انځوریز سیاست
19.09.2012 12:21د نړۍ د طبعیت تکامل د مختلفو پیښو پراساس د وخت په تیریدو سره ورو ورو خپل معیار ته راسیږي. لومړنیوانسانانو خپل طبعیت په غیر شُعورې توګه څارل، چې دې کار هغه شیانو ته لاره هواره کړه چې د خپلو اړتیاوو په خاطر انسان کول، او د وخت په تیریدو سره یې عملی بڼه خپله کړه، او یو دودیزه لاریې رامنځته کړه، چې دې ډول دودونو په غیرشُعورې توګه کم مترقې، نیم مترقې او عصری ودې ته يې مخه کړه. چې دغه بیاد چاپیریال په بدلون سره بدلون وموند او ټولنه یې د زمان په حرکت سره پر مخ بوتله.
د انسان د تاریخ څخه مخکې ژوند ته پرې هیسټرې(د تاریخ نه وړاندې) پیر هم ویلۍ کیږی، چې په دغه کې د انسان خپلی منځې روابط د نشتون برابر خو د حالاتو په بدلیدو، او د اړتیا په رامنځته کیدلو انسان خپلی منځې روابط د پیاو ړتیا پر لورې بوتلل چې وروسته یې د یو ټولې او بیا د یو قبیلی او دغه دا نن یې د یو نړیوال غونډل صورت خپل کړی دي.
د لیک دود نه وه، البته وروسته ډیر وخت پس دا دود د انځوریز لیک دود په څیر رامنځته شول، چې په منځنې ډبر پیر کې کارولۍ کیدل، او هغه دا چې بعضوټولیواو قبیلو به مخصوص ډول انځورونه کارول دوی به په غټوډبرو، د ونوپه پاڼو، او زمکه دا انځورونه کیندل چې دا د دوی د لیک دود وه، د بیلګې په توګه دوی به په دا لیک کې میښو ته د ناستي نوم ورکړ، زمرې ته به یې د وهلو نوم ورکړ، شادې ته بی یې د تیښتې نوم ورکړ. چې دا ډول لیک د وخت د اړتیاوو پر اساس یو پیاوړی لیک وه.
البته دا اوسنۍ لیک څرنګه موجوده کمپیوټرې لیک ته راورسید، دا یو اوږد او فلسفې بحث دی، چې په یو بیل کتاب کې پرې مفصل بحث کیدلای شی. خو دلته د دغه ټول جریان دا مانا وه، چې په خوا څرنګه انځورونو خبرې کولی او نن زمونږ په سیاست کې څه مانا او رول پلی کوی، د بیلګې په توګه د ملی قهرمان شاه مسعود په اړه ډېرهېواد وال دا خبره کوی چې نوموړی به نور څه نه کول خو فقط د خپلو انځورونو لپاره يې د یو نړیوالی ګیلری خوبونه لیدل، او بل دا چې د پاکستانی لومړی د باندنیو چارو وزیرې انځور ته په کتلو سره د هند وزیر اعظم ناڅاپه وویل چې دا خو مونږ سره سیاست نشی کولای البته زمونږ په فلمی صنعت کې زمونږ صنعت ته ډیره ګټه رسولی شی.
همداسې د بودا، اومر، سقراط، اپلاطون، ارسطو، الیګزینډر، موسی، عیسی، جارج واشنګټن، جارج هیګل، قطب الدین(انځورګری یې کفر ګڼل)کارل مارکس، لینن، سټالن، وډرو ولسن، هيټلر، مسولینی، چرچل، روزویلټ، عبدالناصر، مولانامودودی(د قطب الدین دنظر پیروی کونکی وه) ګاندهی،چوګیوره، صدام حسین، خمینی،نورمحمدتره کی،نجیب الله، اسامه ، اوبامه،او د مکی د امام پرانځورونو چې ملټی نیشنل کمپنیاني څومره پانګونه او ګټه کوی دا یو لوی حساب غواړی البته دوی د نظام په ملګرتیااو د خپلو ګټو پر اساس له هر چا څخه اتل او خاین جوړولی شي، که مونږ پرون ته وګورو نو د نور محمدخان تره کی انځور چې له تر اوسه پورې یې فقط یو انځوربازار ته معارفې شوی دی اوپه بازار کې تر لاسه کیدلی شی، کفر ګڼل کیدل خو اوس یې خلک په خپل کور، دوکان او موټر کې د ویاړ لپاره کاروي، یو اړین انځورګریز بدلون دي.
خو بعضی داسی انځورونه لکه د شاه مسعود، اسامه او ملاعمر انځورونه د نور محمد خان تره کی، ډاکټر نجیب اوداود خان په پرتله په بازار کې زیات قدر لری، علت یې دا دی چې دوی ته د بازار او نظام دروند ملاتړ تر لاسه دی، دا نظام او دا سرمایه غواړی چې دوی د دې نظام مادی فکری پانګه وګرځوی، او که دوی په فزیکې ډول حضور ونلری، نو په رُوحی ډول د دوی مړه حرکتونه او ناوالي کړني د خلکو د احساساتو له لورې کاروي. له بده مرغه زمونږ رسني هم د دوی په واک کې دي. یو پیاوړي مفکر میلکالم ایکس د رسني په اړه وایی: “د دُنیا پرمخ تر ټولو ستر ځواک چې دي، همدا دي، چې له مجرم څخه معصوم جوړ کړي او له معصوم څخه مجرم- - - ولې چې دوی د خلکو پر ذهنیتونو واکمني کوي”.
د افغانستان د اساسی قانون له مخې په ملی ادارو کې او بیا په تیره نظامی ادارو کې د سیاست کولو او کارولو حق هیڅوک نلری،ولې چې هم دا ناوالي سیاست وه، چې شاه نواز تڼی یې پر نظام کودتا کولو ته وهڅول، او اداري یې خرابی څه، په پاکستان یې خرڅي کړي. خو بیاهم مونږ ګورو چې د ملی اردو په وړو لویو ګاډو، شیشو، سیټونو، شاته مخکې، په کوټو کې، ودانیوکې، او د هېواد په نورو ولایتونو کې د ملی اتل شاه مسعود، ربانی، دوستم او سیاف انځورونه لیدلی کیږي، رښتیاخو دا دي چې همدا ملی اتلان وو، هیواد یې پر کی-جی-بی------------ سی-ایی-ای----------- ایی-سی-ایی خرڅ کړ او د نورو زبېښاکي ځواکونو ته يې اړ باسل، همدا اتلان وو، چې په موجوده اردو کې یې هر چرته انځورونه راځوړند شوی دی، همدې اتلانو له لاسه ځپلی شوی ده، او برباده شوی ده.
د افغانستان په سیاست کې انځوریز سیاست دومره عادی شوی دی، چې په ورځ کې یو نه یو انځور د یو نوې ملی اتل په نوم چاپ کیږی او بازار ته وړاندې کیږی، دا اتلان مخکې نه هېوادوالو لیدلی دی، نه یې پیژنی، اونه یې د هېواد او بشریت لپاره څه کړی دی، خو بس چرته نه چرته په کومه شخصی مسله کې ګیر شی او وژلی شويدي، نو مادی پیروکاران ځان ته ترې تعویذ جوړ کړی او دا پلتي هره ورځ په اوبو کې ځان ته د بې خونده اوبو سره ګډه وی او د اړتیا په وخت یې څکې، خو خلکو ته هم وایی چې راځئد فلانی مسعود اودادالله پیرانو په نوم یې نوش جان کړی.
ډېر په خواشېني سره که ملی جنایت کاران چرته د خرګاډی په ډغرهکې مړه شی نو وروسته پاتی پیروکاران یې د ملی اتلانو په نوم ملت ته د خپلو ګټو په خاطر ورپیژنی، خو که د ملت بچیان له دوی څخه دا پوښتنه وکړی چې دا ملی اتلانو د پاکستانی، روسېي، امریکایی او انګلیسي زبېښاک سره په څه او ولې د ملت او د مور د شیدو په سر سودا وکړه، نو د دې پیروکارانو ځواب به دا وی چې مونږ باید ارتجایی او واقعګرې سیاست زده کړو او له حالتو سمه ګټه پورته کړو، خو دوی په دا هم باوري دی چې د مور د سینی شیدي کله، چرته او په چا خرڅول جایزدی، او ولې خرڅول دی، او د دوی ګټي پکې څه دی، دا د دوی ځوابونه دی!
البته دوی په دا ډېر کم پوهیږی چې ملت چا ته ملی اتل وایی، او ایا د دوی دې ملی اتلانوخلکو ته څه کړی ده، د دوی د کور، ډوډۍ، کالو، پوهنې، روغتیا او روزګار مسله یې ورحل کړی ده که نه؟ نو د دغه پیروکارانو ځواب به دا وی چې نه؟
نو بیا دغه ښاغلیو ته چې له ځان سره یې ډېرو راغلیو ته د راتګ زمینه برابره کړی ده، څرنګه ملی اتل ووایو؟
دا ښاغلي بعضو ښاغلیو ته دومر ه ګران شوی دی ، چې اوس یې د دوی له مرګه وروسته انځورونه په تشنابونو کې هم لګولی دی، او دا بیله خبره ده چې د ملی اردو په ټرکونو او بسونو کې یې نسب کړی دی، چې ډېر شمیر ځوانان به د زړه له کومه د دوی دې مړو شکلونو سره اختلاف ولری! او یقیننا یې لري -- - -
په دا ورستیو کې د دغه ډول اتلانو انځورونه لا زیات شوی دی، لکه د ربانی له مړنې وروسته د ربانی د انځورونو یو بې موسمه باران،د کرزیی د دوه نږدې یارانوانځورونو، د کرزیی د ورو احمد ولی کرزیی د انځورونوبې موسمه له تورو وریځو سپین باران، د قوماندان داود د انځورونو ګډوډ باران،او بیا په تیره په دا نږدو ورځو کې یو نوې انځوریز باران پیل شوه، چې له ځان سره یې استاد یاسر، استاد برادر، رحمانی، سنجر او د کورنۍ غړي یې هم لاهو کړه، یو عجیبه او نا هیرودونکې باران وه.
خو پاتي ملګری یې ځان پر دا خوشحالی وی، چې د دوی په انځورونو به د نوموړیو رُوح ته څه استراحت ورسیږی، خو داسې هیڅکله نه کیږی، د دوی رُوح ته به هغه وخت څه راسیږی، چې دوی خلکو ته څه ورکړی وی، دوی خلکو ته هیڅ ندی ورکړی، البته په دا ورستیو کې یې پیروکاروانو د کابل د مطعبوصیبانو ته د انځورونو د چاپ په بدل کې ډېر څه ورکړه، دوی د کابل او افغانستان د خلکو استازوالې کوله، خو د غمونو، دردونو، ژړاګانو او مریضیو یې تداوی نه کوله، نو داسې خلک بیا ډېر کم په تاریخ کې په ښو ټکو کې یادیږی، همدا خلک وو، چې زمونږ ملت یې د سُولې د راتګ خبرې کولی؛ خو ولې دوی هیڅکله د سُولې لپاره عملی هلی ځلی ندی کړی، که چا کړی هم وی، د خپلو ګټو او نظام د ساتلو لپاره به یې کړی وی.
دا هغه عناصر دی چې د نظام د ساتلو خبره کوی، او د انګلیسي اصطلاح سټیټس کو ساتنی کارورکوی، او ملت په مختلفو بهانو لوبوي، خو په حقیقت کې هم دغه خلک د دغه نظام د ساتلو او ژغورولو کار ورکوي.
خبره د ا پاتی شوله چې د ایران ګډګیان د خُمینی په انځورونو باندېهرڅومره مصرف وکړي، د ملت پراحساساتو باندې به هیڅ ډول اغیزه ونکړی، خو په هغهصورت کې چې ملت پر دا پوهه شی چې خمینی او ملګری یې د واقعګری سیاست له نظره د اسرایل سره څرنګه د وسلو کاروبار کول، او په بدل کې بیا څرنګه شیخانو عربیانو د ۴۰۰ میلیاردو ډالرو په مرسته عراق د ایران پر ضد وکارول، د خُمینی انځور کارونکي عام وګړی په دا خبر شی چې څرنګه خمینی د مُلایانو په مرسته د هېواد د غریبو بچیانو هغه چپ لاسې قوتونه چې اکثره یې غریبا طبقه وه، ووهله او بیا وروسته همدغه مُلایانو پر خمینی څرنګه پاڅون وکړ، او ټولې ملی اداري یې ورو ورو په خپل لاس کې واخستلی خو په داسې حالت کې چې خمینی د هټلر د دیکتاتوری څخه کم رول ندی پلی کړی، د فوځ مشرټاکلو، وزیرانو ټاکلو، رئیسانوټاکلو، ستره محکمه او مشرانو ټاکلو واک بشپړه د خمینی په لاس کې وه، پر یو هېواد بریداو یا دیو هېواد سره سوله کول هم د نوموړی په لاس کې وه.
خو بیا هم خُمینی ونه کولای شول چې پر مُلایانو کنټرول بیاموندی، او ورو ورو یې ټولی اداري تر لاسه کړی، له دې داهم منو چې خمینی یو پوهه راهبر نه وه، او د سیاست کولو حق یې نه درولود خو له دیکتاتوری څخه یې کار واخیست او د یو مخصوصی مُودی لپاره یې قدرت تر لاسه کړه، اوس که د خمینی انځورونه په بازار کې ډېر خرڅیږی او د هر هزاره ورو په کور کې ساتلی کیږی، نو له دې دا معلومیږی چې باید مونږ د خمینی ژوند او انقلاب کول سم وڅیړو، خو چاته دا حق هم نه ورکولای کیږی چې دغه هزاره ورو په زوره له دې کاره لرې وساتلی شي. په داسی حالت کې چې مونږ په خپله د مُلا عمر صیب انځور ځان ته غوره ګڼو خو د خُمینی بد!
البته ملت دا حق لري، چې د هغه ټولو ملی جنایت کارانو څیرې ځان ته معلومي کړي، چې د دوی پر حقونو باندې یې خیټه اچولي وه، دوی کې یې د نفاق ریښي کارلي دي، ملی یوالۍ یې زیانمن کړي دي، د دوی زامن اولادونه یې وژلي څه چې له هر دور د تکامل څخه یې لرې ساتلي دي، کارولي یې دي، ځورولي یې دي، وژلي یې دي. د دوی شُعور یې له شُعور څخه مخکې وژلی دي. اوس مونږ حکومت ته چې په راس کې یې مجاهدین، ترهګر، شعوروژونکي،بشر افغان وژونکي قرار لري، خپل مړه رُوحونه هم پر مونږ را تپي، او ملت یې د بېکارې، بېسوادې، ګډوډې کندې ته غورځولو تر څنګ دوی د خپلو اتلونو ورځي د لمنځولو په موخه په اونۍ کې درې درې څلور څلور رخصتي کوي، په داسې صورت کې چې هېواد کار کار او کار ته اړتیا لري، بل لورې ته که چېرې زما غریب افغان یوه ورځ کار ونکړي نو په کور کې یې بچیان له لوږې ژاړې، خو حکومت دې ژوندې وی، او د دوی تګلارې - - - - - څه کول پکار دي؟