیر دپیکا او کلاشینکوف مرمۍ او شریدونه په ډیره مهارت ځای پرځای شوي وو.

داعلاميې په وينا  ددغې پیښې په تور دوه تنه هریو اسدالله او نظرمحمد دپکتیا ولایت اوسیدونکی نیول شوي.