شاته

کراچۍ: سي ټي ډي پوليس وايي د زېنبون وسله وال تنظيم ترهه ګر يې نيولی

په کراچۍ کې سي ټي ډي پوليسو [د ترهه ګرۍ ضد] ادارې ويلي د شورو/ چارشنبې په ورځ په کراچۍ کې د نورو استخباراتي ادارو په مرسته يې د وسله وال تنظيم زېنبون يو ترهه ګر يې نيولی چې پېژندګلو يې د سيد محمد عباس جعفري په نوم شوې ده.

د يادې ادارې له خوا په 27م جنورۍ ويل شوي دغه تن پوليسو ته مطلوب ترهګر ياور عباس چې نوم يې په رېډ بک کې دی، ملګری دی او د هغه د ولقې نه وسله ترلاسه شوې او مقدمه هم درج شوې ده.

سي ټي ډي د کوم ملک نوم نه دی ویلي خو زياته کړې يې ده د پلټنو په وخت ملزم منلې چې په 2014م کې يې د ګاونډي هېواد نه تربيت ترلاسه کړی ؤ.

د سي ټي ډي په وينا ملزم د طبي مرستو او استخباراتي څارنې سره سره د خودکارې وسلې تربيت هم ترلاسه کړی دی او يو شمېر خلک يې ګاونډي هېواد ته هم لېږلي دي.

سي ټي ډي وايي نيول شوی تن نور خلک تربيه کوي او په پاکستان کې دننه وسله والې کاروايۍ کوي او په کراچۍ ښار کې يې د نورو کاروايانو لپاره هم څارنه يا رېکي کړي ده.

دوي زياتوي چې د نورو ملګرو لپاره يې مرکزي استخباراتي اداره او سي ټي ډي په شريکه د نيولو لپاره هم هڅې پېل کړي دي.

روانه میاشت سي ټي ډي پوليس په کراچۍ کې د يو بل تن د نيولو ويلي ؤ چې داعش ته به یې پېسې لېږلې.

د تير دسمبر په مياشت کې سي ټي ډي ويلي ؤ د کراچۍ د کورنګۍ علاقې نه يې د لاقانونه ګرځول شوې سپاه محمد ډلې د زېنبون بريګېډ دوه انتهايي خطرناک مطلوب ترهګر نيولي دي.

سي ټي ډي دعوه کړې وه چې دغه ترهګر په کراچۍ کې د مولانا يوسف لدهيانوي او مفتي نظام الدين شامزۍ په ګډون د نورو کسانو په وژنه کې ککړ وو.

پاکستان په کال 2001 کې سپاه محمد لاقانونه ډله ګرځولې وه.