د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ژوند د زده کړو په مرکز کې یوه علمی سټوډیو پرانستلی شوله

خان ولي خان بشرمل 26.04.2012 18:04

نن د پنجشنبی په ورځ دکابل په احمد شاه بابا مینه کې د ژوند د زده کړو په مرکز کې یوه غونډه ترسره شوله، چې بیله بیل فلسفی، علمی او اقتصادی بحثونه پکې وشول. په دغه غونډه کې د هیواد تکړه او روڼ انده استادانو شتون درولوده. په دا غونډه کې د ژوند د زده کړو ریس ښاغلی نوریالی ابراهیمی راغلو ښاغلو میلمانوته د ژوند د زده کړه مرکز په اړه معلومات ورکړه. نوموړی په خپلو لنډو خبرو کې زیاته کړه چې مونږ غواړو چې یو پیاوړی مرکز ولرو، چې مونږ وکولای شو، د کمپیوټر، اقتصاد، هنر، ژبی او څیړنی په اړه خپلو زده کونکو ته ښه معیاری او لوړ ښونکی ور وپیژنو.
دا غونډه چې د ژوند سټوډیو په عارضی تالار کې رامنځته شوی وه، یقیننا د ستاینی او ډاډګیرنی وړ وه، د دغه غوڼدی په پایله کې اغلی ستاره کاکړ د ژوند د زده کړو مرکز د سټوډیو په اړه وویل چې دا سټوډیو به په راتلونکی کې د افغانستان او نړۍ فلسفیانو، لیکوالانو، ادیبانو، ټولنپوهانو، ساینس پوهانو، ژبپوهانو، ساه پوهانو او سیاست پوهانو ته لاره بیاموندی چې دوی وکولای شی خپل علم له افغانانواو نړیوالو ملګریو سره شریک کړی، زمونږ د سټوډیو هدف مینه پالنه، بشرپالنه، افغان پالنه، روڼ آند پالنه او په خپلو وګړیو کې د زغم، مینی، تخلیق، فکر او هڅه رابرسیره کول دی.
اغلی ستاره کاکړ د سټوډیو د موخو په اړه زیاته کړه چې مونږ غواړوپه افغان او اسیایی هیوادونو کې د غرب په څیر تخلیقی استعداد رابرسیره کولو ته لاره هواره کړو، تر څو وکولای شو چې یو داسی چاپیریال چې هلته زمونږ موجوده او راتلونکی نسل د بحث، مناظری او علمی خبرو او استدلال څخه کار واخلی، او خپلو ور پیښو مسایلو ته ساینسی، عینی او جدلیاتی حل راوباسی!
زمونږ هدف دا دی چې نړیوال او پوهه افغان استادان ژوند سټوډیو ته راوغوړو، او پر بیله بیل علمی څانګو کې زمونږ بچیانو ته معلومات ورکړئ
زمونږ هدف دی چې په رښتیا هم افغانستان د علم یو نوی ډګر ته داخل کړو، لکه
• افغانان د یو نوې دور سره اشنا کول!
• د علم ملګری ګرځول
• هیواد ته د بیان ازادی راوړل
• هیوادوالو ته علمی چاپیریال په خپل هیواد کې مساعدول، لکه د پوهنتنونو، روزنتنونو او څیړنیز مرکزونه رامنځته کول
• نړیوال استادان د افغانانو د روزنی په خاطر هیواد ته رابلل
• په نړیوالو پوهنتنونو کې افغان استادانوته د لیکچرونو زمینه برابرول
• یوه ان لاین نړیواله علمی سټوډیو په پښتو ژبه کې رامنځته کول
• د ژوند سټوډیو له لاری افغان څیړنو ته او افغانستان پیژندنی ته لاره هوارول
• خپل استادان له نړیوال او اسیایی هیوادونو سره ملګری کول
• په نړیوال هیوادونو کې خپل ان لاین علمی، فلسفی، اقتصادی، کلتوری او ساینسی سټوډیو درولودل
• د ژوند سټوډیو له لاری د خپرو شوو لیکچرونو کتابی چاپ بازار ته ورپیژندل
نوموړی زیاته کړه چې که څه هم دغه هر څه ډیر کم معلومات وو، خو تاسو کولای شی چې په راتلونکی کې
www.zhwandstudio.edu.af
www.zhwand.edu.af
څخه معلومات واخلئ
ټولو ګډون والو د ژوند سټوډیو رامنځته کیدل یو ښه کار او علمی کار وګڼل. ګډونوالو هیله څرګنده کړه چې ژوند سټوډیو به د هیواد او نړۍ په کچه د علم په برخه کې ډیر څه ترسره کړی.
په دا غونډه کې د ژوند د زده کړو مرکز لومړی رییس ښاغلی نوریالی ابراهیمی، څیړنپوهه ښاغلی جنرل طاقت، لیکواله او جرنلسټ ماریه طوطا خیله، لیکوال عطاء الله خان حیران، سیاست پوهه ډاکټر اسد بکتاش، ټولنپوهه همیشه ګل دښتی، سیاست پوهه رشید ارین، لیکوال ښاغلی سعادت، لیکوال ښاغلی مرسلین وکیل غفران خان، اغلی ارزو، اغلی شګفته ارم خان، سیاسی کارپوه اغلی صمین مشرف، فرید احمد، ښاغلی داود نیازی، عصمت الله ترابی، ښاغلی اولسپال چې د سټیج چارې یې پر مخ وړلی او نورو ډیرو لیکوالانو، ادیبانو، شاعرانو، فلسفیانو او د پوهنتون استادانو برخه درولودله.
پای