پاکستان (پوځ+ISI)سړي خور دی
15.08.2012 13:37پاکستان په جنوبی اسیا کې پروت تر ټولو ستر خونړۍتاریخ درلودنکي هیواد دي. تر ننه پورې په دا هیواد کې تر ټولو زیاتي وژني، مرګونه، ځان وژني، ځانمرګي بریدونه، فرقوي خونړۍ پیښي، مذهبی جنګونه، قامي جنګونه، نسلی جنګونه، سیاسي وژني اوجنګونه، لوږه، منافقت، کشمیر وژنه، بلوڅ وژنه، پنجابی وژنه(لوږه)، افغان وژنه، فلسطیني وژنه، سیندي وژنه، چیچن وژنه، چین وژنه(سنکیانګ)، عرب وژنه، معصوم وژنه، خبریال وژنه، رښتیا وژنه، فکر وژنه، شُعور وژنه، خپل ورور وژنه او پرادي وژنه د خپل جنرالانو، لویو درستیزوالو، پانګوالو، سیاست مدارو او زمکوالو د ګټي په خاطر تر سره کول یو عادي کار دي.
خو هیڅ یو نړیوال او سیمیز ځواک یا بشرې قانون تر ننه پورې د پاکستان وجود یو سرطان ونه ګڼل. البته د دې پر دا کارو یې پردي اچولي دي او آخر یې اټم ځواک ورڅخه جوړ کړ، خو بیا هم یو لورې ته دا سرطان عادي وګړي د لوږې کاندي ته ور غورځوي، او بل لورې ته د اټم باټۍ درلودو تر څنګ هم دا هیواد او عام وګړي یې تر ټولو زیات د انارجې بُحران سره مخ دي. چې مطلب یې واضحه دی، پاکستان دا وسله د پاکو کارو لپاره نه، بلکي د ناپاکو هدفونو لپاره یې جوړ کړی دي، چې یو نه یو وخت به د اسیایه بیچاره او عام وګړي له خطر سره ضرور مخ کړي.
پاکستان په ۱۹۴۷ء کې د هندي خلکي پاڅون ماتولو په خاطر په وجود کې راوستلی شوی دي، چې په دا کې د هند د لویو مشرانو او پاکستاني ګوډاګیانو پټ ژور لاس دي. البته له دې دا تعبیر اخستل چې دا د پاکستان د خلکو لپاره په وجود کې راغلی دي، یوه تاریخي او شعوري تیروتنه. پاکستان له ایران، تاجکستان، چین سره قانوني پُلي اوله هند او افغانستان سره مصنوعی پُلي لري. پاکستاني خلکو له مصنوعي خپلواکې وروسته هیڅ یوه ورځ په سُلحیزه، مینه، خوشحالۍ او خپلواکي کې نده تیره کړي. د یادوني وړ خبر ده، چې د پاکستان په جوړولو کې او د هند په تجزیه کې د ګاندهي، محمد علی تر څنګ نهرو هم د بریتانوي زبښاک سره پټ لاسونه درلود.
له خپلواکې وروسته پاکستان د هند سره دري ځله په خونړۍ جنګ کې ښکیل شوی دي، چې د ۱۹۴۷ء ، ۱۹۶۵ء ، ۱۹۷۱ء ، او د ۱۹۹۹ء جنګونه د یادونی وړ دي. دا په داسی حال کې چې د پاکستان یا دهند خلک له یو بل سره هیڅ ډول سیاسي، کلتوري، تاریخي، ژبنیز یاجغرفیایی مشکلات نلري، خو ولې دا مشکلات په مصنوعي توګه د چاپي او برقي رسنیو لخواد خلکو مشکلاتو په څیر وړاندې کیږي.
حال دا دي، چې هرکله په پاکستان باندې کوم لوی سیاسي، اقتصادي یا بیړنۍفشار راغلی دي، نو بس بیا د پاکستان ګوډاګۍ رسني بل هیڅ یو لاره نلري، یا به هند راونیسي یا د افغانستان پوځ روانیسي چې هله د چمتو کیدو په صورت کې دي، د روزني په حالت کې دي، باید له اوسنه یې مخنوي وشي، او هله هند نه غواړي چې د پاکستان وجود وزغملی شي، دا په داسې صورت کې چې د پاکستان په جوړیدو او د هند په تجزیه باندې د هند بنسټ ایښودونکي او بل تکړه مشر جواهر نهرو لاسلیکونه هم شته دي. خو پاکستان د ایی-ایس-ایی ګوډاګۍ چاپي او برقي رسنۍ د پاکستان د درستیزوالانو سندري وایی، او د خلکو نمایندګې کوونکي دا رسنۍ د خلکو پر بریښنیز، کلتوري، تعلیمي، اقتصادي او لوږه باندې چپا خُله پاتي کیږي.
البته که چیرې د پاکستان جیو نیوز ته یا د افغانستان یا هند لویو چینلونو ته د مافیایي یا د فبریکي مالکونو لخوا ډالر ورکړي شي، چې دوی باید د فلاني فلاني پر ضد خلک را وپاروي یا خپل جرنسلایسټان را وپاروي نو دوی بیا دا کار حتما کول غواړي ولې چې دوی رسنیز چوپړ نه، بلکي خپل کاروبار کول غواړي، خدای د وکړي چې په دا کې هرڅومره د هیواد یا د هیواد د وګړیو زیان وي، خو دوی حتما دا کار د خپلو مادي ګټو د تر سره کولو په خاطر کوي. خصوصا بیا د پاکستان جیوز نیوز چې له نیم څخه زیات سیاسي چارې پرمخ وړونکي یې د القاعده او طالبانو پخواني یاران پاتي شوی دي، نور پاتي یې د آیی-ایس-آیی په معاش باندې ګزران کونکي دي، ضرور د بعضو خلکو په مالې مرسته د لوډشیډنګ مساله یوه مساله ګرځوي. (زه له دې انکار نه کوم، چې دا د پاکستاني بیچاره ولس لپاره یوه مساله نده)
ډیره د خواشیني وړ خبره ده، چې د پاکستان باسواده په رسینو کې کار کونکي طبقه هم له تعصب، مذهبی جنونیت، له القاعده او ترهګرو سره ژوره خوا خوږې لري، خو تل د هند او افغانستان پر ضد تبلیغات، منافقت، درواغ او پراپګنډ وایی: په دا وروستیو کې د جیو نیوز کارمند کامران خان په خپورونه کې د پوځي درستیزوالانو د افغانستان کې د ملي اردو د امریکا پر ضد را پاریدونکي احساساتو باندې بحث وه، چې په هغه کې ټول را غوښتلي شوی میلمانه د افغان جهاد (افغان جهل) د وخت د ISI مشران وو، دوی بل هیڅ خبره نه کوله، البته دا یې ویل، چې ډیر ژر به تاسو وګورئ، چې د افغانستان په ملي پوځ کې به یو بغاوت سر را پورته کړي، چې له امله به یې افغانستان، پاره پاره او په کورنیو شخړو بدل شي.
البته دوی دا فکر نه کوي، چې په خپله هغه ISI چې کله دوی پریښودلي وه، پر تور کاروبار او افغان ډالرې جهاد باندې راسره راغونډه وه، نن په څومره ویشلي شوی او تیت شوی ځواک دي، چې نن یې چین، امریکا او هند هم د دوی د خپلي منځي منافقت ان نفاق څخه ورخطاء دي، او د امریکي هغه زور چې فقط د بیل کلنټن او بُش د سکیټر په تش یو زنګ باندې به د پاکستان پوځ او استخبارات سم شول، خو نن د اوبامه پرته څوک پاکستان ته د پاکستان پوځ او استخباراتو تر منځ اختلافات ختمولو لپاره په حضورې بڼه ندی راغلي، نن که چیرې اوبامه هم پاکستان ته راشي، نو بیا هم د پاکستان د پوځ او استخباراتو ترمنځ بغاوت نه ختمیدونکي دي.
هو له دې به په دا ټوله سیمه منفي اغیزه رامنځته شي، دا مونږ یاستو چې دا خبره کوو، خو پاکستانیان (پوځ+آیی-ایس-آیی)پر دا نه پوهیزي، چې دپاکستان د پوځ تر منځ د بغاوت په صورت کې به بشریت ته څومره زیان ورسیږي، او دا هم معلومه ده، چې دا بغاوت د چا لخوا د کولو زیار کیږي. البته یوه خبره واضحه ده، چې ملي ځواک د ملي ځواک په نوم یادیږي او ډیر په مخلصانه توګه پر مخ روان دی، باید مونږ د پاکستان تل پروګنډ ته رښتینې بڼه ورنکړو، ولې چې نن افغانانو د پاکستان له اسلامیت څخه هم توبه ایستلي ده- - - -
بوه بله زړه دردونکې پیښه د پاکستان دوه قامي نظریه درلودونکي ورځ پاڼې رامنځته کړی ده، چې له دې د پاکستان د سړي خورې ډیره په زړه پورې معلومات تر لاسه کیدلي شي-
د دا نیشن (The Nation)مسوول مدیر مجیدنظامي چې د پاکستان د استخباراتو سړي دي، د هند سره د اوبو په موضوع د خپلی
ورځ پاڼي په سرمقاله کې (“War With India Inevitable”)کې لیکي:
هند به هیڅ کله په آرام نشې تر څو چې مو دوی ته یو خوندور غوندې سبق ور ښودلی نه وي.
همداسې د دغه ورځ پاڼي په یو بله اردو ژبي ورځ پاڼي (نوایی وقت)کې چې تر شلو زرو زیات کتونکي لري، همدا رنګه تبلیغات تکراریږي، تر دې چې خپلو هیوادوالو ته تبلیغات کوي، چې د هند او افغانستان سره دوښمني ساتل د آکسجین څخه هم ډیره اړینه ده، له دې خو دا معلومیږي، چې د پاکستان پالیسي(تګلاره) جوړونکي پوهان، د عقل خاوندان، پوځیان، سیاست پوهان او مُلایان نه غواړي چې په دا سیمه کې سُلح راشي، ولې چې دوی غواړي د جنګ، ګډوډي او مذهبی جنونیت پراساس د دې سیمه د خلکو ذهنتونه مُنتشر کړي، ورخطاء یې کړي او له فکر څخه یېمعیوب کړي، ترڅو ونه کولای شي، په خپلو رښتيني مسایلو باندې ځان پوهه کړي، او دا سپیڅلی خلک چې دوی ته هر وخت د جنګ بلنه ورکوي، بربنډ شي.
پاکستان ته د سړي خور خطاب کول، د شعور، فکر، بشریت او تاریخ سره هیڅ ډول مبالغه نشي کیدلي، ولې چې د پاکستان ډبره په ۱۹۴۷ء کې د لسو لاکو خلکو په شهدات او ۲۷ لاکو خلکو په مجروح کيدلو باندې کیښودله شوی ده. وروسته په بې شمیره جنګونو کې د پاکستان پوځ منافق رول د کشمیریانو، بلوڅانو او افغانانو په وینو چې کوم لاسونه سره کړی دي، د هغه پر اساس په پاکستان کې خپل پنجابی هم پاکستاني پوځ ته د فیل (Elephant)خطاب ورکوي.
هغه د یو غربی پانګوال لیکوال خبره ده، چې خپلو اسونو ته دومره څه ورکړي، چې پر چټلي یې مرغیان ګزاره وکولای شي. د پاکستان د عامو وګړویو پر عادي بودیجه پوځ خیټه اچولي ده. څه له پاسه ۸۰ سلمه بودیجه د پاکستان په پوځ او اتومي بټویو په خوندې کولو مصرف کیږي. چې په دا کې اوس محال د پاکستان ۹۰ سلمه اتومي باټۍ د پریمانه بودیجې نه درلودلو له امله تړالی شوی دي.
د داخلی ګډوډي له امله په پاکستان کې پانګونه کول، تر صفر پورې رسیدلی ده، د لاهور په شیخاپور کې د بریښنا د کمښت له امله په سوونو فبریکي تړالی شوی دي. پاکستان د خپلو ناواړه تګلارو په ترڅ کې د خپلو خلکو او قامونو په نظر کې ورځ په ورځ په غورځیدو دي. په داخل د پاکستان کې سیندې او بلوڅي خوځښتونه راولاړ شوي دي. تظاهرات روان دي، د خلکو له لورې دخلکو په غوښتنه د وعدو سرته رسول غوښتنه کیږي. بل لورې ته پاکستان په ځای د دې چې له خپلو خلکو څخه مرسته وغوړئ، داخلي صنعت ته وده ورکړي، د نړۍ او ترهګري په وړاندې مخلصي او رښتیني خوښي وښایی، خو لا هوا ورکوي.
د داخلي اقتصادي فشارونو د کمولو په خاطر له امریکي، چین، ای-سی-او(Economic Cooperation Organization)، ایس-ای-ایف-ټي-ای(South Asian Free Trade Area)، ډبلیو-ټي-او(World Trade Organization)، ډبلیو-بې(World Bank)، آیی-ایم-ایف(International Monitoring Fund)، ای-بې(Asian Bank) سره ورځ په تیریدو یاراني پیاوړي کوي. په داسي حال کې چې د دوی قرضي او مرستي د پاکستان د خلکو د راتلونکې لپاره اقتصادي ځولني ګرځیدلي شي، او هیڅکله به پاکستاني خلک ونه کولای شي، چې له دې قرضونو تر نسلونو پورې ځان خلاص کړي، د یوې اندازي مطابق نن هم د پاکستان خزانه باید دغه لویو فسادي ادارو ته له ۱۳۹.۵ میلارډه ډالرو زیاته قرضه بیرته ورکړي، خو پاکستان دا وس نلري، لحاظ ورځ په تیریدو دا قرض زیاتیږي، او سُود پرې لګیږي.
د یو اټکل له مخې پاکستان د زیات لوډشیډینګ له امله به په ۲۰۱۳ء کې د ۱۳.۲۲۱ میلارډه ډالرو تیلو واریدولو ته اړتیا ولري، ترڅو وکولای شي، چې خپل واریدات او صادرات کنټرول کړای شي. د مصنوعی ښکلا په خاطر پاکستان ۳۰۰ شیان تولید کوي، او خارج ته یې استوي، چې د دهیواد د بودیجې لویه برخه جوړوي، خو داسي ویلی کیږي، چې دا په تندوالی سره په کمیدو دي. همدا علت دي.
چې دپاکستان واریدات ۳۳ میلارډه ډالرو ته رسیږي، خو صادرات یې تر لسو۲۰میلارډو پورې رسیږي. چې په راتلونکې کې به لا کم شي، ولې چې په پاکستان کې د انارجې مسله ده. سرمایه ګزارې هم د نامساعدو حالاتو له لاسه په ټپه ولاړه ده. هیواد په کورنیو جګړو کې ښکیل دي، هیڅوک خپله پانګونه په اوبو کې نشې تویولي. (State Within State) تګلاري اوخوځښتونه د خارجي او خپله دپنجابي شاوینزم تګلارو په ترڅ کې را ولاړي شوي دي.
بل لورې ته د پانګوني نه شتون، د سوات، دیر، چترال، ګلګت او کاغان سیمو ته د خارجیانو نه تګ، د انارجې د کمښت له امله د تولیداتو کمیدل هغه عمده علتونه دي، چې د پاکستان کرنسي یې له پښووغورځوله او په سیمه کې خو پریږدۍ په افغانستان(خوست، پکتیا، ننګرهار، لغمان، پکتیکا) کې هم ارزښت نلري.
پاکستان له خپلو مشرانو چین او امریکا څخه هم لاس نشې اخیستلي ولې چې په دا مشکل وخت کې د دوی پاکستان ته ډیره اړتیا ده. هغه که د ترهګري په ضد تش په نوم جنګ دي، د پاکستاني مافیایي پوځ استعمالول په کومه یوه سیمه کې، او دا چې د پاکستاني مافیایي مذهب کارول هم د امریکي لپاره یوه لویه سرمایه ده، خو بل یو عمده علت د دوی ترمنځ د اړیکو ساتلو دا دي، چې امریکه هغه هیواد دي، چې چرته د پاکستان د صادراتو تر ټولو زیات ۱۶ سلمه مقدار ځي، او چین هغه هیواد دي، چې پاکستان له دې خپل ۱۶ سلمه واریدات وارید کوي.
که چیرې دپاکستان اوضاعي ته وکتلي شي، نو له بل هربد هیواد څخه په ټولنیز، اقتصادي، سیاسي او کلتوري توګه وروسته پاتي او بد بخت هیواد ګرځيدلي دي. پاکستان خو د ۲۷لاکو خلکو په قرباني سره دواکمني طبقي د عیاشیو او خوندونو لپاره آزادي تر لاسه کړه، خو ولې خلکو ته یې د هغه وخت پاکستان په پرتلهننۍ پاکستان ډیر خونړۍ او سړي خور ښکاري او په رښتیا هم جوړ شوی دي.
پاکستان په دا خاطر خپلواکه شوی وه، چې کیدي شي، د د غه وخت پانګوالي پرمختګ په دایره کې ځان پر ځاي کړي ، او ځان یې ژر د پرمختګ سوایی ته مساعد کړي ، خو ولې داسي ونه شول، دوی فقط د اساسي قانون پر جوړولو نیمه پیړۍ وخت تیر باسل، او داخلي کړکیچونو او دیکتاتورې یې له نیم څخه زیات عمر وخوړل. د۱۲-۲۰۱۱ء کال د جولایی څخه تر ستمبر پورې د پرمختللي هیوادونو لخوا په خارجي پانګونه کې ۸۳ سلمه کمښت رامنځته شوی دي. هیواد ته فقط د ۵۰.۱ میلیونه ډالر پانګونه راغلي ده. د ماليه د وزارت د اسنادو له مخې ۲۴۱.۸ میلیونه کمښت رامنځته شوی دي.
د ۲۰۱۱ء کال په لومړني څلورو میاشتو کې په نړیولال تجارت کې د وروستي کال په پرتله ۳۱.۳۸ سلمه توپیر رامنځته شوی دي. چې دا په واریدتو کې په زیاته کچه زیاتوالی او په صادراتو کې کمښت په ډګه کوي. چې دولتي تاوان ۶.۸۷۱ میلیونو ته ورسیدل. مجموعي تاوان د پاکستان ۱.۲۰۹ میلیارډه ډالرو ته ورسیدل. بل لورې ته د هیواد ټوله قرضه د پاکستان د جی- ډي – پی ۶۶.۴ سلمه جوړیږي.
د پاکستان نفوس ۱۷۸ میلیونه دي، چې دا به په ۲۰۱۵ء کې ۱۹۱ میلیونو ته ورسیږي، د نړیوال سروي له مخې د پاکستان هر بچی، سړي، میرمن د ۶۱۰۰۰ روپۍ قرضدار دي. خو یو پاکستان دي، چې له قرض اخیستلو څخه ستړي کیږي نه، بلکي د هرې ورځ پور په زیاتیدولو به اخر پاکستان دې ځاي ته ورسیږي، چې د کرنسي سوایه پر ځاي ساتلو لپاره د داخلي شیانو قیمتونو لوړ کړي، چې دا به د پاکستان کرنسي له ورکیدولو وساتلي شي، خو قیمت یې څوک له ټیټیدلو ساتلي نشي.
د لیګاټم ۲۰۱۱ء د څوکالی په سروی کې پاکستان د نړۍ وروسته پاتي هیوادونو لکه ایتهوپیا، زمباوي او منځنې جمهوري افریقین له پرته په بدحالي کې لوړ ښودلي شوی دي. د بې امنیتي په برخه کې فقط سوډان له پاکستان څخه بد ښودلي شوی دي، نور په ټوله نړۍ کې پاکستان خطرناک ترین ځاي دي. د ښووني او روزني په ډګر کې په ټوله نړۍ کې له پاکستان څخه منځني جمهوری افریقن، مالي، سوډان، ایتهوپیا او نایجیریا په بد حالت کې دي. د وروسته پاتو هیوادونو په لیکه کې روانډا، برونډي، ایتهوپیا او برما هم له پاکستان څخه په ښه حالت کې دي. په لسو کې څلور پاکستانیان د لوږې له لیکي لاندې ژوند کوي. ۴۷.۱ میلیونه پاکستانیان د سختي لوږې ښکار دي. هر ورځ ۲۵۰۰۰ پاکستانیان د لوږې کاندې ته غورځیږي.
د ناپیلې بچیانو شرحه ۵۰ سلمه ده. ۱۱۸۳ پاکستانیانو ته فقط یو ډاکټر شته دي، چې ډیر کم یې مسلکي دي. د سوادي سلمه د دولتي تیروتني له مخې ۵۷ ښودلي کیږي، چې تر ټولي نړۍ کمه ده. د ښووني روزني لپاره په بودیجه ټاکلو کې پاکستان د نړۍ په ۱۶۳ هیوادونو کې په ۱۴۲ نمبر دي.
دا ټولي د خطر ټالي دي، او د پاکستان په داخل کې د داخلي پوځي مافیایی کړیو، سیاسي ګوندونو تیروتنو او ناسمو تګلارو له امله داخلي فشار او مواد دومره راسره مظهر شوی دي، چې یو نه یو وخت چاودیدلي شي. او ټوله سیمه اور اخیستلي شي. دا خبره چې پاکستان ته سړي خور ویل، د لیکوالي او ادبیاتو سپکوي دي، خو ولې داسي نه ویلی کیږي، چې پاکستان د میلیونونو خپلو او پرادیو خلکو په وژلو، بونګه کولو، نیولو، زندني کولو، تړلو، وهلواونابود کولو کې ککړ دي.
باید پاکستان د عادي خلکو په وژلو د بشرې حقوقو په تور محکمه کړای شي. تر څو په نړۍ کې د انصاف تله بره شي، خو دا تله نه د لومړۍ نړیوال جنګ کوونکو ته په جزا ورکولو لوړه شوله، او نه په دویم نړیوال جنګ کې د دریو کروړو خلکو په وژلو او د امریکي پر جاپان د اټم بم اچولو په وخت لوړه شوله، ولې چې دا اداري د دغه لوړو ځواکونو لخوا د خپلو مفاداتو تر لاسه کولو په خاطر رامنځته شوی دي. دوی به هیڅ کله ونه غوړي چې د خپلو ناوالي او ناروا مقصدونو لپاره سُلح، مینه او څوکالي راوړي، تر څو د مساویانه ویش زمینه ټولو انسانانو ته مساعده شي.
باید ټولو مینه پال، بشرپال، سُلح پال او مساویانه ویش پال د دغه ادارو نوي تشکیل، اړتیا، کار او د پاکستان د درستیزوالي او واکمني طبقي بربریت ته پاملرنه او د پاکستانیانو خلاصون لپاره ژر تر ژره ګامونه واخلې تر څو دا نړۍ چې په ۲۰۵۰ء زیږدیز کال کې به یې نفوس ۱۴ میلیارډه ته ورسیږي، د ژغورولو غم وخوري.