بغلان کې د طالبانو له زندانه لسګونه کسان ازاد شوي – دفاع وزارت
د افغانستان دفاع وزارت وايي چې په بغلان کې د کومانډو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ۳۲ کسان د طالبانو له یو زندان څخه ازاد شوي دي.
ارزګان کې مېرمنې: د جګړې تر ټولو لوی قرباني ښځې دي
په ارزګان ولایت کې یو شمېر هغه مېرمنې چې د روانې جګړې پر مهاليې د کورنۍ غړي وژل شوي دي، د ښکېلو خواوو څخه غواړي چې تر هر څه دمخه دې اوربند وکړي. ارزګان ولایت د افغانستان د جګړهځپلو ولایتونو څخه دی چې ورځ تر بلې پهکې د داسې مېرمنو شمېر زیاتېږي چې نارینه خپلوانیې په جګړه کې وژل کېږي او د دغو مېرمنو ژوند له کړاوونو سره مخامخ کېږي. ۳۷ کلنه ملالۍ چې د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې اوسي. د روانې جګړې پر مهالیې مېړه او درې زامن وژل شوي دي. ملالۍ ازادي راډيو ته وویل، اوسمهال د ۱۷ کوچنیانو سرپرستي ور په غاړه ده او د ساتنې لپارهيې اړه شوې چې په ښار کې خیرات ټول کړي. دې ازادي راډيو ته وویل چې د روانې جګړې زیان په ارزګان ولایت کې تر ټولو زیات ښځو ته رسېدلی ځکه د دې په خبره کله چې یوه ښځه ګوڼده شي، نهیوازي د نارینه خپلوانو لهخوا له ګڼو ستونزو سره مخامخ کېږي، بلکې په ورته وخت کې له اقتصادي ستونزو سره هم مخامخ کېږي. په دغه ولایت کې ډېرې کونډې ښځې وايي چې دوی لوستې نهدي او نهیې هم حرفوي زدهکړې کړي چې کارونه وموندلای شي او اوس اړې دي چې خیرات ټول کړي. دوی غواړي په هېواد کې ژر تر ژره اوربند وشي چې نورې ښځې دوی ته له ورته برخلیک سره مخامخ نهشي. ملالۍ ازادي راډيو ته داسې وویل: "زموږ د دواړه خواوو څخه غوښتنه دا ده چې جګړه نور بس کړي، سوله وکړي او اوربند وکړي. زما څخه دغې جګړې هر څه واخیستل. مخکې مې ښه ژوند درلود. اوس د سهار او ماښام ډوډۍ په کور کې نهلرم او حیرانه پاته یم چې څه وکړم. کار راته نه پیدا کېږي." ارزګان ولایت د افغانستان له هغو ولایتونو دی چې ډېری ښځې له ټولنیزو محدودیتونو سره مخامخ دي او زدهکړو او کار ته لاسرسی نهلري. د ارزګان ولایت د ښځو چارو د ریاست د معلوماتو له مخې شاوخوا ۹۸ سلنه مېرمنې يې نالوستې دي چې تر ډېره کونډې ښځې له اقتصادي بحران سره لاس او ګرېوان شوې او د ځان او خپلو کوچنیانو د ساتلو لپاره یوازنۍ لاره ورته خیرات ټولول دي. ۳۲ کلنه روبینه د ترینکوټ یوه بله اوسېدونکې ده چې په روانه جګړه کې يې د کورنۍ درې غړي وژل شوي دي. دې ازادي راډيو ته وویل چې روانې جګړې نهیوازې دوی بېبرخلیکه پرېښي، بلکې د کوچنیانو ژوند یې هم خراب شوی دی. روبیني دغهراز په قطر کې د افغان دولت له مذاکراتي ټيمه غواړي چې طالبانو ته دې د ارزګانیو ښځو درد بیان کړي او هغوی دې قانع کړي چې د ښځو حقونو ته ژمن شي. دې ازاډي راډيو ته داسې وویل: "کوچني ماشومان بېښوونځۍ او بې زدهکړو پاتې دي او زموږ خو ابدي ژوند خراب شو. غوښتنه مو دا ده چې لومړی دې سوله وشي او د ښځو د حقونو لپاره دې مبارزه وشي چې د ښځو حقوق تر پښو لاندې نهشي ځکه شهیدان مو ورکړي او نور باید ورور وژنه بنده شي." په داسې حال کې چې په افغانستان کې سولې او ثبات ته د رسېدو لپاره هڅې دوام لري، د دې هېواد خلک د سولې بینالافغاني مذاکراتو پیل ته سترګې په لاره دي. په همدې لړ کې افغان مېرمنې له طالبانو سره د سولې د احتمالي توافق په صورت کې اندېښمنې هم دي او وېره لري چې د تېرو شااوخوا ۲۰ کلونو لاسته راوړنې یې د سولې د تړون قرباني نهشي. په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم مخکې د همدې موضوع په اړه په دې وروستیو کې ازادي راډیو ته ویلي چې د اسلامي اصولو په رڼا کې د ښځو حقونو ته درناوی لري چې په هغه کې د ښځو د تعلیم او کار حق خوندي دی او تفصیل بهیې د دیني عالمانو د سپارښتنې پر اساس د سولې په مذاکراتو کې وړاندې شي. له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ کال پورې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال افغان مېرمنې د زدهکړو او له کوره بهر د کار کولو له حق څخه محرومې وې او د هر ډول مجبورۍ په حالت کې د نارینه خپلوانو له حضور پرته له کوره د وتلو اجازه نهدرلوده. د ۲۰۰۱ کال په پای کې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د افغان ښځو لپاره نوی فصل پیل شو. که څه هم په ارزګان ولایت کې د ښځو د حقونو د خونديتوب لپاره ګڼ اقدامات وشول، خو لا هم د دغه ولایت اکثریت نجونې د زدهکړو له حق څخه بېبرخې دي او دغهراز لا هم په بدو کې ورکول کېږي او کوچني والي کې واده کېږي.
کراچۍ: سي ټي ډي پوليس وايي د زېنبون وسله وال تنظيم ترهه ګر يې نيولی
په کراچۍ کې سي ټي ډي پوليسو [د ترهه ګرۍ ضد] ادارې ويلي د شورو/ چارشنبې په ورځ په کراچۍ کې د نورو استخباراتي ادارو په مرسته يې د وسله وال تنظيم زېنبون يو ترهه ګر يې نيولی چې پېژندګلو يې د سيد محمد عباس جعفري په نوم شوې ده.
د کریمه بلوڅ په یاد د کوټې پریس کلب مخې ته شمې بلې شوې
د بلوڅ سياسي فعالې کريمه بلوڅ په ياد کې د چهار شنبې په ماښام د کوټې د مطبوعاتو د کلب مخې ته ياد غونډه وشوه چې پکې په ګڼ شمېر سياسي بلوڅ ځوانانو، پيغلو او مدني فعالانو ګډون درلود. ګډونوالو د کريمه بلوڅ له عکسونو سره شمعې ولګولې او د عقيدت ګولونه يې ورته وړاندې کړل. د ياد غونډې يوې ګډونوالې نمره بلوڅ رسنيو ته وويل، د ننۍ غونډې مقصد کريمه بلوڅ ته د هغې پر مبارزه باندې د عقيدت پيروزينې وړاندې کول دي. "بانوک کريمه بلوڅ چې کومه مبارزه کړې وه، زموږ لپاره، زموږ د قام لپاره، د ټولو لپاره، د هغې مبارزې ته موږ تول نن دلته د عقيدت پېرزوينې وړاندې کوو، د هغې مبارزه تسليموو او سلام ورته کوو، کوم چې دې زموږ لپاره کړي "۔ د بلوچ زدکونکو سازمان " بي ايس او ازاد " پخوانۍ مشره کريمه بلوچ له تېرو څو کالو راهيسي د کېنډا په ټورنټو ښارکې سياسي پناه اخيستې وه او د جلا وطنۍ ژوند يې تېراوه. د 2020م کال د دسمبر پر 20مه د کېنډا په ټورنټو ښار کې هغې مړی له اوبو رايستل شوې و. د کريمې کورنۍ او بېلا بېل بلوڅ سياسي تنظيمونو د هغې مړينه يوه منظمه وژنه / يا قتل بللی خو د کېنډا پوليسو دغه تورنه رد کړي او وايي د کريمې په مرګ کې د جرم يا د وژلو کوم څه نه ښکاري. د کريمې بلوڅ په اړه يو وار بيا هغه مهال په پاکستان او د نړۍ په بېلا بېلو سيمو کې بحث تود شو کله چې د هغې جسد يا مړۍ د تېرې يکشنبې په سهار د هوايي جهاز له لارې کراچۍ ته راوړل شو، کورنۍ يې غوښتل چې په کراچۍ کې يې د جنازې لمونځ وکړي او بيا د جلوس په شکل کې د هغې جنازه بلوچستان ته د هغې کلي تمپ ته يوړل شي. کورنۍ یې او بلوڅ فعالانو تور پوري کړ چې د پاکستان د امنيتي ادارو لخوا دوی داسي کولو ته پرې نه ښول شول. هغوی دا تورونه هم پورې کړل چې د بلوچستان د بېلا بېلو سيمو خلکو د کريمې بلوڅ جنازې ته ورتلل غوښت خو د امنيتي ادارو د سرتيرو لخوا د خلګو مخه نيول شوې او هغوی پرې نښول شول ځکه په تربت سيمه کې د کرفيو ماحول وو ۔ هم دغه تورنه د بلوچستان په ايالتي او د پاکستان په قامي اسمبلۍ او سېنټ کې د پښتون او بلوڅ سياسي مشرانو لخوا هم لګول شوي دي. خو تيره ورځ د بلوچستان اعلا وزير جام کمال په اسلام اباد کې له رسنيو سره په خبرو کې وويل چې دا سياسي پروپېګنډا ده، هغه وويل: ” هلته هيڅ کرفيو نه وه، څنګه چې د هغې جنازه راغله ، د هغې پلرني کلي تمپ ته ورسول شوه ، د هغه ځای چې څومره خلک و هغه د هغې( کريمه بلوڅ) د ښخولو لپاره راغلي و او دا په اول ځل شوي دي چې هلته ښځې هم راغلې وې ، دا ضرور ده چې موږ هلته دا ماحول پرې نه ښود چې پر دا معامله دي سياست وشي"۔ د عمران خان حکومت پلوه د بلوچستان عوامي پارټۍ سېنټړ انورالحق کاکړ تېره ورځ د پاکستان په سينټ کې د وينا پر مهال دا ټول تورونه رد کړل او وويل چې کومه ناوړه پيښه رامنځ ته نشي، امنيتي ځواکونو د کريمه بلوڅ جنازه ځکه په خپله ولقه کې تر تربت تمپ پورې ورسوله ۔ کاکړ وويل پر ټولو اختلافاتو سربيره کريمه بلوڅ ته په پاکستان کې د ښخولو حق ورکړل شو . د کاکړ په خبره اوس د هغې پرمړينه باندې سياست کيږي او د ځينې قوتونو لخوا د پاکستان او د پاکستان پر ادارو د بدنامولو لاس پورې کيږي چې ګواکې د کريمه په وژنه کې د هغوی( ادارو) لاس دی. کاکړ زياته کړه دا د پاکستان پر ضد يو منظمه پروپېګنډه ده. سنېټر وويل خلک له نيم حقيقته خبر دي له پوره حقيقته خبر ندي، هغه تور پورې کړ چې پوره حقيقت دا دی، چې کريمه بلوڅ او د هغې د خاندان ځينې وګړو د پاکستان پر ضد د وسلوالو ډلو سره تړاو درلود او د پاکسان د ماتيدو لپاره يې توپک اخيستی وو د تشدد لاره يې خپله کړې وه " هو زموږ د هغې له افکارو سره اختلاف و، اختلاف نه بلکه سخت اختلاف، هغې (کريمه بلوڅ) د پاکستان پر ختمېدلو يقين درلود، د پاکستان پر ضد چې کوم وسلوال تنظيمونه دي، د "بي ايس او ازاد" له هغوی( وسلوال تنظيمونه ) سره تړون ليدل شوی، هغه او د هغې خپلوان او د هغې د خاندان ډېر زيات خلګ په پر هم دا فلسفه عمل کونکي و او د ژوند تر اخري سلګی پورې پر دا لاره روان و، د کوم چې موږ په ښکاره مزمت هم کوو او اختلاف هم ورسره لرو او په سياسي توګه ليري ځيني اوسو، پر دې ټولو سربيره د پاکستان رياست و هغې ( کريمه بلوڅ) ته په پاکستان کې دښخولو حق ورکړ او هغه اوس په تمپ کې ښخه ده "۔ ياده دې وي د پاکسان حکومت د بلوڅ زدکونکو سازمان " بي ايس او ازاد " باندې په 2013م کال کې د پاکستان ضد وسلوالې مبارزې پر تور بنديځ لګولی او په پاکستان کې يې د ياد تنيظيم هر ډول فعاليت بند کړی. خو سياسي شنونکي په دې باوري دي چې د دې تنظيم پلويان اوس هم په پټه خپل سياسي فعاليتونه تر سره کوي. له بلې خوا د بلوڅ سياسي فعالانو او بي ايس او ازاد لخوا پر ټولنزو رسنيو باندې و بانک کريمه بلوڅ ته د هغې پر سايسي مبارزه باندې د "لمه بلوڅ" يعني"د بلوڅانو مور" لقب ورکړل شوی.
د آشنا تلویزیون د چهارشنبې خپرونه
د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه او ډیر نور په زړه پوري راپورونه
د بایډن انتظامیه: دفاع وزیر په پوځ کې د لویو تغییراتو په لور
په امریکا کې صدارت چوکۍ ته د جو بایډن د رسېدو نه اېله یوه هفته تېره شوې، خو په همدې یوې هفتې کې د دې هېواد په دفاع وزارت کې ډېر لوی بدلونونه رامنځ ته شوي دي، ځکه صدر بایډن او د دفاع وزیر، لوېډ آسټن غواړي هغه تغییرات بېرته ترشا کړي.
پاکستان کې د کرونا واکسین تطبیق راتلونکې اونۍ پيلیږي
د پاکستان حکومت په پام کې لري چې طبي کارکوونکو ته د واکسین د تطبیق لړۍ راتلونکې اونۍ پیل کړي.
امریکايي استازی: د صدر بایډن حکومت د اسرایل او فلسطینیانو دپاره د دوو ریاستونو د قیام حمایت کوي
امریکايي استازي رېچرډ ملز د نهې، سه شنبې، په ورځ د ملګرو ملتونو امنیتي شورا یا سېکیورټي کاونسل یوې انلاین غونډې ته وویل د امریکې د نوي حکومت تګلاره به دا وي چې "په دوه اړخیزه توګه متفق شوي د دوو ریاستونو د حل ملاتړ وکړي، چې اسرایل پکې په امن او تحفظ کې د یو فعاله فلسطیني ریاست ترڅنګ ژوند کوي."
د سویل ختیځ زون لسګونو کسانو روغتیايي زده کړې وکړې
د پکتیا کې د سویل ختځ زون د څلورو ولایتونو لسګونه ښځې او نارینه د دوه کلنو روغتیايي زده کړو تر بشپړیدو وروسته د فارمسۍ او لابراتور له څانګو فارغ شول.
ملابرادر د ایران د ملي امنیت د عالي شورا له مشر سره کتلي
ایراني چارواکو او طالبانو دا منلې چې د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر ملا برادر په مشرۍ ایران ته د دوي تللي پلاوي د ایران د ملي امنیت د شورا له مشر سره لیدليدي.
بایډڼ له پوتین سره په خبرو کې د روسیې په فعالیتونو اندیښنه ښودلې
د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر، جوبایډن د سه شنبې په ورځ جنوری ۲۶(سلواغې ۷) د روسیې له ولسشمر ولادیمیر پوتین سره په لومړي ځل تلفوني خبرې وکړې.
چارواکي: پوليومهم کې انکاري والدين قانع کولو لپاره ضلعي انتظاميې افسرانو مؤثره کردار ادا کړی
د مردان ډويژنل کمشنر منتظر خان وايي د چيف سيکرټري په وينا ضلعي انتظامې غړو پخپله پوليو مهم نګراني کړی اوخلک یي قانع کړي چې ماشومانو ته د په پوليو ضد قطرې ورکړي
افغانستان کې د کرونا وبا د تشخیص لپاره ۱۲ نوي مرکزونه جوړیږي
اروپايي ټولنه له افغانستان سره د خپلو مرستو په دوام، دا ځل له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د ۳۵ میلیونه یورو مرسته کړې. د اروپايي ټولنې دا مالي مرسته د روغتیا نړیوال سازمان، یونېسف او د اغا خان بنسټ لهخوا لګول کېږي. د روغتیا نړیوال سازمان وايي، که څه هم افغانستان سره د کویډ-۱۹ واکسینو د مرستې ژمنې هیلې زیاتې کړي، خو بیا هم د دې ناروغۍ د پېژندنې، څارنې او د هغو کسانو د ساتنې لپاره چې له دې وبا سره په لومړۍ کرښه کې مبارزه کوي، لا ډېرو مرستو ته اړتیا ده. د دې سازمان لهخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي، د اروپايي ټولنې لهخوا د مرسته شوېو ۳۵ میلیون یورو څخه به یې ۱۵ میلیونه د روغتیا نړیوال سازمان لهخوا د کوېډ-۱۹ تشخیص لپاره د ۱۲ مرکزونو په جوړېدو، د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې او مدیریت برخه کې مصرف شي. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له دې مرستو هرکلی کوي او وايي، دا وزارت به د دې مرستو د لګښت په برخه کې یوازې د څارنې ونډه ولري. د ياد وزارت ویاندې معصومې جعفري ازادي راډیو ته وویل، دا مرستې له کرونا وبا سره د مبارزې په برخه کې ډېرې مهمې دي. مېرمن جعفري زیاته کړه، هند هم ژمنه کړې چې له افغانستان سره د کرونا ویروس ۵۰۰ زره ډوزه واکسین مرسته وکړي: "هند د ۵۰۰ زره ډوزه واکسینو مرسته کوي. موږ له دې مرستو هرکلی کوو. دا هغه واکسینونه دي چې اکسفورډ پوهنتون یې جوړوي او هر مهال چې د روغتیا نړیوال سازمان تصدیق کړ، افغانستان ته به را ولېږل شي." د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، دا واکسین به لومړی روغتیايي کار کوونکو، د ډېر عمر خاوندانو، هغه کسانو ته چې سختې ناروغۍ ولري او هغوی ته چې په بنسټیزو خدمتونو وړاندې کولو بوخت وي، پیچکاري شي. دا په داسې حال کې ده چې پرون سې شنبه (د سلواغې ۷مه) د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروح وویل، تر راتلونکو ۶ میاشتو به د نړیوال او د اسیا پراختیايي بانک په مالي مرسته د افغانستان ۴۰ سلنه خلکو ته د کرونا ویروس د واکسین زمینه برابره شي. هغه زیاته کړه، نږدې شپېته میلیونه ډالرو ته اړتیا ده چې پاتې ۶۰ سلنه خلکو ته هم د کرونا ویروس ضد واکسين ورکړې زمینه برابره شي. په افغانستان کې د کرونا وبا سره د مبارزې برخه کې داسې مهال د دې مرستو ژمنه کېږي چې په دې هېواد کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۷ نوې پېښې ثبت شوي دي. په همدې موده کې په ټول افغانستان کې د دې ناروغۍ له کبله ۸ تنه مړه شوي او ۹۰ تنه نور بیا بېرته رغېدلي دي.
صدر بایډن په افغانستان کې د امریکايي عسکرو په وژلو د روس په انعامي پروګرام تشویش څرګند کړی
صدر بایډن وویل روس ته دا واضحه کول غواړي چې "مونږ د دوی (روس) د رويي په اړه ډیر اندېښمن یوو، که دا نوالني دی، که دا سولر ونډز دي او که په افغانستان کې د امریکایانو په سر د انعامونو رپورټونه دي."
افغانستان کې میشت د وزیرستان کډوال وایي دوئ ته باید په پوله دتګ راتګ اجازه ورکړل شي
په افغانستان کې میشه د شمالی وزیرستان کډوال وائي د بېرته ستنېدو ستونزه یې پخپل ځائ خو د افغانستان نه پاکستان ته د تګ راتګ په لارو د تګ اجازه نه ورکړل کیږی چې خپل مړی او ناروغان پاکستان ته ورسوی.