شاته

د کریمه بلوڅ په یاد د کوټې پریس کلب مخې ته شمې بلې شوې

د بلوڅ سياسي فعالې کريمه بلوڅ په ياد کې د چهار شنبې په ماښام د کوټې د مطبوعاتو د کلب مخې ته ياد غونډه وشوه چې پکې په ګڼ شمېر سياسي بلوڅ ځوانانو، پيغلو او مدني فعالانو ګډون درلود.
ګډونوالو د کريمه بلوڅ له عکسونو سره شمعې ولګولې او د عقيدت ګولونه يې ورته وړاندې کړل.

د ياد غونډې يوې ګډونوالې نمره بلوڅ رسنيو ته وويل، د ننۍ غونډې مقصد کريمه بلوڅ ته د هغې پر مبارزه باندې د عقيدت پيروزينې وړاندې کول دي.

"بانوک کريمه بلوڅ چې کومه مبارزه کړې وه، زموږ لپاره، زموږ د قام لپاره، د ټولو لپاره، د هغې مبارزې ته موږ تول نن دلته د عقيدت پېرزوينې وړاندې کوو، د هغې مبارزه تسليموو او سلام ورته کوو، کوم چې دې زموږ لپاره کړي "۔

د بلوچ زدکونکو سازمان " بي ايس او ازاد " پخوانۍ مشره کريمه بلوچ له تېرو څو کالو راهيسي د کېنډا په ټورنټو ښارکې سياسي پناه اخيستې وه او د جلا وطنۍ ژوند يې تېراوه. د 2020م کال د دسمبر پر 20مه د کېنډا په ټورنټو ښار کې هغې مړی له اوبو رايستل شوې و.
د کريمې کورنۍ او بېلا بېل بلوڅ سياسي تنظيمونو د هغې مړينه يوه منظمه وژنه / يا قتل بللی خو د کېنډا پوليسو دغه تورنه رد کړي او وايي د کريمې په مرګ کې د جرم يا د وژلو کوم څه نه ښکاري.

د کريمې بلوڅ په اړه يو وار بيا هغه مهال په پاکستان او د نړۍ په بېلا بېلو سيمو کې بحث تود شو کله چې د هغې جسد يا مړۍ د تېرې يکشنبې په سهار د هوايي جهاز له لارې کراچۍ ته راوړل شو، کورنۍ يې غوښتل چې په کراچۍ کې يې د جنازې لمونځ وکړي او بيا د جلوس په شکل کې د هغې جنازه بلوچستان ته د هغې کلي تمپ ته يوړل شي.

کورنۍ یې او بلوڅ فعالانو تور پوري کړ چې د پاکستان د امنيتي ادارو لخوا دوی داسي کولو ته پرې نه ښول شول.

هغوی دا تورونه هم پورې کړل چې د بلوچستان د بېلا بېلو سيمو خلکو د کريمې بلوڅ جنازې ته ورتلل غوښت خو د امنيتي ادارو د سرتيرو لخوا د خلګو مخه نيول شوې او هغوی پرې نښول شول ځکه په تربت سيمه کې د کرفيو ماحول وو ۔

هم دغه تورنه د بلوچستان په ايالتي او د پاکستان په قامي اسمبلۍ او سېنټ کې د پښتون او بلوڅ سياسي مشرانو لخوا هم لګول شوي‌ دي.

خو تيره ورځ د بلوچستان اعلا وزير جام کمال په اسلام اباد کې له رسنيو سره په خبرو کې وويل چې دا سياسي پروپېګنډا ده، هغه وويل:
” هلته هيڅ کرفيو نه وه، څنګه چې د هغې جنازه راغله ، د هغې پلرني کلي تمپ ته ورسول شوه ، د هغه ځای چې څومره خلک و هغه د هغې( کريمه بلوڅ) د ښخولو لپاره راغلي و او دا په اول ځل شوي دي چې هلته ښځې هم راغلې وې ، دا ضرور ده چې موږ هلته دا ماحول پرې نه ښود چې پر دا معامله دي سياست وشي"۔

د عمران خان حکومت پلوه د بلوچستان عوامي پارټۍ سېنټړ انورالحق کاکړ تېره ورځ د پاکستان په سينټ کې د وينا پر مهال دا ټول تورونه رد کړل او وويل چې کومه ناوړه پيښه رامنځ ته نشي، امنيتي ځواکونو د کريمه بلوڅ جنازه ځکه په خپله ولقه کې تر تربت تمپ پورې ورسوله ۔
کاکړ وويل پر ټولو اختلافاتو سربيره کريمه بلوڅ ته په پاکستان کې د ښخولو حق ورکړل شو .
د کاکړ په خبره اوس د هغې پرمړينه باندې سياست کيږي او د ځينې قوتونو لخوا د پاکستان او د پاکستان پر ادارو د بدنامولو لاس پورې کيږي چې ګواکې د کريمه په وژنه کې د هغوی( ادارو) لاس دی.
کاکړ زياته کړه دا د پاکستان پر ضد يو منظمه پروپېګنډه ده.
سنېټر وويل خلک له نيم حقيقته خبر دي له پوره حقيقته خبر ندي، هغه تور پورې کړ چې پوره حقيقت دا دی، چې کريمه بلوڅ او د هغې د خاندان ځينې وګړو د پاکستان پر ضد د وسلوالو ډلو سره تړاو درلود او د پاکسان د ماتيدو لپاره يې توپک اخيستی وو د تشدد لاره يې خپله کړې وه
"
هو زموږ د هغې له افکارو سره اختلاف و، اختلاف نه بلکه سخت اختلاف، هغې (کريمه بلوڅ) د پاکستان پر ختمېدلو يقين درلود، د پاکستان پر ضد چې کوم وسلوال تنظيمونه دي، د "بي ايس او ازاد" له هغوی( وسلوال تنظيمونه ) سره تړون ليدل شوی، هغه او د هغې خپلوان او د هغې د خاندان ډېر زيات خلګ په پر هم دا فلسفه عمل کونکي و او د ژوند تر اخري سلګی پورې پر دا لاره روان و، د کوم چې موږ په ښکاره مزمت هم کوو او اختلاف هم ورسره لرو او په سياسي توګه ليري ځيني اوسو، پر دې ټولو سربيره د پاکستان رياست و هغې ( کريمه بلوڅ) ته په پاکستان کې دښخولو حق ورکړ او هغه اوس په تمپ کې ښخه ده "۔

ياده دې وي د پاکسان حکومت د بلوڅ زدکونکو سازمان " بي ايس او ازاد " باندې په 2013م کال کې د پاکستان ضد وسلوالې مبارزې پر تور بنديځ لګولی او په پاکستان کې يې د ياد تنيظيم هر ډول فعاليت بند کړی.

خو سياسي شنونکي په دې باوري دي چې د دې تنظيم پلويان اوس هم په پټه خپل سياسي فعاليتونه تر سره کوي.
له بلې خوا د بلوڅ سياسي فعالانو او بي ايس او ازاد لخوا پر ټولنزو رسنيو باندې و بانک کريمه بلوڅ ته د هغې پر سايسي مبارزه باندې د "لمه بلوڅ" يعني"د بلوڅانو مور" لقب ورکړل شوی.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.