شاته

افغانستان کې د کرونا وبا د تشخیص لپاره ۱۲ نوي مرکزونه جوړیږي

اروپايي ټولنه له افغانستان سره د خپلو مرستو په دوام، دا ځل له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د ۳۵ میلیونه یورو مرسته کړې.

د اروپايي ټولنې دا مالي مرسته د روغتیا نړیوال سازمان، یونېسف او د اغا خان بنسټ له‌خوا لګول کېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، که څه هم افغانستان سره د کویډ-۱۹ واکسینو د مرستې ژمنې هیلې زیاتې کړي، خو بیا هم د دې ناروغۍ د پېژندنې، څارنې او د هغو کسانو د ساتنې لپاره چې له دې وبا سره په لومړۍ کرښه کې مبارزه کوي، لا ډېرو مرستو ته اړتیا ده.

د روغتیا د نړیوال سازمان لوګو
د روغتیا د نړیوال سازمان لوګو

د دې سازمان له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي، د اروپايي ټولنې له‌خوا د مرسته شوېو ۳۵ میلیون یورو څخه به یې ۱۵ میلیونه د روغتیا نړیوال سازمان له‌خوا د کوېډ-۱۹ تشخیص لپاره د ۱۲ مرکزونو په جوړېدو، د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې او مدیریت برخه کې مصرف شي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له دې مرستو هرکلی کوي او وايي، دا وزارت به د دې مرستو د لګښت په برخه کې یوازې د څارنې ونډه ولري.

د ياد وزارت ویاندې معصومې جعفري ازادي راډیو ته وویل، دا مرستې له کرونا وبا سره د مبارزې په برخه کې ډېرې مهمې دي.

مېرمن جعفري زیاته کړه، هند هم ژمنه کړې چې له افغانستان سره د کرونا ویروس ۵۰۰ زره ډوزه واکسین مرسته وکړي: "هند د ۵۰۰ زره ډوزه واکسینو مرسته کوي. موږ له دې مرستو هرکلی کوو. دا هغه واکسینونه دي چې اکسفورډ پوهنتون یې جوړوي او هر مهال چې د روغتیا نړیوال سازمان تصدیق کړ، افغانستان ته به را ولېږل شي."

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، دا واکسین به لومړی روغتیايي کار کوونکو، د ډېر عمر خاوندانو، هغه کسانو ته چې سختې ناروغۍ ولري او هغوی ته چې په بنسټیزو خدمتونو وړاندې کولو بوخت وي، پیچکاري شي.

په هند کې د کرونا وبا د مخنیوي د واکسین پیل
په هند کې د کرونا وبا د مخنیوي د واکسین پیل

دا په داسې حال کې ده چې پرون سې شنبه (د سلواغې ۷مه) د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروح وویل، تر راتلونکو ۶ میاشتو به د نړیوال او د اسیا پراختیايي بانک په مالي مرسته د افغانستان ۴۰ سلنه خلکو ته د کرونا ویروس د واکسین زمینه برابره شي.

هغه زیاته کړه، نږدې شپېته میلیونه ډالرو ته اړتیا ده چې پاتې ۶۰ سلنه خلکو ته هم د کرونا ویروس ضد واکسين ورکړې زمینه برابره شي.

په افغانستان کې د کرونا وبا سره د مبارزې برخه کې داسې مهال د دې مرستو ژمنه کېږي چې په دې هېواد کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۷ نوې پېښې ثبت شوي دي.

په همدې موده کې په ټول افغانستان کې د دې ناروغۍ له کبله ۸ تنه مړه شوي او ۹۰ تنه نور بیا بېرته رغېدلي دي.