د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خوار خزانه دار

خان ولي خان بشرمل 07.08.2012 14:24

په نړیوالو قوانینو او بشرې ادارو کې داسې هیڅ ډول قانون تر اوسه پورې ندي عملی شوي، چې هغه هیواد کوم چې د دوه یا ډیرو لویو قوتونو تر منځ د خپل منځې ګټو پراساس په جنګ کې ښکېل وي، وژغورلي شي. البته د دې هیڅ دا مطلب ندي، چې دا اداري وس نلري، یا نه غواړي چې دا هیواد له (Buffer State) څخه را وباسي.تر څو وکولای شي، چې دا هیواد په سُوله، نیکمرغۍ، ساینس او د نوي دور د نوي تکامل سره ژوند وکړي. خو د دوی د غبرګون ښودولو یو عمده علت دا دي، چې دا اداري خو یا د دغه لویو قوتونو په خوښه رامنځته شوی وي، یا دوی ته دومره وس نه ورکولای کېږي، تر څو دوی د خپلو پُلرونو د امر مخالفت وکړي یا ترې سر غړونه وکړي.
افغانستان په لویه وچه کې په سویلې او منځنې اسیا کې پروت هیواد دي، چې او بوته لار نلري، البته پریماني اوبه لري، چې د بل هر یو هیواد څخه زیاته بریښنا تولیدولی شي، ولی چې د دغه هیواد د اوبو رفتارمړ ندي، بلکې ډیر تُند دي. د افغانستان ستراتیژک اهمیت هلته زیات شي، چې کله دې شرقې او غربې اسیا راسره نښلوي، او هان دغه نښلول تر منځنې ختیځ پورې راسیږي، چې وروسته مونږ کولای شو، د غربی اسیا له لورې خپل ستراتیژک اهمیت تر اروپا پورې ورسوو.
ځکمنۍ، هوایې مواصلاتي او تر زمکې لاندې زیرمي یې په اسیاکې هیڅ ډول سیال نلري. زمکنې اهمیت ته په کتلو سره امریکایي او ملاشیا کمپونیو په پنجاب او وروسته په پښتونخوا کې په نړیوال سوایه موټر وي چې تر څنګ یې د اثارقدیمه په څیر د غریبانو کورونه تر نظر راځي، رامنځته کړه. دا پروژه د منځنې او جنوبي اسیا چې وروسته پلان د دغو سیمو له غربی اسیا سره نښلول وُو، په خاطر رامنځته شوی وه. همدغسې هوایې مواصلات هم د دغه سیمو د یوبل سره نښلول وُو. خو دا پلان د زبیښاک د خپلو کمپونیو د خپل منځې ډغرو له امله تر اوسه د ناکامۍ سره مخ دي.
په خپل اوږد تاریخ کې افغانستان د خپل غوره مواقعیت، روایت پرستي، خپلو مشرانو د جنایت، خرڅولو، سمیز او نړیوال زبیښاک د ناوړه تګلارو او موخو لپاره هیڅ معصر ژوند ندي تر سره کړي. افغانستان د اوم ثور مترقي خوځښت او اوښتون په تاریخ کې په لومړۍ ځل د خپلو تولیداتو د پیدا کولو خاوند کړ، چې تر ۱۹۸۰ء پورې یې د کال ۳۰۰ میلیونه ډالر صادرات کول، ګاز یې تولیدول، لاسې صنعت یې وده وکړه، بریښنیز تولید یې مخ په زیاتیدو وه، کورنې صنعت یو انقلابې وده پیل کړي وه. د فابریکو د رامنځته کولو پلانونه چې سردار دواد خان هم په نظر کې درلود، عملی کېدل پیل شول، د افغانستان په تاریخ کې په لومړۍ ځل له توهماتو او اساطیرالاولین څخه پاک نصاب آماده کېدولو کار پیل شول.
خو له بده مرغه د دغه صادراتود ګټي ۹۰ سلمه برخه د روس د جنګ او قرضونو ښکار کېدله، البته وروسته د مجاهدینو په سپیڅلی جنګ کې سل په سله کې له منځه ولاړه. او نن د تعصف وړ خبره ده، چې نن مونږ خپل دومره تولیدات خارج ته صادروو، چې زمونږ د بودیجې ۳.۵ سلمه برخه جوړوي، چې په دا کې ۹۵ سلمه برخه یې د خصوصې سیکټور لخوا خارج ته د شخصې ګټي په خاطر صادریږي. چې وروسته هر کال یې د هیواد صادراتو۶۰۰میلیونه ډالرو کې ۵۰۰ میلیونه ډالر د شخصې تجارانو له لورې په خارجې یا د دوبۍ په بانکونو کې ذخیره کېږي. بل لورې ته مونږ د خپلی بودیجې لخوا ۵۲ سلنه برخه په خارجې واریداتو مصرفوُو(۱).
په داسې حالت کې چې د افغانستان د نوي اقتصادي قانون له مخې له ۲۰۰۰۰ ډالرو څخه زیات پانګونه هیڅ افغان تاجر نشې کولای چې خارج ته واستوي، خو بیا هم دا لوی جنایت کېږي. بل لورې ته هیواد د کال ۸.۲۷ (اته زره او دوه سوه اویا میلیونه ډالر)میلارډه ډالرو شیان ځان ته وارید کوي(۲).
په دی ملکونو کې زمونږ هغه هیوادونه چې مونږ ډیر شیان ترې خپل هیواد ته راوړو، په سر کې یې پاکستان د ۳۶ سلمی سره قرار لري، امریکه د ۹.۳سلمې په درلودولو سره دویمه مرتبه لري، جرمني د ۷.۵سلمه سره درېیم او هند د ۶.۹سلمی سره څلورم مقام لري. له پاکستان پرته هر کال دا هیوادونه بدلون مومي، خو د واریداتو دا کچه کمښت نه مومي. دا ولي؟ دا په دا خاطر چې مونږ په هیواد کې هیڅ ډول تولیداتي فابریکي نلرو، چې وکولای شوو، خپل لاسي صنعت، تخنیکي صنعت، د میوو صنعت، د تیکنالوژي صنعت او د غرونو د لرګیو د فرنیچر صنعت په خپل هیواد کې د خپلو خلکو په مټ په خپل کورنی زیار د اصل قدر پر اساس پر مخ یوسو.
دا په داسې صورت کې چې هره ورځ د میلیونو ډالرو، لرګي، کالیني، وچه میوه، تازه میوه د خپلو داخلي جنایت کارانو او داخلی وړوتجارانو لخوا د خپل عادي ژوند د خوندې کولو په موخه ګونډې هیواد پاکستان او ایران ته په غیرقانوني توګه صادریږي، چې په دا کې ډیر شمیر زمونږ داخلی امنیتي او اداري چارواکي هم لاس لري، د وطن د بی سرنوښت باعث ګرځي، او هیواد په ګډوډي، بی کاري، بیسوادي او خیرات غوښتلوبدلوي.
د ملت له وګړیو څخه ۲۵۰۰ ځوانان هره ورځ د بی کاري کندي ته ور غورځیږي، ۳۰۰۰څخه ډیر بچېان بیسواده کېږي، ۴۰څخه زیات ځوانان ځان وژني، له ۱۰۰څخه زیات ځوانان په عمل کولو اموخته کېږي همدغسي له ۱۰۰ څخه ډیر وګړي د ورانکارانو او جنایت کارانو په ډلو کې ځای پر ځای کېږي. خو بل لورې ته د نړیوال بدمعاشي ټولني ناټو او امریکا که چېرې په ورځ کې په ګران وطن افغانستان کې یو وګړي هم په سپیڅلۍ خاوره کې د ناپاک جسد سره تر خاورو لاندې کېږي، نو ویلی کېږي، چې مونږ دا زیان نشو زغملی، مونږ د ورځي لس میلیونه ډالر مصرف نشو زغملی، په داسي صورت کې چې دا جنګ د افغانانو ندي، بلکې د نامرده پاکستاني جرنیلانو، د امریکایانو او اروپایې لویو لویو کمپنیو لخوا لګولی شوی دي، خو قرباني یې افغان بچېان د طالب، مجاهد، ملی اردو، عسکر، کافر، مرتُد او جاسوس په نوم وژلی کېږي، چې دوښمنان له اسلام آباد، برسل او پنټګان څخه په خپلو خپلو سترګوکېو کې ورته ګوري، او تماشه کوي.
هر هغه اداره، سیاست دار، پُروفیسر، عالم، مُلا، مجاهد او څیړونکي چې د زبیښاک د موخو په لاس ته راوړلو کې عمده رول لوبولی شي، او د دوی په پلانونو ښه کار کولای شي، دوی ته ګوډاګيتوب کولای شي، د دوی د ګټو راتلونکې تشکېلولای شي، د ملت شعور ماتولی شي، ملت ړندولی شي او د زبیښاک حضور دایمي کولای شي، خوندې دي، او له امکاناتو برخه من دي. خو هر هغه اداره، سیاست دار، پُروفیسر، عالم، مُلا، مجاهد او څیړونکي چې د زبښاک په مرګ کې، بربنډولو کې، ضعیفه کولو کې او ملی شعور راپیدا کولو کې عمده رول لوبولی شي، له منځه ځي، بدنام کېږي.
په داسې صورت کې چې د دغه شان سپیڅلیو څیرو د بدنامولو، تورور کولو او مړه کولو لپاره د د وښمن لخوا په داخل او له هیواد څخه د باندې مرکزونه جوړ شوی دي، چې تش زمونږ په هیواد کې نه، بلکي په عراق، سُوریا، عرب، ایران، پاکستان او په خپله په دغه هیوادونو کې د دغه ډول خلکو د وژولو پروپوزل وړاندې ورکولای کېږي، بیه یې لیګیږي، چې په بیلا بیل هیلو، بهانو او چالونو تیر باسلی کېږي او یا په وروستۍ پړاو کې د مرګ کندي ته ور تیلا کېږي.
خو د دغه ټولو کارونو تر شا فقط یو شی فعاله ونډه لري، اقتصاد!
نړیوالی ټولنی افغانستان ته د یو اوږد کورنۍ خو په اصل کې سوړ جنګ وروسته را دنګل، یو خاص کېفیت ایجادوي، چې اخر په دا ختمیږي، چې دوی د یو اوږد محاله پلان سره دلته راغلی وو، چې د دغه موخو یو څه اشاري او نښي یې د ۲۰۰۸ نړیوال اقتصادي بُحران څخه هم ښکاره شولي. خو دا اوس نا څاپه دوی د وتلو خبرو سره هغه افغانان چې زړه یې له امریکایي حضور سره سم حرکت کوي، په لوی تشویش کې اچولی دي، البته د دوی تشویش به له دغه سره هیڅ رفع نشي، که چېرې دوی ته دا اطمینان ورکړي شي، چې تاسو ډاډه اوسیږئ، امریکه نه غواړي افغانستان له لاسه ورکړي، یا بیرته د طالبانو په شان ځواک په قوت کې راوستل غواړي.
ولی چې دوی مانا طالبانو د ګاز، تیلو، معادنو پروژي عملی کولو لپاره په ځواک کې راوستلی شوي وُو، چې هیڅ مانا یې ورنکړه، اوس دوی غواړي چې دلته یو داسي دولت رامنځته کړي، د یو څو وخت لپاره امریکا هغه ځاي ته وکوچېږي، چې هلته هرڅه د موجوده اقتصادي کړکېچ له منځه وړلو لپاره په آماده حالت کې تر لاسه کړي(سُوریا، لیبیا، ایران)، او بیا یو څو وخت پس بیرته افغانستان ته له خپلو ډیرو انجینرانو او کمپانیانو سره راشي، چې هغه وخت کې دوی موقتي نظامي حضور او ګوډاګي اداري د دوی د استحصال لپاره زمینه برابره کړي وي.
خو د دغه مطلب دا ندي، چې د نړیوال زبښاک سُوریا، ایران یا عربي هیواد ته د پام اړولو سره به په افغانستان کې د لویو ځواکونو تر منځ سیالي پاي ته ورسیږي، باید دا هیره نکړو، چې مونږ نن هم د چېن، چاپان، هند، امریکه، ترکېه او رُوسیه په څیر لوی لوی سنډاګان لرو، چې د دوی د کمپانیو تر منځ افغانستان د معادن یا ستراتیژک په برخه کې ویشلی شوي دي، او هر پانګوال هغه څه لاس ته راوړي، چې پایله یې د خام موادو لاس ته راوړل وګرځي یا ستراتیژیک اهمیت او یا د یو بل د ضعیفه کولو لارې چارې په افغانستان کې ولټوي.
مونږ باید له یاده ونه باسو چې د افغانستان د ۲۰۱۰ میلادي کال وزیر د امریکي لخوا له وزارته لرې شول، د دې هیڅ دا مطلب ندي، چې هغه ډیر سپیڅلی وه، بلکې هغې د لوګر د مسو په کان کې د چېن په حق کې دا پروژوا ورکولو کې ۳۰میلیونه ډالر بډۍ اخیستلی وي، چې وروسته د امریکایې استخباراتو په راپور له مخې د دغه پروژي د چېن په لاس کې د ورکولو په پاداش کې لرې کړ. زمونږ خوار خزانه دار هر څه لري، خو بیا یې هم په غیږه کې بچېان ناره، بربنډ او وږي اوده کېږي.(۳)
د ۲۰۱۰ء امریکایې بلیک او ویټیچ کمپنیو چې د سړک جوړوني، پُلونو او لویو پروژو په اخیستلو کې لوموړۍ مقام لر، د سروي له مخې خوار خزانه دار ۳۶ټریلیونه فُټ کېوبیک (۱۰۰۰۰۰۰۰۰۰ کېلومیټر)ګاز لري. ۳.۶ میلیارډه بیرل(دری زره شپږ سوه میلیونه بیرله) تیل لرو، که چېرې ۳۰۰میلیونه بیرل هر کال افغانستان په نړیوال بازار کې د یو بیرل ۱۰۰ډالرو په بیه خرڅ کړاي شي، نو افغانستان ته د کال ۳۰۰۰ میلیونه مانا ۳ میلیارډه ډالر فقط دا تیل ګټه ورکولی شي، چې په پایله کې یې هیڅ ډول نړیوال مرستي(خیرات)ته اړتیا نه تر سترګو کېږي. همدسې مونږ سره د ۱۳۲۵ میلینونو بیرل مایع ګاز په وطن کې شته دي، چې په وطن کې یې د صفایې فبریکو جوړولو په ترڅ کې د تیلو په پرتله زیاته ګټه کولای شي. (۴)
افغانستان له عربستان سعودی وروسته دویم هیواد دي، چې د لیتیم په نوم یو ډول خام مواد لري، چې د لیپ ټاپ کمپیوټر بیټرې په جوړولو کې په کار راځي، دا په خپله د میلیونونو ډالرو پانګونه له جاپان، کوریا او چېن څخه د هیواد ملی خزاني ته را وریدلولی شي. د یو اټکل له مخې افغانستان د معادن له ودي څخه د کال زر میلیارډه ډالر ګټلی شي، دا په داسي صورت کې چې افغانستان د کال ۱۲میلیارډه ملی، نظامي، حکومتي او اقتصادي مصارف لري، او که چېرې دا مصرف ترې وباسلي شي، نو پاتي ۹۸۸ میلیارډه ډالر افغانستان ته خلاصه ګټه پاتي کېدلي شي، نو په داسي صورت کې به لوږه، بی کارې، بیسوادي، ناروغتیا، له افغانانو څخه څه غواړي؟
د موجوده نظام او حکومت لخوا د دغه معادنو د را ایستلو لپاره هیڅ ډول لاره نشته دي، دوی سره هیڅ ډول پلان نشته دي. البته یو دا یې کړی دي، چې د زبښاک د لویو اقتصادي خزانه دارو په مرسته د نړیوال بانک ریسانو او وکېلانو په مرسته یې د دغه معدنو نه د را ایستلو لپاره یو څو ټکي قوانین رامنځته کړي دي. کېدی شي، نړیوال بانک یو دا شرط هم د افغانستان په ناکامه اداره باندې ایښودلی وي، چې د دوی د اجازې پرته دوی نشې کولای چې دا معادن را وباسلی شي، مطلب د دغه معدنونه په راوباسلو کې د نړیوال بانک مشوره اونظر ډیر اړین دي. البته دا جلا بحث دي، چې آیا افغانستان د دغه معدنونه د را وباسلو وس لري که نه؟(۵)
نو آیا څه وکړو؟
دا باور چې نړیوال یا موجوده افغاني اداره به دا معادن راوباسلی شي، یو خوب دي، خو بیا هم د هغه خلکو د زړه کېښودلی لپاره باید دا نظر وړاندي کړم، چې دا معادن د لویو لویو کمپانیانو د صیبانو په مرسته قبر ته تللی شي، خو د افغان بچي کور ته کار، کالي، پوهه، کور، شعور، ډوډۍ،خوند، ښه ژوند او سُوله نشې راوړلي، ولی چې دا مالکان دا معادن د افغان بچېانو د ښیګړي لپاره نه رواباسي، بلکي د خپلو ګټو لپاره یې راوباسي.
ښه به دا وي، چې افغانستان ته له ملګریو هیوادونو څخه د سافټ، هارډپیټرولیم پوهان، زمکپوهان او انجینران را وغوښتلی شي، چې تر یو ټاکلی وخته پورې د افغان بچېانو په روزولو کې فعاله ونډه ولري، او د افغان بچېانو په خپلو پښو ودریدلو وروسته د دې ملګریو هیوادونو د کارګرانو او پوهانو معاشونه ورکړي شي، چې دا کار د روغتیا په څانګه کې دکېوبا او وینزویله او بعضو عربي هیوادونوتر منځ اوس روان هم دي. راغلیو ښاغلیو دا کار په لسو کالو کې کولای شول، خو ولی دوی دا نه غوښتل، همدا علت دي، چې نن هم زما بچي له بریښنا، سړک، پوهي،شعور، کور، ډوډۍ، سُولي، کلتور او تمدن څخه لرې خړي پړي کېږدۍ او تیاری ته ناست دي.
خو د هرې ټولنی له یو ټولنی څخه بل طرز یا ساخت کې بدلون د یو ټوپ، تکان یا انقلاب په واسط رامنځته کېږی، د دغه ټولنیز تکامل د عمل او حرکت تکېه د هر وخت ټولنیزژوند ته ژوند بښونکي تولیداتي ځواکونوتکامل او بدلون باندې وي. د تولیداتي ځواکونو پیاوړتیا، ځوان کېدل، تکامل موندل، د وخت له نظام چې پر عینې حالاتو، سره تړلي شوي دي. همدغه شان د دې ځواکونو تکامل، فرسُوده کېدل، متروکېت هم د دغه نظام له اقتصادی، پایو او رفتار سره تړلی شوی دي. (۶)
چې کله یو نظام د خپل ژوند ورځي خلاصي کړي، تل یې زنګ وُوهي، نو بیا ورو ورو د دغه نظام په تل کې یو بل نظام چې اساسات یې د فطرتي قوانینو لخوا د عینې حالاتو په مساعدولو سره کېښودلی کېږي، وده کوي او ځان د ټوپ لپاره آماد کوي.

ماخذ
1- www.economywatch.com Date: 9 March 2010
2- www.economywatch.com Date: 6 March 2010
3- News Desk Team, economywatch, 14 June 2010
4- www.economywatch.com Date: 6 March 2010
5- News Desk Team, economywatch, 14 June 2010
6- National Question and Marxist Internationalism, Ted Grant, Alan Woods, Lal Khan

د یادونې وړ خبره ده، چې د دغه لیک زیاته معلوماتي پانګه له ایې-ایم-ایف، نړیوال بانک، بین المُلل، او-ای-سی-ډې/ سی- ایې-ای/ سی-ایې-ای نړیوال حقایق، انټرنیټ نړیوال حقایق او
څخه اخیستلي شوي دي.The Heritage Foundation and Transparency International