هیوز اینډ هیوز ناټ
22.12.2012 09:56د نړۍ د تکامل د تشریح مسّله یوه لارغون پوهه، ځناورپوهه او مادیت پوهه مسّله ده، چې دغه لا څیړولواو پوهې ته اړتیا لری، آثارپوهان باید د دې مسّلي څیړلو په اړه نوي او عصري طریقی خپلی کړی، او دانسان د تسکین او خوشحالی رازونه بیاموندی، خو د اقتصاد پوهانو دا خبره چې هیڅ ډول ټولنیزتړاو، ناسته پاسته، کړو وړو، خوراک څښاک او اخلاقې روابط پرته له اقتصاد سم کیدلای نشی، دا چې د کومو هېوادونو اقتصاد پر مخ تللی دی، او ځانونه یې یو درجی ته رسولی دی، څومره اخلاقي دی، څومره عصري ، څومره ودان او شتمن دی، یو بربنډ حقیقت دی، چې باید هر معاصر انسان یې تایید وکړئ.
دا بیلا خبره ده چې مونږ یې په افغانستان یا په افریقه کې د دوی د بې اخلاقو کارونو کیسي کوو، ولې چې مونږ سره د شنو چایونو بوشکي پراتي وی، او نور کار نلرو خو بس شنه چایونه څکوو، او د خلکو د معاصرکیدولو او متمدنه کیدلو پر ضد ناست داسیسي جوړو، چې وروسته یې په خپله ښکار کیږو، او دا اوس هم مونږ د دغه ډول ټولنیز شعور په درلودولو، چې تخریبی دی، تخلیقي کم دي، ډېر وروسته پاتې کړی یو.
په نړۍ کې د هیویز او هیویز ناټ مسّله څه نوې اصطلاح یا پدیده نده، بلکې دا د کمیون دور پرته په غلامانه، فیوډالي او سرمایه دارانه نظامونو کې تل را کوچیدله مسّله ده، چې په بیلابیلو پړاونو کې یې مختلفه بڼه خو دردونه، غمونه،ژړاګاني یې د ټیټی کمیتی طبقې په برخه شوي دی، او د دوی دغه خصوصیاتونه تل د یو بل سره تړالی شوی دی. د دغه دوه طبقو تر منځ یو پټه او بربنډه مبارزه هم په تاریخ کې تر سترګو کیږی، چې هغه تل د ظلم، جبر، استحصال او زبښاک پر ضد پاتې شوي ده، دا مبارزه د غلام او آقا، د دستکار او څښتن، د دهقان او ځمکوال، د کارګر او پانګوال، ظالم او مظلوم تر منځ دایمی پاتې شوې ده.
پاتې شوله دا خبره چې په دا کې هیویزناټ څوک وو، او څرنګه مبارزه یې کوله، او بیا دا چې هیویز څرنګه دفاع ترې کوله، یوه ډېره علمی مسّله ده، په دا کې هیویز ناټ هغه عادی وګړي وو، چې هیڅ یې نه درلوده، او دغه ډول وګړي اوس هم څه نلری، البته په مختلفو وختونو کې د دوی دزیار د پیمانو اړخونه مختلف وو، د بیلګې په توګه دوی په غلامانه نظام کې قفط د یو سړی تر سرپستی لاندې کار کول او دې سړی به د کلی، بانډې یا سیمی د وګړیو پرذهنیت او تولیداتي وسایلو بشپړه واک درلودول، په دا پیر کې غلام د دې سړی یو متحرک مادی ملکیت وه، بل هیچا حق نه درلود چې دا غلام له دې سړی څخه آزاد کړی، خو یو په صُورت کې هغه دا چې بل کوم سړی کولای شول چې دا غلام له نوموړی په پیسو واخلی او د خپل مادی ګټو لپاره یې تر مرګه پورې وکاوری.
غلام هغه مادی قوت وه، چې د یوې ټولی یا لورې لپاره به په قیمت واخېستل شو، او تل لپاره به یې له ځان سره کارول، د یادونې وړ خبره ده ، چې د غریبانو او بې کسو هیڅ پوښتنه کوونکې نه وو، مالکونو به له خپلو غلامونو سره د کار نه کولو په صورت کې ډېر غیرانسانی کارونه کول، د بیلګی په توګه دوی به یې د معمولی تیروتنو په بدل کې اور ته اچول، پر سکروټو به یې ګرځول، سکروټي به یې خولی ته ور اچولي، غوږونه او پوزي به یې ورڅخه پریکړی، له دنګو مینارو به یې راګزار کړه، په دیګونو کې به يې واچول او لاندې به یې اورونه پسې واچول، د دوی کورنۍ به یې ووژله، او ډېر شمېرنور سزاګاني به یې ورکولی، خو د وخت په تیریدو او د نظام د متروکیت له امله ورو ورو دغه نظام د تنزل پر لورې وکوچیدل، او آخر د دې نظام بشپړه نفې د فیوډالی نظام په رنګ کې رامنځته شوله، خو ولې د پخوانی غلامانه نظام تولیداتي زیږني دومره پیاوړي نه وی، چې پر ځای یې د فیوډالی نظام پرته یو بل عصری نظام رامنځته کړي وي. همدا علت دی چې په فیوډالی نظام کې هم د هیوز او هیوزناټ مسّله بیا راپیدا شوله، ولې چې فیوډالانو ته د ځمکې پالنی په خاطر د دهقانانو اړتیا وه.
او هغه خلک چې غلامان یې ساتل اوس یې کرنی او کاروندنی ته مخه کړه، چې وکولای شی زیات شمېر تولیدات رامنځته کړی، او د منډۍ صیبان واوسیږی، همدا علت دی چې دلته فیوډالانو دهقانان رامنځته کړه، او د فصل ډېره کمه برخه به یې دوی ته ورکوله، په دا خاطر چې دوی ژوند پرې وکولای شی او خپله کورنۍ په سمه توګه پرې وساتلی شي، ولې چې د دهقان او دهقان کورنۍ د فیوډال لپاره هیڅ بشری ارزښت نه درلود، ولې د پټیو د ساتلو لپاره دا هغه ځواک وه، چې تل فیوډالانو ژوندۍ ساتل غوښتل.
درېیم پړاو د فیوډالي نظام د نفې وه، دې نظام هم بشری قواو ته هغه څه ورنکړه، چې یو نظام یې پر خپل ځان کې باید ولری، د هیوز او هیوزناټ مسّله دې نظام هم حل نکړی شوه، البته د خپل فرسودګي یا وراستوالي له امله یې یو بل نظام چې پانګوال نظام نومیږی، رامنځته کړ، دغه نظام چې هدف یې د منډی کاروبار او یو نوې تولیداتی ځواک پیدا کول وو، د دې باعث شول چې ځان سره عصری طبقه راوړی، خو دا د روان دور د اختراعاتو برکت وه، چې په ۱۷۸۹ زیږدیز کال کې یې د ژان ژاک روسو په مشرۍ کې په فرانسه کې د ایډم سمیت په فلسفه چې جرمن کلاسیک اقتصاد په نوم یادیږی، رامنځته شول.
د دې نظام ځانګړتیوی دا وی چې ځان یې له پخواني نظامونو په پرتله ډېر پرمختللی او عصری وښودل، همدا علت دی چې په اولسمه او اتلسمه پیړیو کې چې کوم اختراعات وشول له تر اوسه پورې ندی شوي، دي اختراعاتو بشری قواوي له نوې څیړنو، فکرونو او بدلونونو سره مخ کړي. د نظام د پایو او تولیداتو الاتو عصری کیدلو له امله دلته کارګره طبقه رامنځته شوله.
دې نظام صنعت، فبریکي، اقتصاد، انسانی ریښي، اخلاقیات، مذهب، روابط او د خلکو خوی په یو نوې ډول معارفی کړ، انسان ډېر ژر پرمختګ وکړ، هغه خلک چې دلاسې صنعت سره عادت وو، د ماشینونو د اختراع له امله بې کاره ګڼلی کیدل، دوی بایدعصری شوي وی، روزلی شوي وی، او د زیاتو تولیداتو په خاطر ترې کار اخستلی شوي وی، همداعلت وه، چې اروپا د فردی ځواک پیدا کولو لپاره نورو هېوادونو ته مخه کړه، په دا کې دوی هغه ځواک له خارجي هېوادونو خپل هېوادونو ته راوړل، چې یو متحرک او تیز ځواک وه، دغه خلک دلته د زیات تولید په خاطر وګمارل شو، چې وروسته بیا د زیات تولیدله امله او ارزښت نه درلودلو له امله له کاره ګوښه شول. چې پر ځای یې ځایي خلک وګمارل شول، داهم د وخت په تیریدو او د تولیداتو د زیاتوالی له امله له کاره ګوښي کیدل، او داسې په اروپاکې پرله پسې دوامداره اقتصادي، ټولنیز او سیاسي کړکیچونه رامنځته شول. دې کړکیچونو او ناورینونو د یو بل متبادل نظام لټون پیل کړ، دغه نظام هم د غلامانه نظام په څیر یو نفې ته اړتیا لری چې ددې پریکړه به ټولنه او باشعوره انسانان کوی.
دیادونې وړ خبره ده چې په پانګوال نظام کې غلام ورو ورو د حالاتو سره په تفاهم د ګارګري طبقې پر لورې ځی، او آخر په کارګره طبقه بدل شی، البته توپیر یې دا دی چې غلام یو ځلی خپل ځان خرڅوي خو پرولتاريه(کارګر) خپل ځان د ورځو يا ساعتونو په حساب خرڅوي. غلام دخپل آقا شتمني وي چې له لومړی ورځي راهېسی ورسره ژوند تيرولو ته اړ کیږي، که هر څومره یې ژوند خراب تيريږي خو ژوندي پاتې کيدل یې اړين وي، ولې چې د دې غلام ژوند د آقا لپاره ګټه لري. پرولتاريه نه دخپل ژوند تحفظ او نه هم د ژوندې پاتې کيدلو باور لري. دکار په شمول دخوراک، څښاک، زده کړي اودروغتيا اسانتياوي نلري. سرمايه دار(پانګوال) چې هر کله وغواړي رخصتي ورکولاي شي او له دندې یې محرومولي شي. نو بيا نوموړۍ د غربت ملګري پاتې شي. د ژوندي پاتې کيدلو باور صرف په احتمالي توګه کارګري طبقي ته ورکول کيږي. غلام د مسابقي څخه دباندي وي خو پرولتاريه هر وخت د مسابقي او لوبي په ميدان کي د ذلت ښکار وي.
د غلام حيثيت په ټولنه کي د منلي غړي په توګه وي او دپرولتاره په نسبت غلام د ژوند ډاډ لري ځکه چې د ژوند اړتياوي یې د آقا په لاس کي وي. خو پرولتاريه د ټولني ديو اړين غړي تر څنګ د ژوند کولو داړينو اسانتياوو څخه بې برخي وي. غلام کولاي شي چې خپل ځان آزاد کړي په هغه صورت کي د شخصي شتمني ساتلو سره یې غلامي له منځه ولاړه شي خو داسې غلام بيا په پرولتاريه باندي بدل شي. خو پرولتاريه په هغه صورت کي خپل ځان ازادولاي شي چې کله په ټولنیز ډول پاڅون وکړي او په بشپړه توګه د سرمايه دارو پيداوري شتمني او واک له منځه يوسي.
یو بل نظام چې د اشتراکیت په نوم یادیږی، تل یې د هیوز او هیوز ناټ مسّله رااوچته کړی ده، دوی تل د غریبې طبقې خبره کړی ده، دغه نظام له نن نه یو سل اویه کاله مخکې د جرمن اوسیدونکې او د سائنسی اشتراکیت پلار کارل مارکس د سویزرلینډ اوسیدونکې او د جرمن کلاسیک اقتصار پلار اډم سمیت د نظریاتو پر ضد ورکړی شوې ده. کله چې اشتراکیان، په ساده ژبه کې سوسیالیسټان ورته ویل کیږی، او مونږ یې د خلکیانو په نوم پیژنو، د زیارکښي طبقي د حقوقو خبره کوی، نو دوی پر دا ټنیګار کوی،چې پانګوال نظام پر هغه وسایلو ولاړ دی، چې په دا کې فقط یو مخصوصاطبقه وده کوی، او دغه طبقه د هیوزپه نوم یادیږی. مارکس پانګوال نظام ته د زبېښاک او ښکیلاک نوم ورکوی، او د دغه نظام په اړه وایی چې د دغه نظام موخه پیسه لاس ته راوړل دی، د بیلګې په توګه
جنس+تولید+پیسه+ جنس+تولید+پیسه(دا دې پانګوال(سرمایدارانه) نظام لپاره یوه ناکامه فورموله ده)
جنس+تولید+پیسه+ جنس+تولید+پیسه+پیسه(دا دې پانګوال(سرمایدارانه) نظام لپاره یوه ګټوره فورموله ده)
د مارکس دغه فورموله، لومړنۍ لس څپرکی او وروسته نور اقتصادی اصطلاحات او عملی کار په داس کیپټل کې د نړۍ هیوز ناټ دې ته هڅول چې
د نړۍ خوراکښانو راسره یو شی، تاسو له لاسه ورکولو لپاره هیڅ نلری خو لاس ته راوړلو لپاره ټوله نړۍ!
که څه هم اشتراکیت د یو اکثریت طبقې واکمنې غواړی او دا یې په عمل کې ښودلی ده، او د لینن هغه خبره چې زه یو داسې نظام غواړم چې چېرته د یو اشپز او جمهور رئیس تر منځ څه مالی، تخلیقی او ذهنی توپیر موجود نه وی، بلکې دواړه د اړتیا په وخت کې د یو بل کار وکولای شی. د مارکس دې نظریاتي شاګردانو لکه لینن او ټراټېسکی د اشتراکیت لپاره عملی ګامونه واخېستل او یوه دوامداره مبارزه یې وکړه! ښه بیلګه یې د نن څخه ۸۸ کاله مخکې(د پخوانی رُوسيی کیلنډر مطابق په ۲۶ اکتوبر او د جدید کیلنډر مطابق ۷ نومبر) چې کوم انقلاب رامنځته شوی وه، د هغه په واسطه په لومړۍ ځل د کارګرواکثریت د لینن او ټراټېسکی په مشرۍ کې مستقېما په واکمنۍ باندې قبضه تر سره کړی وه، او د کارګر طبقې دولت ډبره یې کیښودلی ، دانقلاب په اماده کولو او رامنځته کولو کې د بالشویک ګوند اړین رول پلی کړی وه، کارګری طبقې د دروند اکثریت په مرسته د ورکوټیو جرګاکیو له لارې په یو نظام کې د منظم کیدلو وروسته په ټولنیز ډول دې انقلاب ته زیږون ورکړۍ وه، او پر واک یې قبضه کړی وه. تقریبا د پنځوکالو نه تر شپږوکالو پورې د دغه انقلاب بنسټ د دغه د بنسټ کیښودونکو په تګلارو مخې ته روان وه، خو ولې له ۱۹۲۳-۲۴ وروسته د دغه انقلاب د زوال ورځي پیل شوی. د شوروی اتحاد د ماتیدولو وړاند وینا هم د ټولو څخه مخکې د دغه انقلاب مشرانو لینن او ټراټېسکی کړی وه. خو نن د استعماری تبلیغاتو په ترڅ کې چې د کومو دوه حقایقو پټولو زیار کیږی هغه لاندې دی.
۱- پوښتنه دا ده چې آیا رُوسیه د دې انقلاب په مرسته د ۵۰ کالو څخه تر ۶۰ کالو کمه مودی کې څرنګه د یو وروسته پاتې ښکیلاکې هېواد څخه د نړۍ دویم نمبر اقتصادي هېواد په توګه نړۍ ته مطرح شول.
۲- آیا سوویت یونین(شوروی اتحاد) له ماتیدو وروسته په روسیه او نورو سټالینسټی هېوادونو کې بحران او د بشری ټولڼې چې کومه اوضاع ده، هغه له مخکې ښه ده او که بده؟
ښه خبره به دا وی، چې مونږ د یو منصفانه تجزیی لپاره د روسیه له بولشویک انقلاب وړاندې او وروسته اوضاع ته په رښتینی سائنسی چشمو کې وګورو، تر څو یو رښتینی پرتلنی ته وګورو، هغه دا چې د اتلسمې پیړۍ هغه خونړیو خلکې پاڅونونو ته هم وګورو چې د پانګوال نظام د زیات تولیداتو په ترڅ کې د خلکو د هیلو نه پوره کیدلو له امله رامنځته شوې وه، او په لاکونو خلک پکې د خپلو حقوقو په خاطر ځان له لاسه ورکړی دی، او بیا په تیرو لومړی او دویم نړیوال جنګ کې، چې د پانګوال نظام ورکړه ده، همداسې په دغه لویو جنګونو کې چې په دا کې سوړ جنګ هم قرار لری، څه د پاسه ۸۰ میلیونه خلک د پانګوال نظام له برکته د مرګ کندې ته غورځولی شوي دی، او اوس هم په داسې حال کې چې سوسیالیزم هیچرته وجود نلری، پانګوال نظام د ملټی نیشنل کمپنی او وار انډسټري په صورت کې د عادی وګړیو په وړاندی ناوړه جنګونو کوی، په دا خاطر چې څرنګه خپلو تولیداتو او د نورو هیوادونو وسایل قبضه کړی، او د خپلو ناوړه ارادو په خاطر یې وکاروی، د امریکایی پانګوال نظام د یوې اداری امریکن بیورو سروی انسټیټیوټ مطابق نن هم هره ورځ هرې ۳ ثانیه وروسته یو عادی وګړی د لوږی، جنګ او مریضیو له امله مری، نن هم مونږ ګورو چې د ایډز، سرطان، ژیړۍ او نری مرض تداوی قفط په سل افغانیو کې کولای شو، خو ملټی نیشنل کمپني چې دپانګوال نظام اداري ګڼلي کیږی، نه غواړی خپل قیمتونه را ټیټ کړی، ولې چې بیا د دوی ګټه کمیږی، او بازار یې ورخرابیږی.
هغه تبلیغات چې د سوسیالیزم یا تش په نوم سوسیالیزم (سټالینزم) پر وړاندې دا دلیل وړاندې کوی چې دغه یو ظالم نظام وه، او انقلاب نه وه، کودتاه وه(په روسیه)، غیر علمی او غیر ساینسی استدلال دی، تاسو وګوري چې کله په روسیه کې اوښتون رامنځته کېږې، نو پر دا هیواد څورلس استعماري هیوادونه بریدونه کوي، په دا خاطر چې دا انقلاب لا منځه یوسي، او هر ډول اړیکي، مرستي او سرحدونه به تړي، خو ولې بیا هم روسیی کارګره طبقه د لینن په مشرۍ کې راغونډیږي او دا انقلاب ساتي. او بیا دا چې تر۱۹۹۰ پورې شوروی اتحاد د سټیل په تولیداتو کې، په مشینی تولیداتو کې، ټریکټر جوړولو کې، سړکونو، سیمټو، سکروټو، ګاز، تیل، ریل، د بریښنا په شمول نورو ۳۰ دیرشو اهمو او بنسټیزو صنعتونوکې په نړۍ کې ډېر تولیدات وړاندی کول. د دویم نړیوال جنګ وروسته په ۲۵ کالو کې سوویت یونین(شوروی اتحاد)چې د اروپا په مقابل کې کوم پرمختګ کړۍ وه، هغه تر ۱۹۷۵ پورې د دوی په مقابل کې دوه چنده وه، په دغه دور کې د هر کس په آمدن کې ۱۶۰ فیصده اضافه وشوله. د ټولینز مصرف په څانګه کې ۴۰۰ فیصده اضافه وشوله، ۵۶ میلیونه کورونه جوړ کړاۍ شول. لومړۍ او منځنۍ زده کړی پر ټولو وګړیولازمی وی، د پوهی کچه تر ۹۹سلنه پورې ورسیدله، په نړۍ کې تر ټولو زیات ډاکټران، انجنیران، تخنیک کاران، ساینس پوهان او مسلکی خلک په روس کې پیدا شول.(سوسیالزم پنځوس پوښتنې او ځوابونه- حنازین)
په څو څانګو کې مثلا په خلایی څیړنه کې روسیه د امریکا په څیر هېواد وروسته پریښودل، د کورونو او ټرانسپورټ ، کرایې په روس کې د ټولې نړۍ په پرتله کمې وې. په خوارکي توکو کې اسانتیا وه چې د ټولو مصارفو تر څنګ پنځوس سلنې څخه زیات به د روسيې کارګر په جیب کې پاتې کېده. پوهه،روزنه تداوي او نورې ټولنیزی اسانتیاوي به وړیا وې . په یو څو کلونو کې کلنۍ پرمختګ او د تولید سلنه له ۲۸ نه ۳۰ سلنه پورې ورسېدل. د هیڅ یوه هېواد پانګوال ددوی څخه مخته نشوتللی.
د روسیې تر ماتېدو پورې بې کاري یو جرم وو، د کار او بنسټیزه اسانتیاو ورکړه ددولت مسوولیت ؤ، دا برني معلومات، شمېر او تاریخي حقایق د تولید د وسایلو د ملکیت د ریښو له بدلون، ځمکی، لوړ صنعتی اقتصاد او د تقسیم بنسټونو د ملی ګرځولو، ټرانسټورټ، اقتصادي تبادله او په خارجی تجارت باندې بشپړه دولتی واک له امله دغه ممکن شول. بشری تاریخ دومره تند پرمختګ د تاریخ په هیڅ یو دور او نظام کې نه وه لیدلۍ.
په دا کې هیڅ شک نشته چې هیڅ یوه ټولنه له چوکاټ او نظریاتوپرته نشې چلیدلی، او هغه دا چې هر ه ټولنه بیا یو مخصوص نظام ته اړتیا لری، دا کوم نظام دی، چې ټولنه دپرمختګ لورې ته بوتلۍ شی، دا پریکړه یوه روغا باشعوره له مریضیو پاکه ټولنه کولای شی، او دا ټولنه چې دا پریکړه هر چرته وکړی، د نورو ټولنو لپاره به په دا خاطر د منلو وړ وی، چې دا د هری ټولنې د مشکلاتو د حل لاره به پکې وی، ولې چې د خواری طبقې زیاتره مشکلات یو شانته دي.
خو دا خبره به منو چې هیوزناټ (زیارکښه طبقه) رښتیا هم په تکلیف کې دی، که دوی دافریقادی، د امریکا، که د پاکستان دی، که د هندوستان دی او یا د غریب افغانستان دی، دوی په تاریخي ډول د بیلابیلو دودونو، رسمونو، مذهبی سیاستونو، قامی سیاستونو او ملي ګری سیاستونو له لارې له خپلو حقوقو او وسایل لری ساتلی شوي دي. دوی ته خندا، خوند، څوکاله ژوند، پوهنه، وسایل، او ښه لباس اغوندل د یو ګناه په څیر ورپیژندلۍ شوی دي. خو دا به نه هیروو چې د نړۍ په ډېرو اختراعاتو کې د غریبي طبقی رول تر ټولو روښانه دی، دوی د تمدنونو په رامنځته کولو کې، د انسان پیژندلو کې، مینه پالنه، بشر پالنه کې تر ټولو اړین رول پلی کړی دی.
دا چې د دوی کارونو ته ولې ښه ندی ویل شوې، د دوی رول ولې ندی ستایلی شوې دی، دوی ولې ندی نازولی شوی، دوی ولې د خپلو کارونو له پایلواو ګټو لری ساتلی شوې دی، یو اساسی او د فکر خبره ده، باید چې اکثریته نړیواله زیارکښه طبقه پر دا فکر وکړئ، چې دا ظلم د دوی سره پر کوم اساس روان دی؟
خو په تاریخ کې بیا دغه اکثریتی طبقی د خپلو حقوقو لپاره نه ستړی کیدونکی او هیرودونکې هلی ځلی هم کړی دی، هغه دا چې دوی د خپلو حقوقو خوندې ساتلو په خاطر تظاهرات کړی دی، خوخښتونه یې رامنځته کړی دی، سرکشیاني، بغاوتونه او انقلابونه یې کړی دي. خو دا خبره چې له تر اوسه ولې د ذلت او خواري ژوند تیروی دا د دوی مشری ځوابوالی شي، البته څومره چې د موجوده نظام هلی ځلی د استحصال په خاطر دوامداره دی هم دومره د زیارکښی غریبی طبقې غبرګون جدې او دوامداره دی، دا که د افریقا د بچیانو د استحصال خبره ده که د غربی نړۍ لخوا، یا د لاطینی امریکا د استحصال خبره ده، د امریکا لخوا، د پاکستان، ایران او افغانستان د خلکو خبره ده د مذهبی او ملی ګرانو لخوا او یا د اچهوتو د حقوقو او خوځښتونو خبره ده د هندوستان د واکمنی طبقی لخوا، په دا ټولو کې دوی د خپلو حقوقولپاره تاریخي او انقلابی مبارزه کړی ده.
په یو وخت کې اچهوت انسانان نه ګڼلی کیدل، دوی سره له حیواناتو هم سخت ظلم کیدل، دوی به که په غلطی سره برهمن ته ګوته ور وړه نو له دوی څخه به ګوتی پریکیدلی، دوی ته به په غاړه کې لوی کړدوړي ور اچولی شوی وو، چې لاړی یې پر ځمکه ونه غورځیږی، او په تخرګ کې به یې لوی لوی ریبزي ساتلي، چې پر دا دوی وکولای شی ، ترڅوخپل د قدومونو نښي پاکې کړی، خو همدا علت وه، چې دوی د مهد په ښار کې د خپلو حقوقو په خاطر یوه لویه جرګه وکړه چې د خپلو حقوقو لپاره مبارزه وکړئ، او خپلواکې تر لاسه کړی، د اچهوتو د خپلواکی او حقوقو په اړه ارجن ډانګلی د ماڼي خوځیدلو په نوم یو نظم لیکلی دی-
مونږ هغه وخت هم د دوی ملګری وو
چې کله د خاورو کړدوړی زمونږ له ماریو ځوړیدل
په څنګ کې مو لوی لوی ربیزی وی
مونږ لویو ماڼویو ته د کار لپاره تلو
او دوی ټولو ته مو خدایان ویل
د کرغانو سره مو جنګ وه
تر دې چې د خپلو سپومو خیري مو دوی ته نه ورکول
خو کله چې له دنګو ماڼویو مونږ مردار ځناور راکوزل
ډېر په مینه به مو څرمن تر ې راکوزوله
او غوښه مو له یوبل سره ویشله
بیا مونږ مایوسه شولو
او له ګیدړو، سپیو، خرو او بخو سره مو جنګ وه
ولې چې له دوی مو برخه وخوړله
اخ! اوس له لاندې څخه تر سره پورې بدلون وه
کرغه، ګیدړی، سپیان، خره او بوخي
زمونږ په زړه پورې ملګري شول
خو د دنګو ماڼویو دروازي پر مونږ وتړلي شوی
د پاڅون د بریا شعارونه پورته کړئ
د بریا شعارونه پورته کړئ
وسوځوئ، وسوځوئ! چې دودونه مات شي
له دې نظم دا معلومیږی چې اچهوتو په خپل ژوند کې څومره ټیټي جګې لیدلی دی، خو د دغه تر څنګ له حیواناتو سره یې مینه درولوده، او د دوی سره یې ملګرتیاکوله، خو د هغه خلکو پرضد راپاڅي چې حقوق یې تر پښو لاندې کړی وو، دوی د دغه خلکو ماڼي سوځوي، او د نفرت په سترګه ورته ګوري، او آخر په خپل منځ کې سره یو کیږي، همداسې غریبانو په شیکاګوکې هم د ظلم او زیات کاری وخت پر ضد د خپلو سرونو په قربانولو په ۱۸۸۶ کې دا ثابته کړه چې د غریبانو درد، هیلي او ژړاګاني یو دي، دوی باید سره یو شي، همدا علت دی چې نن هم د لومړی مئی پیښه په ټوله نړۍ کې د دوی سره د یوالې په خاطر لمنانځي او بعضی لوړي اداري یې د خپلو ګټو او موخو په خاطر لمنانځي.
د نړۍ د ټولو هغه زبېښاکې قوتونو څخه هیله کیږي چې خپلوناوړه ارادو او کارونو ته د پای ټکی کیږدی، او نور د غریبانو په وینو سیاست ونکړئ، البته دا هیلي ډېر ژر په یو قهر او اوښتون هم بدلیدلی شی، چې باید پیل یې له شعوری ټولنې یا پرمختللی ټولنې څخه وشئ، او دا ځلی باید له سره د ټولې نړۍ ری انسټالیشن وشئ او په سمه توګه د نعمتونو خرڅون مخنیوی وشئ، او نعمتونه په مساوې ډول تقسیم شی، په اخر کې باید وویل شی چې دغه هر څه د یو پلان اقتصاد له مخې ممکن دي.