د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بشرپال فلسفی بهیر

خان ولي خان بشرمل 21.04.2012 17:45

د بشرپال فلسفی بحیر څورلسمه غونډه په خوځون پرمختیایی مرکز کې تر سره شوله!
20/04/2012
موضوع/لیکچر: په افغان ټولنه او نړۍ کې د میرمنو تاریخ
پرانستې خبرې: ولي خان اولسپال

په دا غونډه کې ډیرو شعرانو، لیکوالانو او فلسفیانو ګډون درولوده چې د ښاغلی ځوان شاعر ولي خان اولسپال لخوا په یوه اړینه موضوع په افغان ټولنه او نړۍ کې د میرمنو تاریخ باندی لیکچر ورکړۍ شو. ښاغلی اولسپال دتاریخ تعریف او تشریح ورکړ، او وروسته یې زیاته کړه چې ښځی تاریخی، سیاسي، حقوقي او ټولنیز ژوند څرنګه تر خپل اغیزی لاندی راوستلی دی، او څرنګه یې د وخت په تیریدو د نرینوو تر تیرۍ او ظلم لاندی یې قرار وموندل.
ښاغلی اولسپال د میرمنو تاریخی شالید ته داسی اشاره وکړه، که په تاریخی توګه د نړۍپر تاریخ نظر واچوو نو د ښځو مقام ډیر اوچت راپیژنی. د تاریخ پوهانو په نظر او څیړنو کې دا په اسباط راسیدلی ده چې دبشریت د پیل نه تر اوږد محاله وخته پوری ښځه د ټولڼی واکمنه پاتی شوی ده. د نړی په ګوټ ګوټ کې چې چرته انسانانو ژوند کړی دی، نو هلته داسی اثار او پیښي وجود لری چې ښځه واکمنه او د ځانګړی مقام خاونده راپیژنی. زورګونو کالونو مخکې ښځه د ننی پیړی د ښځی سره ډیر توپیر لری. پیړیو مخکې د ښځی واکمنی وه، د کور ټبر او ټولنی مشره وه، نرینه د کور د یو عادی انسان په څیر ژوند کول، شتمنی او د اولاد خاونده یواځی میرمن وه او میراث هم د ښځو وه. په لومړی زمانه کې انسانانو د یوی ټولنی په څیر ګډ ژوند کوه، او د واده او یا هم نور داسی دودی شرایط نه وو، چې يواځی یو ښځه او نارینه دی یو بل ته منصوب وی او یا دی هم دوی تر منځ کوم رسمی تړون وی.
ښاغلی اولسپال په ډیرو واضحه ټکو کې وویل چې د میرمن غلامی د شخصی شتمنو د رامنځته کیدولو وروسته رامنځته شوله، ولی چې سړیو غوښتل د دوی پاتی میراث د دوی خپلو اولادونو ته پاتی شی هم دا علت دی چې دوی د واده دودونه، رسمونه لکه د کور تر شا او خوا چاردیواري او د پردی رسمونه په دا خاطر چې بل څوک ونه کولای شی چې د دوی دغه غلامی شتمنی ته په غلط نظرګوری.
ځوان اولسپال د میرمنو د دفاع او ستایلو په خاطر د یو څو نړیوالو او افغانی میرمنو تاریخی کړو ته اشاره وکړه، لکه ایما کولډ مان چې یوه روسی طبقاتی مبارزه وه، په اړه یې وویل چې نوموړی ډیر په جرات او حوصلی سره د ظلم، جبر، عدم مساوت او بی سوادی خلاف مبارزه کړی ده او د روسیه د خلکو په ویښتیا کې یې اړین رول پلی کړی دی. هم داسی د لیلاخالدفلسطینی پیغلی په اړه یې وویل چې د نوموړی قربانیانی د فلسطین د خپلواکی لپاره نه هیردونکی دی،
او د یوی بلی مبارزی هیریت توب مین په اړه یې وویل چې نوموړی په نولسمه پیړۍ کې په یو افریکایی غلامه کورنی کې زیږیدلی ده. چې د خپل اقا یا بادارانو څخه یې بغاوت کړی دی او په تيښته بریالی شوی او بیا یې خپله کورنی او قام ته هم د ازادی درس ورکړی ده او هغوی یې هم دخپل سپین پوسته اقاګانو له غلامی څخه ازاد کړی دی او دازادی لپاره یې تل مبارزه کړی ده.

د فرانسی مباریزی جون اف ارک په اړه یې زیاته کړه جون اف ارک د انګریزانو او خپلو مکرجنو پادریانو خلاف نه ستړ یکیدونکی مباریزی کړی دی او د چرچ د پادریانو هغه مکرجن او دروغحن رازونه یې خپل اولس په مخ کې بربنډ کړی دی چې له امله یې پادریانو په کلونو کلونو خپل اولس غولولی وو. او همدا رنګه يې انګریزان هم له خپل هیواد څخه په زوره شړلی دی.
نوموړی د ښځو د بریاو په اړه افغانستان هم له چا کم ونه ګڼل دملالۍ په اړه یې زیاته کړه چې نوموړی د ستری او لوړی ښځی رول لوبولی دی هم دا علت دی چې نن هم افغانان پری ویاړی. ملالی چې د میوند په غزا کې د خپلو افغانانو وروڼو سره وږه په وږه د جنګ میدان ته درومی او چې کله په دی پوهیږی دوښمن ډیر قوی او د بریالیتوب امکان یې زیات دی، د جنګ په میدان کې د افغانانو د ماتی اثار لیدل کیدو، نو ملالی په خپل افغانی غیرت او ولوله د ملی لښکر بیرغ پورته کوی او افغانانو ته وایی چې راشی، نن په خپل وطن او اولس سر قربان کړئ او دا لنډی وایی
که په میوند کې شهید نه شوی
خدای ږو لالیه بی ننګۍ ته دی ساتی نه
له پرانستو خبرو ورسته د پوښتنو لړۍ پیل شوله، ښاغلی ځوان لیکوال او ژبپوهه عبدالودود د میرمن د میراث په حقله پوښتنه وکړه نوموړی وپوښتل چې کله میراث شتون نه درولود نو بیا څنګه میراث د ښځو له لوری ورکیدلی کیدل. په ځواب کې وویل شول چې د میراث واکمنی د میرمنو د واکمنی نه وروسته راپیل شوله، خو بیا وپوښتل شول چې ملکیت شتون درولود که نه؟ په ځواب کې وویل شول چې اولاد هم په هغه وخت کې ملکیت ګڼلی کیدل.
بیا وروسته په خبرو خبرو کې پښتونځار د مور او میرمن په تاریخی شالید باندی د ټکو پوهنی له نظره پراخه رڼا واچوله. لکه مورـ مرۍ ـ لمرـ میر او نور داسی اصطلاحات یې روښانه کړه چې د مور په اړه وو.
دپرانستو خبرو وروسته ښاغلی فلسفی، ټولنیزساینس پوهه او شاعر همیشه ګل دشتی هم خپلی د عقل او حکمت څخه ډکی خبرې د اوریدونکو په مخ کې وړاندی کړی!
نوموړی زیاته کړه، چې میرمن ژبه ده، چې بچیانو ته ژبه ور زده کوی، میرمن سرچینه ده چې بچیانو ته عقل او شعور وربښی، میرمن ښکلاده، رڼا ده، دنیاده او اخر انسان دی.
هم داسی په غونډه کې ناستو نورو ځوانانو هم ګډون او پوښتنی درولودی، ښاغلی لیکوال داود نیازی او مسجدی ملیار هم له حکمته ډکی خبرې د اوریدونکو په مخکې وکړی او یو څه پوښتنی یې هم مطرح کړی چې د ښاغلی اولسپال له لوری ورته ځواب شولی.
بحیر په خپل وخت پای ته ورسیدل او د راتلونکی اونی لپاره د ځوان ژبپوهه عبدالودوپښتونځار لخوا لیکچر ورکول وټاکلی شوه، چې موضوع یې ده (ژبپوهنیز اصطلاحات)