د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د آقا کرزي د دور ګټي او تاوانونه

خان ولي خان بشرمل 04.09.2012 19:53

د کرزي له حکومت وړاندې پر افغان ملت هغه څه تېر شول، چې د بشریت په تاریخ کې تر ټولو ناواړه تاریخ تشکیلوي. دا په داسې یوه ټولنه کې رامنځته شول، چې ځان ته افغانه ټولنه وایي، غیرتي، میړنه، فرهنګې، آریایی، تاریخي او دا چې په ټینګار سره ځان ته اسلامي ټولنه هم وایي، مانا دا چې د دوی فرهنګ، ټولنه، تمدن او نور ټولنیزه کړني له عربو څخه اخیستلي شوی دي.
خو داسې نده، عربیان یو بیل فرهنګ لري او افغانان یو بیل. د دوی دودونه، رسمونه، کړني، عاداتونه او فکر له افغانانو څخه جلا دي. دا اعاده چې عربیانو په لومړی ځل انسانان د بُتانو له پرستش څخه منع کړه، مبالغه ده، ولې چې مورخین دا کریډټ ایرانیانو ته ورکوي، چې د قام پرستي او ژبپالني په وخت کې همدا ایرانیان وو، چې د عثمانی خلافت تاریخي او مادي ماتي وروسته یې ځان ته خپل فرهنګ، خپله ژبه او خپل مذهب خپل کړ. خو ولې افغانانو داسي ونکړه، او ځان ته یې عربي کلتور ګټور وبالل، او خپل یې کړ.
دا چې تحقیق مو د افغانستان له ۱۱ سپټمبر۲۰۰۱ء زیږدیز کال وروسته حالاتو ته جلا کړي دي، نو ښه به دا وی چې د افغانستان په دغه بیړني او سختو حالاتو باندې زیات تحقیق وشئ، چې ډیر شمیر خلک دې ته انقلابي دور، د ډیموکراسي دور، بشرې دور او ځیني بیا د آزادي او غلامۍ نومونه هم ورکوي، واقع افغانان یې په ډیر شمیر څیزونو پوه کړه. دا چې په دا دور کې څه وشول، څه روان دی او راتلونکې مو څه دی، بایدروښانه شئ! ولې چې هیوادوال په طمه دي، چې تر څو په حالتولا زیات ځان پوه کړي.
کله چې مونږ د ټولنې د شعور خبره کوو، نو دا باید مادي ووسیږئ، ولې چې دا عینې حالات دی، چې ټولنه د ځان له بدلون وروسته له بدلون سره مخامخ کوي. د افغانستان په تاریخ کې هغه څه وشول، چې تاریخ یې په سینه کې په ساتلو شرمیږي. د دتاریخ په سینه کې د یو سرطان ناروغۍ په څیر دي، خو له دې هم انکار نشي کیدلي چې څرنګه د لومړی او دویم نړیوالو جنګونو وروسته په خلکو کې دا احساس پیدا شول، چې انسان تخریبي دی، خونړۍ دی، وژونکي دی او سړی خور دي.باید د انسان د سوله ییز، بافرهنګه او باتمدنه اوسیدلو مفروضه، غلطه او تېروتنه وګرځولي شي، ولې چې د ۶۰ میلیونو خلکو وژونکي هم انسان دي.
خو په افغانانو کې د دې برعکس احساس راپیدا شول، دوی لا خونړی شول، لا وژونکي شول، دوی لا ورور، بشر، مینه او سوله وژونکي شول. ولې چې دلته دخارجی او داخلي واکمنو ځواکونو موخي او ګټي په دې ټولو څیزونو کې پټي وي. دوی دې ته اړتیا درلوده چې د خپلو وسلو او تخنیکي وسایلو په خرڅولو لا مصارف وکړي، تر څو خپلي وسلي جوړونکي فبریکي تودي وساتي او د ځاي خلکو را پاڅیدونکي احساسات او شعور له ماتي او ویرې سره مخ کړي. ولې چې د بعضو بشر وژونکي د ګولیواو تیز پریکونکي تارونو ښکار کیدونکي خلک تنکي ننګیالی پوهه او باشعوره ځوانان وو، چې د طالب، جاسوس، انجنیر، معلم، دولتی مامور او کافر په نوم ووژلي شول. همدا خلک وو، چې د زبښاک او د د زبښاک د ګډاګیانو د مرګ وسیله ګرځیدلي شوله.
که څه هم د طالبانو ړنګیدل، د یو تورې واکمنۍ له منځه تلل وو او پر ځای یې د یو پاک نظام ډبره کیښودلو ته اړتیا وه، عناصر د زوړ طالباني او زبښاکي نظام څخه تنګ او خپل کیفیت ته را رسیدلي وو، غوښتل یې چې خپل ځانونه په خپل ځاي کې پر ځاي کړي، خو ولې کله چې د ۲۰۰۱ء زیږدیز کال په آخر کې له کرزي څخه وغوښتلي شول، چې هغه یو مواقعتي اداره رامنځته کړئ، نو حامد کرزي وټاکلی شول، ترڅو له ځان سره سیمه ییز ټوپکماران او پیاوړي خلک په مرکزې حکومت کې یوځاي کړی چې په ذات کې یو ملي اداره ولري. [۱]
د دې کار سره دا عناصر وځپلی شول او په ځاي یې له پخواني نظام څخه لږ مترقي، خو استحصال کوونکي نظام پر ځاي شول. چې په دا کې د ګوتو په شمار خارجي او داخلي خلک د یوې مخصوصي طبقي صورت خپل کړ، د دوی د کړنو او اهدفوپه لاس ته راوړلو په خاطر سړکونه ورغولي شول، ۱۵ سلمه نفوس ته د خپلو ګټو په خاطر تر څو د دوی وسایل پرې وچلیږي، بریښنا فعاله کړای شوله، لوی لوی تعمیرونه جوړ کړای شول.
خو له دې خبرې چې د آقا کرزي په دور کې هیڅ کار ندی شوی، له عینې وضعیت او تاریخ سره به لږ ډیره بې وفایي وي. د یو ایس ايډ لخوا د دې خبرې اعاده کیږي، چې په ۲۰۰۱ء زیږدیز کال کې د افغانستان ۲ سلمه خلکو له بریښنا څخه استفاده کوله، خو ولې مونږ دا کچه ۱۸ سلمې ته ورسوله، په هېواد کې ۲۰۰۰ کلومیټر سړکونه وغوځولي شول، چې ۸۰ سلمه هیوادوال ترې ګټه پورته کوي، په ۲۰۰۲ زیږدیز کال کې فقط ۲۰،۰۰۰ ښوونکي وو، چې نن دا تعداد ۱۷۵،۰۰۰ ته ورسیدل. په همدا کال کې افغانستان نهه لاکه زده کوونکي درلود، خو نن ۸۰ لاکه شول. همدسې افغانستان نن ۱۷۵ راډیوګاني او ۷۵ ټیلویژونونه لري. پر دا به له نړیواله ټولنې سره موافقه وکړو چې دا ټول به د یوایس ايډ په نظر شوی وی. [۲]
خو ولې حال دا دي چې داسې کورنه هم ودان شول، چې هیڅ خلک پکې ژوند نه کوی، فقط د یو څو خوندورو شیبو تیرونکو خلکو لپاره دا ودان شوی دي، او بل لورې ته بیا داسي خلک هم دې نظام رامنځته کړه، چې د سر پټولو لپاره کورونه نه لري. دا نظام چې د امریکایانو په ډالرو ژوندې دی یا ساه اخلي، واقع دا شیان چې دوی مونږ ته مساعد کړی دي، له مونږ څخه د دوی ګټي پکې ډيرې ښکاري، او بیا په دومره ډیرو ډالرو خو دا کارونه هیڅ د یادونې وړ ندي، ولې که مونږ خپل د پوهنې نصاب وګورو، نو دا ډیر وروسته پاتي او روایاتي دي. همداسې سړکونه د ورځ په تېریدو په نړیدولو پیل کړي دي. په رډیو ګانو او ټیلویژنونو کې مو هغه پوهان، کارمندان، فرهنګ او تمدن ښودلی کیږي، چې هیڅ د منلو او پرمختګ وړ نظریات نلري. د دې برعکس دوی زمونږ هیوادوال لا د جهالت، ناپوهې، غفلت او مایوسې کاندي ته غورځوي.
بريښنا مونږ په ۱۹۸۰ء زیږدیز کال کې له دې څخه زیاته تولید کوله، خو دومره مهرباني دوی راسره وکړه، چې په هغه وخت کې برېښنا زمونږ خپله وه، او نن پرادۍ شوله. همداسي نور تضادات هم دې نظام را وزیږول په ډیرو مخفي پټو قامي، ژبنیز او سمتي تعصباتو کې وویشلي شوی، قامونه د دې نظام یوه اساسي برخه ده، چې په سر کې یې پرونې اسلامي جهاد کوونکي محقیق، خلیلې، دوستم، عبدالله، عطامحمد، سیاف، حضرت علي، عصمت قوماندان، باچاخان او حاجي قدیر په څیر مواقعتي متعصب اشخاص را وزیږول، چې په دا نظام کې داسي ډیر خلک فقط دا تعصب د خپلو شخصي ګټو لپاره کول او کوی یې. خو دا نظام د وخت په تېریدو او وراسته کیدو دا عناصر د تشناب د کاغذ په څیر کاروي او بیا یې وژني!
په پیل کې داسي ښکاریدل، چې نړیوال زبښاک به د افغانانو په سرنوښت ملنډووهلو څخه ستړي شوې وي او افغانان به په رښتیا هم خپلی خوښی ته پریږدي، خو ولې ښکلاک داسي هیڅ ډول اراده نه درلوده، ولې چې له خپل عادت څخه مجبور وه، چې د بورژوا اقتصاد پوهه او د امریکي د څلورم بانک فیډرل بیورو مشر ایلن سپیل یې ډیر ښه وضاحت کړی دی، چې دا نظام نور هیڅ نلري، البته بربریت، وحشت او وژل![۳]
د طالب رژیم د له منځه تللو په صورت کې سم دم د سوړ جنګ اتل امریکي د ۲۰۰۱ء زیږدیز کال په آخر کې د دې جنګ د رواني په خاطر د پنټاګون د بودیجې لپاره ۲۵۰.۵ (دوه سوه پنځوس اشاریه پنځه)میلیارډه ډالر بیل کړه، بل خوا یې د زهروي وسلو لپاره ۱۲.۴ (دولس اشاریه څلور)میلیارډه ډالر او د خپل کورنۍ امنیت په خاطر یې ۱۶ (شپاړس)میلیارډه ډالرجلا کړه. په ۲۰۱۱ زیږدیز کال کې د جنګ د پراخوالې او سختوالې له امله د پینټاګون بودیجه د ۴۳ سلمه زیاتوالی سره ۵۲۶.۱ (پنځه سوه شپږویشت اشاریه یو)میلیارډه ډالرو ته ورسیدله، پر زهروي وسلو مصرف ۱۹ (نولس)میلیارډه ډالرو ته ورسیدل او د خپل کورنۍ امنیتي مصارف یې ۶۸.۱ (اته شپیته اشاریه یو)میلیارډه ډالرو ته ورسیدل.
همداسې دا لګښتونه په زیاتیدلو شول، او نن په ۲۰۱۲ء زیږدیز کال کې دا ټول مصارف له ۲۰۰۱ء زیږدیز کال وروسته ۷.۶ ټریلینو ډالرو(اوه زره شپږ سوه ډالرو) ته ورسیدل. چې په دا کې ۱.۳۶ ټریلیونه ډالر(دیارلس سوه میلیارډه ډالر ) په عراق او افغانستان کې مصرف شوی دي، چې په دا کې ۲۳۰.۳(دوه سوه دیرش اشاریه دري)میلیارډه ډالرد زهروي وسلو په کارولو او ۶۳۵.۹ (شپږسوه پنځه دیرش اشاریه نهه)میلیارډه ډالر په کورنۍ امنیت مصرف شوې دي. نور پاتي یې په بلیسټک میزیلو، اروپایي دفاعی نظام، شیطاني کړنو، بشر وژونکو کړنو او تور کاروبار مصرف کړي دي.
چې اوس یې په پایله کې امریکا د د۲۰۱۱ء زیږدیز کال په آخر کې ۱۴.۳ (څورلس زره دری سوه ډالر)ټریلیونه ډالر قرضدار شوی وه، چې د بُش له واکمني وروسته په دا کې ۴.۳ (څلور زره دری سوه ډالر)ټریلیونه ډالر زیاتوالې راغلي دي. په دغه کې یې ۸۶۹ (اته سوه نهه شپیته)میلیارډه ډالر په عراق کې مصرف کړی دی او پاتي ۴۸۷.۶ (څلورسوه اوه اتیا اشاریه شپږ)میلیارډه ډالر یې په افغانستان کې د یوایس ایډ(USAID) او یو ایس سپورټ لخوا په خپل نظامي او افغان اداره باندې مصرف شوی دي. [۴]
خو اړتیا د دې خبرې ده، چې آخر دومره لوی مصرفونه څنګه او چرته وشول، که رښتیا وویلی شي، نو ددې خبرې ځواب له امریکي او د دخپلې ملي استخباراتي کړیو سره یې هم نشته دي. د دې ټولو مصارفو په ترڅ کې نن هم افغانستان په ملي یوالې، ملي ځواک په چمتوالې، د سرحداتو په ساتنه، خپل وسایلوپه کارولو او د زیار کښي طبقې په ژوند کې په بهترې راوستلو کې پاتي راغلي دي نور څه چې امریکا همداسې ښکارې لکه دا جنګ په ګټولو کې پاتي راغلی وي.
دا نن هم د افغانستان په ۳۰ میلیونو نفوس کې ۱۶۰۰ میلیونه خلک سخت فزیکي زیار باسي او ځان ته ډوډۍ پیدا کوي. صنعتي وده په صفر ولاړه ده. د هیواد والو مو ۷۸.۶ سلمه نفوس په کرنه مشغوله ده. ۱۵ سلمه یې مامورین دی(په میاشت کې نیمه میاشت په رخصتي لکه پنج شنبه، جمعه، اختر، ماتم، روژه، جشنونو کې تیروي)، پاتي برخه یې په لاسي صنعت کې بوخت ده، چې د شپاړسمې پیړۍ یادونه تازه کوي.
کورنۍ بودیجه مو یونیم میلیارډه ډالرو ته راسیږي، خو مصارف مو له ۳.۳ میلیارډ څخه هم زیات دي. دا په داسې حالاتو کې چې ۱۵.۷ میلیارډه ډالر مو په ۲۰۱۰ء او ۲۰۱۱ء زیږدیز کالونو کې له نړیوالي ټولنې څخه د خیرات په صورت کې لاس ته کړه، خو درک یې نشته دی، چې څه شول؟ د تولید او مصرف تر منځ مو د بودیجې کچه په نفې کې ده، چې دا ۱۰.۵- سلمي څخه هم اوړې.[۵]
ګرانې د هرې ورځ په تیریدو آسمان ته د رسیدلو په صورت کې ده، بېسوادي، بېکارې او د لوږې ټکي یادول د مُلایانو او چارواکو له لورې کفر ګڼلي کیږي. د ښه ژوند، تحصیل، چاپیریال، ټولنې او سولې غوښتنه کول، ګناه ګڼلی کیږي. هره ورځ بمونه، چاودني، جنګونه، بریدونه عادت ګرځیدلي دي. چې کومه ورځ چاودنه ونشي، نو هیوادوال حیران وی، چې برید ولې دي شوي؟
منافقت، فساد، وروروژنه، ځان وژنه او لوږه تر خپلې کچې اوختلې ده. رشوت اخیستل یو عادت او سټایل ګرځیدلي دي. د مذهب په نوم پر علم، متمدن او با فرهنګه پوهانو د کُفر ړندي ټاپي لګول ډیموکراسي او اسلام ګڼلي کیږي. هره خوا د کم علمي او جهالت محفلونه رنګول او کول عادت څه چې نشه ګرځیدلي ده. په رسنیو کې غیر علمي او جهالنه سیاسي، ټولنیز، دیني او تفریحي برنامي کول یو خوند څه چې بلکې ذهنې عیاشي ګڼلي کیږي. دا چېد هیوادوالو ۷۲ سلمه نفوس مو بېسواده دي د خیرات را ټولو لپاره یوه وسیله ګرځیدلي ده. د ځوانانو جهالت، بېسوادې او بېکارې مو یو فیشن ګرځیدلي دي.
د ډالرو له برکته په ۲۰۰۹ء زیږدیز کال کې مو کورنۍ اقتصاد د ۲۱سلمه رفتار سره په مخ روان وه، چې په ۲۰۱۰ء زیږدیز کال کې دا را غورځیدل ۸.۴ سلمې ته راغل خو په ۲۰۱۱ء زیږدیزکال کې ناڅاپه کورني شخصي تولیدات په صفراودریدل، خوولې بیا هم کورنۍ پرمختګ مو آخر له ۲۱سلمه څخه ۵.۷ سلمې ته را ورسیدل، چې کیدای شی، اوس په ګونډو شوی وي.[۶]
خو خبره دا ده، چې دترهګرۍ پرضد دا جنګ کې مو څه لاس ته راوړلي دی، او څه مو له لاسه ورکړي دي، د یادونې وړ خبره ده، چې دا د ترهګرۍ اصطلاح په لومړی ځل د افغانانو د بربادې ډبره کیښودنکې او د جهادیانونږدې ملګری د امریکي ولسمشر ریګن کارولي دي. خو وروسته بل کلنټن او بیا وروسته د سنئیربُش زوی بُش دا اصطلاح د ترهګرۍ په نوم د عیسائیت تر چهتر لاندې را ژوندې کړه، کلنټن چې د اُسامه بن لادن له World Islamic Front for Jihad Against Jews and Crusaders (WIFJAJC), ډلي جوړولو وروسته یې ډاردرلود، چې چرته دا هلې ځلې د دوی مادي او سیاسي ګټو ته تاوان ونه رسوی، پریکړه وکړه.[۷]
دا ډله چې نن د القاعده په نوم یادیږي، ترخپل کنټرول لاندې راولي. ترڅو دوی دا ډله له خپلو مفاداتو لپاره وکاروي، چې تر ډیره حده پورې دوی پکې کاميابه شول، خو وروسته دا اړیکي هلته لانجمني شولي، چې په ۱۹۹۸ء زیږدیز کال کې اسامه بن لادن د غرب پر ضد فتوه ورکړه، چې پر ضد یې جهاد روا دي. اوس دا جنګ د د څلورم نړیوال جنګ(هیردې نه وی، چې سوړ جنګ بعضي مورخین درېیم جنګ ګڼي)، د بُش د ترهګرۍ ضد جنګ، اوږد محاله جنګ، د القاعده پرضد جنګپه نومونو هم یادوي.
د دې جنګ د پیل کولو لپاره امریکا لاندنې موخي ځان ته ټاکلي وي، چې په د د وی لاس ته راوړل خو پریږدئ، بلکې لا یې وده وکړه![۸]
1. د دې جنګ لومړی موخه اسامه بن لادن، ابو موساب الظواهری او د دوی د ډلي له منځه وړل وو. چې له منځه خو یوړلي نه شوه، البته پاکستان ته د دې سیمي د کنټرول په خاطر او د چین له اقتصادي کنټرول څخه لرې ساتلو لپاره د سیمي مذهبي کولو امر ورکړی شول، چې وروسته بیا نور سنډاګانو هم اتڼ پکې واچول، چې د ټولي سیمې د ‌Buffer Region لکه منځنۍ ختیځ صورت خپل کړ.
2. د ترهګرو پټ ځایونه لټول، تباه کول او په بشپړه توګه یې ډلي له منځه وړل وو، چې د اسلام په قلعه په پاکستان کې طالبان تړالي لاسونه امریکي ته وسپارلي شول، خو بیا همدې طالبانو د اسلام په اصطلاحاتو کې د یو څه ګنجایش په مرسته ځانونه بیرته د اسلام له قلعې سره ونښلول، چې دا نن هم په پاکستان کې له ۶۰ زرو څخه ډیرې مدرسي شتون لري، چې
ای-ایس-ای(I-S-I(Inter-Services Intelligence)) بشپړه کنټرول پرې لري.
3. د ترهګرو مرسته، ملاتړ او استوګنځایونه له منځه وړل وو. خو دا نوي زیرې چې د پاکستان، ایران ترڅنګ اوس د منځنې آسیا ترهګرو هم په دا کې دسیمه ییز لوبغاړو په مرسته او د ای-ایس-ای په مستقیما مرسته او روزنه شاملیدل پیل کړ.
4. هغه ټول شرایط له منځه وړل چې ترهګرترې ګټه پورته کوي.
5. د امریکایانو ښاریانو داخلي او خارجې امنیت او ګټي خوندې کول. خو امریکایان نن پوه شول، چې نړیواله جایزه وړونکي اوبامه صیب د امریکي له لویو شرکتونو سره پټ لاسونه لري، چې د دوی په مرسته او ملاتړ په دا خاطر بریالي شوی وه، چې د نوموړې اداري ترې ټیکس یا ګمرک وانخلي.
البته نن څه وشول، مادي، معنوی، دیني، کلتورې او تمدني ګټي چا له لاسه ورکړي، منو چې امریکي ډیر څه له لاسه ورکړه، خو ولې د سوریه، مصر، عراق، ایران، چین، یمن، بحرین او د ټول منځنۍ، لودیځي، ختیځي او جنوبي آسیا په جیوپولیټکي وسایلو له کوم ځاي څخه څارل کیدل، آیا امریکه په رښتیا په افغانستان کې ماتي وخوړه، لکه څرنګه چې مونږ د رُوسیه د ماتي اعاده کوو، آیا
زمونږ جهاد واقع سپیڅلي وه، چې د پاکستان لخوا مو څارل او په پایله کې مو په زرګونو ځوانان زنداني، شهیدان، ګوډ، معیوب او د جهل کاندي ته وروغورځیدل، له یو میلون څخه زیات خلک مهاجر شول او هیڅوک ترې خبر ندي، چې له معصومانو، میندو، خویندو او مشرانو سره مو پاکستاني او ایراني چارواکي څه روش کوي. آیا زمونږ هلې ځلې د افغانستان د ودانولو په خاطر په رښتیا هم سپیڅلي وي؟ که دا ټول رښتیا دی، نو افغان وطن ولې په وینو سُور، ککړ او د ملي اردو روزونکي او مشران ولې په ځان شکمنه او له ویرې ډکه دي؟
دا اوس که وګورو چې ملي اداري، ملي شتمني، ملي تجاران، ملي ګټي او خلک مو له کوم ادارو، کومو فکرونو، کومو ښوونځیو او پوهنتونو لخوا څنګه، چرته او له چا لخوا روزلي کیږي، نو ځان ته به ډیر پاتي راشو، چې دا څنګه افعانان یو، چې د پیړیو پیړیوغلامۍ او ګوډګیتوب څخه نه ستړي کیږو، تر څو به په ایخوا دیخوا درواغو مو سر وي، تر څو مو وطن ړنګ وي، ترڅو به محکوم وو، ترڅو به په جنګ وو!
آیا دا کمه نده، چې عزت، ناموس، وسایل او ځوانان مو له لاسه ورکړه، فقط د نورو د ګټو په خاطر، د نورو د خوشحالیو په خاطر، دا نن آیا مونږ فکر ته اړتیا نلرو، چې عربیان وایی، افغانان دی خپل کارکوی، مونږ مالې مرسته ورسره نه کوو، امریکایان، بریتانیان، فرانسویان او جرمنیان په خپلو هیوادونو کې چیغي وهي، چې مونږ دې ته آماده نه یو، چې زمونږ د بچیانو د ټیکس په مرسته دې افغانان وساتلي شي!
که نن بیا هم مونږ جهاد ته د خپل ځپلی ولس پرضد او کړولو په خاطر آماده کیږو، خپل هیواد ړنګوو او لویو داخلي او خارجې سنډاګانو ته دا چانس په لاس ورکوو، چې راځئ مونږ لا تباه کړی، لوټ مو کړئ، چُور مو کړئ او یو ځلي مو بیا پر انقلاب باندې ملنډي ووهئ! او په رښتنی مینه د خپلو غلامۍ له نجات او ځان ژغورني لپاره بدیل نه غواړو نو راځئ بیا یو ځلي ټول په زوره ووایو! چې
مونږ خپلواکه یو
مونږ خپلواکه یو
مونږ خپلواکه یو

ماخذ
۱-مخ ۱۶، لیکوال انټونې ګیسټوزې، کتاب قران، کلشنکوف او لیپ ټاپ، هارسټ اینډ کمپنې، لندن خپروندیه ټولنه
۲-یو ایس ايډ
۳-لیکوال ایلن ګرین سپیل، د کتاب نوم کیپټیلزم نیډز ټربولینس(پانګوال نظام بربریت ته اړتیا لري)، امریکا
۴-“Homeland Security Mission Funding by Agency and Budget Account” appendix to the FY2012 budget.
د کورنۍ امنیتي بودیجې لخوا مصرف شوې بودیجه
۵-سی-آیی-اي ورلډز فیکټ شیټ
۶-سی-آیی-اي ورلډز فیکټ شیټ
War on Terror, www.wikipedia.com۷-
ترهګرېزه جګړه، ویکیپیډیا ټکي
۸- جمهور رئیس بش د ترهګرې د مخنیوې په خاطر یوه ملي طرحه وړاندې کړه، څورلسمه فیبرورې ۲۰۰۳ زیږدیز کال، سپینه ماڼۍ