د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ایران یو ځلی بیا د ښکیلاک په منګولو کې

خان ولي خان بشرمل 23.08.2012 12:44

ایران د افغانستان په څیر په خپله سیمه کې یو غښتلی موقعیت لري. چې همدغه موقعیت یې د افغان وطن په څير خارجی مداخلو ته لاره هواروي. ایران په منځنې ختیځ او منځنې اروشیا کې پروت هیواد له ازربیجان، ارمانیا، ترکی، عراق، پاکستان،ترکمنستان او افغانستان سره سرحدونه لري. ایران څلورو لویو سیندونو ته لاس راسی لري. لکه په شمال کې کیپسین سیند ته، په جنوب کې پرشین ګلف، د اومن ګلف او بحرالعرب ته هم لاس راسی لري. د ایران د موقعیت غښتلیتوب هلته زیات شي، چې دا په شمال کې افریقې ته ورنږدې کیږي، نو دوی په ګډه د نړۍ د تیلو زیرمو څه د پاڅه ۶۰ سلمه او د ګازو د زیرمو ۴۵ سلمه وسایل تکمیلوي. چې دا په خپله یوه لویه اقتصادي پانګه ایجادولی شي، او د وخت په تیریدو سره د اسیایي او ګلف هیوادونو پیاوړتیا د دې باعث کیدلی شی، چې د غرب په پرتله د یو لوی ځواک په څیر په نړۍ کې وځلیږي، او د دې هیوادونو تل پاتې استحصال او ځپلیتوب ته د پای ټکي کیږدي.
بل لورې ته نړیوالي استعمارې کمپنیاني اعاده کوی، چې د ایران ډیر شمیر وسایل له تراوسه ندي څیړلي شوی، که چیرې دا وسایلو ولټولي شي، نو ایران یو ښه مواقعیت دي، د دوی د استحصال لپاره! ایران د زینک (Zinc)په برخه کې لومړۍ هیواد دی، چې تر ټولو زیاتي زیرمي یې لري. همداسې د مسو (Copper)په برخه کې دویم هیواد دي. د دي پرته هم په ایران کې اوسپینه، یورنیم، سپین زر، کرومیټ، مقنیطیس، کویله او سره زر هغه دولت دي، چې ایران یې د نړیوالو ادارو، خپلو زبښاکي کړیو(د ایران سیاسي مُلایانو) او ښکیلاک د پاملرنې او استحصال ډګر ګرځولي دي.
ایران په تاریخي شالید کې د ۱۹۱۷ء زيږديزکال څخه مخکې هم د بریتانوي او رُوسي ښکیلاک له لورې د مداخلو ډګر ګرځیدلی وه. دایران شمالی سمت د رُوسیه په واک کې وه، او جنوبی سمت یې د اینګلو-ایرانیان کمپنې، بریتانوي ښکیلاک په لاس کې وه. خو په رُوسیه کې چې څرنګه په ۱۹۱۷زيږديز کال کې د انقلاب په صُورت کې د بالشویکیانو واک راغل، لینن پاڅیدل، بریتانوي ښکیلا ک ته یې دړکه ورکړه، چې ګوری ایران نه د ستاسو دي او نه زمونږ، ایران د ایران د خلکو دي. دا لومړۍ ځل وه، چې د ایران په اړه لویو قوتونو د یو طرف ته کیدلو پریکړه وکړه.
لینن په لومړۍ ځل د رُوسیه فوځیان بیرته رُوسیه ته را وغوښتل، ایران ته یې ورکړي قرضونه وبښل، په ایران کې میشته رُوسي اور ګاړي، تارونه، او نور قیمتي آلات ایران ته ورکړي شول، خو د رُوسیه د راوتلو سره سم بریتانیا ته د لا مداخلی زمینه برابره شوله. له دې ځای څخه بریتانیا د ایران د لوړي طبقي په واسط په رُوسي بالشویکیزم کې مداخله پیل کړه. بل لورې ته یې لوړي طبقي ته یې پرایمنه امکانات ورکړه، خو خواره طبقه یې د لا ظلم او جبر لاندې راوستله. د یو پلان له مخې بریتانیایي زبښاک احمدشاه خارج ته د عیاشي لپاره ولیږدول، او په داخل کې یې له وثوق الدوله سره پټي معاهدي وکړي. چې په ترڅ کې یې ایران په بشپړه توګه د یو ګوډګیتوب حکومت صُورت خپل کړ.
خو د ایران مباریزو خلکو د دغه معاهدی پر ضد له ګیلان او آذربیجان لخوا د مرزا کوچک خان په مشری کې سخت خوځښت پیل کړه، چې په پایله کې یې د وثوق الدوله لخوا په زرګونو آزادي غوښتونکي مړه، ژوبل او زنداني شول. خو وُروسته همدې سړي د داخلی تضاداتو په ترڅ کې د خپلو ملګرو پر ضد د انګلیسیانو سره راکړه ورکړه پیل کړه. چې له امله یې چپ لاسۍ سیاست د ګډوډې سره مخ شوله، دا په داسې حال کې چې د دې سره په لاسګونو نور خوځښتونه هم یو ځای شوي وو، او د ایران خلکو دوی ته د قدر په سترګه کتل، البته کله چې یو لوی ملی هدف یا بشري هدف په نظر کې ونلرلی شی، نو دا خوځښت د راکړي ورکړي پړاو ته ډیر نږدې وي.
خو وُروسته بالشویکیزم یا لیننیزم څرنګه له منځه ولاړ، او سټالینزم د واک پر ګډۍ کیښانستل، یو جلا او فلسفي بحث دي، البته په لنډو ټکو کې ویلای شوو، چې د دوی ملګریو او د ټراټسکي وړاند ویناوو دا اوضاع له دې وړاندېبیان کړي وه،چې وُروسته نوموړي د میکسکو په ښار کې په مرګ ورسولی شول،او بل دا چې دوی د مارکس له جدلیاتي(ډیالیکټي)قوانینو څخه هم مُمکنه خبره ده، چې سرغړونه کړی وي، چې په هغه کې یو قانون له مقدار څخه معیار ته اوښتل هم وو. د دغه ماتي سره سم پر درېیمه نړۍ (د استعمار په اصطلاح) ژوري اقتصادي، ټولنیز، حقوقي او سیاسي اغیزي پریوتلي.
که د ایران اوضاعی ته بیرته راشو، نو په دا کې له انقلاب وُروسته اوضاع ډیره د پام وړ ده، د انقلاب کیدلو سره سم په ۱۹۸۰ء کې د C-I-A تر ټولو ستر مرکز له تهران څخه اسلام آباد ته منتقل شول(چې اوس هم شته دي). او واک اسلامی بنسټ پالانو او لیبرالو ته پاتي شول. له دواړو ډلوڅخه خبره خرابه شوله. او هیواد په بیلابیلو کورنیو جګړو کې ښکیل شول. خو وُروسته د خُمینې له لورې نازکې اوضاعی ته په کتو د واک ویشلو په خاطر دا ډلي په خپل منځ کې د ناستې او مصلحت په خاطر راوغوښتل شولي.
دلته سیاسي واک لبرالو ته یا روڼ اندانو ته د لیږدولو پلان ونیولی شول. د یادونی وړ خبره ده، چې لبرالان د غربي ډول بدلونونو ملګري، او د امریکي پر ملاتړ او ملتیا یې بسایا کوله، او په هیواد کې د جدې پوهنیز، کرنیز، ټولنیز او د اقتصادي اصلاحاتو غوښتونکي وو. د لبرال ډلي مشر ابوالحسن بنی صدر د ایران د خلکو له لورې د ۱۱ میلیونو رایو په اخیستلو درنه بریا تر لاسه کړه، او د مُلایانو د حزب انقلاب اسلامی نومانده حسن حبیبې فقط نیم میلیون رایی تر لاسه کړی شوي.
بل لورې ته هغه خلک چې په هیواد کې یې د امریکه ګډوګیتوب، ښکیلاک ته د پاي ټکي کیښودل غوښتل، او د زمکو مساوي ویش، د بزګرانو او کارګرانو مساوي حقوق او ونډه یې غوښتله یو لورې ته وغورځولي شول. خو ډیر ژر د لبرالو غړیو د امریکایی ګډوګیتوب بانډه را ورسپیړیدله. دا چې ایرانیانو د امریکی څخه سخته کرکه درلوده، او دا یې نه زغملی شول، چې د دوی مشران د امریکې ګډوګیتوب ته سر کیږدی، دې ته اړ شول، چې د مُلایانو په تبلیغاتو کې راشي او د دوی ملاتړ وکړي. مُلایانو هم د دغه اوضاعی څخه ګټه پورته کړه، او لبرال یې د امریکې په ګډوګیتوب تورن کړه، او خلک یې د دوی پرضد راوپارول. مُلایانو ورو ورو د ایران په فرهنګ، مواصلات، ټرانسپورټي ادارو او نورو مسلکي برخو باندې کنټرول موندل پیل کړ.
هان تر دې چې دا شیان یې په کنټرول کې راوستل، او آخر یې دا شیان د لبرال ګوند په ضد کارول پیل کړه. وخت په تیریدو سره ایرانی خلک د تیارو کاندو ته وروغورځولی شول. آخر په ایران کې یو داسې سخت دریزې ادارې کنټرول موندل پیل کړ، چې هغوی به ورکوټی معصومان هم بی دې وژولو نه پریښودل. خپل مخالفین یې داسې ختم کړه، چې هیڅ معلومات یې ونشول، چې دوی چیرې لاړ.
داسې دایران لوړ فرهنګ، تاریخ او سیاست په یوه ناسُور بدل شول، د زردشتو د مینې ډک ایران په تورو تیارو بدل شول، د بیان آزادي، خپلواکی، بانډارونه او تفریحي وسایل له منځه ولاړ، ځوانانو اُروپا ته مخه کړه. نن هم د ښکیلاک د نړیوال بانک له خُلې هر کال یولاکه اتیا زره ځوانان د ایران د مُلایت د سخت دریزه ټولنیز قوانینو، خپلو مسلکونو او هُنر پر اساس ایران د تل لپاره پریږدي.ایران هغه واحد هیواد دي، چې تر ټولو زیات خلک پکې اعدام کیږي. ترټولو زیات جرنیلسټان پکې وژلی کیږي، لیکوالان پکې وژلی کیږي او هُنرمندان پکې وژلی کیږي.
دایران ځاي وګړي یو لورې ته د داخلې ښکیلاک څخه په عذاب کې دي، بل لُورې ته نړیوال سنډاګان لکه امریکه، بریتانیا او کانډا،او په سیمیز سنډاګانو کې له رُوسيه، اسرایل، تُرکیه،سعودي، چین او جاپان څخه تنګ راغلي دي. خو تر دې هم لوی جبر دا دي، چې ایرانی او نړیواله میډیا ایرانیانو ته هغه څه نه ورښودل غواړي چې دوی ورسره په رښتیا هم مخا مخ دي. البته ځای میډیا فقط دا غواړي چې څرنګه دوی کولای شي، چې د امام رفسنجانی د ۲۵ میلارډو ډالرو کالنۍ د وچو میوو کاروبار له ایرانیانو پټ وساتلی شي، څرنګه د احمدنژاد او نورو سیاسي مشرانو بانکي زیرمي له دوی پټي وساتلی شي.څرنګه کولای شي، چې احمد نژاد او ملګري یې له نړیوالو کمپانیانو سره د معادن پر سر پټي معاملي وکړي او بانکونه له خپل دولت څخه ډک کړي. خو که یو څوک ملت دا ښودل غواړی نو ډیر ژر د ایراني مُلایت لخوا اعدام شي. او دا چې څرنګه دوی په خپلو هغه امریکایی ضدمصنوعی شُعارونو ایرانیان تیر باسلی شي.
او د دغه شُعارونو په ترڅ کې د خلکو پاملرنه له خپلو رښتنې مسایلو، لکه لوږې، تخلیق، ودې، هره ورځنیز مسایلو او ښه ژوند څخه وګرځوي. او نړیواله میډیا هغه میډیا ده، چې په ۱۹۸۰ کې به یې مجاهدینو ته له ډیرې زیاتي خوا خوږی او خپلو مفاداتو په ترڅ کې مُج ویل، مانا د دوی د زړه سر او دهغه وخت اتلان، خو نن د دوی لپاره قاتلان دي. همداسې دوی د ایران دیکتاتور مشران هم د دیکتاتوري له امله نه غندي او تورن کوي.
خو ولې په دا کې د دوی ګټي خوندې دي. تر څوچې د ایران د اټم خبره ده، دا یوه مصنوعی او د بابل او کابل د بریدونو د استدلال په څیر ګوډ او مصنوعی تورونه دي. دا هیڅ حقیقت نلري، که چیرې دوی واقع اټم بم له منځه وړل غواړي، نو ولې نه خپل بمونه خنثي کوی، ولې نه له پاکستان او سُعودیه څخه اټم بمونه اخلی، چې تر ټولو ستر ترهګران او جنایت کاران دي. تر ننه پورې دوی د افغان د بچیانو په وینو لاسونه په دا خاطر لا ړلي دی، تر څو وکولاي شی، په افغانستان کې یو وهابي دولت د ایران د شیعه ازم پر ضد رامنځته کړي.چې واضحه خبره ده، دا مشکل د ایران او افغانستان د خلکو ندی بلکی د دې هیوادونو د لوړو چارواکو د مفاداتو دي.
البته د احمدنژاد دا خبرې چې وس لرم، ۱۵۰۰۰ لانچري د ایران د خلکو د ساتلو په خاطر د اسرایل په خدمت کې وړاندې کړم، او اسرایل به بادباد کړم، د ایران د خلکو یا د اسرایل د خلکو، یا د امریکه او ایرانیانو خپل منځې ډغره نده، دا د دوی خپل منځې مشکل دي. او د امریکایی چارواکو دا اعاده چې مونږ کولای شوو، ټوله آسیا په لاسو دقیقو کې لاندې او تباه کړو، دا د امریکایی او غربی زبښاک له ټولی آسیاسره دوښمنې ښایي. دوی دا هم وایی چې مونږ ایران په لاسو ثانیو کې ختمولی شوو.
نو بیا دا څه خبره ده، چې د دواړه لوریو څخه هیڅ ډول عمل یا غبرګون نه تر سترګو کيږي. لومړۍ خبره دا ده، چې دا غبرګون به د سُوریا له لاندې کیدلو وُروسته د لوړپوړو چارواکو تر منځ په یوه کمه اندازه رامنځته کیدلی شي. او بل لورې ته امریکه غواړی چې د ایران زیرمو ته لاس راسي په هغه صورت کې پیدا کړی، چې ایران د خپلو خلکو له لورې په داسې حالت کې بد راشي، لکه د قذافی حکومت یا د حسن المبارکې حکومت. لوږه به زیاتیږی، ټولنیز چوکاټ به له منځه ځي، داخلی بی امنیتي او ګډوډې به زیاتیږي، بس کله چې خلک تر پوزې راشي، نو امریکه به نظامي او اقتصادي داوړه ډوله مداخله کوي.
خو دا اوس د ایران د غرغره یا ډاډګیرني علتونه هم معلوم شوی دي. دا اوس هم د چین پیټرولیم کارپوریشن په نوم یوه کمپنۍ د ایران واکمنو ته ډاډ ورکړی دي، چې دوی اماده دي، چې دایران په شمالی آزاداګان کې د ۴۰ میلارډو ډالرو په مرسته د ګاز او تیلو په وسایلو کې سرمایه ګزارې وکړي، چې هره ورځ به ۱۲.۱۰ میلیونه بیرله ګاز او تیل به وباسلی کیږي. د یادونې وړ خبره ده، چې چین اوس هم د خپلی انارجې څلور لاکه بیرل تیل له ایران څخه واردوي.
بل لورې ته د رُوسیه کمپنۍ ګازپروم نیفټ پریکړه کړی ده، چې د ۲۷ میلیارډو ډالرو په واسط به د دغه تیلو په راوباسلو کې سرمایه ګزارې وکړي، چې تر ۲۰۱۳ پورې به دوی د دې وړ شي، چې له دې ځای څخه دورځي ۲۹.۸۷ میلیونه تیل راوباسلي شي. ملیسیا هم په ډسمبر۲۰۰۸ کې له ایران سره د ۱۴میلیارډ ډالرو تړون لاسلیک کړی دي، دوی د تیلو په برخه کې سرمایه ګزارې کړی ده. جاپان هم له خپل اولس سره په پارلیمان کې د قراداد په منظورولوسره هوکړه کړی ده. چې دوی به ایران ته د کال ۷میلیارډه ډالر ورکوياو تیل به د خپلو خلکو د انارجې مسایلو په راواردولو کې هڅه کوي.
د ایران د ډرکو ورکولو یوبل عمده علت دا دي، چې که چیرې ایران ته نږدې پروت عربی سیند د ایران لخوا وتړلی شي، یا بمبار کړای شي، نو د اروپا څلورویشت هیوادونو ته به تیل استول بند شي، چې دا د اروپا لپاره په خپله یو لوي خاطر دي. البته که چیرې د اروپا اوسنی اوضاعی ته وکتلی شي، نو هلته هم ټولنیز چوکاټ د یو ټوپ په طمه دي، بدلون په طمه دي، هلته ټولنیز چوکاټ، اخلاقې چوکاټ، اقتصادي، سیاسي چوکاټونه په ماتیدو دي، نو همدا علت دي، چې غربی استعمار د ورخطایی ښکار دي، باید دي وکړی، چې دډیموکراسي، ترهګري، بشریت په نوم نوي نوي ځایونه، سیمي، وسایل او اومومواد او بازارونه لاندې کړي، تر څو د سُولي بم یو لورې ته کړی، او اقتصادي او مذهبی بُمونه وکاروي.
خو که چیرې پر ایران، سُوریا، لیبیا، بابل، کابل او مصر باندې شویو اُوسني بریدونو، تظاهراتو او تیریو ته وکتلي شي، دا دې ټولو هیوادونو د وګړيو له داخلي ټولنیز چوکاټونو څخه ستړیا او بی زړه کیدل وو. او مونږ پر دا فلسفي قانون ډیر ښه پوهیږو چې هرکله د روان اقتصادی او ټولنیز ساخت اُصول او عملونه د تولیداتی ځواکونو په مخ کې خنډ وګرځي، نو دا بیا یو بل نظام ته زیږون ورکوي، د هغه تکامل دومره مخکې لاړ شي، چې په دا نظام کې د پاتې کیدو امکان نه وي، او نه د مخکې تللو ګنجایش وي. نو بیا ټولني ته له دې نظام څخه د ستړیا اوزاړه نظام څخه د ځان خلاصولو پراساس ټوپ لازم شي.
دا معلومه خبره وهچې د یادو شویو هیوادونه وګړیو خلک له خپلو داخلي ښکیلاک، فرسودګي او ناوالتیا څخه ستړي شوی وو، او دا چې دوی اوس محال د خارجې ښکیلاک له کړنو څخه زده کړه کوي، او د دوی پر زبښاکي کړنو باندې نظر لري. په داسې حالات کې چې د بدلون لپاره دري شیان ډیر لازم شی، لکه د خلکو تر منځ لوږه، فقر او ګډوډې، خلکو سیاسي ویښتیا او د لوړپوړیو چارواکو ترمنځ خپل منځنې تضادات او وژني-- - -(په ایران کې د ساینس پوهانو وژنه او په افغانستان او پاکستان کې د سیاسي او مذهبي غړیو وژنه)
که چیرې وکتلی شی، نو داځانګړتیوي په دریو هیوادونو لکه پاکستان، افغانستان او ایران او بره یادې شوی هیوادونو کې تر سترګو کیږي.چې د عمده راتلونکې بدلون نښي دي. که څه هم ښکیلاک په بیله بیلو صورتونو کې دخپلو وګړیو، عربی او اسیایی هیوادونو استحصال کوي. خو له دې څخه دا وګړي زده کړه کوي.

دا خبره چې پر ایران به د امریکا یا د ګوډاګي هیواد اسرایل له لورې بریدونه وشي، د رسنیو یوه اړینه او جالبه موضوع ده، په داسي صورت کې چې د سعودیه له لارې اسرایل کولای شي، له سعودیه سره راکړه ورکړه وکړي، او پر ایران برید وکړي خو په دا کې د امریکا خوښي او رول ډیر اړین دي. دویمه لاره د بغداد له لارې د امریکي اډي کارول دي، درېیمه لاره د ترکیه لا لارې د سوریه اډي کارول دي، دا دري لارې د اسرایل لپاره په بعضو مخصوصو شرایطو کې خلاصیدلی شي، خو د امریکي لپاره هر وخت خلاصي دي.
البته امریکا غواړي چې د داخلی ستونزو له منځه وړلو په خاطر ځان په اقتصادي توګه پیاوړي کړي، ځان ته له دې هیوادونو ستراتیژک، اومو موادو او نوردا چې لویوکمپانیو لپاره د وسایلو د راوباسلو په سر دوی ته زمینه برابرول او له دوی څخه نقدي پیسي اخیستل د امریکه هدف کیدلي شي. خو د دي مقصد لپاره به امریکه مستقیما برید نه کوي، بلکي د ایران داخلی مافیا به کمزورې کولای شي، او پر ناروغي به یې بوختوي تر څو چې ایران له هر لورې د اقتصادي ضربو لاندې راشي، او د داخلی وګړیو د تنګوالی له امله په خپله ناروغۍ ککړ شي، او آخر امریکی ته بهانه جوړه شي. البته امریکه به د موجوده عربي پسرلي خوځښت څخه ګټه پورته کوی اودي کیفیت ته په کتو په ایران کې به هم دا رنګه بدلون ایجادولو هڅه کوي.
دلته یوه خبره ډیره اړینه ده، چې د امریکايي ۲۰۰۸ نړیوال بحران امریکا دومره ستړي کړی دي، چې لیوني شوی دی، او غواړي ژر تر ژره داسي ځایونه لاندې کړي، البته په دا کې امریکا نه غواړي چې ځاي نظامي، داخلي او سیاسي (بدلون به پکې وشي)اداري له منځه یوسي، ولې چې دي ورته اړتیا لري. خو دا یرغلونه او بریدونه چې په ټوله سیمه کې نا قرارې او نړۍ د سوړ جنګ په لورې بوتلی شي، باید د عامو وګړیو ویښتیا، د غربی هیوادونو د عادي او مباریزو ګوندونو په مرسته د ناکامۍ سره مخ شي، چې دا به د بشریت د څوکالي او لوړ تمدن ډبره کیږدي.

ماخذ
1. www.economist.com
2. www.economywatch.com
3. www.marxist.com
4. www.wikipedia.com
5. www.guardian.com
6. www.thetimes.com
7. د ایران انقلاب، لیکوال سبط حسن
8. مبارزه، د ایران د چاپ لاسي او روڼ اندانو لیکوالانو مجله