ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


راس ویلسن: طالبان باید پوه شي چې په هدفي وژنو نړیوال پاریږي

راس ویلسن: که سوله افغانستان ته راځي، باید هدفي وژنې بندې شي 

17.01.2021 امریکا غږ

کابل کې د ښځینه قاضیانو وژل کېدل او پر وړاندې یې نړیوال غبرګونونه

افغان چارواکو، په افغانستان کې مېشت بهرنیو ډیپلوماټانو او د بشري حقونو فعالانو په کابل کې د دوه ښځینه قاضیانو وژل غندلي دي.  په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر راس ویلسن په ټوېټر لیکلي چې په کابل کې د سترې محکمې د ښځینه قاضیانو وژنه غندي او د پېښې د سمدستي پلټنې غږ کوي.   راس ویلسن ویلي، طالبان باید پوه شي، دا ډول کړنې چې مسوولیت یې ور ګرځي نړۍ په غوصه کوي او باید ودریږي.  د سترې محکمې ویاند احمد فهیم قویم نن یکشنبه (د مرغومي ۲۸مه) ازادي راډیو ته وویل چې دوه قاضیانې د کابل په تایمني کې د یوه وسله وال کس له خوا په ډزو وژل شوي دي.   د رپوټونو له مخې په پېښه کې دوه نورې قاضیانې ټپیانې شوي دي.   د بشري حقونو د څار د نړیوال سازمان د ښځو د حقونو د څانګې سرپرستې هېدربار لیکلي، د افغانستان د ښځینه قاضیانه یوه سلنه ووژل شوه.  د سترې محکمې د معلوماتو له مخې په ټول افغانستان کې دوه سوه ښځينه قاضیانې کار کوي چې له ډلې یې دا دی نن دوه تنه ووژل شوې.  د افغانستان ولسمشر اشرف غني د دوو ښځینه قاضیانو وژنه او د دوو نورو ټپي کېدل غندلي دي.  ارګ ماڼۍ د ولسمشر غني په حواله لیکلي :"د طالبانو یا نورو ترهګرو ډلو له خوا په بې دفاع افغانانو باندې برید د اسلامي د اسلامي ارشاداتو او سولې روحیې خلاف دی."  هغه ویلي چې افغان امنیتي ادارې دې په دې اړه هر اړخیزې څېړنې وکړي.  چا په کابل کې پر ښځینه قاضیانو د برید مسوولیت نه دی منلی خو په دې وروستیو کې د داسې هدفي وژنو پړه افغان چارواکو او امریکايي ځواکونو په وسله والو طالبانو اچولې ده. 

17.01.2021 ازادي راډیو

امنیتي ځواکونو ثناء اعجاز د بلوچستان له خاورې ویستلې ده

د ژوب ضلعې انتظامیې دبلوچستان دحکومت په امر دپښتون ژغورنې غورځنګ د کور کمیټۍ غړې اؤ د “واک “تحریک مشره ثناء اعجاز په ژوب کې دیوې لائبریرۍ دپرانستې څخه منعې کړې اؤ هغې ته یې دصوبې نه د وتلو امر کړی.

17.01.2021 ډیوه

افغانستان کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر له ۵۴ زرو واوښت

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې د کروناویروس د ۸۴ مثبتو پېښو د ثبتېدو او ۴ کسانو د مړه کېدو خبر ورکړی دی.

17.01.2021 امریکا غږ

بهاولپور:دمذهب دسپکاوي په تور دپروفیسر وژنه کې ککړ طالبعلم ته دتېزندۍ سزا اورؤل شوې

دبهاولپور دصادق ایجرټن کالج د انګریزي څانګې پروفیسر خالد حمید دهغه یو شاګرد خطیب حسین په مارچ ۲۰۱۹ کې دمذهب دسپکاوي په تورونو وژلی ؤ .

17.01.2021 ډیوه

کابل کې د هدفي وژنو دوام؛ دا ځل یې دوه قاضیانې ووژلې

په کابل ښار کې د هدفي وژنو دوام، خو دا ځل د حملې قربانیانې دوه ښځینه قاضیانې وې. نن یکشنبه (د مرغومي ۲۸مه) سهار شااوخوا اته نیمې بجې د کابل ښار د لسمې امنیتي حوزې اړوند د تايمني سيمې پر لسم سړک د ښځینه قاضیانو پر موټر ډزې وشوې. د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز ازادي راډیو ته وویل چې دې پېښه کې یو تن ټپی شوی هم دی: "نن د کابل ښار د لسمې امنیتي حوزې اړندو سیمو کې د سترې محکمې دوه تنه کار کوونکي د یوه نامعلوم وسله وال کس په ډزو کې وژل شوي او یو تن بل ټپی دی. پېښه په جدي ډول د امنیتي ځواکونو تر څېړنې لاندې ده." ښاغلی فرامرز په دې اړه د ډېرو معلوماتو له ورکولو ډډه وکړه. د دې حملې مسوولیت هم تراوسه کومې ډلې پرغاړه نه دی اخیستی. په ورته وخت کې د سترې محکمې ویاند احمد فهیم قویم ازادي راډیو ته وویل چې دواړه وژل شوې ښځې قاضیانې دي، خو ښاغلی قویم هم د هغوی د هویت په اړه د ډېرو جزئیاتو له ورکولو ډډه وکړه. ده زیاته کړه:" پېښه کې د سترې محکمې دوه تنه قاضیانې وژل شوي او د هغوی موټر چلوونکی ټپی دی. فکر نه کوم چې د هغوی د نومونو په ډاګه کول اړین وي. ځکه د هغوی همکارانو ته د زیان رسېږي." هدفي وژنې په افغانستان په تېره په کابل ښار کې په دې وروستیو کې یوه جدي ستونزو ده. تېرو څو میاشتو کې یو شمېر مدني فعالان، خبریالان او د ښځو د حقوقو فعالانې وژل شوي دي. د جدي په ۵ مه په کاپیسا کې مدني فعاله فرشته کوهستاني او د قوس په ۲۰مه په جلال اباد کې د انعکاس خصوصي ټلوېزيون ويانده ملاله ميوند د نا معلومو وسله والو له خوا ووژل شوې. تر دې وړاندې هم د افغانستان بېلابېلو سیمو کې یو شمېر فعالې ښځې په ورته توګه هدف ګرځیدلي. دې پېښو سختې اندیښنې را پارولي، ان تر دې چې یو شمېر مدني فعالان او خبریالان یې اړ کړي چې له هېواده ووځي.

17.01.2021 ازادي راډیو

بامیانو کې د سولې جام سکي سیالۍ ترسره شوې

د روان ژمي په اوږدو کې د لومړي ځل لپاره د افغانستان بامیان ولایت کې د سکي سیالي ترسره شوه. 

17.01.2021 امریکا غږ

غني: که بلخ کې اختطاف شوی ماشوم ازاد نشي، امنیتي چارواکي یې لېرې کوم

افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي که بلخ کې اختطاف شوی ماشوم ازاد نشي، د دغه ولایت ټول امنیتي چارواکي به له دندو لیري کړي.

17.01.2021 امریکا غږ

کابل:د وسله والو برید کې دوه ښځینه قاضیانې وژل شوي،یوه ژوبل

امنیتي چارواکي وایي کابل کې ناڅرګنده وسله والو په یو مرګوني برید کې دوه ښځینه قاضیانې وژلي اؤ یوه بله ژوبل شوې ده.

17.01.2021 ډیوه

پاکستان کې نور ۴۳کسان په کرونا وایرس مړه شوي

پاکستان کې دتېر یو شواروز په مهال ۴۳ نور کسان په کرونا وایرس مړه شوي چې دې سره په دې هیواد کې په کرونا د مړو شوؤ رنځورانو شمیره ۱۰ زره اؤ ۹۵۱ؤ ته رسېدلې ده.

17.01.2021 ډیوه

حمدالله محب د جنوبي ولایتونو د امنیتي وضعیت ارزولو لپاره هلمند ته تللی

د جنوب زون د شپږو ولایتونو د حکومتوالۍ او امنیتي وضعیت د څارنې او سمون په موخه د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب نن سهار هلمند ولایت ته رسیدلی دی.

17.01.2021 امریکا غږ

کابل کې د سترې محکمې پر کار کوونکو ډزو کې دوې ښځې وژل شوي

امنیتي چارواکي وايي، په کابل ښار کې دوې ښځې د ناڅرګندو کسانو په ډزو کې وژل شوي او یوه بله ټپي شوې ده.

17.01.2021 امریکا غږ

هند کې د کرونا ویروس ضد واکسین تطبیق پیل شو

هند پرون د کرونا واکسین په پیل سره له هغو پياوړو هېوادونو سره یوځای شو چې مخکې په‌کې دغه واکسین پيل شوی او تطبیق‌یې دوام لري.  د هند چارواکي تمه ښيي چې لومړي ګام کې به ۳۰۰ ملیونه کسانو ته دا واکسین ورکړل شي.  دوی کې ۲۷۰ میلیونه هغه کسان دي چې له ۵۰ کلونو پورته عمرونه او نورې ناروغۍ لري.  پر دې سربېره  ۳۰ ملیونه هغه روغتیایي کارکوونکي هم په‌کې شاملېږي چې له کرونا سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې فعالیت لري.  د هند صدراعظم نرېندرا مودي خپلو اتباعو ته د دغه واکسین د پيل مبارکي ورکړې ده.  ښاغلي مودي تېره ورځ په یوه ټلوېزیوني وینا کې وویل: "د واکسین په لومړي پړاو کې ۳۰ ملیونه کسان واکسینېږي، دوهم پړاو کې به د دغو کسانو شمېر ۳۰۰ ملیونو ته ورسوو، راتلونکي پړاو کې به بیا هغه کسان واکسین کړو چې ډېر عمر او خطرناکه ناروغۍ لري."  د اسوشیټډ پرس د راپور له مخې، تر اوسه معلومه نه‌ده چې د نړۍ د یو شمېر نورو مشرانو په څېر ۷۰ کلن مودي خپله هم واکسین شوی او که نه.  د هند حکومت بیا ویلي، سیاستوال ورته لومړیتوب نه‌لري، بلکې هغه روغتیایي کارکوونکي ورته لومړیتوب لري چې د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو سره سر او کار لري.  د هند روغتیایي کارکوونکو هم دغه واکسین ته خوښي څرګنده کړې او هیله‌یې ښودلې چې دا به عادي ژوند ته د ورګرځېدو لومړني ګامونه وي.  د ګیتا دیوي په نوم یوې نرسې د واکسین د تزریق پر مهال ویلي، خوښه ده چې د هغو لومړنیو کسانو په ډله کې ده چې دا واکسین ورکول کېږي. د هند روغتیایي چارواکو نه‌دي ویلي چې د خپل ۱،۴ میلیارده وګړو څه شمېر ته به واکسین ورسوي، خو متخصصان وایي، هند به په واقعي ډول په نړۍ کې د واکسینېدونکو لوړ شمېر ولري.  دغلته د واکسین د پيل په لومړۍ ورځ څه باندې ۱۶۵ زره کسانو ته واکسین ورکړل شو.  د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې، تر اوسه په هند کې څه باندې ۱۰،۵ ملیونه خلک په کرونا اخته شوي دي.

17.01.2021 ازادي راډیو

د ملالې میوند خور د ژوند د تر ټولو ترخې ورځې کېسه کوي

په ننګرهار ولایت کې د ښځو د حقونو د وژل شوې فعالې ملالې میوند کورنۍ عدالت غواړي. هغه د تلویزون د ګوتو په شمېر ښځینه ویندویانو او ژورنالیستانو څخه وه. ملاله میوند د ډیسمبر په لسمه نیټه جلال اباد ښار کې ووژل شوه. د ملالې میوند خور فاطمه هلال په دې راپور کې د خپل ژوند د" تر ټولو ترخې ورځې" کېسه کوي.

17.01.2021 ازادي راډیو

د آشنا تلویزیون د شنبې خپرونه

د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه او ډیر نور په زړه پوري راپورونه

16.01.2021 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more