په بلوچستان کې دناټو شل کانټينرونه وسوځول شول
31.08.2009 07:49نن سهار وختي دپاکستان په بلوچستان ايالت کې دنامعلومو وسله والو له خوا په افغانستان کې ناټو ته سامان وړونکو لاريوو لاسي بمونه وغورځول چې په پایله کې يې ۲۰ ټرکونه وسوځول او دوه تنه يې ټپيان کړل.
دپاکستانې رسنيوو په وينا دې ټرکونو کې تېل او نور لوژيستيکي سامانونه بار وو چې دکراچۍ دبندرڅخه افغانستان ته وړل کېدل.
دا پېښه په داسې وخت کې رامنځته کيږي چې دافغانستان او پاکستان ترمنځ باروړونکو لارۍ چلوونکو دپولې دواړه غاړو ته داحتجاج له امله ټرکونو ودرولي. نوموړو نن په يوه خبري ناسته کې وويل چې د پاکستا سرحدي پوليس ترې ديو ټرک پرسر ۵۰۰ روپۍ رشوت غواړي او که څوک يې ورنه کړي نو ټريلر يې خالي کيږي. ديوسف په نامه يو ډرايور وايي.))په هر ټريلر کې په ټنونو مال بار وي. دا چې خالي شي نو په بيرته ډکولو يې زهاوو روپۍ لګيږي.((
پاکستاني چارواکو بي بي سي ته ويلي چې ټرکونه له دې امله تالاشي کيږي چې دانساني قاچاق او وسله دليږد مخه ونيول شي.