شاته

د بایډن انتظامیه: دفاع وزیر په پوځ کې د لویو تغییراتو په لور

په امریکا کې صدارت چوکۍ ته د جو بایډن د رسېدو نه اېله یوه هفته تېره شوې، خو په همدې یوې هفتې کې د دې هېواد په دفاع وزارت کې ډېر لوی بدلونونه رامنځ ته شوي دي، ځکه صدر بایډن او د دفاع وزیر، لوېډ آسټن غواړي هغه تغییرات بېرته ترشا کړي.

صدر جو بایډن، په داسې حال کې چې د امریکا د پوځ مشران هم حاضر و، په یو دستخط سره د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ یوه تفریقي تګلارې یا پالیسۍ بدله کړه، او هغه په پوځ کې د ټرانس جېنډر یا نرښځکو په شاملېدو پابندي وه.

جو بایډن، ووېل: «هغه څه چې زه یې کوم، دا دي چې ټولو په شرایطو برابر امریکاییانو ته دا امکان برابروم چې په پوځي وردۍ کې خپل ملک ته خذمت وکړي.»

د امریکا دفاع وزیر لوېډ آسټن په ټوېټر باندې د صدر بایډن دا ګام وستایه او ویې ویل چې دا سم او هوښیار کار و.

صدر بایډن دا صدراتي حکم د ګل/دوشنبې په ورځ جاري کړ، چې د جمعې په ورځ د لوېډ آسټن د سوګند اخېستو نه وروسته، دا په پوځ کې د اصلاحاتو تازه ګام ګڼل کیږي او دا هغه څه و چې آسټن یوه هفته وړاندې سنېټ ته پخپلو خبرو کې وعده کړې وه.

هغه د تایید کېدو نه وړاندې سنېټرانو ته په خبرو کې ووېل: «مونږ خپلو خلکو ته د دې ذمه وار یو چې د تبعیض، کرکې، او ځورونې نه خلاص کاري ماحول برابر کړو. او که زه د وزیر په توګه تایید شم، زه به سخت کوشش وکړم چې جنسي آزار ورک کړم او له پوځ نه نسل پرستان او انتهایي پسندان وباسم.»

آسټن د سنېټ لخوا دفاع وزارت ته ومنل شو او سمدستي یې د جنسي ځورونو د مقابلې دپاره د اقداماتو غوښتنه وکړه.

د امریکا د دفاع نوی وزیر لوېډ آسټن
د امریکا د دفاع نوی وزیر لوېډ آسټن

خو د انتهایي پسندۍ خلاف پرمختګ ممکن تر دې ستونزمن وي. د امریکا پوځ کې تندلاري توب په زیاتېدو دی، او نښه یې دا چې په کانګرس باندې د یرغل په پېښه کې د پوځ یو شمېر پخوانیو غړو هم برخه اخېستې وه.

د نوي دفاع وزیر نور کارونه:

د دې ترڅنګ، د امریکا نوی دفاع وزیر لوېډ آسټن به د نورو چلېنجونو سره هم مخامخ وي، او دا وعده یې هم کړې چې د کرونا وبا په مقابله کې به د ملک مرسته کوي.

په بهر کې هم نوي دفاع وزیر ته کارونه شته. هغه به له ملګرو هېوادونو سره رابطه نیسي، او مهمه پرېکړه دا پاته ده چې د افغانستان او عراق په برخه کې په کار ده څه وشي. عراق او افغانستان کې اوس د امریکایي عسکرو شمېر تر هر بل کال کم شوی دی. همدا شان د افریقې مسئله به هم ورته مخ کې وي.

له روس سره هم کشیدګۍ شته، د شمالي کوریا، ایران او بیا د چین په اړه هم مسئلې پاته دي.

د جمهوریت د دفاع فاونډېشن یو څېړونکی، براډلي باومن، وایي: «زما په خیال چین د ټولو نه مهمه مسئله ده. زه چین ته د یو نږدې خطرې په سترګه ګورم. په ځینو مواقعو کې، چې په کار ده زمونږ امریکایي وګړي او نړېوال ملګري ورباندې پوه شي، چین داسې سیسټمونه په کار اچولي چې زمونږ غوندې ښه، او یا زمونږ له سیسټمونو نه هم بهتره دي.»

دا ټول کارونه، د امریکا د نوي دفاع وزیر دپاره د مشغولتیا یو اوږد لېست جوړلی شي.