د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بشرپال فلسفي بهير کې پرجدلیات(ډیلیکټسیزم) خبرې وشوې

خان ولي خان بشرمل 28.04.2012 18:56

کابل ( ۲۴/۰۲/۲۰۱۲ ) :د بشرپال فلسفي بهیر نولسمه غونډه په خوځون علمي پرمختیایي مرکز کې تر سره شوه چې په دغه کې ښاغلي وکیل(ایډوکیټ)غفران احد پر جدلیات(ډیلیکټسیزم) پرانستې خبرې وکړې.
په غونډه کې عنایت الله دیدار، خلیل الرحمن، داود نیازي، مسجدي مالیار، عبدالودود پښتونځار، اربازخان، ولي خان اولسپال، همیشه ګل دښتي او ډیرشمېرفلسفیانو، اقتصاد پوهانو، لیکوالانو او شاعرانو ګډون درلود.
په خپلو پرانستو خبرو کې ښاغلي استاد غفران احد وویل چې کاینات په ازل کې داسی نه وه، لکه څرنګه چې نن ښکاری، دا ولی؟ علت یې دا دی چې کاینات او هر مادی شی له ازله او په هر وخت کې په بدلون کې موقعیت لري. ښاغلي غفران وویل چې فلسفه په دوه مکتوبونو کې ویشلې شوی ده، لکه عنیت پرستي(مثالیت پرستی) او مادیت پرستي.
په دا مکتبونو کې مثالیت پرست وایی چې تر ټولو لومړی شعور دی، چې وروسته مادی نړۍ تشکیلوی، د مثال په توګه انسان په خپل مادی مغزو کې د شعور له لارې د یو مادی شی انځور تشکیلوی او بیا وروسته تری مادی جسد جوړوی. لکه کور، څوکۍ، تعمیر، میز او نور د ژوند وسایل، همداسی د مرغیو الوت دا په ډاګه کوی چې د دوی د کتلو وروسته انسانانو الوتکي رامنځته کړی، او ماهی ته په کتلو سره یې بحری جهازونه رامنځته کړه، خو ولی بیا مادیت پرست دا هر څه نه منی او وایی چې داسې نده، لومړی ماده ده او وروسته ذهن رامنځته کیږی او د یو شی انځور، مادی جسد او فکر رامنځته کیږی، هم پر دا اساس دوی خیال هم مادی ګڼې.
هم دا تضاد دی چې عنیت پرست وایي د معروض عکاسی د بشر پر مغزوپریوځې او وروسته تری یو مادی شی را رامنځته کیږی، خو مادیت پرست خپل اختلاف داسی ښکاره کوی چې دا هر څه د دوی د نظریاتو او څیړنو په پرتله غلط دی.
نوموړ ی دجدلیات په اړه زیاته کړه چې جدلیات په خپل لفظې مانو کې د ضد مانا ورکوی، او دا په لومړۍ ځل یو جرمن فیلسوف، اقتصاد او ټولنه پوهه کارل مارکس په ساینسي توګه وڅیړل او د عمل لاره یې ورته هواره کړه، همدا علت وه چې مارکس جدلیات وروسته په دریو قوانینو کې وویشل، لکه
• دنفې نفې قانون
• د ضدین اجتماع (ټولې)قانون
• دکمیت نه معیار کې د بدلیدولو قانون
ښاغلي غفران د جدلیاتو په اړه زیاته کړه چې دا مخکې هم موجود وه، خو مارکس فقط دغې علم ته ساینسي بڼه ورکړه. البته دا خبره اړینه ده چې څرګنده شی، هغه دا چې مارکس او لینن دواړه له هیګل څخه اغیزمن وو، خو ولی بیا وروسته مارکس د خپل لارښوونکی په اړه وویل چې محترم جارج ویلهیم هیګل پر سر ولاړ وه، چې ما پر پښو ودورل!
د جدلیاتی علم لا وضاحت په اړه یې د ونو بیلګه وړاندې کړه، مثلا د ونې د تخم څخه ونه زیږون مومی، بیا ورسته له دې ونې ګلونه زیږون مومی، او بیا وروسته د دغه پرله پسې نفې وروسته ورستنې پړاو کې په خپله دا تخم د ونې نفې په خپله تر سره کوی، چې دغه دوام داره قانون تل دوام لري.
له دې قانون څخه معلومیږې چې بشر هم تل په بدلون کې اوسیږی، لکه تنفس، خروج، هضم او بیا په تیره د بشر هغه وړه وړه داخلې نظامونه چې د بشر د لوی نظام وړی وړی برخې جوړوی، تل په بدلون کې وی!
نوموړی د ټولنې جدلیاتی پاڅون ته هم اشاره وکړه، چې ټولنه څرنګه ځان بدلوی، او د بدلولو په اړه یې یو اړینې ثانیی ته هم علمی اشاره وکړه، نوموړی په دا خبره زور راوړ چې باید دټولنې د بدلون پر وخت هغه حساسه ثانیا ډیر په جدی توګه وڅیړلی شی، چې دغه د یو کیفیتی بدلون عامل ګرځی. دوی د اوبو مایع څخه ګاز ته بدلیدو عمل هم یو جدلیاتی عمل وګڼه، او دا یې هم تشریح کړه چې څرنګه د ۹۹ نه وروسته په ۱۰۰ ډګری سینټی ګریډ باندی اوبه له مایعی څخه پر ګاز بدل شی!
د پرانستو خبرو په ورستې پړاو کې تودي او ژورې پوښتني د ګډونوالو له لوری وشولي، لکه ولي خان اولسپال دا پوښتنه وکړه چې شعور نه وه، نو دا معروض څنګه رامنځته شول؟ او ښاغلی لیکوال او ژبپوهه عبدالودود پښتونځار دا وپوښتل چې ماده په خپله څنګه راپیدا شوله؟ ښاغلی لیکوال او اقتصادپوهه داود نیازی وپوښتل چې د مارکس اقتصادی نظام تر څو پورې په جدلیاتی توګه د کار وړ وه؟
دغه ټولو پوښتنو ته ښاغلي غفران په زغم او علمی استدلال سره ځوابونه وویل!
د لیکچر په ورستې پړاو کې ښاغلي استاد شاعر او ټولنپوهه همیشه ګل دښتي هم خبرې وکړی دوی وویل بشر د فطرتې قوانینواو مادې بدلونونو سره تکامل کوی، همدا علت دی چې بشر څرنګه له یو عادی وګړی څخه یو معاصر بشر شول.
بحیر په خپل وخت پای ته ورسیدل او دا چې باید ځوان ژبپوهه عبدالودوپښتونځار دا لیکچر ورکړی وی، خو د پښتونخوا څخه راغلی میلمه ته وخت ورکړی شو تر څو د بحیر ملګري د دوی له خبرو استفاده وکړی. همدا علت وه چې د دغه اونۍ لیکچر نوموړی د راتلونکی اونی لپاره پر غاړه واخیستل، چې موضوع یې ده (ژبپوهنیز اصطلاحات)، او له دې وروسته بل لیکچر خوږی ژبې شاعر عنایت الله دیدار د مرګ پر موضوع باندی واخیستل.
پای