په فاریاب کې د بېځایه شویو له کړاوه ډک ژوند
په فاریاب ولایت کې سلګونه بېځایه شوې کورنۍ په دې سخته یخنۍ کې تر خیمو لاندې له کړاوه ډک ژوند تېروي. ازادي راډيو څه موده وړاندې د دوی پر سخت ژوند راپور خپور کړ چې له امله يې دوی ته د مرسته کوونکو ټولنو پام واوښت. نور په دې راپور کې:
د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ درېمه یوه ورځنۍ لوبه پیل شوې
د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ درېمه یوه ورځنۍ لوبه نن سه شنبه جنوري ۲۶ (سلواغه۷) په اماراتو کې پیل شوه.
په پاکستان کې کرونا وایرس نور 58 تنه مړه کړي
په پاکستان کې په تیرو 24 ساعتونو کې کرونا وایرس نور 58 تنه مړه کړي چې ورسره په ملک کې د کرونا وايرس څخه د مړو ټوله شمېره 11376 ته رسېدلې ده.
کرونا سره مبارزه؛ اروپايي ټولنه افغانستان سره د ۳۵ میلیونه یورو مرسته کوي
اروپايي ټولنې له کرونا ویروس سره د مبارزې په هدف له افغانستان سره د ۳۵ میلیون یورو مرستې اعلان وکړ.
د طالبانو پلاوي د ايران سفر کړی
طالبانو ویلي په قطر کې د سیاسي دفتر مشر ملا برادر په مشرۍ يې يو پلاوي نن د نهې/سه شنبې په ورځ [26 جنورۍ] د ايران سفر کړی دی.
د ملا برادر په مشرۍ یو طالب پلاوی ایران ته تللی
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یو طالب پلاوی نن سې شنبه جنورۍ ۲۶ ( سلواغې اوومه) د ایراني چارواکو په رسمي بلنه تهران ته تللی دی.
قرېشي او اتمر په افغان سوله او نورو موضوعاتو غږېدلي
د پاکستان او افغانستان د بهرنيو چارو وزيرانو د ټيليفون د لارې د افغانستان د سولې د خبرو ترڅنګ په نورو موضاتو خبرې اترې کړي دي.
دفاع وزارت وايي، لوګر کې د طالبانو له زندانه ۲۲ بندیان ازاد کړي
د افغانستان دفاع وزارت وايي، په لوګر ولایت کې د وسله والو طالبانو له زندان څخه ۲۲ بندیان ازاد کړي دي.
د پاکستان اپوزېشن ګوندونو د کریمه بلوڅ د مړي په ٫٫ بې احترامۍ٬٬ نیوکې کړي
جهانزیب جمالدیني وویلي، د کریمه مړی مکران قبضه کولو یا فتح کولو له نه وو راغلي دوی د هغې د مړي سپکاوي کړی. جمالدیني وړاندی ویلي داسې ګامونو سره به د خلکو کرکه نوره هم زیاته شي.
د فرورۍ میاشتې نه به غریبو کورنیو ته مالي مرستې ورکول پېل کړی شي: د وزیراعظم سلاکاره
پاکستان کې د غربت د خاتمې لپاره د وزیر اعظم سلاکاره او د احساس پروګرام مشره ثانیه نشتر ویلي د روان کال فرورۍ د میاشتې څخه به ټول پاکستان کې غریبو کورنیو ته د میاشتې په حساب پېسې ورکول پېل کړی شي خو دا تفصیل یې نه دی ویلی چې هرې کورنۍ ته به څومره پېسې ورکړی کېږي. د ګل - دوشنبې په ورځ مردان کې د ښځو پوهنتون کې یوې دستورې ته خپلې وېنا کې ثانیه نشتر وویل چې حکومت دا وخت پاکسنان کې د غریبو کورنیو لپاره په یوې سروۍ کار کوي چې د روان کال 2021 د جون میاشتې پورې به سرته ورسي. د احساس پروګرام مشرې ویلي چې په دې لړ کې په خېبر پښتونخوا کې 45 فیصده او په ټول هېواد کې 65 فیصده سروۍ مکمل شوې ده. هغې وویل چې تراوسه چې د نوې سروۍ لاندې د کومو غریبو کورنیو شمېرې مکمل شوي دي هغوي به د فرورۍ د میاشتې نه پېسې ورکولو عمل پېل شي. مردان کې یو دیاړي مار ا حمدعلي وي او اې ډیوه ته وویل چې د احساس پروګرام د لاندې د حکومت مالي مرستو پروګرام لپاره یې څو وارې متعلقه دفتر کې خواستونه جمع کړي خو تر اوسه ورته مالي مرستې نه دي ورکړی شوې. باېد حکومت مستحکه خلکو د پاره د مرستو لارې چارې اسانه کړي. هغه وايي مالي حالت یې ډېر پرېوتې دی، مزدورۍ نشته، د کرایې په کور کې په ۷۰۰۰ روپۍ میاشت وسي خو اوس یې ددغې ورکولو توان هم ختم شوی دی. د احساس پروګرام مشره ثانیه نشتر وايي چې د مېرټ پوره خیال ساتلی کېږي ړا پروګرام د سیاسي مداخلت او خپلولۍ نه پاک ساتلی شوې او تېر کال ددې پروګرام د لارې 904 اربه روپۍ غریبو کورنیو ته ورکړی شوي دي. د وزیر اعظم سلاکارې وویل چې د مالي مرستو د لاندې د احساس نشوونما، احساس پرائمري وظائف کفالت پروګرام، احساس بلاسود قرضې ، احساس امدن، احساس ګرېجوېټ سکالرشپ او د خصوصي خلکو لپاره د وظیفو ورکولو لپاره پوره پلان ترتیب شوی چې د فرورۍ د میاشتې نه به پرې عمل پېل شي.
د آشنا تلویزیون د دوشنبې خپرونه
د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه او ډیر نور په زړه پوري راپورونه
په بلوچستان کې تر نیمایي زیات ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي
په پاکستان کې د خوارځواکۍ په هکله د حکومت څېړنه کې په ډاګه شوې چې د ټول هېواد په پرتله، بلوچستان ایالت کې خوارځواکي تر ټولو زیاته ده چیري چې تر نیمایي زیات ماشومان د خوراک له سخت کمښت سره مخ دي.
صدر غني: د کابل او واشنګټن ترمنځ تعلقاتو کې یو نوی فصل پرانېستل شوی
افغان صدر محمد اشرف غني په امریکا کې د جو بایډن په مشرۍ د نوي انتظامیې راتلو ته خوشبینه دی او وایي چې د کابل او واشنګټن ترمنځ تعلقاتو کې یو نوی فصل پرانېستل شوی دی.
ملګري ملتونه: عمله دې د پي آی اې د سفر نه ډډه وکړي
ملګرو ملتونو خپلې عملې ته خبرداری ورکړی په پاکستان کې د پي آی اې سره د هېواد دننه رجسټرډ شوي يو شمېر نورو کمپنيانو د پروازونو نه دې ځکه ډډه وکړي.
نړۍ کې په کووید۱۹ د اخته کسانو شمېر ۱۰۰میلیون ته ورسېده
شاوخوا ۱۳ میاشتې مخکې د کروناویروس په لومړي ځل د چین د هوبي په ایالت کې خپور شو او دا مهال په نړۍ کې په دغه ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۰۰میلیون ته رسېدلی دی.