د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

آیا دشوروی اتحاد له ړنګیدو څخه د سوسیالیزم ناکامي څرګندیږی؟

خان ولي خان بشرمل 14.02.2013 20:07

ژباړه: خان ولي خان بشرمل

د نن څخه ۸۸ کاله مخکې(د پخوانی روسي کیلنډر مطابق په ۲۶ اکتوبر او د معصر کیلنډر مطابق ۷ نومبر) چې کوم انقلاب رامنځته شوی وه، د هغه په واسطه په لومړۍ ځل کارګرواکثریت د لینن او ټراټسکی په مشرۍ مستقما په واکمنۍ باندی قبضه تر سره کړې وه. او د کارګرې طبقې ریاست ډبره یې کیښوده. ددې انقلاب په اماده کولو او رامنځته کولو کې د بالشویک(B) (RSDLP) ګوند اړین رول پلی کړی وه.
کارګرې طبقې د دروند اکثریت له لارې د ورکټیو جرګه ګیو له لارې په یو نظام کې منظم کیدلو وروسته په ټولنيز ډول دغه انقلاب ته زیږون ورکړی وه، او پر واک یی قبضه کړی وه. تقریبا د پنځوکالونه تر شپږ کالو پورې د دغه انقلاب بنسټ د دغه د بنسټ کیښودونکو په تګلارو مخې ته روان وه. خوولې د ۱۹۲۳-۲۴ وروسته د دغه انقلاب د زوال ورځی پیل شوي. د شوروي اتحاد د ماتیدولو وړاند وینا هم د ټولو څخه مخکې د دغه انقلاب مشرانو لینن او ټراټسکی کړې وه. خو نن د استعماري تبلیغاتو په ترڅ کې چې د کومو دوه حقایقو پټولو زیار کیږی هغه لاندې دي.
۱- پوښتنه دغه ده چې دغه هیواد روسیه د دغه انقلاب په واسطه د ۵۰ کالو څخه تر ۶۰ کالو کمه مودې پورې څرنګه د یو وروسته پاتې نوي آبادیاتي هیواد څخه د نړۍ دویم نمبر اقتصادي هیواد په توګه نړۍ ته مطرح شول.
۲- د سوویت یونین(شوروی اتحاد) له ماتیدو وروسته په روسیه او نورو سټالینسټی هیوادونو کې بحران او د بشری ټولڼې چې کومه اوضاع ده، هغه له مخکې ښه ده که بده؟
په ۱۹۱۷ زیږدیزکال کې د زرشاهی له جبره چې په اکتوبر کې د انقلاب په زور بنسټیزه بدلون رامنځته شول، هغه دا چې منډیي اقتصاد په منصوبه بند(سوسیالسټ)کې بدل شو. مطلب د تولید دغه بنسټیزه بدلون چې په سوویت یونین (شوروی اتحاد)کې د پرمختګ کوم تندوالی یا پراخوالی رامنځته کړو، نو د دغه بیلګه د نړۍ په هیڅ ګوټ کې نه ښکاري.
تر۱۹۹۰ پورې شوروي اتحاد د سټیل په تولیداتو کې، په ماشیني تولیداتو کې، ټریکټر جوړولو کې، سړکونو، سیمټو، ډبرو سکرو، ګاز، تیل، ریل، د برېښنا په شمول نورو ۳۰ دیرشو اهمو او بنسټیزو صنعتونو په برخه کې په نړۍ کې ډېر تولیدات وړاندې کول. د دویم نړیوال جنګ وروسته په ۲۵ کالو کې سوویت یونین(شوروی اتحاد)چې د اروپا په مقابل کې کوم پرمختګ کړی وه، هغه تر ۱۹۷۵ پورې د دوی په مقابل کې دوه برابره وو. په دغه دور کې د هر کس په امدن کې ۱۶۰ فیصده زیاتوالی وه شه. د ټولنیز مصرف په برخه کې ۴۰۰ سلنه زیاتوالی وه شه ، ۵۶ میلیونه کورونه جوړ کړای شول. لومړۍ او منځنۍ زده کړې پر ټولو وګړو لازمې وې، د پوهې کچه تر ۹۹سلنه پورې ورسیدله. په نړۍ کې تر ټولو زیات ډاکټران، انجنیران، تخنیک کاران، ساینس پوهان او مسلکي خلک په روس کې را پیدا شول.
په څو څانګو کې مثلا په خلایی څیړنه کې روسیه د امریکا په څیر هیواد وروسته پریښودل، د کورونو او ټرانسپورټ، کرایې، روس کې تر ټوله نړۍ کمې وې. په خوارکي توکو کې اسانتیا وه، چې د ټولو مصارفو تر څنګ پنځوس سلنه څخه زیات به د روسي کارګر په جیب کې پاتې کېده. پوهه،روزنه، درملنه او نورې ټولنيزې اسانتیاوې به وړیا وې. په یو څو کلونو کې کلنی پرمختګ او د تولید سلنه له ۲۸ نه ۳۰ سلنه پورې ورسېده. د هیڅ یوه هېواد پانګوال د دوی څخه مخته نشو تللی.
د روسیې تر ماتېدو پورې بې کاري یو جرم وو. د کار او بنسټیزه اسانتیاو ورکړه ددولت مسوولیت ؤ. دا پورتني معلومات، شمیر او تاریخي حقایق ټولې نړۍ د تاریخ په پاڼو کې لیدلي دي. دا هر څه د ذریع پیداوار د ملکیت د ریښو له بدلون، ځمکي، لوړصنعتي اقتصاد او د تقسیم بنسټونو د ملي ګرځولو، ټرانسټورټ، اقتصادي تبادله او په خارجي تجارت باندې بشپړه دولتي واک له امله ممکن شول. بشري تاریخ دومره تُند پرمختګ د تاریخ په هیڅ یو دور او نظام کې نه وه لیدلی.
نن د یوې بربنډې پراپاګنډې په ترڅ کې ټول خلک له دې څخه د بې خبره ساتلو هڅې کیږی. خو بل لورې ته هغه خلک چې د پرمختګ فقط دغه یو اړخ څخه د روسي او چیني افسر شاهي پیروکاران وګرځیدل، هغوی دومره لوی پرمختګ تر څنګ په دغه ونه توانیدل چې د شوروی اتحاد ماتیدلو او د واکمن نظام د ناکامیو دلیل ووایی.
شوروي اتحاد کې چې کوم انقلاب راپورته شوی وه، د هغه زوال د ۱۹۲۴ وروسته پیل شو. د دغه بنسټونو د انقلاب ترڅنګ روس په ۱۹۱۷ کې په اقتصادي، صنعتي، ټولنیز او فرهنګی توګه وروسته پاتی هیواد وه. او ورسره د لومړۍ نړیوال جنګ (۱۹۱۴-۱۹۱۸) د روس په بد حالي کې لا زیاتوالی وکړ. د جنګ په جریان کې او له دې وروسته ۲۱ هیوادونو د انقلاب له ویرې پر روس برید وکړ.ولې چې په روسیه کې د بالشویک انقلاب وروسته استعماري ځواکونو یره درولوده چې چیرته د دوی په هیوادونو کې هم دا رنګه انقلاب رامنځته نشي. هم دا علت وه چې دوی د دغه انقلاب په پیل کې د دغه انقلاب د له منځه وړلو هوډ وکړ. خوولې د دغه انقلاب د مشرانو سره مفکوروي او ګوندي استعدادونه موجود وو، چې له امله یې دغه استعماري قوتونو ته ماتې ورکړه. د دغه لپاره دوی دوه طریقې خپلې کړې.
۱- تقریبا د درنیمو لکو مات ګوډ پوځ ټراټسکي د انقلابي عمل له لارې په ۱۸ میاشتو کې ۳ میلیونو سور پوځ ته ورسول. چې دغه پوځ په ډېرو جنګونو کې د استعماري ځواکونو او د دوی د ګوډګیانو پر ضدجګړه تر سره کړه، او بریاوې یې لاس ته راوړې، او تر څنګ یی د انقلاب په ساتلو کې لوړ ګامونه ترسره کړه.
۲- دویمه لاره دا وه چې د نړیوال کارګرانو یو ځای کول وي. په دا خاطر چې په روسیه کې راولاړ انقلاب د یو هېواد یا قام په خا‌طر نه وه او د کارګرانو د یو نړیوال ګوند مشرۍ په تر څ کې ( د دویم نړیوال کمیونسټ ګوند چپ لاسی ګوند حزب له امله ) د ‌طبقاتی زیار له امله دغه انقلاب رامنځته شوی وه. هم دغه نړیوال کارګر ګوند له لارې لینن او ټراټسکي د ټولې نړۍ له کارګرو څخه خواست وکړ چې ددغې خپلې ‌طبقې د بریا لپاره په نړیواله کچه مبارزه وکړي ددغه خواست په ځواب کې نه فقط په امریکا، بریتانیا، فرانسه او نورو استعماري هیوادونو کې کارګرې طبقې د لاریونونو په صورت کې د بریدګرو پوځیانو د تیلو لېږد بند کړ. بلکې ددغه بالشویک خوځښت له امله د ډېرو هېوادونو پوځیانو د خپلو مشرانو امر منلو او برید کولو څخه انکار او بغاوتونه وکړل. ددې خبرې بنسټ په دا کې ؤ چې بالشویکانو په کومه نظریه انقلاب رامنځته کړی ؤ، هغه د کوم هېواد سوسیالیزم نه ؤ، بلکې د نړیوال انقلاب د لړۍ یوه کړۍ وه. په جولای ۲۰۱۱ کې لینن د امریکا مزدورانو په نامه یو لیک ولېږداودوۍ لیکې: (( مونږ به تر هغه مهاله په بنده کلا کې یو، چې تر څو د نړیوال سوسیالسټ انقلاب قوتونه زموږ مرستې ته نه وي راغلي.))
همدغه کال لینن په نومبر کې لیکې : (( د نړۍ تاریخ ددې خبرې شاهد دی چې مونږ د روسیې په انقلاب کې د هیڅ ډول تېروتنې څخه کار ندی اخېستی، ځکه چې دغه یوه اهمه اړتیا وه، بله کومه لاره پاتې نه وه. که په ټوله نړۍ کې سوسیالسټي انقلاب له بریا سره مخ نشي نو بریتانوي، امریکایی او فرانسوي استعمار به په روسیه کې د کارګرې طبقې انقلاب او خپلواکي له خاورو سره خاورې کړي. مونږ هر څه د نړیوال انقلاب لپاره په اوبو لاهو کړل. مونږ تر بشپړې بریا پوري د نورو هېوادونو د کارګرې طبقې په مرسته رسېدلی شو. ددغه پوځي او نړیوال کارګرې طبقې د مرستې او یووالي له امله په روس کې انقلاب خو راغی خو په یو څو پرمختللیو هېوادونو لکه جرمني، ایټالیا، فرانسه، هنګري او د بریتانیې په شمول نورو هېوادونو کې انقلاب پر مختګ ونکړ، نو همدا علت ؤ چې په روس کې انقلاب د یوازیتوب او بېلوالي ښکار شو. په جرمني کې هم دغه وخت کې درو انقلابونو سر راپورته کړ.
په دغه کې د نومبر ۱۹۱۸، جنوري ۱۹۱۹، مارچ ۱۹۲۱ او د اکټوبر ۱۹۲۳ انقلابي مبارزې او سرکښیانې شاملې دي. په ۱۹۲۲ کې لینن د دویمې نړیوالې مرکزي کومېټې غړیو ته مستقیما ویلي وو( برلن د جرمني زړه دی او د جرمني د اروپا زړه دی که په جرمني کې انقلاب نه کامیابېږي نو زمونږ د انقلاب تباهي حتمي ده. که د جرمني انقلاب لپاره مونږ ته د روسیېې انقلاب د قربانولو اړتیا راپېښېږي. نو مونږ به یوه ثانیه هم ځنډ ونکړو، وروسته د انقلاب زوال دا وړاندوینه سل په سلو کې سمه ثابته کړه. بالشویکا انقلاب خو بچ پاتې شو خو د کورنیو جګړو استعماري بریدونو او په اروپا کې د انقلاب د ناکامېدو له امله په روسیه کې چې انقلاب یوازې پاتې شوی ؤ، د زوال پزیرۍ پر عمل باندې ژورې اغېزې وکړې. په وروسته پاتې روسیېه کې دغه افتونو د کمښت او قحط اوضاع رامنځته کړه، د بالشویک ګوند په سلګونو مشران د کارګر انقلاب دفاع کولو په صورت کې ووژل شول، چې ددغو خلکو د ځای نیولو په خا‌طر زیات شمېر مفادپرست او د واک تږیو په مختلفو چلونه په بالشویک ګوند کې ګډون پیل کړ.
کمښت او اړتیاو چې کومه بدحالي منځته راوړله هغوۍ د انقلاب وروسته ټولنيزې ګډوډۍ ته لاره هواره کړه. ددغو شیانو د مخنیوي لپاره دولتي ګامونو ضابطې سختې کړې، ولې چې اړتیاوې او کمښت په حتمي توګه دولتي عناصر پیاوړي کوي. او افسرشاهانه (بیوروکریټیک)ډول حکومت رامنځته کوي. تر ۱۹۲۰ پوري اوضاع دا وه چې د لومړي نړیوال جنګ په مقابل کې د کارګرو شمېر تر۴۳ سلنې پوري پاتې شو. همدا ډول تولیدات له انقلاب وروسته چې د مخه یې زیاتېدل اوس په کمېدو شول. صنعتي تولیدات اوس فقط ۱۸ سلنه پاتې شول، همدارنګه د انقلاب کوونکو کارګرانو زیاتره برخه د انقلاب په ساتلو کې بوخته وه، بعضې بالشویکانو د انقلاب د ژغورلو په خا‌طر سخت ګامونه واخېستل، دداخلي ګډوډۍ او بهرنۍ بریدونو په ضد لینن او ټراټسکې، په ۱۹۲۰ کې وار کمیونزم (جنګي کمیونزم) تګلاره عملي کولو ته اړ اېستل شول . په دغو کړکیچنو حالاتو کې ددا ډول ګامونوسختې پایلې ودرلودې .