د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

رحمان ملک : طالبانو دبيت الله محسودخسر او اوښی وژلي

بشيرګواښ 23.08.2009 20:38

د پاکستان د کورنيوو چارو وزير دعوه کړي چې په وزيرستان کې طالبانو د بيت الله محسود خسر او د هغه زوی امريکايانو ته دجاسوسۍ په تور وژلي.

رحمان ملک بي بي سي ته ويلي چې طالبانو د بيت الله خسر، مولوي اکرام الدين او اوښی اقبال محسود په دې تور وژلي چې د بيت الله محسود دوژلو لپاره يې امريکايانو ته جاسوسي کړي.

پاکستاني چارواکي وايي چې بيت الله محسود څو اونۍ وړاندې د امريکايي ډرون الوتکو په يو بريد کې په داسې حال کې ووژل شو چې دميرمنې سره د خسر په کور کې په بام ناست وو.په پيښه کې دبيت الله محسود حامله ميرمن هم وژل شوي وه خو دهغه دخسرګنۍ نورو غړو ته چې په نورو کوټو کې وو، کوم زيان نه وو رسیدلی. په جنوبي وزيرستان کې طالبانو دبيت الله محسود دميرمن وژل منلي خو وايي چې محسود ژوندی دی خو دورپيښې ناروغۍ له امله رسنيوو سره مرکې نه شي کولی. ددوی په وينا له همدې کبله يې پرون حکيم الله محسود دطالبانو نوی مشر وټاکه.

څو ورځې وړاندې داسې خبرونه خپاره شوي وو چې طالبانو دبيت الله محسود خسر او درې اوښي امريکايانو سره دهمکارۍ په تورنيولي خو حکيم الله محسود دا خبرې رد کړي وي او ويلي يې وو چې دا دپاکستاني حکومت پروپاګند دی ترڅو په طالبانو کې نفاق واچوي.

د يادونې وړه ده چې رحمان ملک څو ورځې وړاندې ويلي وو چې طالبانو دمشرۍ په سر په خپل منځ کې جګړه کړي چې پکې حکيم الله محسود وژل شوی خو هغسې نه وه.

له بلې خواپاکستان دطالبانو وياند مولوي عمر نيولی او هغه منلي چې بيت الله محسود وژل شوی دی.