ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


پاکستان کې دجنسي تیریو دپېښو مخنیوي دپاره نوی قانون منظور،مجرمان به خصي کولی شي

دپاکستان صدر ډاکټر عارف علوي هیواد کې په زوره د جنسي تیریو دمخنیوي قانون ۲۰۲۰م منظور کړی چې له مخې به یې ګرد هیواد کې دجنسي زیاتیو په اړه دمقدمو فیصله کولو دپاره ځانګړي عدالتونه جوړولی شي.

15.12.2020 ډیوه

د امریکې نو منتخب صدر جوبایډن وايي د امریکې د روح دپاره جګړه کې جمهوریت بریالی شو

د الکټورل کالج د رایو نه پس بایډن د ډېلاویر ریاست په پلرني ښار وېلمنګټن کې خپل تقریر کې وویل "د امریکې د روح دپاره په دې جنګ کې جمهوریت وګټله."  جوبایډن په امریکایانو غږ وکړو چې متحد شي او د زخمونو درملنه وکړی

15.12.2020 ډیوه

په امریکا کې د کورونا واکسین ورکول پیل شول

واشنګټن - د امریکا متحده ایالاتو د ګل یا دوشنبې په ورځ د کورونا نوی تصویب شوی واکسین  روغتیايي کارکونکو ته ورکړی چې تر هر چا مخکې ورته واکسین ورکول کېږي.‌ په نیویارک کې د روغتون د بیړنۍ خونې نرسه سنډرا لینډسي لومړنۍ مېرمنه وه چې دغه واکسین یې واخېست. دا هغه شېبه وه چې تلونکی ولسمشر ډانلډ ټرمپ ورته په تمه وه او د میاشتو راهیسې یې د واکسین پر چټکې ودې زور اچولی وو که څه هم په پیل کې یې دغه روغتیايي ناورین بابېزه ګڼلی وو. ټرمپ په ټویټر باندې لیکلي، "لومړنی واکسین ورکړل شو. امریکا ته دې مبارک وي او نړۍ ته دې مبارک وي." د امریکا له مشېګان ایالت څخه چېرې چې د فایزر درمل جوړونکې کمپنۍ ده د یکشنبې یا اتوار په ورځ په امریکا کې سیمیزو محلونو ته د واکسین د لېږد چارې پیل شوې. د امریکا فایزر دغه واکسین د جرمنۍ درمل جوړونکې کمپنې بایوټېک سره په ګډه جوړ کړی دی.‌ په واشنګټن ډي سي کې، ډاکټر ریمانډ پلا چې د جیورج واشنګټن د پوهنتون په روغتون کې د بې هوښۍ ډاکټر یا انستیزيلوګ دی له خپلو څلورو نورو همکارانو سره یو ځای د واکسین تر اخېستلو وروسته له خبریالانو سره په خبرو کې ډېر احساساتي ښکارېده. پلا وویل، "احساسات زما په شخصي نظر زما هغو همکارانو لپاره چې په دې برخه کې قرباني ورکړې ده کوم توپیر او درناوی نه پرځآی کوي، ځینې همکاران مې پکې ناروغان او ځینې یې مړه شوي دي." د ټرمپ په اداره کې د واکسین د چټکې ادارې مشر او پوځي جنرال ګستېو پرنا وویل، د واکسین وېشل "په ډېره غوره توګه ترسره شول. او همدا اوس یې د لېږد چارې پیل شوي دي." هغه دا هم وویل، چې د زړو خلکو لپاره به هم تیار شوی واکسین په راتلونکې اونۍ کې ۷۰۰۰۰ روغتیايي مرکزونو ته واستول شي. د روغتیا وزیر الیکس ازار وویل، "د ولسمشر ټرمپ لخوا د چټکې ادارې جوړول له مونږ سره مرسته وکړه چې طبي معجزه راولو." دغه واکسین تر اوسه له ټولو جوړو شویو واکسینونو څخه په چټکه توګه جوړ شوی دی.‌ د واکسین له جوړېدو سره سره، سیاسي تحلیل کونکي او د ټاکنو په اړه نظر پوښتنې ښيي چې د ټرمپ لخوا د کورونا سره چال چلند په تېره میاشت کې د هغه له ټاکنیزې ماتې سره مرسته وکړه. د جان هاپکنز د شمېرو له مخې، د کورونا وایرس له امله په امریکا کې تر درې لکو زیات امریکان مړه شوي‌ او تر ۱۶.۲ میلیونو زیات پرې اخته شوي دي. روغتیايي کارکونکي او هغه زاړه خلک به چې د پاملرنې په ودانیو کې ساتل کېږي تر نورو مخکې ۲.۹ میلیونه ډوزه واکسینونه ترلاسه کړي په داسې حال کې چې په امریکا کې هره ورځ د کورونا په پېښو په لسګونو زره زیاتوالی راځي. په ورته وخت کې ټرمپ هغه لارښونه او فرمان بېرته واخېست چې لوړ پوړي حکومتي چارواکي چې په هغو کې ځینې د سپینې ماڼۍ کارکونکي هم دي د واکسین په لومړي پړاو کې واکسین وا نه اخلي. ټرمپ د یکشنبې یا اتوار ناوخته په ټویټر لیکلي وو، د سپینې ماڼۍ کارکونکي به د "دې پروګرام په وروستیو کې واکسین شي مګر دا چې په ځانګړي توګه ورته اړتیا وي." ټرمپ چې په اکټوبر کې په کورونا اخته شوی وو ویلي، دی واکسین نه اخلي خو ګوری به چې په راتلونکي کوم مناسب وخت کې یې بیا واخلي. په امریکا کې د خوړو او درملو د ادارې کمېشنر سټیفن هان وویل، دا امکان لري چې کابو شل میلیونه امریکایانو ته به د ډیسمبر له پای څخه مخکې د واکسین لومړی ډوز ورکړل شي. په ورته وخت کې، د حکومت لخوا د واکسین د ودې او پرمختګ د برخې سلاکار منصف سلویې فاکس نیوز ته ویلي، چې کېدای شي د مارچ تر پایه پورې به سلو میلیونو امریکایانو ته د کورونا واکسین ورکړل شي. خو هان اې بي سي ته ویلي دي، دا یوه لویه ستونزه ده چې تر نیمايي شمېر امریکایانو پورې د فایزر او بایوټېک واکسین ته په بل ډول ګوري که څه هم د امریکايي چارواکو لخوا منل شوی دی او یو شمېر نورو ویلي چې دوی به واکسین نه اخلي. هان وویل، حکومت د فایزر د واکسین د خوندیتوب په اړه باید روڼ وي، او همدا ډول د مډرنا د کمپنۍ لخوا د جوړ شوي واکسین په اړه چې په کلینکي ازموینو کې ۹۵ فیصده خوندي بلل شوی دی او ټاکل شوې ده چې په روانه اونۍ کې به یې کتنه وشي. سلویې وویل د امریکا لپاره چې ټولیز معافیت یا هېرډ امیونېټې ترلاسه کړي د کوم له امله چې به د وژونکي وایرس خپرېدل ودرېږي نو له ۷۵ څخه تر ۸۰ فیصده خلکو واکسین کولو ته اړتیا ده. هغه هیله څرګنده کړه چې دغه حد ته به د مې او جون د میاشتو ترمنځ ورسېږي. خو هغه وویل،‌ دا ډیره مهمه ده چې څومره امریکایان د واکسین د اخېستلو پرېکړه کوي.

15.12.2020 ډیوه

پولیسو عدالت کې په بابر اعظم دحامیزه نومې جینۍ لخوا دجنسي زیاتي لګول شوي تورونه دروغ بللي

پولیسو په عدالت کې دحامیزه نومې جینۍ لخوا دپاکستان کرکټ دملي لوبډلې دمشر بابراعظم په ضد دجنسي تشدد تورونه دروغ بللي دي اؤ وایي دغې جینۍ سره هیڅ داسې کوټلی ثبوت نشته چې په بابر اعظم لګول شوي تورونه پرې ریښتونې ثابت شي.

15.12.2020 ډیوه

د تاوتریخوالي دوام د سولې خبرو ته زیان رسوي – اروپايي ټولنه

په قطر کې د درې اونیو لپاره د سولې د مذاکراتو له وقفې سره هم‌مهاله اروپايي ټولنې ویلي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي دوام به د سولې خبرې له ستونزو سره مخامخ کړي.

15.12.2020 امریکا غږ

افغانستان کې د کرونا تازه پېښو له امله ۲۶ تنه مړه شوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې د کرونا ویروس د ٢۵۶ مثبتو پېښو د ثبتېدو او ۲۶ کسانو د مړه کېدو خبر ورکړی دی.

15.12.2020 امریکا غږ

کابل: چادونه کې د کابل مرستیال والي او د هغه سېکرټري وژل شوي

د کابل ښار څلورم مکروریانو په سیمه کې د کابل د مرستیال والي په موټر چاودنه شوې چې پکې د کابل د والي معاون محبوب الله محبي په ګډون د والي سيکرټري هم وژل شوی دی.

15.12.2020 ډیوه

ولسمشر غني د امریکا د استازو د مجلس له مشرې سره د سولې په اړه خبرې کړي

ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا د متحده ایالاتتو د استازو له رئیسې نانسي پلوسي سره د سولې د بهیر ترڅنګ پر یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې کړي.

15.12.2020 امریکا غږ

انتخاباتي کالج د جو بایډن بری تائید کړ

د امریکا د انتخاباتي یا الکټورال کالج غړیو په رسمي توګه د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د دیموکرات ګوند د کاندید جو بایډن کامیابي تائید کړله.

15.12.2020 امریکا غږ

په امريکا کې د کرونا ضد ويکسين کارول پېل شو

په امريکا کې د کرونا وبا په ضد د ويکسينو کمپاين د ګل/دوشنبې په ورځ پېل شوی دی. د نيويارک لانګ ايي لېنډ جيوش مېډيکل سنټر کې د کرونا وبا په ضد دغه واکسين کارول پېل شوي دي او لومړی واکسين يوې نرسې سانډر لنډسی ته لګول شوي دي.

15.12.2020 ډیوه

د کابل د والي مرستیال د ماین په چاودنه کې ووژل شو

د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل د والي مرستیال محب الله محمدي اوسکرټر یې د چسپکي ماین په چاودنه کې ووژل شول.

15.12.2020 امریکا غږ

خليلزاد او جنرل ميلر د جنرل باجوه سره د افغانستان او سيمې په امنیت خبرې کړي

د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد او په افغانستان کې د امریکايي او بهرنيو ځواکونو مشر جنرل سکاټ میلر د پاکستان د پوځ د مشر جنرل قمر جاوېد باجوه او د استخباراتي ادارې د مشر جنرل فېض حميد سره ليدلي د افغانستان د سولې د عمل او امنيت په سر يې ورسره خبرې اترې کړي دي.

15.12.2020 ډیوه

افغانستان تیره اونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې ۳۵۰۰ ټنه توکي صادر کړي

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ خپواکه اداره وايي چې په یوې اونۍ کې د دغه هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې ۳۵۰۰ ټنه کرنیز توکي بهر ته صادر شوي دي.

15.12.2020 امریکا غږ

د آشنا تلویزیون د دوشنبې خپرونه

د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه او ډیر نور په زړه پوري راپورونه

14.12.2020 امریکا غږ

ملګرو ملتونو د نړیوالې ټولنې نه افغانستان سره د زیاتې مرسته غوښتنه کړې

د ملګرو ملتونو د بشري چارو څانګې ترجمان ینس لېیرک وویل په اینده کال کې د ۱۶ مېلین افغانانو سره مرستې دپاره به ملګري ملتونه یو اشاریه درې بېلین (ارب) ډالرو مالي امداد ته اړتیا لري

14.12.2020 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more